د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښځې خاوند شخړې

نویده خوشبو 06.11.2015 12:07

د ښځې خاوند شخړې : لیکواله : نویده خوشبو
کله چې د ژوند ملګرې نه وي نود ګډ ژوند تصور دا وي چې لاس په لاس سر په اوږه به ټول ژوند د شنو پاڼو یخ باد خوشبویواو کله په زېړو پاڼو کې په قدم وهلو تېر شي .
کله چې به ما ښځه خاوند په جګړه یا بحث لېدل نو حیرانه به شوم او ژر به مې یو پړ کړ ،که ښځه مېړه به سره پردي و او نښلېدل به نو ما به ژر تحلیل وکړ او ویل به مې پردې ښه دې ، دې ( ښځې )ته چا ویل چې خپل سره واده وکړي پردي کم و
او که به پردو سره جګړه وکړه نو ویل به مې چې که خپل یې وې نو تپوس نه به ډارېده له خپلو به یې سترګې سوځېدې دا حال به نه و.
بس ګډ ژوندراته خوندور په خپل واک او د مجردې د وړو ستونزو د خلاصون وسیله ښکارکېده .

خو د ګډ ژوند له پیله وروسته اوس د هرې ښځې خاوند په کوچني بحث هم فکر کوم او غواړم د هر جوړې د ستونزې رېښې پیدا کړم
د ډېرو او مختلفو کورنیو مسایلو سربیره په ډېرو حالاتو کې چې تقریبا په ډیرو کورنیو په ځانګړې توګه د نویو واده شویو جوړو په منځ کې ډېر د اختلاف د رامنځته کېدو سبب ګرځي د ښځه خاوند د کورنې غړي ، کورنې ماحول، قومي ، ژبني سمتي او نور توپیرونه دي .
د دواړو په منځ کې مداخلې ، شک ، د یو بل د حقونو نه مراعتول ، نه درناوې ، یو بل ته د وخت نه ورکول او ډیر نورمسایل هم شته چې د ښځه خاوند په منځ کې ستونزې پیدا کوي او مینه په کرکې بدلوي خو زه غواړم نن هغو مسایلو ته چې ډیر بې ارزښته دي او د دوو کسانو د ګډ ژوند د خرابېدو لامل ګرځي څه ولیکم
ډېره موده کیږي چې له مختلفو جوړو سره مې د هغوې د اختلاف د سبب په اړه پوښتنې کړي او کله زه خپله هم له همدغو ستونزو سره مخ شوې یم او خپله مې هم تېروتنه کړې او بیا له بحث وروسته مې فکړ چې دا ستونزه ولې پیدا شوه نو له لږ فکر وروسته مې په ځان خندلي او ځان راته ساده ښکاره شوې ځکه ما د یو باندني کس غم کور ته راوړې وي، پوه نشوې؟!
زما یوه ډیره نږدې ملګرې چې زه ورسره ښه پيژنګلوي لرم ماته ګرانه ده ضرور نده زما خاوند ته دې هم ګرانه وي که زما خاوند یې په خلاف څه و وايي دا سمه ده چې سپیناوې ورکړم خو د همدې خبرې جګړې ته رسېدل په مقابل کې د هغه د ملګري بد یادول او جګړې ته رسېدل سم کار دی ؟
ما له خپلې کورنۍ سره کلونه کلونه ژوند کړې ورسره مینه لرم نو د دې توقع لرل چې زما خاوند دې هم په یوه میاشت یا کال کې زما کورنۍ همدومر مهمه وبلي چې زه یې ګڼم یا برعکس خاوند دې له ما همده تمه ولري؟ منظور مې د زړه د مېنې او احساس دی
ښځه د ننګرهار او خاوند د کونړ لازمه ده چې د ولایتي توپیرونو په سر جګړه وکړئ ؟ یا میرمن د یو ننګرهار د کامې او خاوند د لعلپورې او پر دې تفاوت جګړه وکړي ، یا د بحث په منځ کې یو بل ته پيغوور ورکړي؟
شخړه په خوړو کې د میرمنې په تیروتنه پیل ‍شوې وي او خبره دې د یو بل کورنیو ته په بد رد ویلو ورسي؟
او یا خاوند کومه تیروتنه وکړي او میرمنه دې ورته کلې کور په کورنۍ یا خپلوانو کې د کوم بل کس ستونزه پیغور کړي او ټول د ورته وڅنډي ؟
کله مو فکر کړې چې یوه وړه شخړه ولې په لوېې شخړې د میرمن او خاوند منځ کې په کرکې ، په وهلو او آن په بیلتون بدله شوې؟
که د خاوند ورو غل او د میرمنې ورو بد وي وي نو ولې تاسو خپل ژوند او اړیکه خرابوي جرم فردي دی هر سړی پوه شه او خپل کار ېې ، ستا خاوند خو غل نشو، او یا ستا میرمن خو بده نده نو پیغور په څه یا دواړه لوري د خپل ورور په کړنو درديږي نو څه له یې یادوئ.
دباندې شخړه ولې کور ته راوړئ ، په نورې نړۍ کې جاپاني له امریکاېې ، تور له سپین ، سور له زیړ سره واده کړې چې لوۍ تفاوتونه لري ، خو مونږ چې د یو هیواد خلک یو ، د پلار د خانې یا غریبې ، د ژبې او د رواجونو په سر نښلو او خپل ژوند تریخ کړو.
دا سمه نده چې ښځه خاوند به هیڅکله بحث نه کوي له یو بل نه به مروریږي هم نه او یا به خفګان نه رامنځته کیږي دا منطقي نده که مرور نشئ نو د پخلاینې خوند څه دې زه غواړم د وړوکي بحث پیل چې په جګړې وهلو او ښکنځلو پای ته رسیږي خبرې وکړم.
کله چې مو ستونزه خپل منځ کې پیدا شوه نو د امتحان لپاره یو ځل ډېر وړاندې مه ځئ یو بل ته مور پلار کورنۍ چې دواړو لوریو ته ډیر ارزښت لري مه یادوئ ، که وردګ دی که کابلې ده پیغور د رواجونو او یا ژبې مه ورکوئ د تېریادونه او هغه پيښې چې د نورو په کورنیو کې شوي وي که د دواړو لوریو ان مور ، خور پلار یا ورور هم کومه تېروتنه کړي وي مه یادوئ که ستاسو خپل منځي مرورېدا په ستونزو ، کرکې په بې تفاوتې ستړیا او تریخوالي بدله شوه نو بیا مه منئ.
د یادونې ده چې دواړه لوري دې دا مسایل په پام کې ونیسي ، په یو ګل نه پسرلې کیږي.
د مینې ډک ، خوشحاله او بې له شخړو ژوند په هیله .