د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سفر نامه، سفر لیک او یا مزل لیک څه دی او لمړنۍ سفر نامه کومه وه

افغان تحرک 30.10.2015 11:19

مونږ کولای شو د سفر نامه، سفر لیک او یا میزل لیک تعریف او تشریح په یوه دیره لنده او مختصره توګه داسی بیان وکړو:

میزل لیک د مسافر هغه کتنه، موندنه، مشاهدات، سترګولیدلی حال او هم خیال پر غیږ اخلی چه مسافر، لیوال او یا پلټونکی خپل انځوریز اظهارات د یوه ادبی متن په ذریعه، د یوه ساده نثر لیکنه په ذریعه او یا هم په منظومه توګه انځورول، ښکارول او یا هم فقط ښوودل غواړی.

د سفرنامو معنوی ارزښت او د سفرنامو محتویات، ماهیت، مضمون او مندرجات یعنی د سفرنامو بل رنګوالی او یا توپیرونه د همهغه میزل لیک مقصد او یا مرام سره مرتبط دی، ځانګړي هدف دپاره تعینیږی او اکثرا انځوریز خواص لری.

سفر نامو په دوه بله برخو ویشل کیدای شو:
١. علمی سفر نامو
٢. ادبی هنری سفر نامو
مګر دا دول تقسیمات چندان اعتبار نلری، له دی کبله چه ادبی هنری سفر نامو هم کولای شی چه په عین وخت علمی هم وی.

په یو بله دول کولای شو سفرنامې چه د ادبی اثارو په حیث د تاریخ په اوږدو کې لیکل شوی دی او هم هغه سفرنامې چه د ساده نثر لیکنه او یا هم په منظومه اثارو په حیث محسوبیږی په دوه برخو ویشل کیدای شو:
١. حقیقی او یا هم واقعی سفرنامې
٢. غیر حقیقی، غیر واقعی او یا مجازی سفرنامې

پخوا ، تقریبا اته لس کاله وروسته، سفرنامې د یو پورتنی عنوان په حیث تولو هغه ادبی اثارو ته ویل کیدل چه یوازی د محتویات او مضمون له لهاظه د سفرنامې په چوکات کی تعلق درلود، مګر له ١٩٩٧م٠ کال را پدیخوا، سفرنامو په دوه برخو ویشل کیږی، چه په پلټنه، څېرنه، تحقیق او تفحصاتو په څانګو کی یوه برخه یی حقیقی او یا هم واقعی سفرنامې او بل برخه یی غیر حقیقی، غیر واقعی او یا مجازی سفرنامې تر نومونو باندی یادیږی.


تاریخپوهان او څېړونکی د لمړنیو سفرنامه لیکوالنو په حیث د Skylax په نامه یو یونانی جغرافیه پوه محسوبوی چه په صغیر اسیا په یوه منطقه کی، چه هغه وخت Karien او یا Caria نومیدل او په ننی ترکیه کی موقعیت لری، زیږیدل. نکل اچونکی او تاریخ پوهان د Skylax د اثارو په هکله لږ معلومات او اطلاعات لری، خو د هغه په باره کی لیکل کیږی چه په (٥١٩ تر ٥١٦ قبل له میلاد پوری) Skylax د فارس په خدمت کی داسی تحقیقی سفرنامو لیکلی دی، چه د فارس لخوا ګمارل شوی و. ویل کیږی چه Skylax د څو نورو کسانو سره یو ځای هند، عربستان شاوخوا کی، مصر او کانال سویس مناطقو کی د دیرشو میاشتو په شاوخوا په سفرنو او داسی سفرنامې لیکلو کی بوخت و، چه فارس د خپلو راتلونکی لښکر کشی او فتوحاتو لپاره دیر مثمر او ګتور تمامیدل. ویل کیږی چه Skylax فارس لپاره د هغه کشتی ګانو او د هغه بحری بنادرو مخصوص معلومات او اطلاعات راتول کړل او د خپل سفرنامو پر ذریعه ولاندی کړل چه فارس او بلخصوص داریوس ( ٥٤٩ تر ٤٨٦ قبل له میلاد پوری)، د خپلو لښکر کشی او فتوحاتو لپاره له Skylax سفرنامو څخه استفاده وکړل.
د Skylax سفرنامو تقریبا تولو له مینځه تللی دی، مګر مثلا هېرودوت (۴۸۴ ق.م. – ۴۲۴ ق.م.) له Skylax سفرنامو څخه د خپلو «کیسو» لپاره هم کار اخیستی دی، چه د یادونو وړ دی.

نا تمام