د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښامارې خدمتگار ته

محمد طاهر کاڼی 30.10.2015 11:18

اې ښاغليه!!
د باروتو د لوگيو
د ښامارې خدمتگاره،
پرېږده،
نورې ورځې شپې د ولسونو
د غمونو د ښامارې
له منگولو شي راخلاصې.
ته خو گوره چې دې ځمكې
د پايښت دې ذمه وارې
څومره ښكلى د اتڼ مدار نيولى
پرېږده پرېږده،
چې د لمر د وړانگو لښتې
د رڼا ډولونه ووهي په مینه
او د ځمکې گردۍ ونه
ورته تاو کړې زرغونې شانداره څڼې.
ته پوهېږې خدمتگاره!؟
تا زموږه په گډ كور كې
د باروتو د ښامارې
زهرجنې اټومي هگۍ ساتلې.
په دې پوه شه
كه ښاماره د باروتو
زهرجنې اټومي هگۍكړې ماتې
او راووزي ترې بچي د دې ښامارې
نه به ته يې، نه به زه يم
نه به دا ښكلي سيندونه،
نه به غرونه، نه به بوټى، نه به ونه
نه به دغه ښكلى پنځ نه به پايښت وي
دا هستي زموږ د ځمكې
دا مكان او دا زمان به
څو شېبو كې شي خوراك د دې بچوړو
سم به جوړ شي يو قيامت د قيامتونو
ستا د لوى غرور دا غر به
سم له بېخه ونړيږي
او دا گرانه دبدبه به
دې په خاورو كې شي خاورې
بيا به ټولې «اوبه تېرې وي له ورخه .»
اې ښاغليه!!
د باروتو د لوگيو
د ښامارې خدمتگاره،
زه يې وينم
د احساس مړى دې وينم
چې تا وخته د خپل مړه ضمير تابوت کې اچولی
او لگيا يې تورو خاورو ته يې سپارې
غواړې دواړه مړي يوځای سره خښ کړې
كه ته سم يې
لېونى، ناجوړه نه يې
د اوږو پر منځ دې روغه
د سليم عقل ماڼۍ وي
نو ته ځير شه
اراده دې كړه راويښه
د احساس مړى دې پورته كړه له خاورو
د ضمير مړي ته ځان لږ مسيحا کړه
يو څو څاڅكي د تلپاتې
واقعيت په خوله كې وركړه
پرېږده وغړوي سترگې
شاوخوا زموږ د ځمكې
د وجود ټپونه وگوري
په ويښو رڼو سترگو .
اې ښاغليه!!
د باروتو د لوگيو
د ښامارې خدمتگاره،
تا به نه وي اورېدلی
د پښتو هغه متل چې :
«که تا وويل چې زه يم، او ما وويل چې زه یم،
نه به ته يې، نه به زه يم،
که تا وويل چې ته يې او ما وویل چې ته يې،
هم به ته يې، هم به زه يم»
نو،
راشه غوږ شه!
ته چې نن د خپل اومه اند
په زړه بنديخانه كې بندېوان يې
اراده دې كړه خپلواكه
د دې تورو اندېښنو له زنځيرونو
راشه يو ځاى، موږ په گډه
زموږ د ځمكې د وجود ټپونه
غوړ كړو نن
د سولې په ملهمو.

د ۱۳۸۲ لمريز کال زمرى