د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي وحدت حکومت مشرانو ته پرانيستی ليک!

ع، ابراهيمي 25.10.2015 13:14

کله چې د ميزان په ۷مه نېټه د ملي وحدت حکومت په نوم يو نوی قدم واخيستل شو، په لومړيو کې ورته هېوادوال ځکه خوشحاله و، چې دواړو مشرانو (ډاکټراشرف غني او ډاکټرعبدالله عبدالله) ژمنې کړې وې، چې په ګډه به کار کوي او هېواد ته به سوکالي راولي، ټولنيز ژوند به خوندي کوي، اقتصاد ته به پراختيا ورکوي، امنيت په ښه کوي، مخالفو وسلوالو سره به خبرې کوي او داسې نورې ډېرې ژمنې وې چې دواړو مشرانو د ملت سره په لومړۍ بياينه کې کړې وې.

د يو کال څخه زياتې مودې په تېرېدو نه يوازې دا چې پورته يادې شوې ژمنې يې پوره نه شوی کړی بلکه ملت ته همېشه (ولس فريبه) خبرې وکړې.

اوسني جمهور رئيس د ميزان په ۷مه په خپله لومړۍ وينا کې د ملت سره ژمنه کړې وه، چې د پارلمان او ولايتي شوراء وکیلانو لپاره به کاري چوکاټ منظم کړي، په يوه مياشت کې به عدليي او قضايي ارګانونو کې ژور اصلاحات راولي، قراردادونه به له سره ارزول کېږي او داسې نورې ژمنې وې چې ملت ورځې شمارې او دا وايي چې کله به هغه ورځ راشي چې د ارګ په څلورديوالونو کې ناست مشران ملت سره کړې ژمنې يو څه پوره کړې.

یوازې ملت ندی چې د ملي وحدت حکومت څخه سرټکوي او ترې ناراضه دي، بلکه د دواړو ډاکټرانو تر منځ هم داسې اختلافات شته چې د دوی زړونه هم د حکومت او حکومتدارۍ کولو څخه ماړه شوي دي.

اجرائیه رئيس ډاکټرعبدالله عبدالله تېره ورځ د ملي شوراء (سنا مجلس) له رئيس او غړو سره په يوه ليدنه کې دا ویلي و، چې ولس له اوسني نظام او دولت څخه نفرت لري ځکه کومې ژمنې چې ورسره شوې وې تر اوسه نه دې عملي شوي، عبدالله عبدالله خپلو خبرو کې دا هم ويلي و، چې ملي وحدت حکومت هغه څه تر سره نشو کړای چې د ملت سره يې ژمنه کړې وه.

جناب ولسمشره! تاسو په خپله لومړنۍ وينا کې ويلي و، چې د ملي شوراء وکیلانو ته به کاري چوکاټ برابر کړئ او پرې به نږدۍ چې دوی د پخواء په شان په اداراتو کې لاسوهنې وکړې، ستاسو دا خبر د ملت ډېره خوښه شوه او شايد زما په شمول نور هم ډېر څوک ول، چې د دې خبرې په اورېدو يې لاسونه سره پړکولې وي، خو وعده تر ننه پوره نشوه، پخواء د پارلمان وکیلانو يوه مشخص ورځ درلوده او کولای یې شول په هماغه ورځ اړوند وزارت ته ولاړ شې او خپلې ستونزې شريکې کړې ولې اوس هغه سيستم له منځه تللی کله چې يو وکیل وغواړي د وزارت، معينیت او په ولایاتونو کې د والي تر دفتره رسېږي، د خوښې ملګرو په مقررۍ کې او سياسي مخالفينو په منفکۍ کې د پخواء څخه زيات جابک شوي، یوازې د ولسي جرګې له غړو سره ۹۸رنجر موټرونه او ۳۵۰۰ سرتېري خدمتي دي، د دوی په شمول يې هر يو بيا جلاء جلاء د نورې سلاح ګرځولو جوازونه هم تر لاسه کړي، په مرکز کې د ولسي جرګې وکیلان او په ولایاتونو کې د ولايتي شوراء وکیلان څه چې زړه یې غواړي هغه کوي، دوی سر له اوسه په ادارو کې د خپلې خوښې ملګري مقرروي تر څو بيا په راتلونکي ټاکنو کې يې ملاتړي شي او رایه ورته ټوله کړي، دوی په سلګونه زره افغانۍ د ورځې لګښت لري چې د ملت له بوديجې ويستل کېږي، دوی یوازې تشریفاتي حرکتونه کوي ملت ته يې کومه ګټه نه رسېږي

ښاغليو (ډاکټراشرف غني او ډاکټرعبدالله)! تاسو دا ژمنه کړې وه چې په لنډ وخت کې به په عدلیي او قضايي ارګانونو کې مثبت تغير راشي بيا به ولس نه مجبورېږي چې صحرايي محکمو ته ولاړ شي، ولې بيا هم د يو کال څخه د زیاتې مودې په تېرېدو سره نه یوازې دا چې پورته ياد شويو ارګانونو کې مثبت تغیرات رانغلل، بلکه ورځ تر بلې پکې اداري او اخلاقي فسادونه زياتېږي، که چېرې حالت همداسې دوام وکړي نو ليرې نه ده چې په يو اواز به ټول ملت له اوسني دولت سره بای کاټ اعلان کړي

محترمو! تاسو ژمنه کړې وه چې نور به اجازه ورنکړئ تر څو په قراردادونو کې لاسوهنې وشي او فساد پکې ترسره شي ولې بيا هم د يو کال څخه د زیاتې مودې په تېرېدو مو نه یوازې دا چې کوم مثبت اقدام مو ونه ليده بلکه داسې حالت مو تر سترګو شو چې تاسو ته مو په کړي کمپاين پيښېماني څرګنده کړه، اوس هم که چې کوم لوی او واړه قراردادونه اعلان ته ورکول کېږي هغه شرکت يې ګټونکی اعلانېږي چې يا خپله د کوم وکیل وي او يا يې هم د کوم نږدې ملګري او خپلوانو، که تاسو پر ملت لطف کول غواړې ټولو دولتي ادارو څخه وغواړئ چې په بشپړ ډول معلومات تاسو وړاندې کړې او پکې دې ذکر کړي چې کوم وکیل کوم قرارداد تر لاسه کړی نو بيا به تاسو ته درمعلومه شي چې که ولس له اوسنی دولت څخه فاصله اخلي اصلي منابع يې کومې دي؟

قدرمنو! که غواړې چې عزت مو تل تر تله خوندي وي نو پکار ده چې به خپلو کړو ژمنو وفاء وکړئ، خپل منځني اختلافات پای ته ورسوئ او پرېږدئ چې ملت د سولې ساه واخلي، که داسې ونکړئ ليرې نه ده چې روانه جاله به مو ډوبه شي.

په درنښت