د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زه قاتل يم لنډه قيصه

امين الله بهار 01.11.2015 14:02

Afghanistan
بلا سا کښ يي سره راټول کړي وو ټيټ جګ ، واړه زاړه، ....
ډير پري ډاډه وو
که څه هم په ليدو يې دير خفه کيده
دا داسي څيري وي چې د ډار او تور تم په لوګو کي تکي توري او د وهشت له لاسه يې مرګ هم خلاسون باله
د چا په څيري جامو به يې وژړل او کله کله به يې وخندل دا به يي وويل بي له دي ژړا او خندا مي هيڅ په وس نه دي پوره
بيرته به غريو نيوليی شو
نه نه زه هر څه کولاي شم بيا به يې ځان ته وويل تا ته وايم ته څّ کولاي شي ؟
بيرته به يې په ځ،اب کي ځآن ته وويل زه هر څه کولاي شم که نور نه وي ددې اودو خلکو افکار خو به ليږ راويښ کړم هو ليږ نه ډير ده لا له خپل ځان سره خبري نه وي ختمي کړي چي پورته يې وکتل يو نژدې ملګري غږ پري وکړ ته خو ليونی يې خلک د څه په لټه کي دي او ته څه کوي پريږده دا بايلونکي لوبه ...
نوموړي هيڅ ځواب ورنه کړ ځکه هر انسان به همداسي ورته ويل دي ښه پوهيده چي دا خلک نه پوهيږي همدا يې د پوهيدو لاره وه مخ يي ورواړاوه نه داسي مه وايه زه ګټونکی يم ، هو دا همداسي خبري وي چي دي يط د ليونتوب هد ته رسولی وو په ورځ کي به بلا انسانانوبه دا کار دده د ليونتوب علت باله خو نه داسي نه وو، دده په فکر دا خلک له ما اوس ليونی جوړوي شيبه وروسته يې بيا د يو مظلوم کريکټر خبرو ته غوږ ونيو،
چې د ژوند څو شيبې يې لا پاتي وي په ژړا ژړا يې ده ته وويل !
ما سره ظلم شوی دی ،زما فرياد ولي څوک نه اوري ددي خبري په کولو سره يې سا ورکړه چې ته ګټونکي يې د خيال په تصوير يې قدم کيښود ها خوا يو بل ماشوم چيغي وهلې چي زما پلار يې رامړ کو،
په دې وخت کي څو ګډ غږونه باندي وشو ،
اي !
ليونيه دا څه کوې؟
ته خو ليونې يې ، بيا له څه سره لګيا يې دې خبري ډير خفه کړ ،
له سترګو يې اوښکي راتوي شوي او سر يې راپورته کړ په ډيره غوسه يې ورته وويل!
زه تاسو له وحشته او ظلم څخه ژغورم يوه ورته وويل ستا توپ او ټانګونه چيري دي چي ته دا ولس له دې سيتم څخه خلاس کړې ته هيڅ نه شي کولای د نوموړي نوره هم غوسه راوپاريدله له خپل جيب نه يې زړې زړې پاڼي راټولي کړې ديري زړې پاڼي يې سره کوټه کړې او اور يې ورته ورکړ ،
لويه چيغه يې وکړه زه تاسو دې ته مجبوره کړم شيبه وروسته يې خپله حافظه له لاسه ورکړه تش دا يې وويل زه قاتل شوم ما قتل وکړ ما ډپر ساکښ وسوځل زه قاتل يم.


٠