د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملامنصور فرمان ورکوي خو طالبان یې فرمان ماتوي

داکټر سیدقریب الله وردک 02.11.2015 11:23

ملامنصور فرمان ورکوي خو طالبان یې فرمان ماتوي ...
موده وړاندې د وردګو ولایت پر امنیتي حالاتو او ملکلي وګړو ته د طالبانو له خوا د ګواښونو، ربړول ، نیول ، ټکول او ظلمونو په اړه د یو وردګ دردیلي ورور لیکنې او شکایات مې ولسوتل همدلته په دې پاڼه کې ، موده نه وه تیره چې د طالبانو غبرګون هم خپور شولو او ښکلو الفاظو ، له دیني او مذهبي جملاتو ډکه مهرباني، په ځنو برخو کې د لیکوال دخبرو ردول او پر اسلامي اصلو برابر نصیحتونه په کې پراته ول.
خو له آرمانه ډکه خبره داده چې داټول موارد په خبروکې دي دکاغذ پرمخ یاهم هوايي بڼه لري بې مفهوم او دیوه استجوابیه شکایت یا نصیحت په چوکاټ کې ، له عملي او جدي اقدام څخه یې والله که په ملي متر هم څه لیدل شوي وي او یا ورته تمه وي.
وردګ ولایت بیا دچک ولسوالۍ او په دې ولسوالۍ کې د نور خیلو له کلي بیا پورته ټوله ځمکه کور او کهول دښتې او بیدیاوې ټول د طالب اورپکو په ولکه کې دي، خلک په یادو سیموکې سختې شپې او ورځې سباکوي، په تیره بیا په هغه کورنوکې چې ځوانان دي او دلته په کابل یا کوم بل ولایت کې کار کوي او یا حلاله روزي ګټي معنی داچې کار روزګار واله خلک د سیمې طالبانو ته د کفر او الهاد معنی او حیثیت لري. نوځکه د هغوی پر خپلوانو او کورنو شیبه شیبه ستر ستر غمونه او بلاوې دنازلیدو په درشل کې وي.
په یادو سیمو کې طالبان تندریز قهرونه پرخلکو راوستي دي، مګر دولتي عسکر هم ترې کم نه دي هغوی هم داسې راکیټونه او ډیسي ټوپونه کلیو او باغونو ته ورشړي چې پایله یې هره ورځ دملکي تلفاتو پر زیاتوالي خلاصه کیږي.
نو که منطقي فکر وشي اوس نو وردګ ولسونه څه وکړي؟ په دې اړه او دمظلوم وردګ ولسونو د تریخ او تندر وهلي ژوند په رابطه دګډخنزیزتوب حکومت له دواړه بیکفایته مشرانو غنی او عبدالله او ترخوایي ملا منصور نه پوښتنه وشي چې خدای (ج) حاضر وګڼۍ او پر ولسونو او مظلومانو مو دظلمونو په اړه ځواب راکړئ چې د قرآن په مطابقت د نبوي احادیثو په چوکاټ برابروي.
داسې ورځ به نوي د چک ولسوالۍ په هغو سیمو کې چې طالبان دي په یو کور کې غم نه وي، که میلمه راشي ، که یې زوی محصل وي راشي، نور عزیزان او قریبان که راشي یا اربکي په تور، یا دولت ته په کار کولو ، یا خصوصي سکټور ته د کار په پلمه او دې ته ورته لسګونه تورنه لګوي او نفر بیایي ترهغه حدی یې ټکوي چې پوست یې له نرخه پاتې شي او د ژوند تر پایه یا فلج ، یا کوڼ، یا ړوند او یا لیونی شي چې دا نتایج لیدل شوي دي .
نو که طالبي نظام واک ته د رسیدو هیله د دوهم ځل لپاره ولري په خدای قسم چې دا هیله په مرګ بدله او تورو خاوروته به یې وړي، ځکه مسلمان او مجاهد عسکر د الله د دین لپاره بل مسلمان هیڅ وخت نه زوروي او تر ظلمونو او تورنو یې نه وژني، دا کار دیهودو او نصارو دی، مسلمان مجاهد او جهادي پاکې ډلې د مسلمانو ولسونو ملاتړ تر لاسه کوي، تر څو عدل او اسلامي نظام قایم کړي.
د اسلام سیاسي نظام د قدرت مولفي او قدرت ته درسیدو لازم او منورې لارې بیان او تشریح کړيدی، والله چې طالبان په اکثر مواردوکې د شریعت پرخلاف روان دي او سیاسي اسلامي نظام تر پوښولاندې کوي بیا د خلکو پر خیټه او سینو ګونډې وهي، له دولت څخه خو هسې تمه نشته او نه یې ترې لرو،
مګر تاسې چې ځان د اسلام خادمین او مجاهدین په ګوته کوئ او دې خواته مو اعمال ټول د فساد او رشوت، جبر او غبن پر پایو ولاړ وي نو ولس او مسلمه امتونه چاته زړه ښه کړي او پرچا اعتماد وکړي تاسې چې د دین او اسلام له ادرس څه پر ولسونو ظلمونه وکړئ او بیا له ولسونو دملاتړ تمه هم لرئ آیا منطقي او عقلي لحاظه دا خبره د منلو ده؟ بلکل نه او په زرو کلونوکې دا ممکننه نه ده چې نظام مو پر همدې ظلمونو ولاړ وي او تاسې دواک پر ګډۍ خیټه واچوئ.
ملا منصور څو ورځې وړاندې د خلکو له شکایاتو خبر شو او ۱۵ دقیقه مخابروي هدایات یې صادر کړ ما دغه هدایات واوریدل والله جالب او ټول د منلو وړ لارښونې وې منصور پر خپلو طالبانو غږ کړی چې ملکلي وګړي په هیڅ عنوان تر زورونې او ظلمونو مه نیسئ او برعکس یې دا په ګوته کړې چې ولسونوته خدمت او درناوی وکړئ ، د دې خبرې لویه فلسفه داده چې ولس تاساتې د جنګ او چاپو پرمهال تاته پناه درکوي خپله روزي درسره نیمه او ځان درسر په خطر کې اچوي ترڅو ته طالب ژوندی پاتې شې او مړ نشي یاد دې ژوندی ونه نیسي.
مګر ستا طالب خدمت داسې قهرمان ولس ته څه دی؟
زوی یې ونیسه چې ولې محصل یي؟ پلار ونیسه او پوستکی ترې وباسه چې ولې انجنیر یې؟ ورور ونیسه او ترسوټیو لاندې مات ګوډ کړه چې ولې ډاکتر یې او کار کوې؟ عسکر او اردو یا امنیتي کارمندان خو هسې نه درځې نو پاتې همدا ملکي وګړي دي چې خپل کور او کهول ته تګ راتګ کوي ولې تر ظلمونو لاندې مو راوستي دي؟
او یاداچې پرخلکو جزیې قایم کوئ لکه له دارلفکر څخه ،موټرسایکل ته پرخلکو تیل اچوئ آیا دا درواغ دي؟ پر خلکو مو جریمې قایم کړي دي نقدې پیسې غواړئ آیا درواغ دي؟ که چیرې ولسونه دا حقایق پټوي او نه یې څرګندوي خدای دې پردوی تر تاسو زر چنده ظالمین حاکم او قایم کړي.
نو خبره داده چې په چک کې د ملا منصور فرمان آنتن ورنه کړ او څوک یې دمنلو وړ هم نبولي ، حال دا چې په نورو سیمو کې فرمانی عملي شو او خلک لا خوشحاله شول دې خواته د ع غ فرامین، د تشناب کاغذونو په نرخ پراته دي څوک یې په کیسه کې نه دي ،
په چک کې هر طالب خپله منصور دی او خپله باداري کوي د بل چا امر ورته سپکاوی دی او هیڅ کله یې نه مني ، په چک کې د طالبانو والي او موظف نظامي کمیسیون څو ورځې وړاندې را غلل پر کلیو تاو شول او مشران یې ور وغوښتل او ټول یې سپک او بې عزته کړل چې تاسې ولې شکایات کوۍ او بلاخره تازه تازه تهدیدونه یې دجوماتونو پر دروازو نصب او لاړل دې ته وایې عادلانه قضاوت ...
علت داوه چې پر نټ باندې د شکایاتو څپه خوره شوه او ټولو له ملا قاسم څخه سرونه ټکول ، د ملا قاسم په اړه شکایات ښه ډېر دي او ملاقاسم د شخصیت په اړه هر وردګ ښه پوهیږي، ملاقاسم چې په اصل کې کندهاری دی خو میشت زما په کلي او کور دی او دعربانو د درې جهادي مسول او سرګروپ دی قسم په خدای پرداسې ظلمونو او نارواو سر دی اوله خلکو جزیې اخلي چې له اسلامه وړاندې په نورو انبیاوو او امتیانو کې نه دي لیدل شوي.
والي ته یې خبر داری ورکړی، پوځي کمیسیون ورته د هیڅ په حد کې دی، چې د ده پادشاهي به مني او د ده په چاروکې به کار نه لري.
دهمدې کال په ستر اختر کې یې تر ۱۰۰ ډیر کسان ونیول او ټول یې د جزیو او نقدو پيسو په بدل کې خوشي کړل مګر اختر ورباندې په غارونو کې تیر شول، دا کوم عدل او صفا بلل کیږي او طالبانو بیا په یوه لیک کې دا ټول رد کړي وو،
او ویلي يې وو چې درواغ دي ، پروپاګندا دي او غلط دي . نه نه نه قسم په خدای چې حقیقت ول او ریښتیا ول طالبانو د ځان په ویره د درواغو تحقیقي او دفاعي مضمون خپور کړی وا.
زه باور لرم چې حقیقت اود حق ویل د سیمې بیچاره ولسونو ته دسر په نرخ تمامیږي، ځکه غلي دي او خپلو وینو ته ژاړي، زه د هیڅ چا دربار ته نه ژاړم او د مرستې غوښتنه نه کوم بلکې الله ته ژاړم او لاسونه مې الله در بار ته پورته دي او له دې حالت د مسلمانو ولسونو ژغورنه غواړم ، ځکه چې ظلمونه او طالبي محکمې او هوايي فرامینو زیاتي وینې او غوښې له ولسونو تویې کړې نور به بس وي .
واړه او تنکي ځوانان یې ونیول او نابود یې کړل ، قسم په خدای چې همدا شیبه دا لیک ټیپوم او له کور او کلي لرې دلته د غربت شپې په یوه لرې پرته سیمه کې د مزدور په توګه بوخت یم اوښکې مې سترګې په درد راوستي دي، او کار فعالیت مې خلکوته خدمت دی یعنې ډاکتر یم او دلته ولسونه ګورم سرویښان مې راته سپین شوي دي.
په پای کې ملا منصور ورور ته لیکم چې زما مسلمان او دیني وروه که افغان او مسلمان یې پر دې ولس دې زړه درد کوي نو دخدای په خاطر وردګ له طالبي ظلمونو خلاص کړه ، تاته حقیقت نه وايي دوی که والي دی او که کمیسیون دی ، جنګي قوماندانان دي که لوی ملاصاحبان دوی دولس غږ تر تا پورې نه رسوي او که بل څوک یې رسوي هغه وژني یایې مخه بندوي چې په هرډول وي.ستا ملګري او ځیني طالبان تش په نامه درسره دي پاتې هرڅه چې کوي ستا او دامارت د بد نامه کولو اسباب دي مخه یې ونیسه جواسیس او اجنبي ملان درنه لرې کړه که قدرت او واک ته د رسیدو خالص نیت لري او ولسونه د دوی له ظلمونو خلاص کړه که له خدایه ډار لرې.
وردګ ولسونه د طالب په ظلمونو سوځي، کور او ژوند خاورې هیرې شوي دي ملک مو خوار زار دی چاته شکایت کول هم بې پایلې دی منصوره دخدای ومنه یو داسې کمیسیون وټاکه چې د چک وردګ ولسونو درد وڅیړي او تاته حقیقي رپوټ دروړي ، ځکه ته خدای او رسول ته مسوول یې او باید د خپلو سرتیرو له هر ډول اقدام څخه چې پر ولس او دچارو په ترسره کولو کې یې کوي خبر شې ،
چې خدای مکړې شریعت ترپوښو لاندې نشې چې دم ګړئ همدا کیږي او شرع له معاملو، قتلونو ، ظلمونو او مفاسود سره د کرامو طلابو له خو ګډ شوی، دوطن حالات سخت راغلي دي عدل نشته انصاف نشته دولت نشته، تاسې چې یاست ولې په داسې حال کې به وئ چې د ولسونو او مسلمه امت مرګ مو په منګولو کې وي.
هې دخدای بنده ګانو او دنبي کریم (ص) امتیانو دخدای لپاره دالیک او درد تر ملا منصور او نور مسلمانو مشرانو مو ورسوۍ ، ( دخدای او رسول په خاطر) دخدای او انبیاؤؤ په خاطر) ولسونه وژغورۍ او رحم وکړئ .
زه د دې لیک دفاعیه ځوابوم مګر هغه مهال چې حقیقت ولري. او درواغ جنه دفاعیه تشریفاتی لیک ته ځواب ورکول شرم ګنم.