د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوله: لنډه كيسه

امين الله بهار 31.10.2015 13:51

پوره درې ورځي کيږي چې د نوموړي د دفتر مخ ته درزن درزن خلک راټول وي په رنګونو کې يې د غوسې بيلا بيلي نښي څرګندي وي ددوي له خبرو داسي بريښي چې نوموړی وکيل سنګين خان ددوي لپاره هغه ارزوګاني چي دوي يي ترې لري نه شي ورپوره کولاي
نو دوئ هم دا درې ورځي په ښار کي دده د فتر مخ ته راټول دي
دا يې هم ويلي دي چي تر هغه پوري به دا ناسته دوام وکړي چې سنګين خان خپله څوکۍ بل چا ته ونه سپاري ،
شا او خوا اته بجې کيدې د ګڼي ګوڼي مخ ته يو زوړ موټر ودريد او د ناستو او ولاړو کسانو د يو او نيم خولي نوري هم بوڅي شوې،
کړپ د موټر دروازه خلاسه شوه سنګين خان له خپل يوه ساتونکي سره د خپلي شوبې په لور روان شو او په دروازه ننوت،
د خپل ميز څوکۍ يې سمه کړه ،
ساتونکي ته يې د وتلو اجازه ورکړه دايې هم ورته وويل هر چا که له ماسره د ليدو هيله کوله را پريږده يې ،
ساتونکي ووت ،
سنګين خان وږده سا واخيسته خپل ځان ته يې خپله قنعت ورکاوه له ځان سره بوڼيده، دا خلک ولي ما نه خوښوي ،
دا کومه داسي غلتي ده چي په اړه يې فکر کوم هرو مرو به يا زه خپله دنده په پټو سترګو کوم يا به دا خلک زما د کارونو پايله غلته تعبيروي ښوڼځي مي هم جوړ کړل، هو د هر کلي په سر مي يوه ليسه جوړه کړه په ولسوالي کې مې يو کلنيک هم جوړ کړ، سړک مې هم ورته پخاوه د بيا رغوني ټول دفترونه مې تر پښو راښکو هغه مي هم په رسمي مکتوب منځور کړل ، داچې هغه ضالمان تر کلي د سړک دپخيدو خنډ ګرزي زه څه وکړم د جګړې د بنديدو په موخه خو مي ډيري منډي وکړې هغه خو زما تر وس ډيره پورته خبره ده ،
ددروازي په ټکيدلو يې ځآن په ځوکۍ کي راپورته کړ راځه کوم يو يې ،
ساتونکي راننوت صيب د والي معوين راغلو ،
دميز نه یی قلم راپورته کړ ساتونکي ته يې وويل ګومان کوم د مظاهرې د څيړلو په موخه راغلي دي له څوکۍ را ولاړ شو عمومي دفتر ته ورغلی په دفتر کي ناستو راغلو ته يې سلام ورواچوي له روغبړ نه وروسته د څه بحث په کولو د يو څو معتبره ايحاتانو سره د ولسوالۍ د ليدني په موخه راروان شول ولسوالۍ ته په رسيدو د سوځيدلو موټرو چې دد ولت د مخاليفينو له لوري د موکي پر وخت سوځيدل کيدل ،دا هغه نظاره وه چي نوموړو ايحتانو به يې په اړه خبرونه اوريدل او د تلويزيون په پرده يې د پنځو يا شپږو سوځل شويو موټرو انځونه هرو مرو ليدلي وو،
خو جالبه داوه چي د نوموړو موټرو په سوځيدو ريپوټ دومره نه حيرانونکي کيدی خو هغو کسانو چي په موټرونو اورونه بل وو او دوئ ځيني اوسپيني او ټايرونه خلاسول ،
د کليو په خړو ديولونو کي د مرميو نښي نښانې ښکاره کيدې ،
سنګين خان د څنګ ملګري ته وويل همدغه کلی دی له ديوالونو راته ښکاره شو ،
شيبه وروسته د يو جومات مخ ته موټر ودريد سنګين خان او راغلي پلاوي تر ي راښکته شول د کلي خلک څه ولاړ وو ځه نور هم راغلو بس د هر يوو يوه کيله په خوله کي پرته وه له ايحاتانو څخه دوه نفره د ړنګ ديوال خواته ولاړ وو نور د کلي له مشرانو او سپينږيرو سره د تحقيق په دود غږيړل ،
سنګين خان د خاورين ديوال له هغه کنډر سوري نه چي د راکيټ مرمۍ پکي لګيدلې وه وکتل له پوري ښوونځۍ نه د ماشومانو ډلي ډلي رارواني وي زده کوونکو ته يې د ديوال له سوري ښه په ځير ځير کوکتل سړه سايي واخيسته دا خلک له مانه څه غواړي ،
ورتير شو له ماشومانو سره ودريد د يو ماشوم په سر يي لاس ورتير کړ ورته وويې ويل بچيه دا خلک له ما نه څه غواړي هغه ماشوم چوپ پاتي وو بيا يې ورته وويل ځه په دغه قلم يې وليکه له جيبه يې قلم ورته راوکيښ هلک د خپلي کتابچي په سپينه پاڼه پري شوي لاس کيښود لاس يي له ګوتو سره نه وو په چپه ګوتو يې قلم ونيوه او د پاڼي په مخ يې وليکل سوله سولهل