د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سنګساره

توریالی ملیار 05.11.2015 10:11

سنګساره
د سهار لمانځه دوعا وه ډيره لنډه ملا وې درته کوم خبر بربنډه
یوه فاحشه یوه بد کار ه زنا کاره راولمه د سزا او مرګ لپاره
تښتیدلې یوه بد کاره ده له کوره ده باغي له خپل ابه او خپله موره
سزا واره د جزا دغه لولۍ ده د وژلو ده لایقه بازارۍ ده
حکم زما د سزا مرګ دی ای حضارو که غلط وم وکړئ غږ په ما عُقالو
علما دي دلته ناست په دې صفونو ټول خبر دي له کتاب او له حکمونو
نا محرم سره نجلۍ شوه هلته توره کړې پرې مور د نا روا، ادکه بوره
پیدا کړې مې فتواي په لوی کتاب ده ټوله شپه مې رڼه کړې په شتاب ده
د قدري په حاشیه کې یې ویلي هم خلاصه کې په ښکاره یې څرګند کړي
پنجکتاب هم په ټینګار کوي خبره ګلستان فتوی لري ښه زوروره
د سنګسار جزا په دې د عملي شي د شنو کاڼو په ګوزار کې د ستي شي
بل ملا له صف نه غږ الله اکبر کړ وې صادق یې مسلمان په تا باور کړ
دا جزا د عمل حق ګورئ باله شي هم ضرور دې، دا سزا ته ورکاوه شي
په جومات کې شوې نارې د تکبیر پورته قهریدلي خلک شول د ملا لور ته
تاوې اوس د لوی دښمن مخ ته دریږي یا خو حق کې د وطن دوی قربانیږي
له جوماته د بیدیا په لور روان شول دغه خلک بیا بدل په ستر کاروان شول
یوه نجلۍ یې تر مُلا را کش کوله د جزا په تور یې دلته را وستله
د نجلۍ له پوزو وینې بهېدلې هم غاښو کې یې سرې وینې ښکاریدلې
تورې زلفې یې په وینو کې لت پت وې په سرو سترګو یې ښکاره نښې د پت وې
د غریبې لوپټه په وینو سره وه سپينه پیغله په وهلو تکه شنه وه
نو قضا ته د ملا صاحب شوه وړاندې ټول وګړي و ولاړ لاندې او باندې
ملا وکړې په تقریر کې څو خبرې د دوزخ د مار لړمو زورورې
بیا فتوای یې بې له ځنډه کړه ور خوشي وې مومن دې اوس ټول ماسره په پله شي
په وحشت یې د نجلۍ لور ته نظر کړ له خپل قهر یې دا خلک با خبر کړل
اې فاحشې ای بدکارې زنا کارې په سزا به اوس رسیږی نا کرارې
ته له چا سره تښتیدلي ورکیدلې له خپل کوره چې په منډو ځغلیدلې
ستا سزا دمرګ اجل دی چې راغلی اوس دې مخ ته دریدلی رسیدلی
نجلۍ ټوله لړزیدله ریږدیدله د ملا له فتوای سخت ووېریدله
نوره نه شوای دریدلی کیناستله د کمر خوا ته چپه شوه ولویدله
په ټپي خوله یې یو ځل (وی الله) کړل په سلګو سلګو یې بیا هم و (الله) کړل
ملا لاس په کاڼو خښ کړل وی ویشتله یوه بې وسه له له ناستي را ولویدله
خلکو هوُ کړل د ملا په اطاعت شول حمله ور په ډير اخلاص او صداقت شول
خړې خاورې یې په سرو وینو کې سرې شوې د یو چا هیلې شوې خاورې بې اسرې شوې
شو د کاڼو باران جوړ نجلۍ یې مړه کړه ها بې وسه بې ګنا یې لولپه کړه
توریالی ملیار ۱۳۹۴ د لړم ۱۴- کابل