د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تشدد (تاوتریخوالی) او جګړې

محمد انور ولید 28.10.2015 15:15

تر دغه سر لیک لاندې په لنډه توګه تشدد (تاو تریخوالی) او جګړه لولو :
الف : تشدد (تاوتریخوالی):
تعریف : هر ډول ذهنیتونه، تصورات، کړنې او سیستمونه چې د ځان او نورو د فزیکي، مادي، معنوي، رواني او چاپېریال ته د زیان اړولو او صدمې رسولو سبب وګرځي ـ تشدد ( تاو تریخوالی) بلل کېږي.
تشدد او تاو تریخوالی د انساني جوړښت په سرشت او طبیعت کې وجود نه لري، په بله وینا : تشدد جینیتیکي او ارثي بنیاد او بنسټ نه لري. بلکي د ټولنې د اړیکو له څرنګوالي او مناسباتو څخه را مینځته کېږي. هېڅ انسان له نورو سره د نفرت او جګړې کولو له پاره دنیا ته نه راځي، نفرتونه، تاوتریخوالی او جګړې هغه وخت را مینځته کېږي چې ځانګړي او ټولنیز ذهنیتونه (رواني او فزیکي ناروغۍ )، کړنې، ټولنیزې اړیکې، مناسبات او د ستونزو په هکله د پرېکړو جوړښتونه (( پالېسیانې، دستورونه ( قواعد، لایْحې او مقررات ) او تطبیق)) او یا سیستم ونه شي کولای د تولنیزو شخړو د مخنیوی، مدیریت، حل او د بدلون له پاره اغېزمن ( مؤثر) اوعادلانه بنسټونه را مینځته او فعال وساتي.
د تشدد یا تاو تریخوالي ډولو نه :
په ښکاره خو موږ داسې آنګېرو چې تاو تریخوالی د یو شمېر کړنو لکه د : رټلو، وهلو، ټپي کولو، وژلو او جګړه کولو په څېر را څرګندېږي. دا ډول پېښې د نړۍ په مختلفو ځایونو( کورنیو، کلیو، بانډو او ښارونو....) کې په پراخه توګه لیدل کېږي. خود تاو تریخوالي ځینې ډولونه چې په ښکاره توګه نه لیدل کېږي، خو اغېزې یې په دوامداره توګه د یوې ټولنې یا ډېرو ټولنو د کړاوونو او رنځولو سبب ګرځي. دا ډول تاو تریخوالی کله نا کله فیصدي بڼه لري او یا یې هم نه لري. د بېلګې په توګه : د نورو ژوندنیو او رواني اړتیاوو ته نه پاملرنه، په نړیواله تو ګه د شمال او جنوب اقتصادي او سیاسي مناسبات ( د پورونو ادأ کولو شرایْط، د مستبدو نظامونو تر شا درېدل او د هغوی پټ او ښکاره بشپړ ملاتړ، د وسلود پېر او پلور له پاره د بازار موندل، د بحرانونو هڅول، او بیا  د وسلو او مداخلو سیالۍ.... ) دا ټول د تاو تریخوالي هغه شکلونه دي چې د یوې ټو لنې د لویو پرګنو ژوند له خطر او تهدید سره مخ کوي. موږ او تاسې په خپلو سترګو وینو چې همدغه ډول تاو تریخوالی په نړیواله کچه روان دئ.
په لاندې توګه د تاو تریخوالي ( تشدد ) د ځینو ډولونو یادونه کېږي :
۱ ــ  مستقیم یا ښکاره تشدد : هغه تاو تریخوالی دئ چې په ښکاره توګه لیدل کېږي، لکه : ښکنځل، وهل، تهدید، تعذیب، وژل، شړل.... بندي کول.
۲ــ  غیر مستقیم یا پټ تشدد : هغه تاو تریخوالی دئ چې په ښکاره توګه نه لیدل کېږي، خو اغېزې او اثرات یې محسوسېدای شي. لکه د نورو په وړاندې توپیري چال چلند، تعصب او تبعیض، بې تفاوتي، محرومیت..... او نور.
په حقیقت کې غیر مستقیم یا پټ تاو تریخوالی د ښکاره تاو تریخوالي رېښې جوړوي، او ښکاره یا مستقیم تاو تریخوالی له همغو څخه تغذیه کېږي.
غیر مستقیم یا پټ تشدد دوه ډوله دئ :
الف : ناسمې انګېرنې او احساسات : په ذهني توګه د یو شمېر ناسمو ذهنیتونو او احساساتو لرل او خورول لکه : وېرې، نفرت، په خپل قوم، ژبې او سیمې باندې افتخارکول ـ  کبر او لویي، او نورو ته په ټيټه سترګه کتل، بې اعتمادي، کینه،  منفي او ناسم رسم او رواج، د ناروا او خرافي عنعناتو پیروي، نا سم او غلط معلو مات.
ب : د مخه پلان شوی تشدد : د منابعو نا مناسب او غیرعادلانه وېش ( ښوونیزو، روغتیایي، عدلي، اقتصادي سرچینواو خدماتو ته نا انډوله لاس رسی، سیاسي نا برابرۍ او د مور او میرې په څېر نا برابر سلوک (چلند)، له حقوقي پلوه له هر څه څخه محروم او په ګوښه کې ساتل....او داسې نور د پلان شوي تشدد بېلګې دي.
د سازمان یافته پلان شوي تشدد تعریف :
سازمان یافته پلان شوی تشدد د یو شمېر جوړښتونو او ذهنیتونو مسلط (حاکم) موجودیت دئ چې په سیستیماتیکه توګه د یوې ټولنې د ځینو خلکو یا ډلو د استعدادونو (آی کیو) د ودې او پر مختګ مخه نیسي. دغه جوړښتونه ددې سبب کېږي چې نوموړي خلک او ډلې د خپل ژوند اړتیاوو ته لاس رسی ونه مومي.
د پلان شوي سازمان یافته تشدد قربانیان ورو ورو د خپل ژوند له آسانتیاوو څخه محروم او د مرګ خواته په لوی لاس ور ټېل وهل کېږي. توکم پالنه، نژاد (رنګ) پالنه، جنسیت (پدر سالاري ـ یا مادر سالاري) پالنه، ژب پالنه او داسې نورد سازمان یافته تشدد نمونې دي. په دغه ډول تشدد کې عدالت تر پښو لاندې، حقیقت په کې قرباني او مستحق کسان له هر څه نه محروم پاتې کېږي، همدلته ده چې سوله له شدید تاوان او نابودۍ سره مخ کېږي.
 
د تاو تریخوالي تخریبي دوران :
ډېری ټولنې اود هغو ټولنو استوګن وګړي د تاو تریخوالي او تشدد د مختلفو ډولونود بیا ځلې راتلو پروخت په پایلو کې را ښکېل کېږي.
خو د تشدد (ظلم) ددغه دوراني حرکت مهم عناصر عبارت دي له :

    تېری کوونکی (ظالم)
    تشدد (ظلم)
    قرباني شوی (مظلوم)
    بدله یا کسات (انتقام)
     

نننۍ قرباني د سبا ورځې د بدل (انتقام) له پاره شپې ورځې شمېري او د خپل مټ پوره کولو او پیاوړتیا له پاره د کسات او بدلې (انتقام) تر شېبې پورې لارې او خپل پلویان چارې لټوي.
همدارنګه نننی تېری کوونکی (ظالم) له ده څخه د سبا د انتقام له وېرې زیار باسي، څو داسې یوه ډله، اړیکې او سیستم را مینځته کړي چې پر ده باندې د احتمالي برید مخه پرې ونیسي. په پایله کې د تاو تریخوالي ظالمانه ذهنیتونه، کړنې او د تاو تریخوالي ظالمانه سیستمونه او کلتور پراختیا مومي چې ټو لنه په کې را ګير او ښکېل کېږي.
د تاو تریخوالي سیستمونه د ټولنو پر مختګ او انساني هو ساینه له رکود سره مخ کوي. په داسې ټو لنو کې انساني حقوق په پراخه تو ګه تر پښو لاندې کېږي.
لاندې شکل ښه وګورۍ !
 
                                                 تېري کوونکی
 
 
 
 
تشدد (ظلم)                                د تشدد(ظلم) په دوران                           انتقام
                                               کې بنده شوې ټولنه
 
 
 
                                               قرباني (مظلوم)
تشدد او تاو تریخوالی په حقیقت کې یوه ټولنیزه ناروغي ده چې نه یوازې د انسانانو روغتیا او سلامتیا ته زیان رسوي، بلکي ټو لنیزې اړیکې هم زیانمنې کوي، د ټو لنې تعادل او سوله ییز حالت ته تاوان پېښوي او سوله له ماتې سره مخ کوي.
لکه څنګه چې نوري ناروغۍ ـ د هغې له عواملواو حفظ الصحې څخه د غفلت او بې پر وایۍ او د نظافت د نه مراعات کولو، د چاپېریال د بدلونونو او د انساني وجود دداخلي چاپېریال د ځینو اختلاطاتو او بې نظمیو یا جینیتیکي مسایْلوڅخه را مینځته کېږي. همداسې تشدد او تاو تریخوالی د ټولنیزو تعاملاتو، غیر معروفو رواجونو، ځان غوښتنو(خپلسریو)، بخیلیو، حیوان صفته حرصونو، پر ژوندنیو سر چینو باندې د خېټې اچولو او پر نورو باندې د لاس برۍ او غلبې، انحصارکولو.... له ذهنونو او په خپله خوښه خپلسرو کړنو څخه د ټو لنیزو اړیکو په مینځ کې تمرین او عملي کېږي. له دغو کړنو څخه نور زده کړه کوي او ورو ورو د ناسم کلتوري جوړښت بڼه غوره کوي.
په نننۍ نړۍ کې تاو تریخوالي اود تشدد (زور زیاتي) کړو وړو ډېره پراختیا موندلې ده. د ډول ډول وسلو پراخ خپرېدل، سیالي او پر بېوزلو باندې د هغو پراخ بېرحمانه استعمال په انساني ژوندانه کې یو پر بل باندې باور او اعتماد له ډول ډول ګواښونو سره مخ کړی دئ.  په بله وینا : په اوسني وخت کې انساني ژوند له ډول ډول تهدیدونو او وېرو سره مخا مخ دئ.
 
 
د تاو تریخوالي کمول او له مینځه وړل:
 
د تاو تریخوالي د کمولو او له مینځه وړو له پاره دېته اړتیا ده چې د ټولو په ډاګه شوو او ښکاره پېښو اړونده برخوته ښه ځیر او اړتیاوو ته یې پاملرنه وکړو. خو دلته اړینه د اده چې موږ باید له یوې خوا په خپل ځان کې د سوله ییز ذهنیت او کړنو عناصر د تاو تریخوالي د ذهنیت او کړنو له عناصرو سره پر تله کړو او دې ته پام وکړو چې زموږ په ورځني ژوند ( ناسته ولاړه او ورځنیو تعاملاتو) کې په ارادي او غیر ارادي ( خپلواکه او غیر خپلواکه ) توګه زموږ په اړیکو او چاپېریال کې د تاو تریخوالي د عناصرو څومره ډول ډول شکلونه سره بدلېږي را بد لېږي ؟ موږ باید نوموړو عناصرو اوپه تېره بیا دېته پاملرنه وکړو چې آیا د هغو د اصلاح له پاره څومره تدابیر تر لاس لاندې نیول کېږي ؟ او له بلې خوا عدالت ته پاملرنه وکړو چې زموږ په اړیکو او د حقوقو په تأمین کې د یو بل حقوق څومره په پام کې نیول کېږي، او هم په عدلي سیستم کې پرېکړې (فیصلې) څومره عادلانه دي ؟ آیا ؤلس عدالت ته لاس رسی لري ؟ په اقتصاد او سیاست کې د عامه ؤلس ونډه څنګه ده ؟ د تېري کوونکو (ظالمانو)د مخنیوي ـ  اود قربانیانو (مظلومینو) د ملاتړ او حمایې وضعیت څنګه دئ ؟ ؤلس ته د خدمتونو د مسؤولو نهادونو او ادارو په نوم د ؤلس د ستونزو په لیرې کولو کې څومره اغېزمن رول لوبولی ؟ آیا وګړي او ډلې خپلې شخړې په سوله ییزه توګه، ډارولو، تاو تریخوالي، زر ـ زور او تزویر....سره حلوي ؟ د شخړو په حل کې د ښکېلو خواوو ونډه اخیستل څومره دي ؟.... او نور.
که په پورته ډول د ژوند مختلفو برخوته په دقیقه او ژوره توګه ځیرشو ـ وبه ګورو چې د سولې رېښې په ډېرو ځایو کې له خنډونو سره مخ ـ او له عدالت او انصاف سره ډېر تړاو نه لري. خو د عدالت د تطبیق او عملي کېدو له پاره په بنسټيزه توګه د ژوند په ټولو برخو کې اصلاحي بدلونونو او آسانتیاوو را مینځته  کولو ته ډېره اړتیا ده.
موږ اوتاسې په دې پو هېږو چې ټول انسانان په انسانیت کې سره برابر او دیوه واحد ذات (الله)جلّ جلاله بنده ګان دي. او ټول خلک د عقل او شعورلرونکي دي، او یو یې د خپلو لید لوریو ( د خپلې فکري زاویې ) له کنجه دنیا ته ګوري. دوی هریو د خپل ځان او خپلې ټولنې په اړه احساسات، عواطف، غوښتنې او اړتیاوې لري.
دوی حق لري چې په عزت او کرامت سره خپل ژوند وکړي. د ژوند د سمون او په ټولنه کې د اغېزمنې برخې اخیستو له پاره د ښوونې او روزنې حق لري. همداسې باید ټول خلک ددې وړتیا ومومي په هغو پرېکړو کې برخه ولري چې له ژوند سره یې اړیکې لري او اغېزې پرې کوي. خو که نور څوک د دوی په برخه کې پرېکړې او فیصلې کوي، نو باید د هغوی پرېګړې او فیصلې ددوی د اړتیاوو او احساساتو غږ منعکس کړي.
د ټولنیزو اړیکو او جوړښتونو په مینځ کې د تاو تریخوالي د سر چینو په پېژندلو او د هغو د اصلاح  یوه مهمه وسیله د ټولني تر مینځ په مختلفو برخو کې له یو بل سره خبرې کول دي. ځکه د خبرو اترو له لارې افکار او نظریات سره تبادله کېږي. د ستونزو له پاره ګډ تعریفونه را مینځته کېږي. او د هغو له مخې بیا حل لاري په ډېره آسانۍ سره پېژندل کېږي.
په ټولنیزو خبرو کې به دا هم په ډاګه شي چې د دوی پرمخ دهمغږۍ اوله یوبل سره د مرستې کولوڅومره لارې خلاصې او څومره نورې تړلې دي ؟ د پرانستو لارو څخه د سولې، امن او پراختیا له پاره څه ډول ګټه پورته کولای شو ؟ او د بندو لارو عوامل څه ډول اصلاح او له مینځه یوسو ؟
د سولې د کار بنسټیز هدف په خورا هوښیارۍ سره د شخړو په ښکېلو اړخونو او نورو ټولنیزو جوړښتونو کې دتاو تریخوالي د ټولو بڼو کموالی او له مینځه وړل دي. سوله نه یوازې یوه موخه ده، بلکي یوه پرله پسې فعاله روانه عملیه ده چې ټولو انساني لومړنیو اړتیاووته د پاملرنې ترڅنګ د شخړو پر سوله ییز حل باندې ټینګار کوي.
په نړۍ کې ځینې خلک او ډلې په دې باور دي چې باید د ذهني، کلتوري، اوجوړشوي ټولنیز تاو تریخوالي د له مینځه وړلو له پاره د زور او وسله والې مبارزې او ټینګار څخه کار واخلي. خو ځینې نور یې بیا په دې عقیده دي چې د فعال عدم تشدد او سو له ییزو لارو چارو څخه کار واخلي او په نوموړو ټولنو کې د وضعیت د بدلون له پاره کار وکړي.
د خوځنده عدم تشدد کړنلاره په دې باور ده چې د غیر عادلانه وضعیت او بې انصافیوختمولو له پاره د نوموړي وضعیت په هکله د عامه ؤلس پوهاوی،خبرتیا، د ؤلس په ګټه د قوانینو، پالېسیانو او لایْحو د تدوین او عملي کېدو له پاره مدافع او صادقانه پیاوړی افهام او تفهیم به د انسانیت ګډ درک غښتلی او د تاو تریخوالي څخه د خلاصون سوله ییزې لارې به د ټولنو د وګړو پر مخ خلاصې کړي.
 
د خوځنډه عدم تشدد دکړنلارو پرمټ له تشدد سره مبارزه:

    (( د عدم تشدد معنا داده چې په عام ډول په شخړو او جګړو کې انسان باید پر بل انسان باندې لومړنی تېری او ګوزار ونه کړي، او په خاص دول په تېره مسلمان باید په خپلمنځي شخړواو جګړو کې پر بل مسلمان ( مقابل لوري ) باندې یر غل ونه کړي، ځکه که چېرې په لومړي برید کې لومړني بریدګرمقابل لوری وواژه ـ برید ګر قاتل او مقتول شهید دئ، اوکه خپله ووژل شوـ نو بیا  مرداردئ، ځکه پیغمبر اکرم (ص ) لومړي بریدګرته د قتل په صورت کې قاتل ویلي او د وژل کېدو په صورت کې یې مقتول مردار بللی. خوکه بل چا برید ور باندې وکړ ـ نو بیا د ځان ددفاع په خاطر د خپلو وینو په بیه ور باندې واجبه ده چې د خپل ځان دفاع وکړي. که په داسې مقابله کې مړ شو، نو بیا دی خپله شهید او برید کوونکی قاتل د ئ ـ او که مقابل لوری یې له لاسه مړ شو، نو خپله غازي، او مقابل لوری بې ایمانه له دنیا تېردئ، او که همداسې لاس تر زنې ور ته کښېناست، نو بیا خو د قیامت په ورځ ظالم د خپل ظلم له لاسه او مظلوم به له خپل حق او خپل ځان څخه د دفاع نه کولو له امله دوزخ ته خي. چې دا بیا عدم شدد نه دئ. ځکه ظالم ته باید څوک لاس ترزنې کښې نه ني، لومړی دې په منطقي نرمه ژبه او لاس سره د ظالم د ظلم مخنیوی وکړي. دا په دې معنا چې انسان باید نه پر چا باندې ظلم وکړي، او نه هم بل دېته پرېږدي چې پر ده باندې د ظلم لاس پورته کړي. یعنې انسان باید ترخپلې وسې پورې نه ظالم وي او نه هم مظلوم. همدې ته عدم تشدد ویل کېږي. ))

د فعال عدم تشدد د کړنلارو د اغېزمنتوب او د زده کړو پراختیا پر ځای عملي کېدل به وکولای شي چې د سولې، عدالت، انصاف او انساني خواخوږۍ له پاره عامه (هر اړخیز) تعهد را مینځته کړي. په دې وخت کې به نه یوازې د ټولنې پوهه طبقه ـ بلکي ډېر عادي خلک به هم د سولې، عدالت، انصاف او انساني خواخوږۍ له پاره خپل غږ اوچت کړي. او د تاوجنو شخړو، تشدد و جګړو د ختمولو له پاره به ډېر څه تر سره کړي.
د فعال عدم تشدد د اغېزمنوکړنلاروکارولو له پاره اړینه ده چې موږ په دې باندې پوه شو د شخړو په چوکاټ کې څه ډول ځان نـنبـاسو، او له کومو لارو او روېښونو څخه کارواخلو، څو له تشدد څخه مخنیوی پرې وکړو. په دې څخه باید موږ پوه شو چې د تعصب کچه په کې څومره ده ؟ د ټولنې د خلکو او ډلو تر مینځ د بېلتون کرښې کومې دي ؟ او څوک د څه له پاره د مدینې د منافقینو په څېر بېلتانه ته لمن وهي ؟ څنګه د تعصب کچه را ټيټولای شو؟ پر څه باندې د ناسمو پالېسیانو او کړنلارو په وړاندې دفاع وکړو ؟... په شخړو کې د ښکېلو خواو تر مینځ باور را ستو ته څنګه وده ورکړو څو دوی پر دې باندې سره قانع شي چې د شخړو د حل اصلي لاره یو له بل سره خبرې کول دي ؟
داچې شخړې او اختلافات د ژوند یو واقعي اړخ دئ. خو دغه واقعیت څېړنو ( تحلیل )، حل او بدلون ته اړتیا لري. نو د شخړو د حل له پاره زور زیاتي او تاو تریخو الي ته د لاس اچولو هېڅ اړتیا نه شته. ځکه تشدد او تاو تریخوالي شخړې هېڅکله هم نه شي حل کولای. بلکې د حل کولو پرځای نورې ستونزې هم زیږوي. ځکه په یوه ټولنه کې له شخړوسره د زور زیاتي او تاو تریخوالي چال چلند د هغې ټو لنې د بې ثباتۍ او توکړې کېدو سبب جوړېږي.
په هره ټو لنه کې ډېرداسې خلک او ډلې شته چې سولې او امن را وستو ته ژمن او صادق دي. ځکه دوی کولای شي د ورانوونکو اعمالو د مخنیوي او ودرېدو له پاره په خپلو کې سره یو موټی، او د انساني عاطفي چال چلند او اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا له پاره خلک را ویښ ـ او سره یو موټی کړي. د ټولنې د امنیت او مصؤنیت له پاره باید پر تعصب، تبعیض، ظلم، بې عدالتیو، تشدد او تاو تریخوالي باندې د فعال      ( خوځنده ) عدم تشدد په واسطه نیوکې وکړي او خپل غږ پور ته کړي.

    دلته په لاندې ډول د خوځنده ( فعال ) عدم خشونت د څو بېلګو یادونه کېږي :

۱:ـــ (( یو سړی رسول الله (ص) ته راغۍ، او له خپل ګاونډي څخه یې سر ورته وټکاوه ( شکایت ) یې ور ته وکړ. حضرت رسول الله (ص) ور ته وفرمایل : (صبر وکړه ! یو څه موده وروسته په دوهم ځل بیا رسول (ع) ته ورغۍ، رسول (ص) بیا یاد سړي ته په صبر کولو باندې امر وکړ. څه موده وروسته په درېیم ځل بیا د الله پیغمبر (ص) ته ورغۍ او له یاد ګاونډي يې سر ور ته وټکاوه. حضرت رسوال الله (ص) ور ته و فرمایل :
د جمعې د لمانځه پر مهال کله چې خلک د جمعې د لماځه له پاره له هرې خوا را روان شي، د خپل کور او ژوند اړوند سامان په کوڅه کې د جمعې د لمونځ کوونکو د تګ په لاره کې کېږده، تر څو لمانځه ته تلونکي دا سامان وویني چې تا د کور خپل ټول سامان په کوڅه کې غور ځولی دئ، کله چې له تا پوښتنه کوي ـ نو هغوی ته ووایه چې ما د خپل ګاونډي د ضرر او زیان رسولوله لاسه د کور سامان د باندې را ایستلی دئ .
عارض سړي د رسول الله (ص) له توصیې سره سم همغسې کار وکړ، زیان رسوونکي ګاونډي چې د نوموړي سړي دا سامان آلات ولیدل او خبرې یې واورېدلې چې آبرو او حیثیت یې له خطر سره مخ دئ، په سو ګند یادولو سره یې ژمنه وکړه چې له دې وروسته به هېڅکله له خپل ګاونډي سره بدي نه کوي. ))
۲:ـــ (( د فرانسې په سویلي برخه کې یوه سیمه ده چې ( دلرزاک ) نومېږي. ددې سیمې کروند ګرو د نظامي مشق او تمرین په موخه د لازیاتو ځمکو د اشغال د مخنیوي له پاره له نظامیانو سره خبرې وکړې، خو ددوی په خبرو نظامیانوغوږونه کاڼه واچول اوهېڅ پروا یې ونه ساتله. له همدې کبله یوه ورځ کروند ګروترخپلمنځي سلا مشورو وروسته خپلې رمې (پسونه) په تراکتورونو او ټرېلرو کې بارکړل، او په پاریس کې یې د ایفل برج لاندې خپلې رمې خوشې کړې.
کروند ګرو دا کارځکه وکړ ترڅو نظامیانو ته دا وښیي چې ددوی رمې ( پسونه ) څړ ځایونو، او فرانسه رمو ( پسونو ) ته اړتیا لري. په پاریس کې د رمو پر سر د کروند ګرو او نظامیانودا صحنه تر مطبوعاتو پورې شریکه شوه. او د رسنیو له لارې ټول فرانسویان د کروند ګرو او نظامیانو تر مینځ په دې ستونزه باندې خبر شول. کله چې نظامیانو دا حالت ولید، همغه دم ګړۍ له صحنې څخه ووتل  او خپله غلطي یې درک کړه او ویې منله، چې بیا به څړځایونه پر نظامي تمرین ځایونو نه بدلوي. ))
هغه متل دئ چې وایي : کومه غوټه چې په لاس سره خلاصېږي ـ خولې ته حاجت نه شته. مانا یې داده چې د ورورۍ اوهمزیستۍ په صورت کې هرکارپه تد بیراو سلا مشوره سره باید ترسره شي. له شخړې سره د تعامل ( چال چلند ) پر وخت د هغو اغېزمنولاروغوره کول چې په یوه فعاله او معروفه طریقه له شخړې سره وصل ـ او له تشدد څخه په مخنیوي او درولو کې رغنده رول ولري  اړین دي.
له تشدد سره د مبارزې په وړاندې باید داسې فعالې د زور زیاتي ضد لارې چارې په کار واچول شي او تدابیراو لومړیتوبونه په کې په نښه شي چې په هر اړخیزه او کاملاً مسلکي توګه په هېواد کې د ننه د بهرنیو لاسوهنو او متوقعه خنډونو د مخنیوي په خاطر طراحي او ډیزاین شوې وي.
د ورانوونکو شخړو او تشدد څخه د مخنیوي اولا ښه مدیریت په اړه د ښکېلوخواوو او نورو متنفذینوڅخه د ګډو ګروپونوجوړولو له پاره باید اړین او کوټلي ګامونه پورته شي.
د جابرو او زور واکو مقابله په مدني سرغړونو، ټولنې ته د بدیلوخدماتي نهادونو د را مینځته کولو، دعأ ګانو، ټولنیزعبا د ت ( استثقأ لمونځ)، له زور زیاتي څخه د خلاصون دعأ..... او نور هغه تدابیر دي چې ريښتیني ممثلین یې پر مټ کولای شي ډېرې ښې دیني او ملي اغېزې او پایلې پرې تر لاسه کړي.