د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پرزړه پښتو لیکل شوي ملیندا پڼو باندې یوڅوټکي

پروفیسور عبدالخالق رشید 25.10.2015 14:13

دوې مخکنۍ یادونـې  :      
(۱)
دعلامه رشاد  دوولسم  تلین په درشل کې


بسی دور باید که چرخ ظفر      بیا رد کسی چون توباردیگر
د رشاد پوهنې
او دعلامه رشاد یو لوی ارمان  د لرغوني پښتو اثر ملیندا پڼو په اړه څیړنې او په پای کې ددغه اثرخپرول او ددغه اثرپه اړه دڅیړنو له بهیرڅخه د پوهانو او څیړونکو خبرول وو ،  پرهمدغه لامل استاد له جاپان څخه د ملیندا پڼویوه نسخه په خپله شخصي هڅه ترلاسه او هغه یي له ځان سره راوړه  چې اوس دغه نسخه په رشاد اکادیمي کې خوندي ده .  له نیکمرغه  دتیریوه یو نیم کال په اوږدوکې دغه اثردهیوادپال لیکوال او ژباوړنکي محترم رحمت آریا له خوا وژباړل شو او داده اوس دغه ژباړه بشپړه شوه ، دا چې  څوک به یې چاپ ته ملاوتړي او څوک به په دغه برخه کې له آریا اوپه ټولیزه توګه له پښتوژبې او پښتنو سره ، ددغه نادراثر د چاپ په باره کې خپله ملتیا وښیی ، دې ته به لاهم سترګې په لاره شوو .
ددغې یادونې په ترڅ کې غواړم هغه څیړنه چې ما پردغه اثر باندې لیکلي ، اوس د علامه رشاد د دوولسم تلین په درشل کې  د سږني رشاد علمي لکچر په توګه  چې د ملیندا پڼود ژباړې له چاپ سره به په راتلونکې کې مل هم وي   له تاسو درنو لوستونکو او په دغه اړه د نظر له خاوندانو سره شریک کړم .  
------------------------
(۲)
یوکال دمخه  (۱۳۹۳ غبرګولي ) مې تکل وکړ، چې په دغې اوږدې رخصتۍ کې دوې ژباړې باید بشپړې کړم چي یو یې دغه اثر (ملیندا پڼو) واو بل هم د (امیرحبیب الله خان شهید)  د ۱۹۰۷ کال د سفر راپور (سفر نامه) چې ددﮤ نامتو میلمه پال سرهنری میک ماهن، هغه چا چې کلونـه کلونـه یې د بـــﯦـــلابـــﯦـــلو واکمنانو په شپو ورځو کې د افغانستان په اړه کار کړی او آن چی د دیورند د پلاوي غړی هم وو او د فارس او سیستان د پولې په برخه کې هم ددﮤ کاروایۍ زموږ په تأریخ کې یادیږي. هوډ همداسې وو چې دغه دواړه اثره باید د ګرانو لوستونکو په واک کې ورکړل شي.  په همدغــﮥ سوچ او نیت کې مې له ګران آریا صاحب سره خبره وشوه، په زړﮤ کې مې راتـــﯦــره شوه چې که آریاصاحب چې په دغه برخه کې با صلاحیته لیکوال او په پوره امانت دارۍ نامتو دی او د ژباړې په تـــﯦــره بیا د داسې کلاسیکو متونو په برخه کې تجربه او شهکاري ژباړې ﺌـې زموږ په مخکې دي دا خبره شریکه کړم دا به تر ټولو ښـﮥ او پرځای کاروي ، چې په دې توګه به مو د خپلو تـــﯦــرو لیکوالو، په تـــﯦــره بیا استاد رشاد په کړنو یو څه  ور زیات کړي وي. آ ریا صاحب لکه چې له آره یو مینـه ناک او په فرهنګ مین افغان  دی، له یادونې سره سمه خپله همغږي او لیوالتیا راته  په ډاګه کړه او په دغه کار یې چي ساده کار نــﮥ و، پیل وکړ. او اوس داده هغه تأریخي اوعلمی ژباړه په خیرسره بشپړه شوه، چې زه یې ترهرڅه دمخه  مبارکي ورته وایم او دغه لوی کار چې علامه رشاد نــﯦـږدې نیمه پــﯦــړۍ د مخه په خپلو معتبرو څــﯦــړنو کې اشاره ورته کړې وه د ګران آریا په همت او رحمت سره زموږ په واک کې ده او پوره باور دی چې افغانان به د خپلو منسوخو باورونو او ویاړونو په هینداره کې د حقیقت پلټنې یوﮤ بل سپیڅلي بهیر ته د پوهانو په وینا په دغــﮥ لومړني پښتو اثر سره ورننوزي، هغه چې له نن څخه زرګونـه کاله مخکې ویل شوي او ترموږ پورې رارســـﯦــدلی  دی. راځۍ  ګرانو دوستانو آریا صاحب ته دعا وکړو ځکه چې ددﮤ د دغه کار او زیاراو درنې ژباړې په برکت به موږ وکولی شو د نویو څــﯦــړنو او ګرویږنو پر لور په دغــﮥ ترڅ کې یو نوي ګام اوچت کړو.


پرزړه پښتو لیکل شوي
 ملیندا پڼو باندې  یوڅوټکي
پروفیسور عبدالخالق رشید (پی اچ ډي)
د جواهر لال نهروپوهنتون استاد
--------------------------------------------
سریزه
« ټول انسانان دسزا پرمهال ریږدي ، ټول انسانان له مرګه ویره لري ... »   ملیندا پڼو
بودیزم ، افغانستان او افغانان
له جاپانه نیولې بیا تر سواته، له تبت ، نیپال او  بنارسه بیا  تر بامیانو، باګرام، کاپیسا او کندهاره  پورې په دغه پراخه او سمسوره سیمه کې یومهال د انسانانو یوه خورا پراخه لړۍ د نړۍ په یوﮤ خورا منل شوي باور (بودیزم) باندې باوري وه چې یو شــمـــﯦــر یې تر اوسه هم دي او یو شــمـــﯦــر لکه موږ بیا هم  دغه رڼایی او حقیقت په سپیڅلي اسلام کې تر هغه ځلانده او بسیا ولید او له هغوی را بـــﯦـــل شوو چې اوس زموږ د پلرونو او نیکونو دغه ګروهه زموږ لپاره د بشري تأریخ یوه پاڼه ده چې لولو یې او یوازې په لوستو یې خپل تـــﯦــرته ګورو او پرې ویاړو .  
 بودیزم  د یوﮤ ځوان ساکایی   شهزاده  ګوتم  یا سیدارتها له خوا د یوﮤ باور او مذهب په توګه رامنځ ته شو، دی په یوه بډایه او واکمنه کورنۍ کې زېـــږېــدلی او لوی شوی، پلار یې (سدهوون ) د دغې نامتو او سرکښې قبلي مشراو واکمن وو، شهزاده  ته یې په تنکۍ ځوانۍ کې وادﮤ وکړ، شهزادګي، واکمني، کورنۍ، میرمن او نوی زېـــږېــدلی ماشوم دا ټول یې پريښودل او دعبادت په خاطر په  (۲۹) کلنۍ کې پر ځنګلونو ورننوت، د خپلو دوو استادانو له لارښوونې وروسته یې دومره عبادت وکړ چې یوازې د تن هډوکي ورپاتې شول. ځان یې ترک دنیا کړ او په (۳۵) کلنۍ یې یوه بودي یا ( رڼا ) ولیدله چې د هغې په لیدو سره دﮤ هم د یوﮤ  بشپړ بودا (عارف ) په توګه د خپل دین تبلیغ له پنځو تنورا پیل کړ، چې وروسته یې ژر شمــﯦــر مخ په زیاتیدو شو، تر خپل اصلي نامــﮥ، پرخپل روحانی لقب (بودا ) یا رڼایی  باندې یاد او نامتو شو.  پیروانو یې  په خپلو دیسې ( سیمه ییزو ) ژبو  باندې د هغــﮥ تبلیغات ترخلکو پورې رسول.  سره  له دې چې بودیزم په هندوستان کې دومره زیات ونــﮥ منل شو ځکه چې دلته د نورو ادیانو په تــﯦــره د ویدایی روحانیت اغــﯦــز خورا پیاوړی و، خو له هنده پرختیز او لویدیز کې دغې ګروهې دومره پلویان وموندل چې ان تراوسه پورې دغه مذهب په نړۍ په تــﯦــره په آسیا کې د ملیونو پیروانو له خوا نمانځل کــﯦــږي، د خپلو عالي موخو له امله د پوره درناوي وړ دی او یو شمــﯦــرلارښونې او معنوي ارزښتونه یې په نورو ګروهو او باورونو کې هم په کټ مټ ډول د نمانځني وړ دي. بودا تر اتیا کلنې پورې د خپل بودیزم د خورولو او تبلیغ  لپاره  کارکړي پر اتیا کلنۍ  په کاشي ( اوسني بنارس او ګورکهپور) کې یې په  (۴۸۶ – ۴۸۷ ق م ) کې له نړۍ سترګې پټې کړې او بودیزم یې د بشریت د لارښوونې او نیکمرغۍ پر لامل نړۍ  ته د سولې، آرامۍ  او نــﮥ ځورونې پرلامل د خپل لوی میراث  په توګه ور ډالۍ کړ.
پوهان وایي چې  « د بودا تعلیمات ډېــرساده خو په پیاوړې توګه عمل کـــﯦــدونکي ول»  مانا دا چې دلته  د ژوند پر پیچلیو روحی او معنوي مساﺌـلو باندې ډېــر ټینګار نــﮥ کـــﯦــدﮤ ځکه دوی فکر کاوﮤ چې پیچلي مساﺌـل او د هغو بیان، د ژوند د ترقۍ او هوسایۍ له بهیرسره مرسته نــﮥ شي کولی. دوی په دې باور ول چې په نړۍ کې هر څه عارضی دي، هرڅه نــﯦــمګړي دي، انسان او ستونزې سره تړلي او د هغه وجود په خپل ذات کې یوه ګناه ده. دوی یوازې په دې لټه کې ول چې درد او رنځ، خواشیني او مجبوریت ته  د پای ټکی په ګوته کړي، ځکه بودیزم په دي باور دی چې انسان له مرګه وروسته د بل ژوند پر لور ور روان دی، که په دغــﮥ ژوند کې ستونزې او دردونــه له منځه یو نــﮥ سي، په بل ژوند کې به یې هم همدغه حال وي. له داسې حالت څخه د ژغورنې پرلامل یې دا لاندې سپارښتنې درلودي :
  « راسخه عقیده، پاک تصورات، رښتیا ویل ، نیک عمل، پاک رِزق، ښه هڅه ، وړ مراقبه »
 لکه چې په دغه اړه له مولانا څخه په مثنوي معنوي کې هم یو جالب انځور لولو :
تاعذاب آخــرت اینــجا کـــــشنـد                گر برند وعاقـل وســاحر وَشنــد
نیک کردند وبجای خویـش بــود               سـهلـتر بــاشــد زآتــش رنــج دود
حد ندارد وصف رنــج آن جهان               سهـــل باشــد رنــج دنـیا پــیش آن
ای خنک آنکو جهادی می کـــند               بــربدن  زجری ودادی  می کنــد
تاز رنج آن جــــــهانی وا رَهَــد               برخود این  رنج عبـادت می نــهد
من همی گفتم که یارب آن عذاب             هـم درین عالم بران برمــن شتـاب   
په عین حال، بودا د خپلو تعلیماتو په ترڅ کې د دریو څیزونو (فکر ، قول او عمل) پرسپیڅلتیا باندې ډېــر زیات ټینګار کوي، ځکه دوی وایي چې دا دری څیزه هغه څه دي چې انسان په  ټولنیز ژوند کې له  هغو سره هره لحظه لاس او ګریوان وي، دغه دری څیزه د انساني ژوند له بهیرسره که  له یوې خوا اړین دي له بلې خوا د هغــﮥ د پیاوړتیا په برخه کې هم مرسته کوي، دوی دا هم وایي چې دغه دری توکې په هغــﮥ شرط د پاملرنې او پیاوړتیا کچې ته رســﯦــږي چې دا لاندې حکمونـه په پام کې ورسره ونیول شي لکه : « د نورو پرمال باندې دعوه نــﮥ کول، د چا ژوند نــﮥ اخیستل، د نشه یی توکونو نــﮥ کارول، دروغ نــﮥ ویل، زنا نــﮥ کول، د نڅا په محفلو کې ګډون نــﮥ کول، له مالشي شیانو لکه عطر او ګلانو ډډه کول، ناوخته ډوډۍ نــﮥ خوړل، پرآرام ځای باندې نــﮥ بیدېــدل، له چا څخه پیسې نــﮥ غوښتل او نــﮥ ورکول»
او دا ټول هغه څه دي چې بودیزم یې د خپلو پیروانو لپاره په یوﮤ وخت، یوﮤ ډول او یوﮤ شان سره  پر نراو ښځه، پر واړﮤ او زاړﮤ، پر امیر او غریب باندې لازم او د تطبیق وړ بولي.
بودیزم له بودا وروسته له بدلونو سره مخامخ شو، په بـــﯦـــلابـــﯦـــلو وختو کې  یو لړ بدلونو په کې رامنځ ته شول او ان چې په بـــﯦـــلابـــﯦـــلو سیمو کې یې په تعلیماتو کې هم کله مثبت او کله منفی بدلون تر سترګو کــﯦــږي. په عمومی لحاظ پوهان په دغه اړه دا هم وايي چې د (ویشالي ) له ټولون وروسته  د بودايي تعلیماتو لمنه له هندوستانه مخ په لویدیز په خوریدو شوه، مانا دا چې ددغــﮥ مذهب د خوریدو خبره، تر ګندهارا او ترهغــﮥ را دیخوا تر نا ګارا (ننګرهار) پورې  را ورســﯦــده او د بودیزم د (مهایانا) څانګه دلته مخ په پیاوړتیا شوه. تر اوومې میلادي پورې خبره ان تر بلیکا ( بلخ ) پورې ورســـﯦــده؛ د بلیکا نوم هم سانسکریتی او پالي ریښه لري چې د  (ګل) په مانا دی، هغه ګل چې د بودا خوښــﯦــدﮤ؛  په افغانستان کې تر بلخ پورې د بودیزم د خوریدو او رســـﯦــدو په اړه یو لیکوال د چینی زایر هیون تسنګ د لیدني پراساس وایي چې :
Balkh or Bhalikaa became an important centre of Buddhism since then and with the passage of time its importance grew so much that it was called "Little Raajag.rha" by the people when Hiuen-tsang visited his place during 7th century A.D. Hiuen-tsang mentions the name vihaara called "Nava-vihaara" which was located outside the town. The name "Nava-vihaara" itself suggests the existence of an old vihaara in Balkh which was no more when Hieun-tsang came there. We may presume, the old vihaara was probably none other than the Bhallika-vihaara which crumbled in course of time for being built of perishable material and after that a new vihaara was erected outside the town and hence called "Nava-vihaara".
همدغه لیکوال د خپلې همدغې مقالې په ترڅ کې  پښتونخوا، سوات  ننګرهار ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دی چې :
The Mahaasaa"mghikas and so also the Sarvaastivaadins established their centres side by side in both the regions of this country, in Nagarahaara and so also in Swat valley. The head-quarters of the country was also called by the same name Nagara of Nagarahaara (or Nagaravihaara) or Udyaanapura. Nagar or Nagarahaara is a derivative from the term Nagaravihaara which I have discussed elsewhere. But there is no doubt that Nagarahara was one of the most famous Buddhist places in Afghanistan from the very early days.
 د اشوکا او کنشکا په واکمنیو کې بودیزم په افغانستان کې د یوﮤ پیاوړي او منل شوي باور په توګه خپل ځای وموند، دغه باور  د افغانستان خورا مهمو سیمو لکه کاپیسا، بلیکا، بامیکا او کندهار ته ورســـﯦــد چې هلته یې په درنښت سره د زرګونو لارښونکو او ملایانو له خوا تبلیغ ، تدریس او د نمانځني  بهیر روان و، له کندهاره بیا تر بنارسه دغه  پراخه  سیمه په روحاني لحاظ د بودیزم په ولکه کې وه  او پر دغې اوږدې سیمې یې د دغو خلکو له پخوانیو ادیانو سره یې د تفاهم، سولې او جوړجاړۍ په فضاکی چلند کړی دی،  تر کومه ځایه چې ښکاري بودیزم له زردشتي تعلیماتو اغــﯦــزمن باور وو او له نوموړي مذهب څخه یې د هندي مذاهبو برعکس د خپلو تعلیماتو د خپرېدلو په پیل کې  د پاملرنې وړ ګټه پورته کړې ده: «  زردشتي مذهب په لویدیز او ختیز دواړو کې پرمذهبو باندې ژور اثر درلود، د هغــﮥ په تعلیماتو کې یوه عقیده ده چې  ( ژغورونکي/ نجات دهنده)  ورته وايي او پرشر او تیارې باندې د خیر او رڼا برلاسی ښیي. د هند د شمال مغرب د فاتحانو د فتحو په ترڅ کې د بودیزم او زردشتیت ترمنځ اړیکی ټینګی شوې، د همدغو اړیکو خبره وه چې په پای کې یې بودیزم د یوې راسخې اعتقادي فرقې یو بشپړ توک شو»  
 په دغــﮥ اړه دا ټکی هم شته چې بودا د زردشت له ( کردار نیک ، پندار نیک اوگفتار نیک) څخه زیات اغــﯦــزمن دی .پر بودیزم  موږ د یوﮤ آسماني مذهب په توګه باوري نــﮥ یو، خو یو څه چې باید په دغه اړه په پام کې ونیسو، دادي چې دغه مذهب هسې چې له زردشتي دین څخه په زده کړه او خپله روحاني بشپړتیا کې دریغه نــﮥ ده کړې همداسې د دوی د تعلیماتو اغــﯦــز په را وروسته ستر مذهب عیسویت باندې هم د پوهانو له خواپه نښه شوی دی، هندي پوه  ای .ال . باشم په دې بریالی شوی چې په دغه اړه په خپل اثر کې ډېــرجزﺌـیات را برسیره کړي، هغه یو ځای لیکی : « د دوی په اړه دا خبره ثابته نــﮥ ده چې ګواکي دوی به په مافوق الفطرتي لارو چارو سره ناروغان جوړول، په دغــﮥ لړ کې د مها بود په اړوند یوه دردونکې قصه مشهوره ده ځکه چې ددغې واقعې او په انجیل کې د حضرت مسیح څخه د صادرو شویو معجزو ترمنځ  یو د حیرانتیا وړ مطابقت ترسترګو کــﯦــږي. یوه میرمن د خپل زوی د مړینې پرلامل ډېــره غمجنــﮥ شوه، ویل کــﯦــږی چې مهاتما بودا په هغه شاوخوا کې و،  د هلک جسد یې په دې هیله چې هغه را ژوندی کړي هغــﮥ ته راووړ، هغــﮥ ترهر څه دمخه هغې میرمنې ته وویل چې دا باید ښار ته ولاړه شي او هلته له یوه داسې کوره د سرسو  (شړشمو ) یو موټی راوړي چې په هغه کورکې مړي نــﮥ وي شوي، هغه ولاړه، کور په کوروګرزیدله، خو داسې یوکور یې ونــﮥ موند، له هغه وروسته د مرګ په وړاندې د لاچارۍ پر حقیقت باندې پوه شوه او یوه راهبه ترې جوړه شوه »  
د افغانستان پر لور د بودیزم  را تګ تراوسه پورې د بـــﯦـــلابـــﯦـــلو عواملو ترسیوري لاندې څــﯦــړل شوي او کـــﯦــدی شي په دغه اړه د څــﯦــړنو په ترڅ کې نورڅه هم نورخلک ولیکي، زما باور دادی چې بودیزم پرهغه سیمه باندې چي هلته را منځ ته شو، د خپلې ودې لپاره وړه فضا او شرایط نــﮥ شوای ترلاسه کولای، موږ ته معلومه ده چې په هندوستان کې آریایانو د ویدایی دین او باور په برخه کې تر دغــﮥ مهاله چې بودیزم رامنځ ته کـــﯦــدﮤ ډېــر کار کړی وو او د خپلې پیاوړتیا لوړې پوړۍ ته په روحانی لحاظ رســـﯦــدلی وو، ټول هندوستان که نــﮥ وو خو تر نیمایی زیات یې پرخپلو باورونو باندې د زړﮤ له کومي باورمن وو، ترهغو پورې چې بودیزم په سیمه کې  پیاوړی سیاسي ملاتړ نــﮥ درلود، پردوی باندې د دوی د روحاني فعالیت کړۍ خورا راتنګه وه ځکه چې د هندي لرغونو باورونو پیروان کله هم په خپل چاپیریال کې بودیزم ته د ودې پلویان نــﮥ ول او نــﮥ یې دلته مخه ورکوله، برعکس د دوی سخت مخنیوی یې هم کاوﮤ، په دغــﮥ ترڅ کې پر ویدایی باورونو برسیره  نور دینونـه هم په بـــﯦـــلابـــﯦـــلو بڼو په هند کې را څرګند شول چي څرګند یی جن مت یا جنیزم دی چې له بودیزم سره په یوﮤ وخت کې  په یوڅه توپیر سره رامنځ ته او د بودیزم په وړاندې یې د مقاومت جدی او سخته لاره ونیوله. د جن د مذهب سټه له هندوایزم سره تړلې وه، همدا وه چې له هنده دباندې نــﮥ خور شو او نــﮥ هم چا په دقیقه توګه له هنده دباندې وپـــﯦــژاند. د همدغو هندي پیاوړو روحانی تمایلاتو بهیر وو چې  بودیزم ته په هغه کچه لکه څنګه چې د دوی هیله وه د پراختیا او پیاوړتیا پرلامل  نــﮥ چا لاره ورکړه او نــﮥ هم دلته شرایط ورته برابرول . ځکه یې مخه د هندوستان پرشمال لویدیز (افغانستان)، چین او هغې خوا ته د جاپان پر لورشوه چې په راوروسته کې یې په نوموړو هــﯦــوادو کې ډېــرپیاوړي مرکزونــه رامنځ ته او زیات پیروان یې وموندل.   
 دویم ټکی چې د بودیزم له پراختیا سره یې د افغانستان او مرکزي آسیا په لور مرسته وکړه، د مقدوني سکندر  (۳۲۳ م  مړ ) سوبي او لښکرکشۍ وې. واکمن یونانیان او د هندوستان په شمال کې  د هغو نفوذ تر دوو نیمو پــﯦــړېــو زیات روان وو. په دغې اوږدې مودې کې د دوی یو زیات شــمـــﯦــر ان د واکمنانانو په ګډون بودیزم ته ور واوښتل او له بودیزم څخه د دفاع په سنګر کې ودرېــدل. د دوی د مادي او معنوي نفوذ له برکته بودیزم په باکتریا ( افغانستان ) کې په یوﮤ ستر او برلاسي دین واوښت، په تـــﯦــره بیا پرهغه مهال چې لومړی په دغه سیمه کې یوناني – باختري تمدن د یوﮤ لوی او مرکزي تمدن په توګه را څرګند شو او دویم پرهغــﮥ مهال چې په سیستان کې د ساکي پښتنو له خوا یوه پراخه او د پاملرنې وړ پیاوړې واکمني رامنځ ته شوه، د دوي یوې برخې له هندوستان څخه دلته د یوﮤ تأریخي مهاجرت په ترڅ کې ځانونـه راورسول؛ همدا وه چې د بودیزم ډېــرمهم تعلیمات او آثار يي د بودا د کشکول په ګډون دلته له ځان سره راو لـــﯦــږدول. د ساکایانو لویه ځانګړنـه داوه چې دوی که په هندوستان کې واکمن ول او که له هندوستانه دباندې، دوی هلته او دلته د سیمه ییز مذهب، ژبې او کلتوري ارزښتونو په پام کې نیول له یاده نــﮥ ایستل، همدا ده چې اوسني پاتې شونې  (پښتانــﮥ) یې هم په هند، پاکستان او ان افغانستان کې د نورو د ژبو او کلتورونو نومیالي شول خو د خپلې ژبې پښتو لپاره یې اوس هم ملا ماته ده او تراوسه چې پوره په یوﮤ هــﯦــواد افغانستان کې په اکثریت سره ژوند کوي او له اوږدې مودې پر واک دي، ژبه يي لرغونې  پښتو سره له دې چې رسمي ژبه ده خو د دوی د بې پروايی له امله په دغــﮥ هــﯦــواد کې د لومړي ځای خاونده نــﮥ شوه ، ساکایانو هم  په خپل وخت کې  د دوی هرې څانګې په هرځای کې د هغو خلکو ژبې او مذهبي تمایل د ځان کړی چې ورسره اوســـﯦــدلي، په مالوه  او مهاراشتر کې ددوی لویه واکمنې وه چې  واکمن یې ( چشتنه)  یا په نګه پښتو څښتن (د پاچهی دوره د ۱۳۰ ع شاوخوا) وو، ددﮤ دواکمنۍ لمنه  له مالوې تر پنجابه پورې وه،  ددﮤ زوی  رود ورمن، سره له دې چې د هندوستان له لویو واکمنانانو څخه وو،  په علمي او فرهنګی لحاظ یې هم ځانګړې کارنامې او یادګارونــه له ځانه پریښې دي چې کتیبي او لیکنې یې تراوسه په مالوه، بنګال او سند کې کشف شوې پرتې دي. همداسې د ساکایانو یو بل ښاخ د کابل پر وادۍ باندې واکمن وو، دوی ددغې سیمې د ځانګړنو په پام کې نیولو سره د ځان لپاره « فارسي القاب لکه شاهی، شاهنشاهي غوره کړل، دوی هغه څوک ول چې د غزنویانو تر مهال پورې پر دغې سیمې باندې واکمن ول، او البیرونی د هندوشاهانو په نامــﮥ یاد کړي، دوی د ساکا شاهۍ او کوشان شاهۍ ځای ناستي ول ...»  دوی دومره پیاوړي ول چې دوی  ته یې د هندوستان د دروازې ساتونکي او د هندوکش ګوربتان ویل، مانا دا چې دوی نــﮥ یوازې له دغې سیمې (افغانستان) څخه دفاع کوله بلکی د هندوستان ساتندوی هم ول   او ددغو میړنیو واکمنانانو زامنو ( افغانانو) ته بیا علامه اقبال هم د پښتونخوا پولادي دیوال د هندوستان د دفاع لپاره یوازیني ډاډمن تکیه ځای وبالــﮥ او په خپلو شعرونو کې یې همدغه ټکی په خپل عصر کې یوځل بیا تکرار کړ.
خیبر ازمردان حق بیگانہ نیست            دردل او صد ھزار افسانہ است
جادہ کم دیدم ازوپـــــیچیدہ تـــر          یا وہ گردد درخم وپیچش نـــــظر
سبزہ  دامان کھسارش مــــجوی          زضمیرش برنیاید رنـــگ وبوی
سرزمینی کبک از شا ھین مزاج         آھــــوی اوگیرد ازشیران خراج
در فضایش جرہ بازان تیز چنگ         لـــــرزہ برتن ازنھیب شان پلنگ
بودیزم د مهایانا په بڼه  له پنجابه بیا تر کندهاره د لوی افغانستان د دغو خلکو منلی مذهب شو، ترټولو لوی او د پاملرنې وړ مرکزونـه یې، ننګرهار (هډه)  کاپیسا (باګرام)  بلیکا (بلخ)  بامیکا (بامیان)، اراکوزیا   (کندهار) او غزني (سردارتپه ) وو چې ددغو بودايي مرکزونو یادونه په مستنده او تأریخی توګه د چیني سیلانیانو، اسلامي مؤرخینو او هندي لیکنو له مخې هرچا ته څرګنده ده . د بودیست پوهانو په اند مهایانا له اصلي بودیزم څخه یو ډول انحراف یا په اوسنۍ نومَونه پرهغه مهال په بودیزم کې یو بدعت وو ، چي د بـــﯦـــلابـــﯦـــلو عواملو له مخې سړی ورته متوجه کـــﯦــدی شي، لکه سیمه یزې او کلتوري ځانګړني، سیاسي برلاسۍ او سیمه یز شوونیزم دا ټول هغه څه دي چې د بودیزم اصلي بڼې ته یې له هندوستانه دباندې بله بڼه ورکړه ، او که نه :
  « هینایانا چې له شکه پرته د بودايي تعلیماتو اصلي بڼه وه »  هغې ته د مهایانا بڼه ورکړه، او  ورو ورو یې پراصلي بودیزم باندې هغه څه ور زیات شول چې له هغه آرام او سوله ییز بودا څخه یې زمری، نــﮥ ماتیدونکی او زوال نــﮥ منونکی لارښود او پیشوا جوړ کړ. بودیزم له بت پرستۍ سره هیڅ رابطه نــﮥ درلوده، او د اصولو له مخې یې له بت نمانځني څخه ځان لرې ساتــﮥ، خو دغو مهایانا بودیست پلویانو په خپل ذوق اود بودایي اصولو خلاف دا هرڅه پر بودا ورواچول؛ دوی په خپلوعبادتځایونو کې بودا د زمري په بڼه، بودا د سترقوت په بڼه ځای پرځای اومعرفی کړ، په افغانستان او یو شــمـــﯦــرنورو سیمو کې بودا ته د زمري ډول بت څیره جوړه شوه، همدا ده چې تر دغې اتړمي  پــﯦــړۍ پورې موږ چغو وهو چې :
 زه یم زمري پردي نړۍ له ما اتل نشته ... پرهندو سند و پرتخار و پرکابل نشته
                                                                                   - له ما اتل نشته
 ...  یا داچې  
( ماشیراستیم، شیر،  شیربچه همی ماند بدو)  
په هرډول، دا باید ومنو چې موږ، چینایانو، جاپانیانو او نورو ملتونو پر بودیزم باندې دغه بدعت وروتاپــﮥ، داسې بدعت چې پیل یې له افغانستان څخه و. هندي مؤرخ او دعلیګړ پوهنتون استاد محمد حبیب د خپل کتاب (محمود غزنوي ) په پاڼو کې په دغه اړه یوه لیکنـه لري چې دلته یې له موضوع سره اړونده  را نقلوو :
 « اندکی قبل از میلاد خانوادۀ ترک شاهی (کوشان) ترکان اسکاتین که بدست برهانسگین به راهنمایی کنشکا بزرگترین پادشاه این خانواده اکثرمناطق هند شمالی، افغانستان، ترکستان وماوراالنــهر را تحت حکمروايي خود آورد و داخل قلمرو کوشانیان شامل ساختند. این ترکان بزودی با تمدن هند باتحلیلی برخورد کردند که نتیجــﮥ آن مثبت نبود، بودیزم نـه تنــها برآنــها اثرنگذاشت بلکه درخود بودیزم آﺌـین بت پرستی معمول گردید. آمیزش واقعیت گرایی وکیش گرایی منحیث یک آمیزش بیهوده به عنوان بودیزم مهایانا معروف گشت، دراین فلسفه چنین وانمود شد که درهرناحیه ومنطقه یک خدای جداگانه وجود دارد. واین شیوه بحیث اصول مذهبي مردم درعصرکوشانیان قبول شد. پیشاور پایتخت کنشکا بحیث مرکزتحلیل وباعث از بین رفتن این عقیدﮤ جدید گردید که قرنــها بعد مسلمانان درک کردند که این قبـــﯦـــله(Sakya Sinha)  های چادرنشین وصحرا نشین افغانستان، بودا را بحیث شیر پرستش می کردند. بعد از سقوط حکومت کوشانیان تا حمله سارانیک برافغانستان درقرن هشتم این دوره درتاریکی قرارگرفت؛ البیرونی می گوید که: خانواده ترک شاهی شامل (۶۰) حکمروا وشاهان بودند که آخرین شان لاگاتورمن (LAGATURMAN) بود که بدست وزیر برهمنی کولر (KALLUR) معزول گشت و کولر اولین پادشاه خانوادۀ هندوشاهی بود که در زمان سبکتگین بحیث فرمانروای پنجاب گماشته شد. شجرۀ این شاهان که بر ابریشم نوشته شده بود در قلعــﮥ ناگرکوت  (NAGAR KUT) محفوظ بود، البیرونی می گوید که من نتوانستم آنرا بیبنم . »
په هرډول، داخبره باید له یاده ونــﮥ باسو چې موږ په بودیزم کې لاس وهلی دی، بودیزم په افغانستان کې خپله ځانګړې بڼه درلودله، دا چې د بامیانو بودیست اوســـﯦــدونکو (غالبآ وردګانو) ځانته د بامیانو شیران ویل، لامل یې همدغه ټکی وو، چې دوی له بودا څخه زمری او د پیاوړتیا لوی روحاني سمبول جوړکړی و، داسې  چې په هره سیمه او هره دره کې یې د هغې دری او خلکو له روحي او رواني  ځانګړتیاوو سره سم روحاني شته والی او دریځ د ځان کړ. همدا ده چې دغه اغــﯦــزې یې په اسلامي دور کې هم ترسترګو کـــﯦــدې او ان نن هم چې موږ د خپل باور په برخه کې د هغه په زده کړو کې له پوره جدیت او دقت څخه کار نــﮥ اخلو لامل یې دادی چې اسلامي اصول، تعلیمات او آسماني ارشادات مو له دود او دستور سره ګډ کړي او د اسلام اصلي ګوهر مو په هغــﮥ شان لکه چې لازمه وه  نــﮥ عملي کړ او نــﮥ مو د هغــﮥ د معنوي قدسیت خیال وساتــﮥ. د اسلامي پوهانو د اقوالو مطابق هغه اسلام چې په  قرآن کریم او احادیثو کې تشریح شوي وو او هغه اسلام چې موږ ته را ورســـﯦــد له یوه بله ګرد سره په توپیر کې وو، همدا ده چې مرحوم مولانا آزاد په ډاګه دا خبره کړي  چې :« خو کوم اسلام چې هندوستان ته راغي، دغه اسلام بیا له هغــﮥ اسلامه توپیر درلود. ددغــﮥ  اسلام لـــﯦــږدونکی غیرعرب ول، ځکه د هغــﮥ حقیقي روح ترې ورکه شوه. د اسلامي دور نښې نښاني تراوسه پورې د هند له کلتور، موسیقي، هنر، معمارۍ او ژبو  سره  په تړاوکې پاتې  شوې دي. د ډهلي او لکنــهو لوی کلتوري مرکزونه د څه استازیتوب کوي؟  د یادو شویو اسلامي ارزښتونو اصلی روح تر پښو لاندې او تـــﯦــري پرې شوي دی. که چــﯦــرې مسلمانان تر اوسه هم په خپلواک هندوستان کې د عقیدې او باور له پلوه د غلامئ  احساس کوي، په دغــﮥ حال کې  زه یوازې د دوی ایمان او زړونو ته دعا کوم.  که چــﯦــرې یو سړي  له  ژونده ستړی کــﯦــږي، هغه کولای شي ځان تجدید نظرکړي، خو که یو سړی بیا د عصبیت لاره نیسې، په دغه حال کې بیا دا امکان نــﮥ لري چې هغه دې زړور وبلل شي. ځکه نو باور دی چې په داسې دریځ سره به مسلمانان د یوې کومونتي په توګه ډېــرکمزوري وي، دوی له خدایه نــﮥ ډاریږي او ټول ډار یې له خلکودی. دغه ټکی دا خبره په ډاګه کوي چې  ولی دوي  په خپل موجودیت کې ځان  د خپل خیالي  ایجاد له خطرسره  مل کوي ...    »     
د مناندر او ملیندا پڼو د واک او ځواک جغرافیه

د باختري ـ یوناني دور په اړه چې کومه خبره د تأریخ لیکونکو په وړاندې ډېــره مهمه انگــﯦــرل شوې هغه دا ده چې ګریکو باختري تأریخي دور خپل هر اړخیز اغــﯦــز پرهغو سیمو چې دغه څپه ورباندې راغلې پریښی دی، یوازې له ایرانیانو پرته چې په ښه سترګه نــﮥ ورته ګوري نور ټول ملتونه د خپلو تأریخو په ترڅ کې دغه دور له نړیوال تمدن سره د دوی د تړون او د هغه په  پراختیا کې د پاملرنې وړ او زرین دور بولي، هندي مؤرخین سره له دې چې په خپل تأریخ کې دغــﮥ زرین دور ته د (ایندو-  یوناني) دورې  نومَونـه کاروي، دوی په دغــﮥ ټکي هم اعتراف کوي چې د یوناني تمدن آره څانګه  یونان - باختري ده چې د واک او ځواک مرکز یې اوسنی افغانستان وو چې نوری سیمې یې په اړوندو او فتحه کړیو سیمو کې راتلې، د مناندر په اړه  لکه چې د آریا صاحب په مقدمه کې هم اشاره ورته شوې مؤرخین په دې خبره یوه خولــﮥ دي چې دﮤ تر مقدوني سکندر هم زیاتې سوبې وکړې او دلته یې د یوﮤ پیاوړي یوناني باختري واکمن په توګه یوه خورا بسیا، په مادي او معنوي لحاظ خوندي واکمني جوړه کړه، د یونان - باختري کورنۍ د نفوذ ساحه، د آمو، خراسان، متهرا او پټنې (بیهار) تر پولو پورې خوره وه ، په دغې واکمني  کې د مؤرخینو د لیکنو پربنسټ « دفارس یا پارت په صوبه کې دوې علاقې یعني خراسان او د کسپین جنوب لویدیزې سیمې راتلې، چي هغوی یوناني تهذیب ونــﮥ مانــﮥ »
ددغــﮥ لیکوال د څــﯦــړنې پربنسټ زموږ لپاره اوس خبره لږ نوره هم روښانـه شوه او هغه دا چې  او سني ایرانیان او پخواني فارسيان په رښتیا هم د یونان - باختري واکمنانانو د هرډول سیاسی او فرهنګي نفوذ پرضد ول، یونانیانو ونــﮥ غوښتل چې له فارسيانو، د هغوی له فرهنګ او ژبې سره په تماس او تړاو کې شي، ځکه نو دوی په دغه دوره کې د یوې ځانګړې ژبې او لیک دود په لټه کې شول چې ددغې تګلارې په ترڅ کې یې په رښتیا هم د فارسيانو له ژبې پرته د سیمه ییزو ژبو لپاره د ودې او ځانګړي هویت لاره برابره شوه، یونان - باختري سیکې په دغه برخه کې له موږ سره څرګند لاسوندونه دي چې زیاته برخه یې د مناندر پرواکمنۍ پورې اړه لري. دغه سیکې په دوو لیکدودونو یوناني او خروشتي کې زموږ په واک کې دي، خروشتی لیک دود په خپله له ښې خوا کیڼې ته لیکل کـــﯦــدﮤ او یوناني یې برعکس. مناندر په باکتریا  (افغانستان) کې زېـــږېــدلي، دلته لوی شوی او دلته واکمنۍ ته رســـﯦــدلی دی، ځکه نو دا له شکه وتلې خبره ده چې دی د دغې سیمې پر محلي ژبه باندې چې هغه د اوسنۍ پښتومور ده په سمه توګه پوهیدﮤ، د فارسي او پهلوي خبره خو دلته په هیڅ ډول نــﮥ طرحه کــﯦــږي، واکمنـه ژبه یوناني وه چې هغې هم خپل حد او خپله رسمي ساحه درلوده، د هندوکش له جنوبه بیا ترتاکسیلا او پنجاب پورې  د ژبپوهنـﯦـزو او نورو علمي ـ تأریخي څــﯦــړنو له مخې له پښتو پرته بلې کومې ژبې دومره نفوذ او نفوس پر دغه سیمه باندې په تـــﯦــره بیا پر دغه مهال لارﮤ چې  یو دولت او یو واکمن باید هغه خامخا د مکالمې په لامل وکاروي، موږ له یونان- باختري واکمنانانو څخه منندوی یو چې دوی پر دغه سیمه باندې  د یوﮤ روښانـه تمدن نښې پریښې دي، دا چې دلته په سیمه ییزه توګه په خپله پښتـنو په دغه برخه کې ولی کار نــﮥ دی کړی،  په دغه اړه کټ مټ پوښتنه په اسلامی دوره کې چې اوس په کې یو، زموږ په مخ کې ده، که هلته  پښتون په یوناني کې علم کاوﮤ او افلاطوني فکر یې په پښتونخوا کې خپراوﮤ، دا یو بهیر وو چې هم هغه مهال او هم اوس پر دغــﮥ قوم او د دوی پر ژبه د هغوی د فرهنګي وروسته پاتې کـــﯦــدو په ترڅ کې روان دی، موږ ته پته ده چې په اسلامي دوره کې دوی عربي ته څومره کار وکړ او راته پته ده چې ترهغه راوروسته یې فارسي ته څومره کار او خدمت وکړ، دا هم د هغــﮥ اوږدﮤ بهیر لړۍ ده چې پښتنو تل هغه ته اوږې ورکړې وې او تل یې په شعوري او غیرشعوري توګه منلي دي، هغه مهال چې د هندوستان واکمني زموږ په لاس کې وه، زموږ واکمنانانو بهلول لودی، سکندر لودي، شیرشاه سوري او د هغو کورنیو چې دوی ټولو پښتو ویله بیا هم دربار یې په فارسي چلیدﮤ ان هغو روحانیونو چې په پښتو به نــﮥ پوهــﯦــدل، هغوی به د پښتنو شاهانو له زغم څخه ناوړه ګته پورته کوله، لکه چې یومهال د سلطان بهلول لودی په مخ کې یوﮤ جاهل ملا وویل : « سبحان الله عجب قومی پیدا شدند، نمی دانم پیشرو دجال درایشان باشد زبان ایشان اینست که مادر را «مور»  گویند و برادر را « ارور ـ ورور»  می گویند و دیه  را  «شور»  می گویند و سپاه  را « تور» می گویند.» خو بهلول لودي ورته موسکی شو او په مؤدبانـه ژبه یې ورته ویې ویل :« ملا قادن! بس کن که ما همه بندگان خدایم. »
 دا یوه عامه ستونزه وه چې د تأریخ په اوږدو کې پښتنو ته ور دغاړې شوې ده،  د هندوستان د اردو ژبې نوموتي شاعران او لیکوال د هندوستان پښتانــﮥ دي، په پاکستان کې نومیالي پښتانــﮥ همدا اوس اردو لیکنې کوې،  په افغانستان کي د فارسي نومیالي لیکوال او شاعران پښتانــﮥ ول چې لړۍ همدا اوس هم روانـه ده، ځکه نو دا به هم د یوﮤ فکت په توګه سره منو چې پښتنو په یونان- باختري فرهنګ او د هغــﮥ په پراختیا او معرفۍ کې ډېــره مهمه دنده ترسره کړې ده، دا چې په دغه برخه کې موږ څه په واک کې لرو او یایی نــﮥ لرو، دا باید وڅــﯦــړو او دا باید په یاد ولرو چې که نن موږ ملیندا پڼو په واک کې لرو، کـــﯦــدی شي سبا او بله ورځ د نویو څــﯦــړنو په ترڅ کې په دغه برخه کې په داسې نورو شتمنیو باندې هم ور واوړو چې هغه زموږ د فرهنګ او فکر په یوﮤ پړاو کې په فکري او معنوي لحاظ لکه (ملیندا پڼو) ځانګړي اهمیت لري.  مناندر بودیست پیروی واکمن وو، هغــﮥ له ناګه سینا سره خپلې پیچلې فلسفې او روحاني پوښتنې طرح کړې چې په هغوکې د بویزم په اړه د یونانی- باختري واکمن پوښتنو ته جالب او د پاملرنې وړ ځوابو نــﮥ دي ویل شوي. مرکه په ساګله (اوسني سیالکوټ) کې ترسره شوې ده. چې د باختري واکمنۍ  د ګندهارا له مهمو ښارونو څخه وو. د یوناني- باختري واکمنۍ په جغرافیه کې د مرکزي او جنوبی افغانستان مهم ښارونه او سیمې راځي چې تراوسه پورې په تأریخي او جغرافیایي لحاظ ځانګړي اهمیت لري، تر اوسه پورې په مرکزي او جنوبي افغانستان ـ پښتونخوا کې ددې دورې  ډېــر رازونه لاهم نا سپړلي پاتې دي، تراوسه هم لا چا پردغه سیمه باندې د بودايي دورې اثرات په دقیقه توګه نــﮥ څــﯦــړلي او نــﮥ را سپړلي دي ځکه خوله دي سره سره هم ددغې دورې په اړه تأریخي حقایق د نامتو لیکوالو او څــﯦــړونکو له نظره پریوې خوا نــﮥ دي پاتې :     
“ The recent publication of the Mir Zakah treasure confirms the rule of  Menander in Ghazni and adjoining areas of the Kabul valley in the north (there are 521 coins of Menander in that treasure). The discovery of an Aic Teadrachm of Menander sets speculation at rest; he must have ruled over the Kabul region. In the north he occupied Hazara and the Swat valley.”
موږ د مناندر د ژوند او واکمنۍ په څنګ کې د هغــﮥ د سیکو په اړه اوس په هرڅه پوهــﯦــږو، موږ په دې هم سترګې نــﮥ شو پټولی چې په دومره لویه واکمني کې چې له آمو تر ګنګا پورې خوره وه، د هغې پلازمینـه هم په جنوبی باختريا (افغانستان) کې وه، څنګه ویلای شو چې دوی یوازې ځان په سیاسي او پوځي مسایلو باندې بوخت وساتــﮥ؟  نـه،  دوی په نورو برخو کې هم ډېــرې زیاتې هڅې کړې دي، دغې باختري یونانۍ واکمنۍ د خپل ژوند په وروستیو پــﯦــړېــو کې ځان ورو ورو له خپلې پخوانۍ یوناني لړۍ څخه  پر سیمه ییزو فرهنګی او اداري اړیکو باندې بسیا و ساتــﮥ، همدا ول چې د دوی د واکمنۍ په دوره کې افغانان او تر یوﮤ حده هندیان له خپل کلچر او فرهنګ څخه پردې پاتې نــﮥ شول، دوی ان د یوناني ژبې هم ډېــره پروا ونــﮥ کړه او نــﮥ  یې د هغې ډېــرخیال وساتــﮥ، مانا دا چې یوناني ژبې کله هم د ځایی خلکو د ژبي ځای نــﮥ په زور او نــﮥ په رضاء ونیو، خو اغــﯦــز او اثرات یې ول او یوشــمـــﯦــر خلک او د علومو د برخې اړوندان پرې پوهــﯦــدل.  په زیات شــمـــﯦــر علمي برخو کې  چې هغو د یوناني علومو پر بنسټ وده کوله، موږ له یوناني ژبې څخه  په هغو ځانګړو برخو کې  یو شــمـــﯦــر  ویي پورکړي دي، نن سبا چې موږ هرڅه له انګریزي څخه اخلو پر هغــﮥ مهال هم کټ مټ تګلاره ترسره شوې ده، د سیکو وهلو نوي میتود له یونانیانو سره په باکتریا او هند کې رامنځ ته شو،  ځکه موږ  په دغه برخه کې  ډېــرڅه او ډېــرې تجربي له دوی څخه واخیستل،  د دینار «دیناریس»  او « درم  یا درهم » ویی موږ له یوناني « درکم» څخه پرهمدغــﮥ مهال اخیستي دی. هندوانو ته هم له همدغــﮥ مهاله وروسته  ور میراث شوی دی، په نجوم او هیئت او جغرافیایی څــﯦــړنو کې هم موږ د یوناني ژبې زیات کلمات په خپلو ژبو راخپل کړي دي چې دا ټول د نوموړو برخو د پوهانو له خوا د اړوندو څــﯦــړنو د بډایتوب او یا هم د اړتیا پرلامل اخیستل شوي او دود شوي دي، د هندوستان او افغانستان  په لرغونو نجومي څــﯦــړنو کې یو روښانـه  نوم او یو لوی پوه چې کله هم د هــﯦــرېــدو نــﮥ دی هغه  ورا مهیرVarāhamihira    دی . د سانسکریت ژبي او هندي نجوم څــﯦــړونکي دغه هندي لیکوال د ګندهارا  او باکتریا اوســـﯦــدونکی بولي، دغــﮥ نامتو عالم  یو زیات شــمـــﯦــر یوناني ویي د خپلې پوهې (نجوم)  اړوند له یوناني ژبې څخه  را اخیستي او خپل آثار یی په یاده برخه کې ورباندې بشپړ کړي دي. د دﮤ آثار هم لکه د نامتو (ویي کرڼا)  یا ګرامر لیکونکي پاني ني د لیکنو په شان زموږ لپاره، زموږ له ژبې پښتو سره د اړیکو له امله د ډېــراهمیت وړ دي. نور ساکایی واکمنان او پوهان لکه د څښتنـه زوی د مرکزي هندوستان (اجین) سترپ (ستر یا مشر) رودرمن  چي لوی ادیب  تـــﯦــرشوی، دﮤ هم هندوستان ته د موزیک، ادبياتو، منطق او ګرامر په برخه کې د پاملرنې وړ آثار ور ډالۍ کړي دي .  
په داسې یوﮤ چاپیریال او داسې یوﮤ فرهنګی او کلتوري ماحول کې  چې په باختريا یا افغانستان کې روان وو، ان هندي توکمو واکمنانو لکه  چندرګپت هم یو په یو ونــﮥ شوای کولی چې له دغــﮥ فرهنګي حالت څخه ځان په آسانۍ سره لرې وساتلی شي، یونان - باختري  فرهنګي اړیکو پرهغوی هم اغـﯦــزه وکړه،  دغــﮥ هندي واکمن چې د باختريا یوناني واکمن (سلوکوس ) لور ځانته وادﮤ کړه، د یوناني فرهنګ پر لورهم خپل تمایل څرګند کړ، چې د دغو تمایلاتو اغــﯦــزه د هند او باختر پر ادبي بهیرونو باندې هم خپله اغــﯦــزه وښندله، د همدغو اړیکو ترسیوري لاندې  یوناني ډرامې د هندي ډرامې په بشپړتیا او پیاوړتیا کې ښه ګټه وکړه، هندیان د همدغو ښو فرهنګي اړیکو له مخې « په باختريا کې له یوناني ډرامې سره آشنا شول او دغــﮥ کارهغه مهال د پیاوړتیا لوری د ځان کړ چې بودايي دین خپل نفوذ هرې خواته غزولی وو. کومي ډرامې چې  په اونتي  (اجین) دربار کې رامنځ ته شوې وې، هغه له دې امله وې چې د هند اړیکي د باختر له واکمنانانو سره ډېــر دوستانـه وو . له بله پلوه په سانسکریت کې د (یون کا) پرده  هم  له یون سره اړیکي لري او یون په سانسکریت کې  یونانیانو ته ویل کــﯦــږي که څه  په راورسته کې نور قومونـه هم په دغه نامه یاد شول ... »

د ملیندا پڼو په باره کې
دغه اثر د یوې مرکې بڼه لري، چې د مهایانا د تعلیماتو پربنسټ د یونان- باختري واکمن  مناندر او  ناګه سینا ترمنځ د ژوند، معنویت، طبعیت او انساني اړیکو په اړه  تر سره شوې او لیکل شوی دی. په هندوستان، نیپال ، تبت او نورو بودیست پیروو هــﯦــوادو کې دغه اثر د بودایانو لپاره  د بودیزم د تعلیماتو په برخه کې د یوﮤ لرغوني اثر او مأخذ په توګه د پاملرنې وړدی. لوستي  او روحاني  بودایان ورسره بلد دي، په نیــپال کې مې د یوﮤ لرغوني بودایــي مندر له  مشر ملا ( د ملا ویــې هم د زیاتو پوهــانو په انــد له
بودايي باوره زموږ پرخوا راغلی او تراوسه کلک دود ویی دی) څخه په دغه اړه پوښتنه وکړه، هغــﮥ راته وویل چې «هو موږ ورسره بلد یو، خو عام خلک هغه نــﮥ پـــﯦــژني اوبحثونه یې هم یوازې د ډېــرو لوستو مونکیانو لپاره د ویلو او کارولو وړ دي، ځکه چې هغه زموږ د هینایانو والو بودایانو له خوا نــﮥ دی لیکل شوی، هغه په کندهار (ګندهارا یې مرادوه) لیکل شوی، د هغــﮥ ځای د بودایانو په تـــﯦــره هغوی چې په کشــمـــﯦــر، افغانستان او کاشغراو بامیانو کې اوســـﯦــدل په منځ کې ډېــرنامتو دی»  له هغــﮥ می وپوښتل چې دا کتاب لرئ  او یا یې په خپل تعلیمی سیستم کې لولئ ، دﮤ وویل چې « د هندوستان په ځینو ځایوکی لکه ورانسي، درمساله او لداخ کې یې نسخې شته، خو دا چې په کومه ژبه دي، زه هم زیات معلومات نــﮥ لرم نیکــﮥ مې لوی مونک وو، دغه عبادتځای هم  موږ ته د هغــﮥ میراث دی، هغه پرې پوهیدﮤ ما هم له هغــﮥ په دغه برخه کې اوریدلي دي.»  

 کله چې موږ بودیزم ته ان د بودا په عصرکې کتنه کوو، هلته دا یو دود تل برلاسی وو او موږ وینو چې په خپله بودا هم د خپل دین د دود او پراختیا پرلامل له یو شــمـــﯦــر نامتو کسانو سره مرکې ترسره کړې دي. په دغه اړه د بودا یوشــمـــﯦــر مرکې ډېــرې مشهورې دي چې یوه یې هم له یوې نامتو بودستې میرمنې چې له بودا سره یې د هغــﮥ د تعلیماتو په پراختیا کې ډېــره مرسته کړې ثبت ده.  د هغې میرمنې نوم ( ویزه خوا  (VISAKHA- دی، دا ډېــره درنـه میرمن بلل شوې، د بودايي زده کونکو او پلویانو خدمتونـه به یې کول او له نیکو کارونو یې ځان نــﮥ سپماوﮤ.  ددې په باب ویل شوي : « یوه ورځ  بودا  له خپلو زده کونکو سره د غرمنۍ په لامل د ویزه خوا میلمانــﮥ شول، د ډوډۍ له خوړلو وروسته د غه میرمن د استاد په څنګ کې ودرېـده اوخپله خبره یې دا سې پیل کړه :

 « زما مولا، زه آته هیلې لرم، او له حضرت څخه د هغو د عملي کـــﯦــدو غوښتونکې یم.
بودا : د کاملانو شته والی په دومره کچه دی چې هر حاجت روا کوي.
ویزه خوا : زما مولا  زما هیلې او غوښتـنې روا دي، د سرزنش وړ نــﮥ دي.
بودا : که داسې وي، نو خپلې غوښتـنې ووایه.  
  ویزه خوا  : زما مولا، غواړم چې ټول عمر د راهبانو لپاره  باراني کالي تیارکړم، د هغوی لپاره چې دلته راځي خواړﮤ برابرکړم، هغه راهبان چې له دغې لارې تـــﯦــرېـږي هغوی ته ډوډۍ ورکړم،‎‎ د ناروغو وروڼو لپاره خواړﮤ پاخه کړم، د هغوی لپاره چې د ناروغانو څارنـه کوي ډوډۍ تیاره کړم، د ناروغانو لپاره درمل برابرکړم، د وریجو ورځنۍ برخه پرې وویشم او د ښځو راهبو لپاره د حمام کالي جوړکړم »
بودا : ویزه خوا، هدف دې څه دی، یانی غواړې په دغو اتو هیلو د  بودا  بشپړ وجود ته ورنــﯦــږدې شې؟
ویزه خوا خپلې دغه غوښتنې یوه یوه داسې څرګندې کړې :
  زما مولا، کوم راهب چې له بهره راځي، هغه په لارو او کوڅو کې ناولده وي، که وغواړې د صدقو لپاره حرکت وکړي، ستړیا د هغــﮥ خنډ کــﯦــږي، او که دغه راهب له خوړو چې زه یې برابروم کار واخلي نو بیا کولی شي چې په پوښتنه پوښتنه د صدقو ترلاسه کولو په لامل هڅه او حرکت وکړي. زما مولا زما موخه همدا ده چې زه غواړم د نویو راغلو راهبانو لپاره خدمت وکړم او د هغو په خدمت کې واوسم، خو زما مولا دا بس نــﮥ دي، که یوراهب چې ستړی ستومانــه وي او وغواړي د ځان لپاره خواړﮤ برابرکړي، هغه له کاروانـه وروسته پاتــﯦــږي او په سختۍ منزل ته رســﯦــږي، خوکه ما هغه ته خواړﮤ برابر کړي وي، هغه له کاروانه وروسته نــﮥ پاتی کــﯦــږي او په سوکالۍ سره خپله لاره وهي. زما مولا دا ده زما هیله، له همدې امله غواړم ټول عمر د مسافرو راهبانو لپاره خواړﮤ تیارکړم، زما مولا آیا دا به سمه وې چې زموږ راهبې میرمنې د (سراواتی) په سیند کې هلته چې بدلمنې او رنډۍ هم لامبې دهغو په شان لوڅې ولامبي. رنډۍ مقدسې خویندې مسخره کوي او هغوی ته وایې چې « کوم فکر درولوېـد چې د ځوانۍ په ځوښ کې دې د تقوا ژوند غوره کړ، سمه نــﮥ وه چې د ژوند دغه پړاو دې په مستیو او هوسو سره تـــﯦــرکړی وای او د زړښت دوره دی پرهیزګارۍ او سپیڅلي ژوند ته ونډه کړې وای؟  په دې توګه به دې خپل حال او راتلونکې ژوند درک کړی وای »  زما مولا، زموږ دینې خویندې د رنډیو په دغو خبرو باندې خواشینې کــﯦــږي، د ښځو لپاره بربنډتوب شرم دی، له همدې امله زماغوښتنه دا ده چې ټول عمر د میرمنو لپاره د حمام او لامبو جامې جوړې او برابرې کړم.  
بودا : ویزې خوا ، ډېــره ښه خبره دې وکړه، څه چې دې غوښتــﮥ دي ، لوړ او عالي دي، پایله دا چې له دغو اتو هیلو سره دی د کامل وجود مطلب  دا دی چې غواړې ووایي له تا سره یوه خولــﮥ یم،
له هغــﮥ وروسته مقدسې هستۍ  (بودا ) ویزه خوا په دغو وَینو باندې وستایله :
دغه میرمن چې د مقدس او کامل وجود (بودا) شاګرده ده، په خپله  د اخلاقي فضاﺌـیلو سرچینــﮥ ده، پرته له دې چې آسماني پاداش او تقدیر ته سترګې پرلاره وي، احسان او نیکي کوي، د خلکو رنځونـه کموي، له نیکۍ پرته د نورڅه فکرنــﮥ لري، څښاک او خوراک د سخاوت پربنسټ د اړینو په منځ کې ویشي، خپله ونډه له خپلو نیکو کړو او د ژوند له نــﯦــکمرغو ترلاسه کوي،  په نرۍ خو سرلوړې نوراني لارې د ویاړ او پرتم ګام ږدي. دغه میرمن په داسې حال کې چې له رنځه فارغه، په خوښیو او نــﯦــکمرغیو پټه ده،  په هغو لوړو کې، د آسمانو په نــﯦــکمرغه اقلیم کې د اوږدې زمانې لپاره د خپلو کارونـو اجرترلاسه کوي »
بودا په خپله د ملیندا په شان له یوﮤ پاچا سره هم مرکه او خبرې اترې کړې دي، جالبه خو دا ده چې دغه مرکې او بحثونه په بودیزم کې ان له پیله دود ول،  په هند کې یوشــمـــﯦــر پوهان دا خبره کوي چې دا رنګه تمایلات په هندي مسلمانو صوفیانو کې هم لیدل کــﯦــږي، په چشتیه، قادریه، نقشبندیه، سهروردیه او په سلګونو نورو کې د ددغو طریقو د پیرانو او روحانیونو کټ مټ خبرې او کله هم مرکې چې زیاتره یې د دوي په (ملفوظاتو) کې ثبت دي همداسې بڼه لري. او داسې انگــﯦــري چې دا پیل له بودا را پدیخوا ترسترګو کــﯦــږي.  یو پاچا چې (آجاتاساتو (AJATASATTOU-  نومــﯦــدﮤ له بودا پوښتي چې :
 « هغوی چې کورنی ژوند ترک کوي او مخ یې پر مذهبي ژوند کــﯦــږي په هغــﮥ کي به څه خوند وي؟
بودا د هغــﮥ په ځواب کې د پادشاهۍ د غلام او خدمتګار حالت تشریح کوي چې زیړې جامې اغوندي، د راهبانو کړۍ ته ورځي، هلته د نــﯦــک کردار او رفتار له امله د درناوي خاوند کــﯦــږي، او نورڅوک بیا په ژوند کې پرهغــﮥ د ملامتۍ بوج نــﮥ وراچوي، په  دغه اړه  بودا پاچا ته وايي :  آیا تــﮥ غواړې چې دغه غلام بیرته ستاغلام شي، ترتا دمخه دی باید له خوبه پورته شي، له تا وروسته باید ویدﮤ شي، ستا فرمان باید یو سي، ستا های هوی باید وڅاري، ستا د خبرو اورېــدو په خاطر باید ستا سترګو ته وګوري.
پاچا :نـه زمامولا اوزما استاده، زه به هغــﮥ ته په درناوي سرټیټوم، د هرڅه له څښاک او خوراکه  رانیولي د هغو ټولو تا بیا ورته کوم، څومره ښــﮥ چې دی یې وړ دی هغه ورته کوم او له هغه دفاع کوم. »
دویم ټکی چې د ملیندا پڼو په اړه په بودايي ادبياتو کې د پاملرنې وړ دی، هغه ددغــﮥ  اثر ادبي ارزښت دي، دغه شهکاري اثر په ادبي لحاظ د زیات شــمـــﯦــر لوستونکو او پوهانو له خوا ډېــر لوړ ارزول شوي دی، او هغه ځانګړنې چې ددغــﮥ مهال په بودايي ادب کې ترسترګو کــﯦــږي په دغــﮥ اثر کې هم په هر اړخیزه توګه په پام کې نیول شوې دي. ځکه دا هرچا ته څرګنده ده چې  په بودایي ادب کې یو لړ نامي ادبي شهکارونه رامنځ ته شوي، په دغــﮥ ترڅ کې یوشــمـــﯦــر نامي شاعرانو سرونه راپورته کړي چې شعرونه یې په هراړخیزه توګه د ښکلا او ادبي نزاکتو له مخې بی ساري دي لکه (دهاماپادا   (DHAMMAPADA -   ددغــﮥ  پالي اثر په اړه ویل شوي چې که هرڅوک غواړي د بودیزم پر حقیقت  او وړتیا باندې پوه شي، باید چې دغه شعرونـه ولولي، ځکه چې په هغو کې خپله بودیزم په خورا لوړ تخیل او تمثیل سره انځور شوی دی  لکه د یو څوبیتونو دغه ژباړه :

 « لکه چي تو پان کمزورې ونې را نسکوروي، همداسې هغوی چې په خوښیو کې ډوب دي، اوخپل نفس نــﮥ شي مهارولی، په خپلو خوړو کې انډول نــﮥ شي ساتلی او په خپلو کړو کې لټ اوبی زړه وي.»  او یا هم برعکس دا چې :
 « لکه چې توپان نــﮥ شي کولی درانــﮥ ډبرین غرونه په خپله غــﯦــږه کې راتاو کړي، همداسې مارا (د مرګ استازی) نــﮥ شی کولی، هغوی چې مراقبه کوي، ځان په سپیڅلتیا کې ساتي، پر خپل نفس واکمن وي، په خوړو کې انډول په پام کې نیسي او د خپل باور په لاره کې ګټور کړﮤ وړﮤ ترسره کوي. »
او یاهم :
 « د چا چې خوب سترګو ته لاره نــﮥ مومي،  د هغوی لپاره شپه اوږده وي، د ستړي لپاره لاره اوږده وي،  د هغوی لپاره چې د حقیقت په باره کې په څه کړو ځان نــﮥ خواروي، د هغوی په وړاندې د نویو زېـــږېــدنو او نوښتونو لاره بنده ده. »

ملیندا پڼوهم د خپل جوړښت له مخې په بودیزم کې په هغو آثارو کې راځي چې ځانګړی ادبي ارزښت لري، سره له دی چې دغه اثر کوم ادبي اثر نــﮥ دی، خو په سکښت او جوړښت کې ځانګړي ادبي ارزښتونـه له ځانه سره لری، بیان یې ځانګړی دی او فلسفي مساﺌـل یې په پوره ادبي مهارت سره  تشریح اوڅرګند کړي دي، په دی اړه هندي لیکوال په دي باور دي چې:

« په دغه ډله کې  یوهم د ملیندا پوښتنې دي چې مباحث یې د باختري ـ یوناني واکمن او بهکشو ناګه سین ترمنځ پــﯦــښ شوي دي،  دغه مباحث په دومره ادبي او فلسفي او هنرمندانـه ډول لیکل شوي چې زیاتو خلکو دا خبره کړې چې ددغــﮥ اثر مُصَنـِف له افلاطوني فلسفې څخه خبرو ... »  کله چې موږ د ملیندا پڼو اوسني پښتو ژباړه لولو، دغه ادبي اوهنري ځانګړتیاوې په دغــﮥ اثر کې له ورایه ښکاري چې له شکه پرته موږ ته  په ادبي او هنري لحاظ  د بودایي دورې د فکري او ادبي بهیرځانګړی اهمیت رالـــﯦــږدوي .

ملیندا پڼو په کومه ژبه لیکل شوې ، په پالي که پښتو؟
د چینې بودستې ترمونو په دکشنرې کې د پالې ژبې په اړه لولو :
Pali, considered by “southern”Buddhists to be the languge of Magadha, i.e. Magadi Parkrit, spoken by Sakyamuni: their Tripitaka is written in it. It is closely allied to Sanskrit, but phonetically decayed and grammatically degenerate. (A DICTIONARY OF CHINESE  BUDDHIST TERMS  , P148)
ځینې پوهان د پالي ژبې تړاو له  (پال) سره هم ښيي مانا دا چې  دوی وایي  « د پال لفظ په هندي ژبه کې ډېــرپخواني لفظ دی، چې مانا یې ګوند او ټولنــﮥ ده، په سانسکریت کې هم  (پال) هغه دیوال ته وايی چي د سرپناه په لامل ﺌـې جوړوي، هندوان پرباغچې او تالاب باندې دیوال ته هم پال وايي ».   
د پالي ژبې په اړه ډېــرې خبرې شته ان چې یو شــمـــﯦــر لا دا هم وايي چې دا ژبه نــﮥ ده بلکې یو لړمتنونـه ول چې په دغــﮥ نامــﮥ سره یادېـدل، او دا هم ورزیاتوي چې «پالي د ژبې په توګه په پخوانیو لیکنو کې نــﮥ ترسترګو کــﯦــږي، کومه ژبه چې ترپالي پخوا تدوین شوې ژبه وه، هغه د (Magadhanam Nirutti )  په نامــﮥ یادیدله چې د مګد د خلکو ژبه وه، دغه ژبه د بودیزم په لومړیو کې هم د لیکنې او هم د وَینې ژبه وه چې وروسته د اشوکا په زمانه کې یې بدلون وموند او په بله بڼه کاریدله... »  
خو خبره بیا هم هغه ده لکه چې زیات شــمـــﯦــر پوهان وايي مګدي او پالي یوه ژبه وه چې د بودايي متنونو او تعلیماتو لپاره کارېــدله. پالي ژبه په خپله له منځه تللې ژبه ده چې ترسانسکریت هم دمخه له منځه لاړه، او لامل یې هم دا وو چې دغه ژبه یوازې د بودايي باور د تبلیغ او ترویج لپاره کارول کـــﯦــدله، هغه هم د شمالي هندوستان او نیپال په شاوخوا کې چې له دغې ساحې دباندې یې نــﮥ نفوذ وو اونــﮥ ویل کـــﯦــده، همدا ده چې کله کله یې خپل هویت هم له لاسه ورکړی، چا مګدي بللې چې د نفوذ ساحه او جغرافیا یې د اوسني بیهار، نیپال او کشــمـــﯦــر له پولې وړاندې نــﮥ تله. په علمي لحاظ هم  د ژبو د پایښت او پاتیدنګ پرلامل د هغوی د نفوذ اونفوس مسـﺌـله ډېــره مهمه ده، هغه ژبې چې د ژبو  د تأریخ په اوږدو کې پر مذهبي لامل کاریدلې ، د یوې ډلې یا یوې عقیدې د سیاسي اومذهبي تګلارې اواغراضوموخې ورسره ول  چې دا بیا دهغو ژبو په انډول چې پرهغو باندې خلک په عام او ورځني ژوند کې خبرې کوي زیات پایښت نه مومي  او ژر له منځه ځي، په لرغونو آریاني ژبو کې اوستا په کټ مټ دریځ کې راغله، د مذهب لپاره کارېــده ځکه نو د پښتو او پارتی یا دري په انډول ژرله منځه لاړه. سانسکریت هم په عین برخلیک واوښته، پالي هم داسې شوه چې د پراختیا لمنـه یې له بودستي تعلیماتو سره تړلې وه، عربي هم په غیرعربي هــﯦــوادو او د هند په نیمه وچه کې په همدغــﮥ لامل د خپل نفوذ پرپای باندې و درېــدله. ان چې په څنګ کې یې فارسي او دري او پښتو هم د خپلو سیاسي اغراضو په لامل له هندوستانـه ګډه شوې. ځکه نو دا د یوﮤ علمي تحلیل پایله ده چې د پورتنیو دوو عواملو (سیاسي او مذهبي)  پربنسټ د نړۍ زیاتې ژبې له منځه تللې دي. پالي ژبه همداسې وه چې په یوه متروکه ژبه وواښتله او ډېــر ژر له منځه لاړه. دپالي په اړه داهم بایدووایو چې د پالي ژبې د له منځه تلو یو لامل د هغې شفاهي یا وَینۍ بڼه وه، که موږ پالي قانون چې د بودیزم له لومړنیو او مهمو آثارو څخه بلل کــﯦــږي په پام کې ونیسو، هغه هم ډېــره موده په شفاهي توګه ویل کـــﯦــده او تبلیغیده ، ملایانو او روحانیونو د هغــﮥ تقدس په همدې کې لیدﮤ چې باید هرڅوک هغه په یاد کړي، د دوی په اند د هغــﮥ بر او برکت هم په دغــﮥ رمزکې وو. دغه اوسنی قانون هم  د بودا له مرګه ډېــر وروسته راټول شوی او تدوین شوی دی.
 پالي شفاهي ادب په ټو له آسیا کې دومره پیاوړی دی چې ان له سانسکریت او نورو ژبو سره د خپل اهمیت له مخې د پرتلې وړ نــﮥ دی، پالي  ژبه پیاوړې شفاهي زیرمه لري، شفاهي ادب او شعرونـه یې که څه هم زیاتره د بودیستي تعلیماتو تومنه له ځان سره لري خو ډېــرښکلي او په هنری لحاظ  د ځانګړو وړتیاوو لرونکې دي.  په ټوله آسیا کې په دغه برخه کې له پښتو ژبې پرته بله سیاله ژبه نــﮥ لري،  د پالي او پښتو له ګډو ځانګړنو څخه یوه همدا ده چې ویونکو يې د لیک لوست پرځای هرڅه په وَینې او شفاهي توګه سمبال کړي دي.
بودیزم  په یوناني – باختري دوره کې خپله لوړتیا وساتله، دا چې د اشوکا په عصرکې وپنځول شو، دغه اوږده دوره د بودایي تعلیماتو د شفاهي زده کړې او خپرونې لپاره ډېــره مهمه او د پاملرنې وړ دوره وه، ځکه نو موږ له دغه ټکي انکار نــﮥ شو کولی چې پښتو او پالي د بودیزم په پراختیا او د وړتیا په پـــﯦــژندنـه کې د پاملرنې وړ دنده ترسره کړې ده، پښتو په ټوله پښتو نخوا کې او پالي بیا په هندوستان کې.  موږ د ګندهارا تر پلازمینې (تاکسیلا) پر شمال د پالي ژبې اثرات ډېــرلږ وینو، ځکه چې دغې خواته پښتو ترهرات او سیستان پورې په فعاله توګه د بودیزم په چوپړکې وه. دا چې د بودیستې تعلیماتو په باره کې ډېــرڅه نــﮥ دي لیکل شوي، د هغــﮥ لامل همدا دی چې دغو تعلیماتو ته  تر زیاتې اندازې په شفاهي بڼه کارشوی دی. د بودیزم د خورېـدو له لویو ځانګړنو څخه دا وه چې دغه روحانیت په هره سیمه او هــﯦــواد کې خپله سیمه ییزه بڼه او ځانګړتیا درلوده، په هره سیمه کې یې ځان د هغو خلکو له اند و ژوند سره پتلیز کړ او په هره سیمه او هــﯦــواد کې یې د هغــﮥ هــﯦــواد پرخلکو باندې ځان د هغوي په ژبو او کلتوري ارزښتونو کې وځلاوﮤ، ځکه زموږ لپاره دا کومه د شک وړ خبره نــﮥ ده چې د بودیزم ډېــرتعلیمات او له هغې ډلې (ملیندا پڼو) هم په  پښتو ژبه  د پښتنو لپاره ایجاد او د دوی په واک کې ورکړ شوی دی. دا ډول بـــﯦـــلګی موږ نورې هم لرو، بودیزم  په افغانستان کې له چینايي هغــﮥ سره توپیر درلود، له هندي  بویزم سره یو شان نــﮥ، ځکه خو لیکوال اوس په دی هم باوري دي چې د ملینډا پڼو اوسنۍ نسخه له چینايي نسخې سره هم د پاملرنې وړ توپیرلري، دوی وايي چې چینايي نسخه یې دومره اوږده او تفصیلي نــﮥ ده لکه دغه ژباره چې اوس زموږ په واک کې ده.  بله دا چې بودیزم په باختريا (افغانستان) کې زیات په شفاهی بڼه تبلیغ او ترویج  شوی دی، او دا لړۍ ان تر کوشانیانو پورې همداسې را رســـﯦــدلې ده، کنشکا په خپل وخت کې  په خپله پلازمینـه  (پوروشا پورا)  اوسني پیښور کې د بودایانو لویه شورا راوبلله چې یو هدف یې بیا هم د واحد بودیستي سیستم تنظیمول وو. کنشکا خپله که له یوې خوا بودیزم ته د زړﮤ له کومي پراختیا ورکړه ، په عین وخت کې یې ونــﮥ شو کولی د یونان- باختري تمدن له اغــﯦــزو ځان پریوﮤ کړي، همدا ول چې د یوناني تمدن په پام کې نیولوسره یې خپلو هلوځلو ته په ګندهار، کابل، کاپیسا او ترهندوکش ورهغه خوا  ترختن او مرکزي آسیا پورې دوام ورکړ. بودیزم په دغه دوره کې نورهم وځلید او هراړخیز نفوذ یې په ټوله پښتونخوا سیستان، اراکوزیا،او غزني پورې خپورشو، ننګرهار هډه، د غزني سردار تپه، بامیان، کتواز، وازیخوا، ارګون، ګردیز، لوګر، کابل، کاپیسا په هراړخیزه توګه د بودیزم په لویو تعلیمي اوتربیتي مرکزونو باندې واوښتل چې د اغــﯦــزو لړۍ یې ان تر اسلامي دورې پورې پرهمهغو بنسټونو باندې راوغزیدله. پښتانــﮥ روښانیان لومړي مسلمان روحاني لارښونکي ول چې دوی اسلامي تعلیمات په منظمه توګه پرپښتو ژبه زموږ په واک کې راکړل، تر دوې دمخه چې دلته هرڅه روان ول، هغو هم یوازې شفاهي بڼه درلوده، چې دا خبره له موږ سره د پښتو پر اصالت باندې په بودایي دوره کې شهادت ورکوي او دا هغه احتمالي حقیقت دی چې موږهم  کولی شو ووایو (ملیندا پڼو) د ناګه سینا او باختري واکمن مناندر (ملیندا) ترمنځ  په  شفاهي  توګه په زړه پښتو کې ترسره شوې مذهبي او فلسفي خبرې دي، هغه خبرې چې موږ ته د هندي او نورو پوهانو له خوا ویل شوي او د هغوی د یوﮤ تلپاتې تحقیق په توګه  تر موږ پورې را رســـﯦــدلې دي .چې دلته یوه لنډه کتنـه ورته کوو:
 ملیندا پڼو او د زړې پښتو خبره

دا یوه اوږده کیسه ده، خو دا باید داسې تعبیرنــﮥ شي چې ګواکي دا کیسه هغوی چې په پښتو خوږه ژبه باندې خبرې کوي جوړه کړې ده، زه په دغه اړه یوازې پرهغو نظریاتو باندې خبرې کوم، هغه چې پر افغانانو باندې اړه نــﮥ لري او نــﮥ باید د افغانانو میږتون سترګې دښمنان داسې وانگــﯦــري چې ګواکي دا هم زموږ خبره او طرحه ده. کوم څه چې دلته موږ خبرې ورباندې کوو، دا هغه طرحه او نظریه ده چې  زیاتره د هندي سرچینو له خوا وړاندې شوې چې موږ یې هم په علمي جرﺌـت سره د یوﮤ علمي تحقیق او عملي نظر په توګه یادونـه او ستاینـه کوو.
 هندي پوهان پر دغــﮥ ټکي باندې یوه خولــﮥ دي چې ملیندا پڼو، سره له دې چې د بودیزم له مهمو آثارو څخه دی چې د بودیزم د تعلیماتو پراصلي ژبه (پالي) نــﮥ دی لیکل شوې بلکې په یوه بله آریایي ژبه باندې لیکل شوي دي. لومړني هندي لیکوال چې دغه نظر یې ملاتړ او څه نورهم روښانــﮥ کړ او ویې ویل چې دغه پوښتنې په اصل کې په زړه پښتو باندې لیکل شوي دي هغه رنجیت سیتارام پنډت دي.  پنډت د کشــمـــﯦــر د ډېــر زاړﮤ تأریخ راج ترنګني د انګریزي ژباړې په پای لیک کې چې ډېــر مفصل او عالمانه تحقیق دی، د لومړی ځل لپاره موږ ته دا راپه ګوته کړه چې :

“ Strabo tell us that Menander “ conquered more than Alexander” and among his conquest were included Ayodhya, Pataliputra and Saurastran, Menander appears in Indian tradition as King Milinda who become a convert to Buddhism. His dialogue with the celebrated Buddhist Philosopher Nagasena is know as the Milinda –Panho or Qsuestions of Milinda. The Milinda Panho was originally written in old Pushto of which no copy is now extant: it is however, Preserved in Pali in Ceylon, Burma and Siam and the earliest extant Pali copy of the  4th century A.C. was discovered in a Buddhist Shrine  in Japan. (Rajtarangani  , English ,Appendix I  P 745 )
رنجیت سیتا رام  ټولو هغو هندي او غیرهندي پوهانو ته چې په دغه برخه کې یې یوازې ویلی وو چې دا اثر پرته له پالي پر یوه بله باختري ژبه باندې لیکل شوي دا دقیقه کړه چې دغه ژبه (پښتو) ده او دا خبره ترکومه ځایه چې ښکاري دﮤ د خپلو تجربو، څــﯦــړنو او تأریخي حقایقو په رڼا کې چې پر دغه سیمه له پښتو پرته د بلې ژبې ویونکي نــﮥ ول او نــﮥ یې تردوی زیات نفوس اونفوذ درلود، ځکه یې په دغه برخه کې پښتو ورزیاته کړه، لکه  نورو لویدیزو پوهانو ته چې د پښتو ژبې جغرافیا، او ګرامري جوړښت نــﮥ وو ورمعلوم او یا دا چې دﮤ ته د پښتو اوپښتنو پر ژبه، تأریخ او شته والي باندې سترګې پټول او ناخبري ګران ول، نو د خپلو څــﯦــړنو پایله يې پر (زړه پښتو) باندې ودروله. چې تراوسه پورې خبره په همدغه نظریه باندې ولاړه ده.
 لومړني لیکوال چې ویې ویل ملیندا پڼو له پالي پرته په یوه بله زړه ژبه لیکل شوی، هغه فرانسوی  ختیزپوه (سلوین لیوي(Sylvain levi -  دی ،چې پنډت هم له نوموړي الهام اخیستی او لیکي چې :

“ M. Sylvain Levi tell us that there are two Chinese works written between the 5th and 7th centuries on the Dialogue of Milinda which although they purport to be translations are not, however, translations of the Pali text, but are probably derived from a recession which is older than Pali.
د پنډت دا خبره موږ ته دا را په ګوته کوي چې (لیوي) د پنډت په انډول ډېــر په جزﺌـیاتو باندې نــﮥ پوهیدﮤ، او دا ستونزه د پښتنو په اړه تل وه، د هند یوﮤ نامتوسانسکریت پوه یو مهال دا خبره کړې وه چې « موږ نــﮥ پوهــﯦــږو چې دغه د (لیکل) لغت چې په ویدایی سانسکریت کې نــﮥ وو، د پاني ني د  دوران سانسکریت ته له کومې دروازې یو په یو راننوتی دی » ما په دغه اړه د سانسکریت پوهانو ته هم په ډیلي او هم په بنارس کې پردغــﮥ ټکي ګوته کیښوده او دوی ټولو ته مې  په ډاګه دا خبره وکړه چې دا کومه معما نــﮥ ده په کومه دروازه چې دغه نامتو لیکوال (B.S. Upadhyaya )  نــﮥ پوهــﯦــږي هغه له پښتو پرته بله ژبه نــﮥ ده ځکه چې یو خو پاني ني چې خپله همدغه لیکوال هغه یوسفزي پښتون بولي په خپله په دغه ژبه  (پښتو) باندې پوهیدﮤ. دویم دا چې دغه ویی همدا اوس په پښتو کې ژوندی ویی دی ځکه نو دلته د ابهام پوښتنـه له سره طرحه کـــﯦــدی نــﮥ شي، او دریم دا چې ددغــﮥ ویي له سټې څخه ښایسته نور ویي لکه لیکوال، لیک، لیکوالي، لیکنـه، لیکونکی او نورهم جوړېــږي اوهم ویل کــﯦــږي، دوی له ماسره دا خبره ومنله. خو دا چې پنډت دا خبره روښانـه کړه لامل یې دا دی چې پنډت دلته لوی شوی، هغه هم په دې باوري دی چې دلته تر سانسکریت بله زړه ژبه چې ان سانسکریت ته یې هم لغتونه ورغلي او پاڼې ڼی اسپه زي  (یوسفزي) یې د ګرامر لیکوال دی له پښتو ژبې پرته بله ژبه نــﮥ ده، پښتو لومړۍ ژبه ده چې سانسکریت ژبې ته یې (لیکل) ، (لیکانی)  (لیک)  لغتونـه ورکړي دي، همداسې په اښت ادهیای کې هم داسې ویی شته چې پښتو تراوسه پورې ساتلي اوعلامه رشاد کلونـه مخکې هغه په نښه کړي دي .     
دویم لیکوال چې د سانسکریت او بودیزم په باره کې یې لوړې زده کړې د وراناسی (بنارس) له پوهنتون څخه پیل کړې هغه د سیرلانکا بودیست لیکوال (هامالاواسادهاتیسا Dr. Hammalawa Saddhatissa دی چې دﮤ هم د فرانسوي (لیوي) نظر تاﺌــید کړی او دا خبره دﮤ هم کړي چې :  
Milinda, a Bactarian king who ruled the northeast of India, met a learned  
monk called Nāgasena and the king put a number of questions on the
philosophy, psychology and ethics of Buddhism. I presume this debate was
conducted in the Bactarian Greek language but was later tanslated into Pali
and Sanskrit.
په افغانستان او پښتونخوا کې چې په دغه اړه کومې لیکنې شوې د هغو ټولو سرچینه د سیتارام پنډت نظریه ده، چې په ځانګړو وختو کې د بـــﯦـــلابـــﯦـــلو لیکوالو له خوا پرمقالې لیکل شوي خو په یوه مقاله کې هم پراصلی متن باندې چا تماس نــﮥ دی نیولی، علامه رشاد په دغه برخه کې ډېــره تلوسه درلوده، او زیاته هڅه یې داوه چې دغه موضوع او دغه فرضیه باید د هندي او نورو نړیوالو لیکوالو له خوا وڅارل شي، دا چې د ارواښاد پنډت خبره به موږ خپل سرمنزل ته ورسوي او که نـه، دا بیا دعلمي څــﯦــړنو پر لړۍ پورې اړه لري، زموږ عصر خو پرته له دې هم په پټوسترګو د علمي ویاړونو خپلولو عصر نــﮥ دی، خو دا یوه خبره ده چې موږ د محترم آریا پردغې ژباړې باندې یوګام بل هم وړاندې ولاړو، نـﯦـژدې نــﯦــمه پیړۍ موږ ملیندا ملیندا چیغې وهلې، خو یوه ورځ هم چا ونــﮥ ویل چې ملیندا یعنی څوک؟ ملیندا پڼو یعني څه؟ د هغو ژباړې چــﯦــرې دي؟ په ژباړو کې یې څه دي؟  یوازې دومره پوهــﯦــدو چې د بودیزم په باره کې یو ښــﮥ کتاب دی، خو دا چې موږ هم یو وخت د بودیزم سرسپارلي پیروان وو او په ننۍ نومَونه بدعتونـه مو په کې کول، نو دا له احتماله لــﯦــرې خبره نــﮥ ده چې پنډت سیتارام په دغــﮥ رمز پوهــﯦــدلی او دا یې منلي چې پښتنو پر دغه لټه باندې له خپلې دغې پښتو سره بودیزم هم منلی وو او هم یې په همدغې پښتو د هغه  لمانځنـه کوله ځکه نو دا باید ومنو چې دوی به دغه متبرکه نسخه په خپله پښتو لیکلې هم وي او پرهغې به یې بیا همدغه پښتو نوم (ملینداپڼو) چې وینګ او ما نا یې هم ترټولو همزولو هندي ژبو پښتوته نژدي دی پرایښې دی.

په ملیندا پڼو کې زموږ یو شــمـــﯦــرخبرې

پښتو متل دی چې وایي،  که باد نــﮥ وي بوټي نــﮥ ښوري،  په نړۍ کې هر علمي او ادبي اثر د یوې انساني هڅې او هیلې ځانګړنـه او نښه له ځان سره لري، ځکه چې د انسان په واسطه د انسان لپاره د یوې تجربې په توګه لیکل کــﯦــږي او پاتې کــﯦــږي. ملیندا پڼو هم داسې یوه لویه هڅه ده چې په یوﮤ ځانګړي چاپیریال کې د انساني اړتیا په توګه رامنځ ته شوی دی. هیڅوک نــﮥ وايي چې دغه اثر په سریلانکا، برما او یا هم  په چین او جاپان کې لیکل شوی او له هغه ځایه ترموږ پورې را رســـﯦــدلی دی، بلکې ټول په دغه باره کې پر دی یوه خولــﮥ دي چې دغه اثر په باکتریا (افغانستان) کې ددغې سیمې د نامتو واکمن مناندر په زمانـه کې د بودیزم د اصولو پربنسټ لیکل شوی او تر موږ پورې را رســـﯦــدلی دی.  په دغــﮥ اثر کې د دغــﮥ ماحول او دغې سیمې یو لړځانګړنې که موږ وغواړو او که نــﮥ په ډاګه شوي، چې یو شــمـــﯦــر ته ﺌــې پوهانو اشارې کړې او یو شــمـــﯦــر یې د هغوی له توان او پوهې دباندې خبره وه، خو نور نسلونه باید پرهغو باندې فکر وکړي،  زموږ شرقیانو لویه ستونزه له پخوا تر اوسه دا ده چې خپل ځان مو په خپله نــﮥ انځور کړی، نــﮥ مو ارزولی او نــﮥ مو پـــﯦــژندلی دی، برعکس موږ د ځان په باره کې تل نورو ته غوږ نیولی، هغوی چې هرڅه زموږ په باره کې ویلي له هغه وروسته بیا موږ په ځان پوه شوي یو او د ځان په باره کې موفکر کړي دی، که راورټي نــﮥ وای، که درون نــﮥ وای، کـــﯦــدای شول چې موږ به د خپلو نامتو کلاسیکانو له کارونو او شعرونو نــﮥ وای خبر، که حافظ ، مولانا او نور د لویدیز نومیالیو په درنښت سره نــﮥ وای یاد کړي، کـــﯦــدای شو له موږ یې دا اوسني آثار یا په سیند کې لاهو شوی وای او هم مو ترخاورو لاندې کړي وای، غربیانو د تأریخ په اوږدو کې  د خپلو آثارو د ساتنې لپاره موزیمونـه جوړکړي څو هغه و ساتې او کار ترې واخلي، او موږ ببا په دی خاطر چې ګناهګار نــﮥ شو، یا یی ترخاورو لاندې کوو او یا یی د سیندونو پر روانو اوبو ورسپارو  ...
 
راځئ دغه ملیندا پڼو شهکار ته هم له همدغې زاویې وګورو،  په دغــﮥ اثر کې که د بودیزم په باره کې  ځینې ټکي شته چې زموږ له اند و ژوند، کلتور او تأریخ سره هم تړلي دي چې زه یي د ګرانو لوستونکو په وړاندې یوازې یو څو ته لنډه او سرسري اشاره کوم :
الف :
 د دغــﮥ اثر په یوﮤ بحث کې د مناندر د زېـــږېــدو د ځای  په اړه چې  ناګه سینا ته یې په ډاګه کړی راغلي دي : «الاساندی ته نــﯦــژدې په کارپسې کې زېـــږېــدلی یم»  مخکې تر دې چې موږ د دغې سیمې د استوګني په توګه په دغه باره کې څه ولیکو، د ملیندا پڼو د مقدمې لیکوال په خپله دا خبره لیکلې چې  دا به کاپیسا وي. خو موږ دا خبره لږ نوره هم روښانـه کوو چې په کاپیسا کې اوس هم یوه دره شته چې هغه د ( السای) په نامــﮥ یادېــږي، که چــﯦــرې د السای واټن له ساګلي (سیالکوټ) تر دغــﮥ ځایه په پام کې ونیسو په یو څه توپیرسره لکه چې آریا صاحب هم اشاره ورته کړې  (۱۱۲۰) کیلومتره کــﯦــږي. او دا هغه ځای دی چې په دغه سیمه کې یونیان تل ځای پرځای ول، او ان چې په اوسنۍ کاپیسا او کوهستان کې  تراوسه پورې یو شــمـــﯦــرنومونـه لکه الاسای،استالیف، استیګرتا (استرغچ) او نور یو ناني جرړه لري.  سره له دې چې یو شــمـــﯦــر پوهانو په خپلو علمي څــﯦــړنو کې دلته د الکساندریي خبره هم کړې او هم یې منلې ده خو ما چې په نــهرو پوهنتون کې د یوناني ژبې له څانګې سره نژدې اړیکې درلودل او له دغې لارې مې له یو زیات شــمـــﯦــر یوناني پوهانو سره (د هندوکش په جنوب)  په کوهستان کې د الکساندریي په اړه بحثونـه کړي دوی ټولو دا خبره کړې چې مقدوني سکندر د هندوکش په جنوب کې تم شو، خو د الکساندریو په لست کې د لته په یوناني سرچینو کې د کومې الکساندریې یادونـه نــﮥ ده راغلي، د هندوکش په شمال کې یي یادونه شوې، خو په جنوب کې نــﮥ.  د الاسای خبره سیرلانکایي پوه هم منلې او په خپله څــﯦــړنـه کې یې داسې اشاره ورته کړې ده . لکه چې لیکې :
(…. and that Milinda’s birthplace on the island of Alasanda is 200 yojanas away. There are many cities founded by
Alexander during his conquests, several of which might have been the birthplace of Menander. The city founded at
Charikar has been suggested by A.K. Narain, but it is rather less than 200 yojanas (1,400 miles) at the usual reckoning. Could it perhaps be the Alexandra located at Leninabad…” (Debats of milinda - forward)
مانا دا چې د دغــﮥ اثر د مقدمې پر لیکوال برسیره  دوو نورو پوهانو هم  دا منلي چې د مناندر د زېـــږېــدو ځای هم هغه الاسای او شاو خوا ده چې تر اوسه پورې په دغــﮥ نامــﮥ سره یادېــږي.  بله جالبه خبره چې په ملیندا پڼو کې د مناندر په اړه په ډېــرصراحت سره راغلې هغه دا ده چې مناندر په خپلو خبرو او خپل بحث کې دا په ډاګه کوي چې ګواکي دی هندوستانی نــﮥ دی، زه دا نــﮥ وایم چې دی باید افغان وي خو دا باید ووایو چې په افغاني یوناني نسل پورې اړه لري، چې دا لړۍ په باختريا کې د مقدوني سکندر د سوبو له پای ته رســـﯦــدو سره سمه په پرله پسې توګه پیل شوې ده. د دﮤ دا خبره په ډاګه زموږ په مخ کې ده لکه چې وایي :  
“ All India is an empty thing, it is like chaff. There is no one who is capable of debating with me and dispelling my doubts “        
ب :
 په ملیندا پڼو کې دیوتا  داتا،  دیو او دیب  په هغه مانا لکه چې په هندوایزم، جینزم او نورو هندو ادیانو کې یاد شوې نــﮥ دی یاد شوي، په دغــﮥ اثر او نورو بودايي متنونو کې، (دیوتا داتا) هغه ځواک دی چې  د بودا پرمخالف دریخ کې درېــدلی او د هغــﮥ د ایدیی ضد ځواک په نښه شوی دی. په پښتنې ټولنه او عامیانـه کیسو کې تراوسه پورې دیو د منفی ځواک نښه دی، په داسې حال کې چې دیوتا په هندویزم او نورو هندو آرو مذهبو کې د څښتن اوخدای په مانا سره راغلي دی. د بدرۍ جمالې  او په سلګونو نورو شفاهي کیسو کې چې کوم دیوان او د هغو کار روایۍ موږ اورو او لولو او یا یی په ولسې کچې تر اوسه په شفاهی توګه له یوﮤ نسله تربله لـــﯦــږدوو، په دغو ټولو کې موږ دیو ته کله هم د یوﮤ مقدس موجود په توګه نــﮥ کتلي، نــﮥ ستایل شوی دی او نــﮥ یې زموږ په فکر کې ځای نیولی دی، برعکس په پښتني ټولنه او ذهنیت کې  د تیارې، جبر، او زور زیاتي نښه ګڼل شوی دی، او په زیاتره کیسو کې یې رول او ونډه د کیسې د منفي کرکتر په توګه تل په ډاګه له بري سره مل نــﮥ دی. په کومو شفاهي کیسو کې چې دیوان انځور شوي او راوړل شوي دي، د هغوی نومونه لکه ترابان دیو، تور دیو او نور د وحشت او نفرت څرګندونه کوي. د پښتنې ټولنې دغه تعبیر او دغه ذهنیت چې له بودیزم سره په هر ډول تړاو تعبیرېــدای شي د ملیندا له دغو وَینو او اشارو سره په تمامه مانا په یوﮤ ځانګړي مطابقت کې تراوسه پورې ژوندی دی .
ج :
 په متن کې یو آشنا نوم پیتکه (Pitaka) هم زموږ تر سترګو کــﯦــږي دا بودایي مقدسو لیکنو ته ویل کــﯦــږي چې زموږ له (ملاتیپو، طیفو) سره د جوړښت له پلوه انډوالتیا لرلی شي، د بودایي تعلیماتو په قاموسونو کې دا دواړه نومونه  (مولا او  پیچه ) خپلې ځانګړې ماناوې لري،  د (Mula) مانا بنسټ او بنیاد راغلی او (Pecha) بیا د نړۍ، دنیا او عالم په مانا راغلی دی، چې تر زیاتې اندازې خپله مانا له هغــﮥ مفهوم او نوم سره چې موږ یې د ملاتیپې په اړه لرو یو رنګي ښودلی شي.  د ملاتیپو بـــﯦـــلابـــﯦـــل ډولونــه اوس هم زموږ او د آسیایي هــﯦــوادو په موزیمو کې شته، په اسلامي دوره کې هم زیاتره لیکنې د ملاتیپی په بڼه کـــﯦــدې، خو په بودايي تعلیماتو کې د مقدسو لیکنو په برخه کې دغه شان لیکنـه زیاته معموله ده، زیاتر بودايي مقدس متنونـه اوس زموږ د ملا تیپو په بڼه لیکل کــﯦــږي. ما دم ګړۍ د دغــﮥ نوم لپاره عربی مانا او تعبیر ونــﮥ موند کـــﯦــدای شي هلته یې هم مانا سره ورته وي،  ملاتیپي  په عربي، فارسي او پښتو کې په ډېــرښکلي خط لیکل کـــﯦــدې، ان چې په زیاترو برخو کې به هغه د لیک مشق په لامل هم کارېــدې، د چاپ او نشر له بهیرسره د ملاتیپو ځای نورو چاپي آثارو ونیو. زما په نظر دا چې پښتانــﮥ او پښتو ژبه له دغه نامــﮥ سره آشنا ده، کـــﯦــدی شي په دغه اړه ددغــﮥ بودايي نوم اغــﯦــزه د ملینداپڼو په لوستلو کې هم له یو څه لغوي ادلون بدلون سره له پامه ونــﮥ غورځوو .
د :
په متن کې یوﮤ ځای ته دا اشاره شوې چې ناګه سینا د سوداګرو له کاروان سره یو ځای تر پټنې ( دهند د بیهار ایالت اوسني پلازمینـې) پورې رســـﯦــدلی دی، پټنـه اوس هم د بودايي دین له خورا مهمو مرکزونو څخه دی، له دغه ښاره لږ پر جنوب په دیرش کیلومترۍ کې (بودګیا) د بودایانو مقدس ځای پروت دي، چې د بـــﯦـــلابـــﯦـــلو مناسبتونو له امله زیات شــمـــﯦــر بودایان له چین، جنوبی آسیا او نورو هــﯦــوادو څخه دلته د یولړ مذهبي مراسمو په لامل راځی؛ پټنـه، ویشالي، بنارس، تاکسیلا، پیښور، کا پیسا، بامیان، اراکوزیا، غزني دا ټول ښارونـه د تأریخ په بـــﯦـــلابـــﯦـــلو وختو کې د بودیزم روښانـه یادګارونـه اوس هم په خپلو زړونو کې لري، بودګیا یو لوی بودايي مرکز دی، د بودا لویه مجسمه اوس هم دلته دنګه ولاړه ده. وايي چې د فضلت ونه هم دلته وه، هغه چي بودا به تر هغې لاندې کیناست. ددغې ونې نښې نښانې اوس هم شته، دا چي څومره به دا خبره دقیقه وي، زه په دغه اړه څه نــﮥ شم ویلی.  خو څه چې زموږ لپاره مهم دي هغه دا دي چې دغــﮥ ښار ته د بودیزم زیات ارادتمندان راتلل. ناګه سینا هم دلته راغلی او په ملیندا پڼو کې یې یادونه د پاملرنې وړده. د هند او افغانستان ترمنځ د کاروانو تأریخ ډېــرلرغونی دی، په دغو کاروانو کې د افغانستان د تأریخ زیاتره نومیالي هندوستان ته د زده کړو په لامل تللي او مل شوي دي. البیرونی هم ددغو کاروانو ملتیا کړې چې پایله یې  ددﮤ مهمې څــﯦــړنې او علمي آثارشول. دغه لړۍ په معاصرو پــﯦــړېــو کې هم له خپل اهمیته را ټیټه نــﮥ شوه، د مولانا ابواکلام آزاد نامتو اثر ترجمان القرآن اثر هم یوﮤ داسې افغان عالم ته اهداء شوی چې هغه له کندهاره تر رانچي پورې یوازې له مولانا څخه د یو څو پوښتنو پرلامل رســـﯦــدلی دی.

مانا دا چې ناګه سینا هم له ګندهارا څخه  د پټنې مقدس ښار ته  تللی دی چې دغه لړۍ تراوسه پورې هم لا پای ته نــﮥ ده رســـﯦــدلې، تراوسه هم له افغانستان څخه د هندوستان دیني مدرسو لکه دیوبند او نورو ته د افغاني ځوانانو لړۍ  روانـه ده او لا هم د ناګه سینا په پلو باندې د زده کړې پرهیله ځانونـه د (ملا) کـــﯦــدو پرلامل په دغه مقدسه هڅه پسې پلونـه اخلي .  
ه :  
 په ختیزو ټولنیزو او پوهنیزو مرکزونو کې ستور- پوهنـه له ډېــر پخوا څخه یو مهم او پــﯦــژندل شوي علم دی، چې د تأريخ په هره دوره کې زیات شــمـــﯦــر پوهان پر دغــﮥ علم باندې بوخت شوي او په دغه برخه کې یې د پاملرنې وړ آثار او څــﯦــړنې تراوسه پورې له موږ سره پاتې دي، لکه چې د همدغــﮥ بحث په ترڅ کې موهم اشاره ورته وکړه، د ګندهارا یو نامتو پوه ورا مهیر وو چې د ستور- پوهنې په برخه کې یې څو کتابونه لیکلي او نظریات یې په دغه برخه کې د راوروسته پوهانو لپاره سرمشق او سرچینې شوي دي.  سره له دې چې یو شــمـــﯦــر آثار یې له منځه تللي دي، خو یو زیات شــمـــﯦــر یې چې د هند او لرغوني افغانستان په علمي ویاړونو کې راځي اوس شته، د غزني نومیالی پوه ابو ریحان البیروني هم د دﮤ  نظریات لوستي او له هغو پوره اغــﯦــزمن شوی دی. لویدیز او ختیز پوهان په دې باوري دي چې د ستور- پوهنې په برخه کې یوناني نظریات او هلې ځلې تر هندي او چینايي هغو مهمې او په علمي وړتیاوو برابرې وې، ځکه نو هندي او ګندهاري پوهان له یونانیانو اغــﯦــزمن او د هغوی د استرونومیکو پرنسیپونو څارونکي ول، ملیندا پڼو هم موږ ته په دغه برخه کې دا خبره کوي  چې ملیندا واکمن په خپله تل په خپل دربار کې په سلګونو ستور- پـــﯦــژندونکي د حقایقو د کشف په لامل ساتلي ول اود هغوی په مرسته یې غوښتل چې د جهان پرحقیقت باندې او هیئت باندې ځان او نور پوه کړي، دوی د بـــﯦـــلابـــﯦـــلو ستورو او نورو جغرافیایی معلوماتو د برابرولو دنده درلوده، او غوښتل یې چې له دغې لارې هم د یوﮤ با خبره او پر پوهه مین واکمن په توګه ځان د یوﮤ رښتیني تمدن استازی وښيي.  د آریا صاحب د ژباړې په  (۹۳)  او نورو مخونو کې په دغه اړه ځانګړي معلومات راغلي  چې لوستونکي او د اړوندې پوهې پلویانو او څــﯦــړونکو ته دا تأریخي حقیقت په ګوته کوي چې د مناندر د واکمنۍ په اوږدو او لنډو کې د ستور- پوهنې د علم لپاره په پراخه کچه کار روان وو او ان چې د همدغو باکتریایي پوهانو په واسطه د هندو دربار (هندوستان) لور ته د پوهې دغه یوناني باختري میراث په بـــﯦـــلابـــﯦـــلو وختو کې لـــﯦــږدول شوی دی.  
و:  
 ملیندا پڼو له یوې خوا موږ ته ژوند په رنګارنګۍ او یووالي کې را ښیي او له بلې خوا یې را ته انځوروي،  ژوند او د هغــﮥ ډول په دغــﮥ اثر کې د ژوند له حقایقو سره  په هر اړخیزه توګه په بشپړ انډول سره اوډل شوی دی، دلته ژوند او د هغــﮥ د بیانولو لاره چاره په یوﮤ ځانګړي هنري ډول سره وینو، پرهغــﮥ مهال چې دغه اثرلیکل کـــﯦــدﮤ، موږ هغه مهال هرڅه د تخیل او افساني په اټکل له یوې خوا بیانول او له بلې خوا مو ارزول.  ډېــر لږ څوک موږ د تأریخ په دغــﮥ پړاو کې لکه چې ملیندا او د هغــﮥ مخاطب ناګه سینا په کې ژوند کوي وینو چې دوی به حقایقو ته باد نــﮥ وي ورکړی او هغه به یې له خرافاتو څخه بـــﯦـــل ستایلی او تعبیر کړی وي. زه خو په دي باوریم چې ملیندا پڼو د ژوند او حقیقت یو بشپړ درس دی، پاچا او زاهد دواړو په ډېــره ښه توګه دغــﮥ ټکي ته په پوره واک او ځواک سره اوږې ورکړي چې دغه درس دخپلو خبروپه ترڅ کې د انسانیت او ټولنې په مخکې کې کــﯦــږدي او هغوي په دې وپوهوي چې د حقیقت درک په حقیقي نیت سره کـــﯦــدی شي، په دغــﮥ اثر کې هم پاچا او د روحاني نړۍ استازي عقیده  د «  دوو موازي خطونو» له لیده ګوري، هغه دوه موازي خطونه چې نا پایه دي او نــﮥ هم قطع کـــﯦــدونکي دي ... دواړه په تدریجي تکامل باندې باوري څوک دي چې ددغــﮥ بهیر په ترڅ کې دوی کولی شي د ژوند کاروان  د « نیمه او نا معلوم  سرمنزل » پر لور د خپل وخت او خپل توان په کچه لارښونه کړي، دوی پرهغــﮥ مهال د ژوند او انسان پر ناتواني او مجبوریت باندې پوهــﯦــدل او په دې باوري ول لکه  چې اقبال په شلمه پیړۍ کې موږ ته ترغوږ را تـــﯦــره کړه چې :  

هنوز اندر جهان آدم غلام است                  نظامش خام  وکارش ناتمام است
ملیندا پڼو زرګونـه کاله دمخه دغه ټکي د خپلو پاڼو په ترڅ کې موږ ته ژوند تشریح کړ، موږ ته یې ژوند تعریف کړ، او د هغـﮥ په غــﯦــږ کې یې انسان موږ ته په هغــﮥ شان لکه څنګه چې وو را وښود، دوی پر هغــﮥ مهال په دی باوري ول لکه چې رحمان بابا وایي :  
په دنیا کې بدي نشته       که بدي نــﮥ وي له تا
اویاداچې :
هغه زړﮤ به له توپانه په امان وي        چې کښتۍ غوندې د خلکو بار بردارشي  
د ملیندا پڼو د درسونو اساسي ټکي پر «ما» او «تا» باندې ولاړ دی،  تــﮥ  یې چې باید د خپل ځان هینداره شې او زه یم چې باید ځانته د ستونزو پرغرونو باندې خپله لاره وموم او بیا یی نورو ته ور وښیم او نور یې باید نورو ته. ځکه نو ملیندا او ناګه سینا هم په ملیندا پڼو کې د خپل بحث په یوه برخه کې په دغه ټکي سره یوه خوله دي چې  :
« دا اوسنی کړاو باید له منځه یو وړل شي، څو نور کړاو رامنځ ته نــﮥ شي او دا هغه څه دي چې موږ یې په هڅه کې یو »
 ملیندا پڼو سره له دې چې د ژوند ډېــر پیچلي مساﺌـل د بحث د موضوع لپاره په ګوته کوي، خو کوم لاملونه او دلایل چې د دغــﮥ اثر په ترڅ کې د دغو پیچلو مساﺌـلو په اړه کارول شوي، هغه ډېــر ساده او خورا طبعیی بڼه لري، دوی فلسفي مساﺌـل په فلسفي پیچلي منطق او پیچلیو دلایلو سره نــﮥ تشریح کوي، زه چې کله دغه اثر لولم او د ډېــرو درنو موضوعاتو په اړه  یا د مناندراو یا هم د ناګه سینا دلایلو ته ګورم، ما ته خپله پښتني ټولنــه ترسترګو کــﯦــږي، که څه هم بحث اوږدېـږي  خو چاره نشته، زه ګرانو لوستونکو ته دوه کټ مټ ساده مثالونـه چي کـــﯦــدی شي د خندا وړ به هم وي دلته په ډېــره لنډه توګه له خپلي افغاني ټولنې را اخلم: « وايی چې یوﮤ ملاوعظ کاوﮤ چې اخرت مو په مخ کې دی، د ایمان خبره مهمه ده، ستونزې دي ، باید چې د هغو پر وړاندې دبري لپاره دعبادت توښه له ځان سره ولرو، د بـــﯦـــلګی په توګه  پل صراط په پام کې ونیسئ چې دستنې د سپڼ په اندازه تنګ دي، تر ویښتــﮥ هم نرۍ دي او د چاړې ترتیغ هم تـــﯦــره دئ ، پرهغه تـــﯦــریدل یوازې پرعبادت سره شوني دي او بس، وايي چې دغه دروند بحث کوچیانو هم واورېـد، یوﮤ یې بل ته مخامخ ور واړاوﮤ  او ورته ویي ویل  چې زموږ او تاسې لپاره چې په هیڅ هم نــﮥ پوهــﯦــږو خبره ډېــره ګرانـه ده، دا به څنګه کــﯦــږي؟  ملګري یې په سړه سینــﮥ ځواب ورکړ، فکر مه ورته کوه، چې داسې ده بیا به په هغه لاره نــﮥ ځو د ګومل په لاره به ولاړشو ... »  
 دویمه بـــﯦـــلګه :
  « لاروي د اوښانو له خاونده پوښته وکړه، چې اوښان لرې؟  هغــﮥ په حیرانۍ ورته وکتل او ددﮤ د دغــﮥ بی ارتباطه سوال یې هیڅ پروا ونــﮥ کړه او نــﮥ یې څه ورته وویل، لاروی روان شو، د اوښانو خاوند ته پوښتنه پیدا شوه چې د غــﮥ لاروي ولي داسې پوښتنـه له ده وکړه، په همدې فکر کې شو، پرلاروي یې غږ وکړ، چي ودریږه، ورنــﯦــژدي شو او ورته ویي ویل چې : زه دوه ډوله اوښان لرم، یو ډول هغه دي چې درانــﮥ بارونـه  وړي او اوږدﮤ مزلونـه وهي، او بل ډول هغه دي چې یوازې پچې کوي او د درنو بارو نــﮥ دي ... ستا کوم یو مطلب  دی؟  لاروي ورته په خندا شو، او ورته ویې ویل چې بس زما همدغه ځواب په کار وو »  
دا چې موږ اوس په یو ویشتمې پـــﯦــړۍ کې ژوند کوو او د ژوند د حقایقو داسې یو رنګي له ملیندا پڼو سره لرو،  نو داهم د ویلو وړ ده چې  دا شونتیا سړی نــﮥ شي ردولای اوله  نښو نښانوهم  داسې په ګوته کیږي  چې په ملیندا پڼو کې زموږ د اند او ژوند یوه برخه پرهغــﮥ مهال چې لیک او لوست زیات نــﮥ وو دداسې ساده خو بشبړمنطق په تله تللې  په خپله وړتیا سره راغلې ده .

ز :
 پښتانــﮥ اوس هم په خپل ورځني ژوند کې یوه نومَوَنـه چي هغه د نړۍ څلور برخې ویشنـه ده  یادوي، مانا دا چې تر اوسه پورې د دوی نړۍ په پنځو او شپږو وچو باندې نــﮥ ده ویشل شوې، دغه ټکي په ملیندا کې هم راغلي دي : « نورو څلورو خورا لویو وچو ته چي جهان په کې ویشل شوی لاړشئ » . پښتانــﮥ هم  په عامیانـه کچه د «څلور ډانګه دنیا» او څلورکنجه دنیا عبارت او وَینـه تر اوسه هم په خپلې ورځنۍ محاورې کې  کاروي،  زه په دغې جغرافیایي ویشنـې نــﮥ پوهــﯦــږم چې له کومه وخته به د نړۍ په باره کې ویل شوې وي خو غالباً چې مراد به دغه اوسني نړۍ وي، هغه چې د ملیندا پڼو ترعصره  په  پنځو او شپږو وچو نــﮥ وه ویشل شوې.  او یا به لا هم انسانان په دې نــﮥ پوهــﯦــدل چې نړۍ ګرده ده، کـــﯦــدی شو دوی به نړې ته د خپل څادر او دسمال  د اوږدوالي او لنډوالي  په کچه او یا داسې جوړښت په سترګه کتل چې هغه به څلور ضلعي  (مربع او یا مستطیل) غوندې وو؟  په پښتني ژوند کې دغه نومَوَنـه په بـــﯦـــلابـــﯦـــلو ډولو سره ویله کــﯦــږي  لکه : «دنیا څو ډانګه ده ؟» او یا  «په څلور ډانګه دنیا کې به مې پیدا نــﮥ کړې»  او داسې نور.
 ح :
د ملیندا پڼو په پاڼو کې د پونده ژوند څــﯦــره هم  په هراړخیزه توګه ترسترګو کــﯦــږي، دا د ټولنیزژوند یو جالب پړاو دی چې په هرلحاظ خپله رنګارنګي لري، ناګه سینا په خپلو استدلالونو کې دغه ټکي تل یادوي او داسې څرگندوي چې د ژوند دغه برخه  د دوی پرمهال د نورو هغو په انډول ډېــره مهمه او برلاسې برخه ده، په یوه برخه کې لولو: «داسې وانگــﯦــرئ چي یو سړی راځي او له یوﮤ شپانــﮥ څخه یو لوښي شیدي غواړي، سړی د شیدو بیه ورکوي، شپانــﮥ ته یې ورسپاري او ورته وایي : زه به د دغو شیدو لپاره سبا راشم، خو په سبا یې شیدې په مستو بدلـــﯦــږي. کله چې سړی راځي او خپلې شیدې غواړي نو داسې وانگــﯦــرئ چي شپون دغه سړي ته د شیدو پرځای مستې ورکوي، او سړی ورته وایي، ما له تاسوڅخه مستې نــﮥ وې اخیستی ما ته زمالو ښي په شیدو را ډک کړه، خو شپون په ځواب کې وايي: په دي کې زما ګناه څه ده؟ ستا شیدې په مستو بدلې شوې، دلته د دوي شخړه رامنځ ته کــﯦــږي او ای پاچا دوی ستا حضور ته راځي اوس نو تاسې د چا په ګټه پرېــکړه کوئ ؟
-  د شپانــﮥ په ګټې .
ـ مګرولې.
- هرڅه چې دا سړی وایي، ودې وایې ځکه مستې له هم هغو شیدو مشتق شوي چې دﮤ پیرودلې وې»
د پونده او کوچیانی ژوند، د هغوی تولیدات لکه شیدې، کوچ، مستې، چکه، او نور په پراخه  توګه په بحثو کې راغلي دي او داسې څرگندوي چې  د دوی په ټولنیز ژوند کې  د کوچیاني ژوند ه برخه خورا برجسته او د پاملرنې وړ ده،  په باکتریا افغانستان کې یوشــمـــﯦــر اوســـﯦــدونکي تراوسه پورې د ژوند دغه ډول ته دوام ورکوي، کوچیان او پونده اوس هم په هماهغه لومړنۍ بڼه دلته روان دي او دلته اوس هم د دوی کاروانونه د افغانستان له پولو پرهغه خوا د موسم له بدلون سره سم له یوﮤ ځایه بل ځای ته د سفر په حال کې دي، تر اوسه هم دوی په زرګونو مــﯦــږي او پسونـه ساتي او د کال په اوږدو کې یې له یوﮤ ځایه بل ته له ځانو سره لـــﯦــږدوي.

او د ملیندا پڼو دغه پښتو ژباړه
 
د ملیندا پڼو (د ملیندا سرګنګسکې) پوښتنې، او د هغو دغه تأریخي ژباړه یو داسې مهم او جالب اثر دی چې له خپرېــدو سره سم به ﺌـې یوزیات شــمـــﯦــر پوهان پرځان باندې بوخت کړي، ځکه دا یو داسې اثر دی چې له روحاني اړخه نیولې بیا تر تأریخي، رواني، جغرافیایي، ژبني، او کلتوري هغو پورې اوږدې خبرې او ارزښتونـه له ځان سره لري او یا په هغه کې مطرحه شوي دي .  تر ټولو مهمه دا چې : باور دی چې د دغــﮥ اثر په ژباړې سره به په دغه برخه کې د یو شــمـــﯦــر هغو پوهانو هڅې نورې هم ګړندۍ شي چې  څــﯦــړنې کوي او په دغه برخه کې په لویدیز او ختیز په تـــﯦــره په هغو هــﯦــوادو کې چې تر اوسه هم بودیزم د یوﮤ باور په توګه مني، اوعلمي او اکادمیکي مؤسسې یي په څــﯦــړنو او ګرویږنو باندې بوختې دي. په نیپال، سریلانکا او برما کې چې ددغــﮥ اثر په اړه زیاتې څــﯦــړنې روانې دي، کـــﯦــدی شی په دغه برخه کې  د پنډت د نظریې پربنسټ د نوي علمي تحقیق لپاره هم لاره پرانستل شي. او کـــﯦــدی شي په دغــﮥ ترڅ کې د بحث د یوې بلې لړۍ په ترڅ کې نوي نوي نظریات ترلاسه کړو او هم کـــﯦــدی شي هغوی ته چې په دغه برخه کې څــﯦــړنو ته لیوال وي یو نوی نظر ورپه ګوته کړو، ځکه موږ ددغه اثرپه اړه د پنډت د دغې نظریې اړوند له نوموړو بودايي پیروو پوهانو څخه ډېــرڅه نــﮥ دي او ریدلي.   
د آریاصاحب دغه ژباړه له هغې معتبرې ژباړې څخه ترسره شوې چې دم ګړۍ د نړۍ په ټولو علمي ټولنو او اکادمیکو مرکزونو کې د یوې منلې ژباړې په توګه ترلاس لاندې ده. آریا صاحب په خپله مقدمه کې دغه ټکی ویلی دی چې  نــﮥ رایس دیویدس او نــﮥ هم مکس مولر په خپلو څــﯦــړنو کې  د پښتو ژبې خبره یاده کړې، زه په دغه باره کې په دي اند یم چې دغه دواړه نامتو لیکوال خو څه کوې چې زیات هندي لیکوال تر اوسه په دې نــﮥ پوهــﯦــږي چې پښتو د یوې لرغونې ژبې په توګه  په دغې اوسنۍ جغرافیایي سیمې کې له خورا لرغونو زمانو تراوسه ویل کـــﯦــده او ددغې سیمې د پاملرنې وړ اوســـﯦــدونکو له  (پکتو یسو)  بیا ترننیو پښتنو خبرې ورباندې کړې دي او یا یی اوس پرې کوي.

 دا بله خبره ده چې نوموړي پوهان  په پښتو نــﮥ پوهــﯦــدل ځکه  په دغه برخه کې په دغــﮥ راز باندې پوه نــﮥ شول، که پوه شوي هم وي دوی د خپل نظر د تاﺌـید په لامل په دغې ژبې کې له جوړښتونو څخه خبر نــﮥ ول  او نــﮥ یې خپله دومره خوارۍ کړي چې هغه یې زده کړې وای او بیا یي څه ورباندې لیکلې وای. بله تر ټولو مهمه خبره دا ده چې  موږ هم په دې اعتراف کوو چې  موږ خپله هم په دغه باره کې لکه مکس مولر او رایس دیویدس غوندې ړاندﮤ  کاڼــﮥ وو او نــﮥ پوهــﯦــدو چې د ملیندا پڼو په نامــﮥ هم داسې کوم اثر شته چې د هغــﮥ په باره کې مو فکر کړی وای،  کور دې د سیتا رام پنډت ودان وي چې په دغه اړه یې دا علمي نظر ورکړ او ټول یې دغــﮥ ټکي ته په خپل علمي انقلاب سره متوجه کړل چې د ملیندا پڼو اصله نسخه چې زړه پښتو وه ورکه ده، کوم څه چې موږ اوس په واک کې لرو هغه ټولې د ژباړې ژباړې دي ځکه نو د زیاترو پوهانو انتقادونـه هم په دغه اړه راپورته شول چې  ددغــﮥ اثر په (اوسني انګریزي او سنــهالي او ان پالي)  جوړښت کې یولړنیمګړتیاوې شته دي چې د هغو پر لامل باید دغه ژباړې له اصلی نسخې سره پرتله شي. خو له بده مرغه چې ددغې ستونزې د حل لپاره باید د اصلي نسخې تر پیدا کـــﯦــدو نورهم انتظار وباسو، د پالي ژبې په یوﮤ معتبر اثر کې هم پورتنۍ ستونزه یاده شوې چې :  
«ملیندا پڼو – د ملیندا  (Milinda)او ناګه سینا (Nagasena) ترمنځ خبرې اترې.  باور پر دې دی چې دغه خبرې اترې له ویلو وروسته تألیف او را ټولې شوې دي. ځکه یې زیاتره مؤثقې نــﮥ ښکاري. له ژباړو یې یوه په سنـهالي ژبه کې شته چې د  (Saddharmodasya ) په نامــﮥ یادېــږي  چې په اتلسمه پــﯦــړۍ کې  د یوﮤ بودايي راهب چې  (Sumangla )نومیدﮤ ترسره شوې ده.»
خو د راج ترنګني د انګریزي ژباړې مقدمه لیکونکي دا خبره په ډاګه کړه چې اصلي خبرې اترې په زړه پښتو کې وې، ځکه نو موږ او هرڅو ک چې په دغه برخه کې څــﯦــړنې کوي بایدپه دې وپوهــﯦــږي چې د اثر پالي، سنــهالي، جاپاني او ان چینايي ژباړې یې له یوې بلې سره په ډېــرو برخو کې توپیرلري، دغه ټکی د انګریزي  ژباړې  لیکوال هم د دغې ژباړې په  (۲۳۳) مخ کې یاد کړې دی.
د آریا صاحب په دغه ژباړه کې موږ له ډېــرو داسې لغتونو او نومونو سره مخامخ کــﯦــږو چې هغه دم ګړۍ په پښتو ژبه او د لوی افغانستان په جغرافیا پورې اړه لري ، ځکه خوهغه دغو مهمو لغتونو ته  شرح لیکلې او په دقت سره یې دهغوتشریح له بودايي دور سره په تړاو کې کړې ده. آریا صاحب په دغــﮥ ترڅ کې په یوشــمـــﯦــرستونزو ځکه بریالی شوې چې دﮤ یو لړمهم نړیوال آثار چې زیاتره یې په لرغوني افغانستان پورې اړه لري ژباړلي دي  نو ځکه یې د معتبرو مأخذونو په  پام کې نیولو سره د ملیندا پڼو په اړه هم څرګندونې ددقیقو اخځونوپه پام کې  نیولوسره د دقت وړ دي. په هغو ځا یو نو کې چې د سانسکریت او پالي د وینګ اړتیا رامنځ ته شوې، په هغو ځایونو کې یې له دیوناګري لیک دود څخه هم کاراخیستی چې دا هڅه یې له هغو پښتو پوهانو سره چې په هندي او سانسکریت باندې پوهــﯦــږي لاښه مرسته کولی شي.
او په پای کې یوځل بیا  د دغــﮥ مهم علمي کار له امله محترم آریاصاحب او ټولو هغوی ته چې د دغــﮥ اثر په ارزښت باندې پوهــﯦــږي د زړﮤ له کومي مبارکي وایم. او له پاک الله څخه د هغې ورځې په هیله څو موږ په دي وتوانــﯦــږو چې ددغــﮥ مهم فلسفي اثر هغه پښتو متن چې دغه اوسنۍ ژباړې له هغې څخه ترسره شوي دي د نړۍ په یوه برخه کې تر لاسه او د خپل نومیالي استاد ارواښاد علامه رشاد روح هم پرې خوشاله کړو.

خدای لوی دی !
پروفیسور عبدالخالق رشید (پی اچ ډي)  
د کابل پوهنتون استاد ، اوس دهند په نهرو پوهنتون کې میلمه استاد
د ۲۰۱۵ کال د جون ۲۵

هیله :
نظرمو له مو له ما سره په دغه برښنایې پته شریک کړۍ
Rasidan_g@yahoo.com