د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زوی ته

عثمان څولیزی 31.10.2015 13:52

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

زوی ته
ژباړن: م.ع. څولیزی
۶/۸/۱۳۹۴
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګرانه زویه !
کله چې ما د سپینږیرتوب پرمهال وینې، نو صبور اوسه او هڅه وکړه څو ما درک کړې...
که زه د خوړلو پرمهال خپل ځان ککړوم،
که نه شم کولای خپلې جامې په خپله واغوندم،
نو زغم او صبر ولره او هغه مهال در په یاد کړه
چې ما د خپل عمر ساعتونه ساعتونه تاته،
د همدغو څیزونو په زده کړه کې تېر کړل.
که د وېنا پرمهال یوه موضوع په وار وار راځني تکرارېږي،
نو زما خبرې مه پرېکوه او ما ته غوږ شه.
ځکه کله چې ته ووړ وې،
ما به یوه یوه کلمه او وېنا درته په ځلونو ځلونو تکراروله
څو ته راحت ویده شې.
کله چې حمام کولو ته لېوالتیا نه لرم،
نو پرما باندې پټکې او غصه مه کوه.
هغه مهال در په یاد کړه چې ما به ستا د لمبولو لپاره،
له ګڼو او بېلابېلو لارو کار اخیست، ستا هر کړاو او بد رد به مې په ځان منل.
کله چې د نوې ټکنالوژۍ په استفاده کې ما ناتوان وینې،
نو ماته ددې موقع او توان راکړه څو زده یې کړم او
په ما باندې ملنډې او رشخندي مه کوه...
ما تاته ډېرڅه در زده کړي او ښودلي دي...
څنګه خوراک او څښاک وکړې، څنګه دې جامې واغوندې او له ژوند سره دې څه ډول چلند وکړې.
که د وېنا او خبرو پرمهال، د بحث اړوند موضوع راڅخه هېره او په بله خوا لاړ شم،
ماته کافي او بسېدونکی وخت راکړه څو مې پام شي چې زه او ته په کومه موضوع غږېدو
او که چېرې په دې ونه توانېدم پر ما مه غصه کېږه.
ډاډمن اوسه!
ما ته یوازې دا مهم دي چې له تا سره یم او د وېنا یواځینی مخاطب مې ته یې، نه د بحث موضوع یا هغه څه چې زه پرې غږېږم!
که خوړو ته لېوال نه وم، ما خوراک ته مه اړ کوه.
زه په دې ښه پوهېږم چې څه وخت باید خواړه وخورم.
کله مې چې ستړی بدن او لړزېدلې پښې په لاره د تلو اجازه نه راکوي...
نو زما لاسونه په خپلو منګلو کې ونیسه...
لکه څنګه چې تا خپل لومړني پلونه او ګامونه زما په مرسته اخیستي و.
که کله مې تا ته ووېل نه غواړم نور ژوند وکړم او
مرګ ته تیار او لېوال یم...
نو مه قهرېږه...
یوه ورځ به حتما پوه شې چې زه څه غواړم ووایم.
کله چې ما په خپل څنګ کې ګورې،
نو ته باید د غم، غصې او ناراحتۍ احساس ونه کړې.
ته باید زما ترڅنګ اوسې ما درک کړې او ما سره مرسته وکړې.
لکه څنګه چې ما تا سره ستا د ژوند په پېل کې مرسته وکړه،
څو ژوند پېل او مخ ته تګ وکړې.
ما سره په لاره تلو کې په مینې او محبت سره ملتیا وکړه.
څو خپله ژوند لاره پای ته ورسوم.
زه به هم تل ستا ځواب په هماغه مینه او له خندا ډکه خوله درکوم ، کوم چې له پخوا یې له تا سره لرم.
زویه مینه درسره لرم.
ستا پلار