د ګولډڼ خزان پاڼې
06.11.2015 11:18 دلته ګولډڼ طلايي مءنی روان دی
تیر کلونو سره توپیر ېې په دا شان دی
پخوا ډیر به تندرونه، باد باران وو
سږکال لمر اوورېځ په پټه کې عیان دی
چمنونه،پلې لارې، بایسکیل لارې
لهء رنګینو پاڼو ډک رنګینکمان دی
زء چې ګرځم اوسوچونه ورته کړءمه
د نوزاد ماشوم ژېړی پر شفاء خان دی!
ماشومان، مېرمنې ریږدي له ډیر یخه
نغري کې دڅو پاڼو په ارمان دی
پردۍ لارو مهاجر، کندوز بیکوران!
حمید وايي : خدایه! داڅنګه دوران دی؟