د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان جګړه ولې نه ختمېږي ؟

محمد انور ولید 27.10.2015 12:16

سږکال د افغانستان د جګړې ددوام (۱۴)کاله او د کندوز د جګړې نږدې (۲۰) ورځې پوره شوې . د جګړې په پیل کې داسې خبرونه خپاره شول چې په هغوکې د ځینو تصویري رسنیوله خوا د افغانستان ـ په تېره په دې وروستیو کې د کندوز پوځي انځور پیکه او د سقوط په حال کې وښودل شو . لا مل یې هم دا په ګوته کېده چې د افغانستان پخوانیو چارواکیود خپلو روابطو او انډیوالیو حکومت چلاوه . خو دکندوز د پخواني والي محمد عمر ساپي د تقرر پر سربیا له پېله د دواړو اوسنیو ټېمونو تر مینځ یوه خوله هوکړه او په سیمه کې همکاري او همغږي موجوده نه وه . له بلې خوا ښاغلی ساپی هم داسې څوک نه ؤ چې ریښتینې کاري تجربه او وړتیا دې په ځان کې ولري . نوموړي خپله کورنۍ هم تاجکستان ته انتقال کړې وه چې دده ددې کار دوې موخې کېدای شي :
لومړی داچې کېدای شي نوموړي به په خلکو کې خپل ځان یوازې او بې ملاتړه محسوساوه ، په سیمه کې به ؤلسي ملاتړاو خواخوږي ور سره موجوده نه وه ، د تعصب پر بنأ به د مور او میرې سلوک ور سره کېده ، اوخپله به هم سست عنصره ؤ اوکوم پلان اودکار وړتیا مدیریت به ور سره نه ؤ ، نوځکه به یې خپله کورنۍ تاجکستان ته بېولې وي . نوموړی به ښایي لکه د نورو ډېرو په څېر د دواړو ټېمونو د خپلمنځي تقسیماتو له مخې دکوم مخور له خوا ؤلسمشر ته معرفي شوی وي او ؤلسمشر به باور ور باندې کړی وي .
دویم دا چې کېدای شي تاجکستان ته به نوموړي خپله کورنۍ د خپل عزت ساتلو او یا هم د تفریحي ورځو تېرولو له پاره بېولې وي .
درېیم دا چې کېدای شي دده د مخالفینو په خبره نوموړي به له طالبانو سره پخوانی تار او اړیکې لرلې ـ نوځکه به یې خپله کورنۍ یوې خواته کړې وي ـ ترڅو د اړتیا پر وخت څه ستونزې ورته پیدا نه شي . ولې له دې سره سره نوموړي د خپلو مخالفینو هغه ټولې ادعاوې او لګول شوي تورونه په خپله خاصه مرکه کې دده په خپل آند ردکړل ، خو بیا هم هغه دلایْل حکومت ، دده مخالفینو اود افغانستان خلکوته د قناعت وړنه وو. له بل پلوه ځینو ساپیانو په حکومت کې د ښه مأموریت ښه سابقه هم نه لرله ، ځکه په اصطلاح ځينې ساپي سپېشلېستانو انتخابات ، رسنۍ او ځیني نورې ادارې لا له پخوا را هیسې  ګډې وډې کړې دي . نوکېدای شي چې د کندوز د جګړې یوعلت همدا وي .
خو په هلمند ، اُرزګان ، فراه ، شینډنډ ، غزني ، زابل پکتیکا ، لوګر ، وردګو ، ننګرهار ، کونړونو ،  فاریاب ، سرپُل ، بغلان ، تخار ، بدخشان ،کاپیسا او کابل ولایتونو کې دا جکړې ولې پرله پسې پیل شوې ؟ په یادو لایتونوکې خو بېل والیان اوبېل امنیتي ځواکونه هم شتون لري ، علت یې څه دئ ؟
له نن څخه  (۱۵ )کاله پخواجګړه د آمود سیند ترڅنډو پورې رسېدلې وه . خو په (۲۰۰۱) زیږدیزکال کې چې کله ایتلافي ځواکونو پرطالب رژیم ړنګولو باندې پیل وکړ او ددوی شمالي دفاعي خطونه یې ترهوایي بریدونولاندې مات کړل ، نوپاکستان د ایتلافي ځواکونو تر برید یوه دوې ورځې مخکې خپل پوځیان د هوا له لارې په خپلو چورلکو کې ترې و ایستل او د طالبانو د جګړې شمالي لیکې د جنوب غرب اوجنوب شرق پرخوا ورټولې اوطالبان له افغانستان څخه قبایْلي سیموته په لوی لاس ور ټېل وهل شول . طالبان بیا دوه کاله د پاکستان په دستور او ملاتړ سره په خپل انسجام باندې لګیا وو ، تررا ټولولو او انسجام وروسته یې د طالبانو جنګي ماشین بیا فعال او ترورېستي پلتنې یې پرله پسې افغانستان ته را ولېږلې . په نیم افغانستان کې جګړې پيل شوې . او پوره (۱۴) کاله یې په داسې حالت کې دوام وکړ چې غربیانوبه پاکستان ته دترورېستانود نیولواوځپلو په پلمه مرستې ورکولې او پاکستان به بیا همدغه ترورېستان په همغو مرستو سره تمویل ، تجهیز او ټرېنېنګ کول ، ځکه پاکستان د خپل ځان د تمویل وس نه درلودنوترورېستان به یې څنګه تمویل کړي وای . ولې دخپل دونري یارله پاره یې دترورېستانو دا درمسال هم جاروکاوه . افغان حکومتي کړۍ په خپلوامتیازاتوتر لاسه کولو اوخپل ځانګړي حکومت کولو ، واک خپلولواو ټینګولو باندې لګیا وې ، د ښاغلي کرزي د واکمنۍ له پیل څخه ترپایه پورې د معاملواوخپلمنځي زدو بندونو، مزو ، چړچو، قاچاق اومافیایي کارونو بازارښه تود اوپه زورکې روان ؤ او هره ورځ به پرله پسې ؤلسي وګړي د پردۍ ورباندې تپل شوې استخباراتي جګړې قرباني کېدل . خوڅه پېښه وشوه اوداکوم ډول تېل وو چې ناڅاپه د پاکستان له بدنامۍ سره جوخت د جګړې ماشین د افغانستان له جنوبي پولوڅخه آن شمالي پولوته ور باندې ورسول شو ؟ دا څنګه ماهر ډرېور ؤ ؟
هلته خوڅو میاشتې مخکې له سیمه ییزو اړونده هېوادو او نړیوالو سره د ورېښمو اولاجوردو پرلارواو د منځنۍ آسیا له هېوادوڅخه دجنوبي آسیا هېوادوته دافغانستان له لارې دغازو د نل لیکې پرغځېدوخبرې اوجوړجاړي روان وو ، ژمنې وشوې اوددې لارو د رغېدو ، نل لیکو غځولو ، معدنونورا ایستلو او افغان زېربنایي کارونو او بندرونوجوړولوقراردادونه لاسلیک شول . افغانستان دآقینې اوچابهاربندرونوله لارې منځنۍآسیا اوسمندرته لارې وموندلې . نو بیا ولې ددغو قراردادونو د عملي کېدو په وړاندې خنډونه جوړ او په شمال ، جنوب غرب او جنوب شرق کې همزمان پرله پسې تیت پرک جګړې پیل شوې ؟
ترجګړوپیلېدومخکې ترټولو لوړپوړي پاکستاني چارواکي څوڅوځلې افغانستان ته راغلل ، امنیتي تفاهم لیکونه یې لاسلیک کړل ، دطالبانودمشرملامحمد عمرد مرموزې مړینې ، د طالبانو بې امیره د جهاد په نامه استخباراتي قوماندې ، له طالبانو سره د پاکستان په خوښه او فرمایش د سولې د خبرو او د پاکستان د اته ماده ییزو شرطونومسْله راپورته شوه ، چې وروسته بیا دا مسْله ددواړوهېوادوترمینځ د اړیکو پرپیکه کېدوواوښته . د افغان اوپاکستاني مالونوپرمخ دترانزیت دروازې وتړل شوې . په افغانستان په تېره کابل کې څودرنې چاودنې او ترورېستي بریدونه ترسره شول . دافغانستان د دولت اومخالفو طالبانو ترمنیځ سوله ، د ملا اخترمنصورله خوا پرجګړې د دوام ټینګار ، د افغان دولت او مخالفو وسله والو طالبانو ترمینځ سوله له خطر سره مخ شوه .
د افغان دولت هیله هم له دې آدرس څخه پرې او افغان مشرتابه دې پرېکړې ته سره ورسېدله چې نور نو باید د سولې ابتکار او مشري خپله د افغان حکومت په لاس کې وي . ځکه افغان سوله کومه ډالۍ نه ده چې موږ ته د چا له خوا راکول کېږي . بلکي افغان سوله د هغو افغاني اړخونوترمینځ جوړجاړی دئ ـ څوک چې په  پردۍ تپل شوې جګړه کې د پردیو اهدافو قرباني شوي خو واک اختیار یې اوس هم د پاکستان په لاس کې دئ .
اوس پاکستان غواړي چې پرهمدغه برمته شویو افغان مخالفینو باندې له افغانستان اونړیوالوڅخه خپل امتیازات ترلاسه کړي . ځکه افغان وسله وال مخالفین پاکستان ته یوه په لاس ورغلې وسله ده چې هر وخت یې د تاریخ په اوږدوکې د افغان حکومت ، افغان خاورې او تولو افغانانو په وړاندې استعمال کړي دي .
خودا ځل ددې وسلې استعمال ځکه بل ډول ؤچې پاکستان دا پلا خپل ځان نړیوالوته پردې سره سپین باز جوړاوه . ځکه خو دوی په برمته طالبانوکې د خپل نظر مخالف طالبان په مرموزه توګه ووژل او یایې هم بندیان کړل چې د طالبانو مشر ملا محمدعمر هم په دې ډله کې دئ . ملاعمر دوه نیم کاله وړاندې په مرموز ډول له مینځه وړل شوی دئ ، خو فرمانونه یې له تېرو دوو نیمو کالو را هیسې د ( آی اس آی ) له خوا په جعلي توګه نشرېدل . په دې مانا چې طالبان په ناخبرۍ کې دوه نیم کاله د مړه تر قوماندې لاندې په خپله خاوره کې د شریعت خلاف په ( خَسَرَ دُنیا والآخِرَه ) شکل سره  جنګېدلي ، وژل یې کړي او خپله هم وژل شوي دي .
پاکستان خو په دې جګړه کې د افغان اوبوخپلولو، منځنۍ آسیا ته د ترانزیتي خوشې لارو موندلو ، خپلو بې کیفیته توکو ته د مصرفي مارکېټ او بازار پیدا کولو ، په افغانستان کې د خپلې خوښې یوه لاسپوڅي ضعیف حکومت را مینځته کولو ، او پر افغان حکومت باندې د ډېورنډ کرښې د په رسمیت پېژندلوله پاره خپل ستر ستراتیژیک اهداف لرل ، ځکه خوکینه کښ ګاونډي پاکستان د طالبانو د سولې پروسه په افغانستان کې د وینو ، مرګ ژوبلواو اوښکوپه سېلابونوکې ورلاهوکړه . له هرې خوا یې طالبان د داعش اوطالب په نومونوافغانستان ته را واړول . په هلمند ، فراه ، پکتیکا ، پکتیا ، خوست ، ننګرهار ،کونړونو . بدخشان ، روزګان ، بغلان ، سرپُل ، غزني ، فاریاب ،کندوز ،کاپیسا ، غزني ، میدان وردګو اولوګرولایتونوکې یې د مخه پلان شوې جګړې د خپلو پوځیانوترمشرۍ لاندې پیل کړې ، خو لله الحمد خپلو موخوته هم په کې ونه رسېدل اوخپل پوځیان یې د جګړې له ډګرونوڅخه په چادریو اوتابوتونوکې ځکه ترې وایستل چې دوی له ؤلسي او حکومتي ګډو غبرګونونو سره مخ شول .
پاکستان ځکه په افغانستان کې دغه پردۍ جګړې مدیریت کوي چې هروخت امریکا د پاکستان مشران ور غواړي ، نو یوه لاسته راوړنه ترې غواړي ، او دوی باید هغه لاسته راوړنه مخکې له مخکې له ځانه سره ولري . اوس چې نوازشریف سپینې ماڼۍ ته ور غوښتل شوی ، دوی وار له مخه په افغانستان کې د مصنوعي سولې ، ترورېستي بریدونو ، توغندویي بریدونو او ډله ییزو حملو پروګرامونه په افغانستان کې پر افغان حکومت باندې د فشار د آلې په توګه د خپلو پوځیانو او جنرالانو تر قو ماندې لاندې په لاره اچولي ،ترڅو سپینې ماڼۍ ته له ځان سره یو څه یوسي ، خپل امتیازات او باج پرې واخلي .
ولې ددې ترڅنګ ددغې جګړې د نه ختمېدلو او دوام څو نور لاملو نه هم شته چې موږ یې په لاندې توګه یادونه کوو :
۱ ــ د افغانستان په شمالي ولایتونوکې په عام ډول ـ اوپه کندوزاوبغلان کې په خاصه توګه ځیني پښتنې کورنۍ له پخوا را هیسې مېشت دي چې د ځینوکورنیوسابقه په اړوندو سیموکې ترسلوکالوهم وراوښتې ده . په هغو سیموکې پښتانه هم د نورو قومونو په څېر په لږ یا ډېراقلیت سره ژوند کوي ، خو ددوی دغه ژوند د نورو قومونو په مینځ کې له پخوا را هیسې د وروڼو په څېر ؤ چې موږ یې تر ټولو ښه بېلګه د سرو روسانو د پوځي یرغل پر وخت په ګوته کولی شو . ځکه هلته ټول تاجيک ، ازبیک ، ترکمن ، ایماق ، قذلباش ، ګوجر، هزاره او پښتون قامونه په کډه د روسانو مقابلې ته د خپل سراو مال په بدله څنګ ترڅنګ سره درېدلي وو . خو سړی حیران دېته شي چې دا بدمرغي او اختلاف چا ددغو وروڼو قومونو تر مینځ سره واچاوه ؟ د وخت پاکستاني او روسي استخباراتو او سیاسي ګوندونو ، که افغان حکومت یا دری واړو او یا دې ټولو ؟ ځکه افغان ښي اړخواوکیڼ اړخوټولو سیاسي جریانونو له دغو ټولو استخباراتي شبکو سره څه نا څه پټ او ښکاره زدوبندونه او تړاوونه لرل . د ملت سنګر او ملي یووالی د پردي دښمن په وړاندې معلوم ؤ . خو بدمرغي هغه مهال په کې ورد ننه شوه چې د سیاسي جریانونوخبیثه ارواوې ددې سپېڅلي ملت کالبوت ته وردننه شوې . دهمدغو سیاسي جریانونو پخوانیو او اوسنیو مشرانو ددې ملت په کورکور ـ او دروازه دروازه کې د بدۍ او بېلتانه بریدونه کېښودل چې دادي اوس یې د عربو د جهالت ددورې د  ( اَوَس او خزرَج ) قبیلو په څېرپه خپلوکې د خپلوناولیو موخو له پاره سره جنګوي . هېواد ، ځمکنی تمامیت او ملي هویت یې په خطرکې ور باندې اچولي چې ملت هېڅکله هم داسې نه غواړي .
۲ ــ  دغو مشرانو د خپلو شخصي ګټو له پاره ملت ته د اختلاف دامونه اېښي . دوی یوازې بې دفاع ؤلس په کې ښکارکوي ، وینه یې دوی خپله ځبېښي ، او جسد یې مافیایي بانډونوته غورځوي . ځکه خو نن سبا په افغانستان په تېره کندوز او خواوشا نورو ولایتونوکې جګړه نه ختمېږي او ټول تمرکز پر دې باندې دئ چې پښتانه باید له بېخه د شمال له ولایتونو څخه ورک شي . ځکه هلته خلکو ته عامه ذهنیت داسې ورکول کېږي چې پښتانه ټول ترورېستان دي ، په داسې حال کې چې پښتانه هم ترورېستانو ووهل او هم همدغو لږه کیو . خو دوی خپلو خلکو ته بیا دا سې غلط تبلیغ کوي چې ګواکي هغوی ( پښتنو ) ستاسې ځمکې او سیمې لاندې کړې دي ، په دې پلمه یې د پښتنو په وړاندې خپلې ملېشې جوړې کړې او وسلي یې ور وېشلې دي او ورته ویل کېږي چې ځانونه مسلح کړۍ او په وړاندې یې و جنګېږۍ  او دا سیمې د هغوی له شتون څخه پاکې کړۍ . تاسې وګورۍ دا څوکاله همدغه ډرامه روانه ده . چېرته چې دا قومونه لږ یا ډېر شتون لري ، هغوی ټولوته د پښتون په مقابل کې وسلې ورکړل شوې دي او په ښکاره نارې وهي چې یا ټول واک او یا هم بېلتون . له همدې کبله ځینې تنظیمي خلکو  له دې تشې څخه په سؤ استفادې سره له ټول افغانستان شموله دښمن سره تریوه غړوندي سر را ایستلی ، د خپل ملي یووالي پر ضد لګیا دي پر له پسې ددښمن په ژرنده اوبه ور زیاتوي پښتانه ته په سپکه سترګه ګوري ، د پردیو استخباراتو په توشه او لمسون سره په همدغه ډول جګړو جوړولوکې د هغوی پرمال ، کوراو نور جایداد باندې ګونډې ور وهي . هغوی ته مرګ ژوبلې ور اړوي . چور او تالان پرې کډ کړي . خو پښتانه حیران دي چې هغه پرونۍ دوستۍ، ګډه وینه او ګډجهاد مو څه شو؟ دوی په اصل کې پښتانه په قصدي توګه د خپل ځان په وړاندې مجبوروي . خو پښتانه بیا هم له صبر او زغم څخه کار اخلي او پردې پوهېږي چې ددوی دغه ډول لمسونونه د یو موټی افغانستان ضد پردیو استخباراتوکار دئ .
۳ ــ د واک پر سر د سیالیو خبره یې بل لامل دئ ، ځکه نن سبا له تېرو (۳۷ ) کالو را هیسې د هر کس او ناکس پر پزه باندې په قصدي توګه د خانۍ پېزوان ور وځړول شو ، ټول په کې منونه شول ، نیمنی قطعاً په کې نه شته . امکانات نور ور ته برابروي او افغان ګډ کور ته اورونه ددوی په لاس وراچوي .
۴ ــ  هو دلته په دې پروژه کې لوی او واړه ټول د مخالفینوترڅنګ د ملي یووالي پرضد یو ډول ښکېل دي چې د هغه سمت ملي شتمنۍ ټولې د ځان بولي . خوخبر نه دي چې استعمار به په افغانستان او ټوله سیمه کې هېچاته دا فرصت ورنه کړي چې خپلې شتمنۍ په یوازې سر ترې وخوري . ځکه هغوی د همدې شتمنیو له پاره راغلي . ددوی دغه ځاني او مالي قربانۍ ورکول خوڅه د ماشومانو لوبې نه دي . هغوی له دغه ډول خامو سیاستوالوڅخه یوازې د یوې پلمې جوړولو په توګه کاراخلي . نورخپل مدیریت اوپلان عملي کول دوی ته په لاس نه ورکوي او دوی به په پای کې په نورو ؤلسونو اوقامونوکې ور ورک کړي .
۵ ــ د اخلاقي فساد عام کېدل او خپرول بل لامل دئ چې پر ملي وحدت باندې یې سیوری غوړولی خوعام ؤلس دا شی نه غواړي . خلک ددې حالت بدلون غواړي .
۶ ــ مافیایي بانډونه او مخدره توکي بله ستونزه ده چې په افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادو کې یې ځالې جوړې کړې او د ټکر او تصادم پر وخت یې قربانۍ دافغانستان عام ؤلس ورکوي .
۷ ــ د وارداتي دموکراسۍ اوسنتي ټولنې تر مینځ ټکر او تصادم بله ستونزه ده ، ځکه خلک له دې پدیدې سره نا بلده دي .
۸ ــ ژبنی ، سمتي او مذهبي چال چلند بله ستونزه ده چې د لیرې او نږدې ګاونډیانو او نړیوالو له خوا ورته لمن وهل کېږي .
۹ ــ  بېکاري او بېروز ګاري بله ستونزه ده چې حکومت په کور د ننه دخپل لوېدلي اقتصاد له امله چاته کار روز ګار نه شي پیدا کولی .
۱۰ ــ  په ګمرکي او بندري عایداتو شخصي واک ټینګول بل لامل دئ چې له تېرو (۱۳) کالو را هیسې ځینې کورنیو ښامارانو خولې په کې ښخې کړې دي .
نو ځکه خو دغه جګړې پراخېږي او کمېږي نه . خو زه وایم چې ددې ټولو بدمرغیو یوازینی علاچ خپلمنځي اتفاق ، صبر ، یو بل ته ښه نیت ، ریښتینی ملي زعامت ، روغ بې پرې مدیریت او پرخپلو تولیداتو ډېرولو باندې زور لګول دي . ترڅو افغانستان له پردیو لاسوهنو پرې خلاص شي . د یوموټی ښېرازه ، هوسا او بسیا افغانستان په هیله .