د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دانسان د سر ګرداني علتونه

قاضی طارق 28.10.2015 10:37

..... په تېر پسې :

د رزق په لټون پسې سر ګردانه بني ادم مسلمان دې او که کافر ښه په غړېدلو سترګو ګوری چې زمونږ رزق د همدغه خداي له طرفه را روان دې او زیاتوالې او کموالې یې هم د هغه په اختیار کې دې خوعجیبه دا ده چې انسان بيا هم سر ګردانه دې ، په تشويش او نګراني كې دې ، شپه او ورځ يي په ځان يوه كړې ده او يو ه شېبه ارام او قرار نه لري ، نه حرام ګوری نه حلال ، هر څومره ډېر چې ولری بیا هم د نورو په هڅه کې وی ، نو د انسان د دې سرګردانۍ یو څو اساسی علتونه په لاندې ډول دی :
لومړې علت :
عالم الغيب خداي د انسان د دې وېرې تشويش او سر ګردانۍ یوعلت داسې بیانوی :
{ قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ } سبا:۳۶.
پيغمبره صفا ورته و وايه چې په يقيني ډول ځما رب پراخوي رزق د چا لپاره يي چې اراده وكړي او تنګوي يي ، خو زيات خلك نه پوهيږي .
تفسيرعلامه الوسي د دې ايت په اړه ليكې :
څښتن تعالي ډېر ځله يو عاصې انسان ته خورا پراخ رزق وركوي او پر یو ښه مطيع انسان رزق تنګوي ، او كله بيا مطيع ته رزق پراخوي خوعاصي ته يې تنګوي ، او كله دواړو ته پراخي را ولي او يا يي په دواړو تنګوي ، او كله دواړو ته رزق پراخ كړي خو بيا يي بېرته ور باندې تنګ كړي ، دا هرڅه الله سبحانه وتعالي د خپل مشيئت او ارادې سره سم ترسره كوي ، خو د رزق پراخي د چا د اكرام او اعزاز دليل نه دې ، كنه الله به مطيع د رزق په پراخې مختص كړې واي اوعاصي ته به يې هيڅ نه وو ور كړي .
دغه راز كه چېرته تنګي د رزق د اهانت او قهر دليل واي نوعاصيانو ته به يې رزق خورا ډېر تنګ ګړي واي .
نو چې د رزق تنګی د اهانت سبب نه دې ، او پراخی دعزت سبب نه دې او زاتوالې او کموالې یې هم د انسان په توان کې نه دې نو بیا د دومره انديښنو، د حد نه زياتو منډو رامنډو ، سرګردانيو او تشويشونو واحد همدغه علت دې چې دا خلك نه پوهېږي .
كه چېرته فكر وكړو او خداي را كړې عقل لږ شان په كار و اچوو نو په دې به حتما پوه شو چې كه څوك ځان هم مړ كړي نو د هغه معين او مقرر حد نه به څه شي د يوې زرې په اندازه هم زيات و كم نه كړی.
او په دې به هم پوه شو چې كه د رزق كم والي او زياتوالي د چا په خپل لاس كي واي نو په دي دنيا كي به هيڅ فقير اوغريب په سترګونه واي ليدل شوي ، ورسره به په دې هم پوه شو چې فقير کول او غنی کول یوازې د الله سبحانه و تعالی کار دې .

{وَأَنَّهُ هُوَ أَغْنَى وَأَقْنَى} النجم : ۴۸

ژباړه : رښتيا او حقيقت هم دا دې بل نه دې چې همغه خداي غني كول كوي او همغه خداي فقير كول كوي .
څوک چې غنی دې نو خدای غنی کړېدې او څوک چې فقیر او مسکین دې نو خدای فقیرکړېدې ، اوغنی او فقر د عزت او ذلت اسباب نه دی خو خلک نه پوهېږی.

د سر ګردانیو دوهم علت :
بني ادمانو ته د كړاونو او مصيبتونو او سرګردانیو ډيره برخه له دي نه راځي چي خپل كار يي پرې ايښي دې او د خالق كار يي شروع كړې دې ، د بنده کارعبادت او د خالق کار رزق ور کول دی ، خو بنده د دې په ځای چې بندګی وکړی رزق پسې سرګردانه دې ، رزق او د رزق اندازه خو د خالق په لاس كې ده ، هر چاته په خپله اندازه روزي ور كوي ، چاته لږه چاته ډيره او څوك بالكل فقير كړي هيڅ نه ور كوي ،عزت او ذلت هم دهغه جل جلاله په لاس کې دې ، څوك خو ناڅاپه پاچا كړي خو بيا یو بل څوك ناڅاپه ګدا كړي له تخت نه يي را كوز كړي ، په دار وځړېږي ، نوم او نښان يي ختم شي ، خوار او ذليل شي ، نن خوي يي شان او شوكت ځمكه خوځوي خو سبا يي بيا څوك د پښو كشار هم نه اوری ، او په دي زمانه كي خو دا بدلونونه دومره ډېر دي چې هره ورځ دا هرڅه مونږ د خپل مخ په پاڼه كې په جوړو سترګو وينو او د سر په كاسه كي په پرتو غوږونو يي اورو ، دا هرڅه دومره بديهي دي چې استدلال ته ضرورت نه لري بي دليله ښكاره دي ، نن پاچا وي او سبا ته د كوم زندان د تورو دروازو شاته پروت وي او يا هم په كوم چوك كي د دار په پړي پوري ځانګي ، چاته عزت وركړي خو څوك خوار او ذليل كړي شپه په ورځ كې ننه باسې خو بيا ورځ بيرته په شپه كې ننه باسي ، ژوندې له مړو او مړه له ژونديو څخه را وباسي او زرق وركړي چاته يې چې خوښه شي د حساب څخه په غېر .
لنډه دا چې په دې كائيناتوكې ټول لوي او كوچني بدلونونه او تغيرات د هغه واحد او لاشريك څښتن تعالي په اراده ترسره كېږي ، چې بل هيڅوك ورسره ګډون نه لري ، د سليم العقل انسان د ژوند دسمون لپاره د قرانكريم دغه لاندې يو مبارك ايت هم كافي دې ، او يو بحر دې چې په كوزه كې ځاي شوېدې او دا هرڅه يې په ډېرو لنډو الفاظو كې رانغښتلي دې فرمايې :
{ قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاء وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاء وَتُعِزُّ مَن تَشَاء وَتُذِلُّ مَن تَشَاء بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَىَ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ } العمران : ۲۶ .
{ تُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَتُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَتَرْزُقُ مَن تَشَاء بِغَيْرِ حِسَابٍ } العمران : ۲۷.
و وايه اي محمده ! يا الله ! اي واكداره د پاچاهي ! وركوې سلطنت هرهغه چاته چې اراده وكړې (د وركولو يې ) او بېرته اخلې سلطنت د هرهغه چا ځنې چې اراده وكړي ( د بېرته اخيستلو) اوعزت وركوي هرهغه چاته چې اراده وكړې ( يا الله دعزت يي) او خوار ذليل كوي هرهغه څوك چې اراده وكړې ( د ذلت يې ) په لاس ستاكې دې هر راز خېر بيشكه ته (يا الله ) په هر شي باندې ( چې اراده يې وفرمايې ) ښه قادر يې .
ننه باسې شپه په ورځ كې او ننه باسې ورځ په شپه كې ، او وباسې ته ( اي الله ! ) ژوندې له مړي څخه او وباسې مړې له ژوندي څخه ، او ای الله ! رزق ور كوي چاته چې اراده وكړي د حسا ب نه په غير خورا زیات پراخ رزق ، ځکه چې ته د جود او کرم داسې څښتن یې چې هیڅ شریک در سره نشته چې تا سره به حساب وکړی ، الله داسې ورکونکې دې چې څوک ور سره محاسبه نه شی کولای او هرڅومره چې ډیره ورکړه وکړی د پاچاهی خزانې یې هیڅ نقصان نه کوی .
د كائناتو خالق چې چاته د رزق رسولو اراده وكړي نو بې حسابه يي ور كوي ځكه چې خداي خو داسې غني دې چې د بې اندازي زياتو خزانو لرونكې دې چې كله يي اراده وشي نو بيا د چا سره حسا ب نه كوي اوهر څه بې حسابه ور كوي ، حساب كول خو د بندګانو كار دې چې فقيران دي او څه نه لري ، الله داسې غني ا و سخي باچا دې چې په غېر له دې نه بل د ور كولو والا نشته ، بندګان چې چاته څه شي وركوي نو په حسا ب يې وركوي ، په وزن او تول يې ور كوي ، شمېر كوي ، او كوښښ يې دا وي چې څوك زيا ت څه شي ترې يو نسي ، د حساب لپاره مامورين ، مديران ، رئيسان او وزيران مقرر وي او د حسابونو كتابونه او فورمونه تر ډك شي ، او په وركولو كې زيات احتياط نه كا راخلي چي سهو او غلطي تر ونه شي خو د الله وركړه بيا داسې نه ده ، بې حسابه ده .
دا یو قرانی حقیقت او اللهی فرمول او قاعده ده ، تغیر او تبدیل نه لری خو د دې با وجود مسلمانان بیا هم د کفارو سره دوستی کوی ، مینه ور سره لری دهغوی په دوستۍ کې عزت لټوی ، نو ځکه څښتن تعالی پرلپسې موْمنان او مسلمانان دې ټكي ته متوجه كوي چې دا هرڅه د الله د قدرت په بې لا كيف لاسونو كې دي ، نو پام كوئ چې د پاچاهي د ګټلو، دعزت ، مال يا رزق او روزۍ د لاسته را وړلو لپاره چېرته كافرينو ته سر ټیټ نه کړې ، د دوستۍ لاسونه ور اوږده نه كړئ او دوستي يوازې د موْمنينو سره وكړئ لكه چې فرمايې :
{ لاَّ يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ إِلاَّ أَن تَتَّقُواْ مِنْهُمْ تُقَاةً وَيُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ } العمران : ۲۶- ۲۸
نه دې نيسي موْمنان كافران دوستان بې له موْمنانو( يعني موْمنان دې يو له بله سره دوستي وكړي ) او هرڅوك چې وكړي دا كار (له كفارو سره دوستي) نو نه دې له الله سره په هېڅ شي كې ، مګر ( خوروا ده دغه دوستي ) كه ځان ساتئ تاسې له دوي نه په ځان ساتلوسره.
كه چېرته مسلمانانو په دې اسماني كتاب عمل كړې واي نوهيڅكله به د نورو څخه وروسته پاتې نه واي ، او د كوم انحطاط سره به هم نه مخ كېده ، د مسلمان ملت عجز، بيچارګي او سرګردانی هغه وخت شروع شوه چې د خپلوستونزو د حل لاره او چاره یې د نورو په دوستۍ كې ولټوله ، خپله لاره یې خوشې کړه په نورو پسې روان شو، چا ته روسان ښه ښکاره شو، چاته بیا اروپایان اوغربیان ښه ښکاره شو ، د یهودو دوستی یې شروع کړه ، او تر څو دا مسلمان امت یوه جټکه ونه خوری او بېرته دې قران ته راستون نه شی ، نو د خوارۍ ، ذلت او سرګردانۍ دغه توره شپه به یې لا نوره هم اوږده شی ، د خلاصون او نجات بله كومه لاره یواځې زمونږ نه بلكه دټول سرګردانه بشريت لپاره نه شته .
دښكته كولو او پورته كولو واكدار همدغه لا يزال خداي دې ، نو ځكه دا په كار ده چې بندګي او عبادت د همدغه وشي ، د كائناتو خالق د خپل كتا ب په ډيرو بر خو كې په تكرار ، تكرار خپلو بندګانو ته اطمنان ور كوي چې رزق پسې لا لهانده او سر ګردانه مه ګرځئ او تشويش مه كوئ ، دا کارخدای ته حواله دې او د خداي په کار قبضه مه کوئ .
وقد روى الترمذي وابن ماجه عن أبي هريرة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: " ( يقول الله تعالى : يا ابن آدم تَفَرَّغ لعبادتي أمْلأ صدرك غنى، وأسدّ فقرك، وإن لم تفعل ملأتُ صدرك شغلا ولم أسدّ فقرك ".)
ترمذی او ابن ماجه په یو قدسی حدیث کې له ابی هریره نه روایت کوي چې رسول لله ویلی دی چې الله تعالی فرمایې :
ای د ادم ځویه ! زما عبادت ته ځان وزګار کړه نو زه به ستا سینه له غنی څخه ډکه کړم او د فقر نه به دې خلاص کړم ، او که دا کار ونه کړې نو سینه به دې له تشویشونه ډکه کړم او د فقر مخه به دې هم ونه نیسم .
دریم علت :
د انسان د سرګردانۍ یو علت دا هم دې چې د دنیا د ژوند او د ژوند د ساز او سامان سره په مینه کی افراط کوی، د یو خورا ژر فنا کېدونکی شئ سره خورا سوزونکې مینه لری ، په داسې څه پورې یې زړه کلک تړلې دې چې پوره کول یې ډېر ګران او هیچا ته نه دې پاتې شوی ، داسې څه پسې ګرځی چې ارزښت یې ډېر کم او په حقیقت کې د هیڅ سره برابر دې ، د داسې څه په زیاتوالی پسې یې ملا تړلې ده چې د ده رسېدل ورته ګران دی او د بل چا په لاس کې دې په لاندې مبارک ايت کې په خورا صراحت سره د رزق د زياتوالي او تنګوالي موضوع بیا تكرار شويده ، خو ور سره دا هم بیان شوېده چې د دنیا ژوند که هر څومره ډېر او مجلل هم وی خو بیا هم یوه ډېره کمه متاع ده سرګردانی ورپسې مه کوه فرمايې :
{اللَّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ وَفَرِحُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فِي الْآَخِرَةِ إِلَّا مَتَاعٌ } الرعد: (۲۶) .
الله رزق پراخوي چاته چې د پراخولو اراده وكړي او تنګوي يې چې چاته د تنګولو او كمولو اراده وكړي او خوشحاله شوې دي دا خلك په ژوند د دنيا ، او نه دې ژوند د دنيا په مقا بل د اخرت كې مګر متاع كمه .
څومره چې د دنیا د ژوند سره مینه زیاتېږی هغومره ورسره سرګردانی هم مخ په ډېرېدو شی ، او که د دنیا سره محبت کم شو ورسره به سرګردانی هم له منځه ولاړه شی .
د مجللو ماڼیو د جوړولو شوق ، د لوکسو او مرمی ضد موټرانو شوق ، دمقام او منزلت شوق او بالاخره د شان او شوکت ، نوکرانو او چاکرانو شوق انسانان لیونی کړیدی په داسې حال کې چې دا د خورا لنډ ژوند تېرولو متاع او سامان دې او بقا او پایښت نه لری یو شاعر وایې :
راْيت الدهرمختلف يدور ــــ فلاحزن يدوم ولا قصور.
وكم بنت الملوك بها قصورــــ فلم يبق الملوك ولاقصور.
زمانه مې وليده چې مختلفه ده او د دوران په حالت کې ده ، نه په كې خفګان دوام لري اونه په كې د چا ماڼۍ .
او څومره پاچاهانو ور باندې ماڼۍ بنا كړې ، نه هغه پاچاهان پاتې شو او نه هغه ماڼۍ .

د بشریت د لارښود رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاندې مبارک حدیث کې یو بریالې انسان انځور شوېدې :
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "قد أفلح مَنْ أسلم ورُزق كَفَافا ، وقَنَّعه الله بما آتاه". رواه مسلم من حديث ابن عَمْرو.
مسلم له ابن عمرو نه دغه حدیث روایت کړېدې فرمایې چې : بهترین او بریالترین خلک د دنیا پر سر هغه دی چې اسلام یې قبول کړې ، او د کفاف په اندازه رزق ورکړشوېدې او الله هغه ته پرهغه څه چې ورکړی یې دی قناعت نصیب کړېدې.
نو د انسان د سرګردانۍ یو اساسی علت دا دې چې د قناعت ماده په کې کمه او ټول غم او هم یې دنیا ګرځېدلې بلکې په دنیا کې بیخی فانی شویدی او په ورکړشوی رزق قناعت نه لری .
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په بل مبارک حدیث کې راغلی دی :
عن زید بن ثابت قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول :
" من كانت الدنيا هَمَّه فرَّق الله عليه أمره، وجعل فقره بين عينيه، ولم يأته من الدنيا إلا ما كُتِبَ له.
ومن كانت الآخرة نيَّته ، جمع له أمره ، وجعل غناه في قلبه ، وأتته الدنيا وهي راغمة " .

زيد بن ثابت رضی الله فرمایې چې : ما د رسول الله څخه اورېدلی دی چې ویل یې : د چا چې یوازی دنیا هم اوغم وی نو الله به د هغه کارونه ګډوډ کړی او د هغه فقر به د هغه سترګو ته نیغ ودروی ، او حال دا چې دنیا به ده ته را نه شی مګر هغه چې ورته لیکل شوې او مقررشوې وی ، او د چاچې هدف ، غم او هم اخرت وی نو څښتن تعالی به دهغه کارونه سم کړی ، زړه به یې غنی کړی او دنیا به ورته خواره او ذلیله راځی .
درسول الله صلی الله علیه وسلم په بل حدیث کې راغلی دی :
.(وروى ابن ماجه من حديث الضحاك، عن الأسود، عن ابن مسعود: سمعت نبيكم صلى الله عليه وسلم يقول:
" من جعل الهموم هما واحدا هم المعاد كفاه الله هَمّ دنياه.
ومن تشعبت به الهموم في أحوال الدنيا لم يبال الله في أي أوديته هلك " ) .
ابن ماجه د حدیث د ضحاک ، او ضحاک د اسود نه او اسود د ابن مسعود نه روایت کړی دې ابن مسعود وایې : ما ستاسو د نبی صلی الله علیه وسلم نه اورېدلې دی چې ویل یې : چا چې ټول غمونه پرېښودل او په یو غم یې بدل کړ چې هغه د اخرت غم دې نو څښتن تعالی به دهغه د دنیا دغمونو لپاره کافی شی ، او چا چې د دنیا مختلف غمونه پرمخه کړل نو الله ته هیڅ پروا نه کوی چې دا سړې د دنیا په کومه کنده کې هلاک شی . ...... !!