د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ریاضي کتابونو د چاپ مخه نیولو یوه هیله

ډاکتر ماخان شینواری 27.10.2015 11:15

یوه هیله
زه د افغانستان د ټولو ن ج ، نورو پاڼو او رادیو تلویزیونو څخه هیله لرم، چې دا زما لیکنه ګرانو لوستونکو ته وړاندې او په نورو اړونده لیکنو هم همدا مرسته وکړي.

لږ تر لږه دې- د سمون له امله- د ریاضي کتابونو د چاپ مخه ونیول شي

ولې؟
په دې نږدې څو میاشتو کې د نصاب کتابونه بیا چاپ ته وړاندې کیږي او ګومان مې دۍ، چې داسې د معیار سره سم سمون به په کې نه وي راغلۍ، نو له دې امله یې د چاپ مخنیوی اړیین او په همدې ډول یې سمون هم اړین دۍ، چې په لاندې کې یې ستونځو او ستونځوبیو ( د ستونځو حل) ته هم ګوته نیسم.
زه د شمیرپوهنې ټول د نصاب پوهانو ته درناوی لرم او هیله ده، چې دا لیکنه شخصي وه نه نیسي.

-- ما له نږدې ۱۹۹۸ ز ک وروسته د شمیرپوهنې په کتابونو پیل وکړ، چې تراوسه مې نږدې څه کم څلوېښت کتابونه لیکلي، چې له جملې یې له شلو ډېر چاپ او نور ناچاپ دي. د دې کتابونو ۱۴ غوره یې په www.kitabtoon.com کې خپاره شوي او همداسې له ما څخه شمیرپوهنې ته ځانګړې شوې پاڼه کې تر ۲۵ کتابونو ن ج ته پورته شوي او دا نور به هم په خپل وار ن ج ته پورته شي. زما پاڼه www.makhan.ml.
دا زما ن ج پاڼه په نا ښکلې ډول یواځې زما د شمیرپوهنې کتابونو ته ځانګړې شوې، چې زما زیات کتابونه په کې خپاره شوي او نور به هم په کې خواره شي. پاڼه ښکلې نه، خو خپله موخه پوره کولی شي او موږ ټولو سره مرسته کولی شي، چې شمیرپوهنه په ګډه سمه او معیاري کړو.


ګرانو هیوادوالو!
افغانستان دې اوږدې جګړې په هر اړخ کې بې ساری زیانمن کړی او همداسې په پوهنیز اړخ کې هم. د افغانستان نصاب هم له دې ناخوالو بې برخې نه دۍ پاتې شوی.
لکه څنګه چې پوهنه د هیواد مغذ جوړوي، همداسې نصاب د پوهنې مغذ دۍ، نو له دې امله زیاته پامرنه هم غواړي.
ما په نصاب کې د دولسم ټولګي پښتو او درې کتابونه ولیکل، د قرارداد وخت پوره شو، پیسې مې واخستلې او زه ترې لاړم، چې متآسفانه له ما لیکلي کتابونه چاپ نه شول – علت یې دا وو، چې ګران لیکونکي یا لیکونکي وښایي، چې دوي دا کار ښه کوي، نو ولې دا د هیواد دباندې افغانان دې دې کار ته راوبلل شي- او په ځای یې متآسفانه ناسم کتابونه چآپ شول. په دې هکله مې په ۲۰۱۲ ز ک کې پوهنې وزارت ته یو لیک هم لیږلی وو، چې

ما متآسفانه چې پوره ناوخته دا نور د ښوونځي چاپ کتابونه وکتل او دې نتیجې ته ورسیدم، چې د ریاضي کتابونه باید سم او معیاري چاپ شي او نه دا ناسم بیا چاپ شي.
دا وړانديز ولې ما په نصاب کې نه دۍ کړي؟
په خواشینۍ سره به ووایم، چې د کار په سر کې مسئولو چې په کار پوه نه وو، بل څوک هم کار ته نه پرېږدي او د چا خبره د چا غوږ ته هم نه رسیږي. ما په همغه وخت کې هم د ټولو لیکنو لپاره وړاندیزونه لروده او هلته مې ورته چاپ او په میز ايښودلي وو، خو چا نه غوښتل ګټه ترې واخلي او یا یې ترې د ګټې اخستلو توان نه لاره.


ما ته د هغو د لیکنې متود ښه ونه برېښیده، ځکه چې استادان د دارنګه لیکنو سره بلد نه دي، نو له دې امله د پوهنې متن سره له هغې څو واره زیاتې څنګیزې لیکنې کوي، چې موخه ور نه دي.

ما چې پتیل، چې د کتابونو د چاپ مخه باید ونیول شي، نو دې ته مې هم چمتووالی باید ښوولی وي، چې د کتابونو معیاري او سم لیکلو امکان هم باید شته وي.

دا امکان شته. ما دا کار سرته رسولی، کتابونه مې ټول داسې خام پوره کړې، چې زیاتو برخو ته یې ، څو واره وړاندیزون هم شته.

که د کتابونو د چاپ کار باید ډېر په بیړه وشي، نو دا کار هم کیدونکی دۍ، خو باید څو تخنیکي کسان د مرستې لپاره چمتو وي.

د چاپ کتابونو په ناسمون مې لیکنه کړې، چې ګران لوستونکي یې په makhan.ml کې لوستلی شي او که ن ج ته پورته نه شو، نو مینه وال او په دې هکله لیوال یې د برېښنا پتې له لارې لاس ته راوړی شي..
ما د هرکتاب څخه لږ ترلږه یوه برخه داسې د نمونې په څیر څیړلې.
دا دې هم ویل شوې وي، چې زما ۱۴ هغه غوره کتابونه پهkitabtoon.com کې لوستلو ته وړاندې شوي دي.
د دې لپاره چې د شمیرپوهنې مینه وال ګران لوستونکي په ستونځو وپوهیږي، نو اړیین بولم، چې د ښوونځي کتابونه هم وګوري او اړونده موضوعګانې زما د چاپ او ناچاپه لیکنو سره پرتله کړي( کتابونه په پورته ن ج کې شته دۍ، چې ځنې یې راکښته کیدی شي او هم یې هلته ګران لوستونکي لوستلی شي).

زه په دولت کې او له دولت دباندې د ټولو اغیزمنو هیوادوالو څخه هیله کوم، چې په دې لار کې له ما او له دې لارې زموږ د ځوان راتلونکي سره مرسته وکړي او د شمیرپوهنې معیاري کولواو سمون امکانات راته چمتو شي.

زما د کار دوه امکانات شته:
لمړی: دا کار زه کړی شم، چې له المان څخه هم سرته ورسوم او په ښه توګه، په دې حالت کې به زه د زحمت په مقابل کې له اجورې - د ځوانانو سره د مرستې له امله - تیر شم.
دویم: په افغانستان کې که دا کار سرته ورسیږي، دا به ګټور وي، ځکه چې په افغانستان کې به په ټولو خواوو کاروشي.
داڅه وروستۍ خبرې ما هم رامخ ته کړې.
په لاندې کې زما لیکنې د افغانستان اسلامې جمهوریت جمهورر ریس جلالتمآب اشرف غنې او د پوهنې محترم وزارت ته لیک کې هم لوستلی شۍ او هیله مې ده، چې ویئ لولۍ.
ستاسو له ګڼو مشورو به ډېر منندوی یم.
زما د برېښنا لیک پته: smakhan1946@gmail.com
ستاسو ماخان

ګرانو هیوادوالو ته له دې لیکنې سره مل:

،، د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهورریس ته لیک،، او همداسې .. د پوهنې وزرت ته لیک،، مل دي، چې هغه دا څه موده د مخه د جمهوري ریاست د اړونده مشاورت له لارې محترم جمهورریس ته لیږلشوي هم دي.
زه به په راتلونکې کې دوه نورې لیکنې هم له دې لارې د وړاندې کولو هڅه وکړم، چې یوه یې د پوهنیزو یعنې د پوهنې وزارت نصاب، پوهنتون او د علومو اکادمې د رفورم په هکله ده او بله په دې هکله ده، چې څنګه کولی شو بې له دولتي مرستې د ښوونځي د شمیر پوهنې کتابونو سمون خپلو خلکو ته وړاندې کړو، موخه ترې اغیزمن وړاندې کول دي، دا په دې معنا، چې ټول د شمیرپوهنې مینه وال په کې شونې ونډه ږواخلي.

Dr. Makhan Shinwari اګست ۲۰۱۵ ز ک
Smakhan1946@gmail.com
د افغانستان اسلامي حمهوریت جمهور ریس جلاتمآب ډاکتر محمد اشرف غني ته په ډېر درنښت.
له هر څه د مخه دې بخښنه وي، چې ستاسو ډېر د ارزښت ډک وخت نیسم، خو دا راته ډېر اړیین بریښي او پرته له تاسو به یې څوک دومره جدي هم ونه نیسي.
پوهیږو، چې د پوهنې وزارت د ولس د پوهنې مغذ جوړوي، پوهه له همدې ځایه پیلیږي، چې بنسټ یې باید سم وي. همداسې نصاب د یوه هیواد د پوهنې مغذ دی، نو باید همداسې ورته د هره اړخه په درنه سترګه او غور وکتل شي.
زه خبره را لنډوم او د افغانستان د نصاب ستونځو ته په لنډ ډول ګوته نیسم او په همدې ډول ستونځوبیو یا د ستونځو حل ته یې.
ما د ۱۲ –م ټولګي د پښتو او دري کتابونه ولیکل او زه ترې المان ته لاړم، قرارداد پای ته ورسید. زما د کتابونو په ځای نور کتابونه چاپ شول، چې ناسم وو. په دې هکله د پوهنې وزارت ته زما لیکنه مل ده. دا کتابونه ما بیا له سره ترتیب کړل( لیکنې مې یې درلودلې) او چاپ ته مې چمتو کړل، خو دا مې باور نه کیده، چې دا به بیا بې زما له شتون چاپ شي. کتابونه همدااوس هم چاپ ته چمتو دي.
زما په ګومان دا زما کتابونه دوي ځکه چاپ نه کړل، چې ګوندې زما عمر له هیواده دباندې تیر شوی او دوي غوښتل وښایي، چې دوی هم دا کار په ښه توګه کولی شي. دا کار یې وکړ، خو په ډېره خواشینۍ سره باید ووایم، چې دا خورا ناسم او بې مسئولیته وو. که دا کار د دوي له خوا ښه شوی وی، نو دا به زما افتخار هم وو.
ما د کتابونو د لیکلو لپاره پیسې اخستي او دا لیکنې هم دا دۍ لرم، چې چاپ ته چمتو دي
ما چې دا نور کتابونه وکتل، نو دا مې لازم وګڼله، چې دا کتابونه هم زه له سره ولیکم، مواد یې لرم، ځکه چې ما ډېر کتابونه لیکلي او ژباړلي( نږدې تر ۴۰ کتابونو پورې). د کتابونو منځپانګه پوره ده، تخنیکي کارونه یې باید له یوه مسلکي کس سره سرته ورسوم.
اوس مې یې په لیکلو او د ښوونځې لپاره په سمون پیل کړي دۍ.
زما لیکنې مسلکي ناسمون نه لري، معیاري او د وخت د غوښتنو سره سمې دي، چې دا زما د اخرنیو اوولس کالو د هڅو په اساس باوري ده.
زه څه کولی شم؟
دا چې په دې هکله بل کوم هیوادوال څه نه دي ویلي یا لیکلي، نو ګومان مې باید دا وي، چې زه یواځنی کس یم چې دې ته مې فکر را اوښتی. زه دا څه چې لیکم دا په پوره مسئولیت لیکم
ما چې دا څومره لیکنې کړي، دا زما د ارمان د پوره کولو لپاره دي او په دې هکله ځان د ولس پوروړی بولم.
که په دې هکله د دې کتابونو ټیک لیکنه راته وسپارل شوه، نو د کار میوه به مې وي او دا کار به په نړیوال معیار او ښه توګه سرته ورسوم.
دا اخر یونیم کال مې یواځي د ښوونځي له کتابونو سره سر خوږولی، چې د هر ځل لوستنې سره یې پوره زوریږم او د هر ځل لوستلو سره یې په ناسمون سر خوږوم.
زه هیله لرم، چې دا وخت راته راکړئ، چې د افغانستان ریاضی معیاري کولو کې مرسته وکړم او نه دا چې مرسته وکړم بلکه معیاري یې کړم. دا کار مې لکه د مخه مې چې ګوته ورته ونیوله هم کړی.
زه کړی شم، چې دا کار د المان څخه هم سرته ورسوم. که ماته دا وخت راکړ شو، نو زه به له حکومت څخه د معاش غوښتنه هم ونه کړم او دا کار زما له خوا ساده کیدونکی دۍ.
د نصاب ریاضي لپاره به یو بنسټ کيښوول شي، چې په هغې د راتلونکی وخت شمیرپوهنه یا ریاضي ابادېدی شي. دا بنسټیز مسلک به په نړیواله کچه سم شي.
زما مسئولیت مې په دې لیکنه سرته ورساوه.
له هر څه د مخه ستاسو له ستونځو مننه
ستاسو ډاکتر ماخان شینواری
دا چې لیکنه د شمیروني یا کمپیوتر له لارې ده ، نو لاسلیک په کې نه شته.
یاودنه: لومړی: زما ۱۴ کتابونه په Kitabtoon.com ن ج کې د ,,شمیرپوهنې,, لینک لاندې خپاره شوي
دویم : زما نږدې ۲۷ د ریاضي کتابونه د makhan.ml ن ج د ،،کتابونه،، لینک لاندې کتل کیدی شي.


د پوهنې وزارت ته لیک

ډاکتر ماخان شینواری د ۲۰۱۳ زک لومړۍ نیمایي
Dr. Makhan Shinwari
smakhan1946@gmail.com

د افغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې محترم وزیر صاحب ته په ډېر درنښت!

ډېرو درنو!
غواړم دا لاندې دوه ټکي د تاسو محترم سره شریک کړم:
لومړی: ما له مارچ ۲۰۰۸ ز کال څخه تر دسمبر ۲۰۰۹ ز ک پورې د درسي کتابونو لیکنه کې ونډه لرله او د ۱۲ –م ټولګې د شمیر پوهنې یا ریاضي کتابونه مې په پښتو او درې ولیکل.
ما دا څه موده د مخه د پوهنې وزارت په ن ج پاڼه کې د ۱۲ –م ټولګي د شمیرپوهنې ( ریاضي)کتاب ولوسته، چې ګورم هلته په کې زما د نوم درک هم نه شته.
دویم : د کتاب خوندېونې یا متن ته چې ننوتم، ګورم، چې هغه څه چې ما لیکلي ووهغه یا نه شته او یا تخریب شوي دي.
ما په ډېر زور او د زړه خوراک سره د کتاب لومړۍ برخه یعنې د ،، پولې ارزښت،، یا لیمیټ برخه وکتله، چې ګورم، نو دا مې ترې لاس ته راوړه، چې دا نه ریا ضي ده او نه پښتو او هغه چا چې دا لیکلې نه دا چې په ریاضي نه پوهیږي په پښتو هم نه پوهیږي.

زما په لیکنو کې نوښت:
دا باید په ګوته کړم، چې زما لیکنه په نړیړال معیار وه، چې منځپانګه یا متن یې طبعآ زه لرم.
لومړي: دا لومړي ځل دی، چې کتاب مې لومړی په پښتو او بیا په درې ولیکه.
دویم: دا لومړۍ لیکنه وه، چې په لیکنه کې له ایراني کتابونو ګټه نه وه اخستل شوې او لیکنه له الماني ادبیاتو او داسې څه له انګرېزي ادبیاتو رانیول شوي وه.
دریم: زما کتاب معیاري لیکل شوی وو او ترې ښه لیکنې یې شونتیا نه لرله.

په لاندې توګه مې غوښتنه او هیله :

اول - زه باید پوه شم چې ولې داسې شوي، چې زما نوم له کتاب څخه وتلي؟
که یواځې یوه لیکنه هم په کې زما پاتې وي، نو باید زما نوم په کې وی. دا ماته له ما سره او زما د دوه کاله په دې لار کې د ستونځو ګاللو له امله او نه اخر زما د علمي کار سره هم تیری برېښي؟
تاسو پوهیږۍ، چې د ۱۲ –م ټولګي کتاب لیکلو لپاره ماډېرې پیسې اخستي او لپاره مې يې ښه کار کړی وو، چې لاس ته راوړنه یې باید داسې نه وی.

دویم- د کتاب دا لیکلې لومړۍ او هم داسې سرسري دویمه برخه، چې ما لوستلې، د ښوونځیو لپاره د زغم نه دي.
زما وړاندیز: دا کتابونه باید راټول شي او بیا ولیکل شي، ځکه چې په دې خو لیکونکي نه پوهیږي ، نو له دې امله نه ښوونکي پرې پوهیدی شي او نه زده کوونکي او د پوهیدلو معقول څه هم نه لري. دې ته ګوته نیسم، چې په دې نورو کتابونوکې به هم ورته ستونځې وي، خو زما یې کتنه اوس د لاسه نه کیږي، ځکه چې .....

د داسې کتابونو لیکل او ښوونځیو ته وېشل د پوهنې وزارت لپاره توهین دی.

زه له دې امله د کوچني اختر وروسته کابل ته درځم او هیله لرم، چې د هرچا لومړی له تاسو سره وګورم. زه به د اګست په ۱۷ یو ځل وزارت ته درشم.

یادونه: ما په دې اخرو څو ورځو کې د کتاب ډېر ځایونه داسې ځغلند وکتل، باور وکړۍ، چې د هرې موضوع د لوستلو سره زورېدلی یم.
زه به په دې هکله – که لوي څښتن کول- له تاسو سره په کابل کې وغږیږم.

له هر څه د مخه له تاسو ستاسو له ستونځو مننه
ستاسو ډاکتر ماخان شینواری

ایا زه دا حق ځان ته ورکولی شم، چې په دې کتابونو داسې قضاوت وکړم؟

هو.
زه د رحمان بابا لیسه کې له دریم ټولګي څخه تر دولسم ټولګې پورې د خپل ټولکي اول نمره وم او په شمیرپوهنه کې مې فکر ښه کار ورکاوه، نو له دې امله مې د برس له لارې په اتریش(ویانا) کې ولوستله، د پوره ستونځو سره.
ما په شمیرپوهنه کې تر څلوېښت کتابونو ژباړې او لیکنې کړي، چې له جملې څخه یې تر ۱۳ پوري پخوا چاپ وو او لس تیر کال یعنې ۲۰۱۲ کې چاپ ته ورسیدل، چې درې زره مخونه د ښوونځي لپاره دي او په پنځه کتابونو کې چاپ شوي. دا کتابونه ټول د درسي نصاب دفتر کې هم شته.
د کتابونو پاتې برخه یې ځنې د ن ج څخه خپاره شوي، خو لا تراوسه چاپ ته نه دي رسیدلي.
زه د افغان ولس پوروړی وم او یم، نو له دې لارې مې هڅه وکړه، چې داسې لږ څه د پور اداکولو په لار کې وکړم.
دا دې په یاد وي، چې دې کار زما شپاړس کاله وخت نیولي. زه ورته پخپله هک پک یم، چې دا دومره کار مې څنګه سرته رسولی، خو د خوبونو رښتیاکولو لپاره دا خوبونه سړی هدف ته بیایي.