له خدای سره څو خبرې
31.10.2015 12:51له خدای سره څو خبرې
لیکوال: ریتا استریکلند
ژباړن: محمد عثمان څولیزی
۵/۸/۱۳۹۴
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خوب مې لیده
په خوب کې له خدای سره خبرې کولې
خدای ووېل:
ته غواړې له ما سره خبرې وکړې؟
ومې وېل: هو که وخت لرئ.
خدای موسکی شو او ویې وېل:
زما وخت همېشنی دی...
په ذهن کې لما څخه څه پوښتنې لرې؟
هغه څه دي چې د انسان په هکله تاسو حېرانه کوي؟
خدای ځواب کې ووېل:
دا چې هغوی په وړکتوب کې سترېدو ته بېړه لري،
او بیا په خپل وړکتوب پسې لاسونه مروړي.
دا چې خپله روغتیا یوازې د شتمنۍ په لاسته راوړلو لګوي
د راتلونکي د وېرې له کبله خپل اوسنی حال ځني هېر وي
دا په دې مانا چې هغوی نه په راتلونکې کې ژوند کوي
او نه په حال کې،
دوی داسې ژوند کوي چې ګویا هېڅکله به دوی ونه مري
او داسې مري چې ګویا دوی هېڅکله ژوندي نه ول.
خدای زما لاسونه په خپلو منګلو کې ونیول
او تر یوې شېبې دواړه غلي و.
یو ځل بیا مې ځني وپوښتل:
د انسانانو د پېداکوونکي په توګه،
غواړئ هغوی له خپله ژونده څه پند واخلي؟
خدای په موسکا سره ځواب راکړ.
باید زده کړي چې نور له ځان سره مینې کولو ته نشي اړ کوی،
خو کولی شي د نورو په زړونو کې دوی ځان ته ځای ومومي.
باید زده کړي څو خپل ځانونه له نورو سره پرتله نه کړي.
د بښنې په زده کړې سره دې بښوونکي اوسي.
باید زده کړي چې په څو شېبو کې دخپل نږدې ملګري په زړه کې همېشني ژور ټپونه جوړولای شي.
خو کلونه کلونه عمر ته اړتیا لري څو دغو ټپونو باندې مرهم کېږدي.
باید زده کړي داسې کسان شته چې له دوی سره مینه لري،
خو تردې دمه په دې نه پوهېږي چې څنګه خپل احساس له دوی سره شریک کړي.
باید زده کړي ښايي دوه تنه یوې موضوع ته ځیرنه وکړي او یوه موضوع سره په توپیر کې وویني.
باید زده کړي چې تل نه باید یو بښوونکی کس وي،
بلکې خپل ځان هم وبښي.
په مننې سره مې ورته ووېل:
دا چې ما ته مو وخت راکړ منندوی یم.
آیا نور هم داسې څه شته چې ستاسو خوښ وي او بندګان مو پرې باید پوه شي؟
خدای موسکی شو او ویې وېل:
یوازې دومره دې پوه شي،
چې زه تل او هر چېرته یم.