د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پښتو به غږیږواوپر پښتو به غږېږو

وکیلي 25.10.2015 11:32

کله چي دغه سریزه لولو نو د « په » او « پر » دټوټکي یاني (particle) توپیر سم څرګندیږي .
په پښتوبه ږغیږو! داسي ئې راته څرګنده وي، چي په پښتو به خبري سره کوو .
او پرپښتو به ږغیږو! یاني زمااوستا د خبرو موضوع پښتو ده،چي په کومه ژبه پر ګړېږو هغه نه ده ښکاره؛خو موضوع دخبرو مو پښتو ده .څرنګه چي داپورته دوو جملو ته ګور د « په » او« پر » ټوټکو(preposition) وهغو ته ئې څومري توپیر ورکړی .
یوه لیکوال چي نوم ئې رانه هېر دی یوه فلسفي خبره کړې ده . هغه داده:
(ښه لیکنه په زحمت لیکل کيږي ؛خواسانه لوستل کیږي . خراپه لیکنه ژر لیکل کیږي؛خو په زحمت لوستل کیږي .) دغه خبره ډېره وړ، دمانا ډکه او اوچته خبره ده .
لیکنه چي ستونز منه کیږي لامل ئې څه دی؟ دغه لاندي لاملونه دي،چي لیکنه ستونزمنه کوي .
په لیکنو کي څلور عمده فاکتورونه (Factors) دناسمتیاچي لیکنه ستونز منه کوي شتون لري . لکه : لومړی : تخنیکي غلطي . دغه غلطۍ چي سړی زیار وباسي دناسمتیاسلیزه ئې رالږه وي . دساري په توګه : لیکل کیږي ( «ماګه» مطلب ئې «مالګه » وي ) یا ئې لیکي (« مځ» خو مقصد ئې « مخ » وي . ) دغه راز غلطۍ دلیکني په څو واره لوستلو لږيږي . او ښه کار به هم وي . ځیني مهال که لوستونکی د لیکني په محتوا کي سم نه وي داخل نو داسي فکر کوي، چي دا یوه نوي ګړه ده،چي یوه نیو لوجست جوړه کړې . یا لیکوال له خپل دیالکت (Dialect) څخه را اخسته ده . دا اشتباوي ځکه کيږي، چي موږ په خپل ژبه کي نورم اومعیار نه لرو .
دوېم : فاکتور دستونزي دا دی، چي ډېر لیکوالان تر یوه بریده پوري د خپل «ګړدود» څخه کار اخلي، چي دا ستونزه پر لومړی ستونزي علاوه کیږي یاني پرابلم (Problem) دوه برابره کیږي . لکه : لیکوال لیکي (« خوګ » د «خوَږّ» پرځای ) چي «خوګ» دیوه ژوي نوم هم دی . «خوګ» «خُوږ» ته هم وایي . یا لیکي (« پخه » یاني « پښه »)، چي دغه «پخه» ستاینه هم ده چي د «اُوم» ضد دی ویل کیږي . لکه : « پخه مڼه » او « پخه » یاني وړوکې «خاشې» ته هم ویل کیږي . خو دغه رنګه مشکلات سته . دغه ډول بولګي ډېري دي؛ خودغه څو ته ئې اشاره وسوه .
درېم : دیو نیولوجست (Neologism) نوې ګړه په کار وړل دا بیا تر ټولو غټه ستونزه رامنځ ته کوي . دساري په توګه که لیکوال کمزوری وي ډېر ژر په پوټو سترګو دبل چا پسې ځي؛کې یوه نوې ګړه پیدا کړه هغه لیکي . لکه : ( « په سلنه کي » مقصد ئې په « سلوکي » دی .
اوس ئې ګورو،چي« په سلوکي » ته نوري ژبي څه اصطلاح لري : په الماني کي ورته (Prozent)اوپه انګلیسي کي ورته (per cent)او په پاړسي کي ورته (فی صد یا درصد)او په عربي کي ورته (فِي المِئَة) وائې . چي ټوله وګورو اوسم ئې ژباړه کو مانائې ده (په سلو کي )؛خو زموږ نیولوجستان دا ټوله نه مني بل شی غواړي .
یا ئې لیکي : ( دا یوه لویه ننګونه وه مقصدئې و« میدان ته رابلل » دي . ) دغسي بولګي بېخي ډېري دي؛ خودغه یو څو مي د نومونې په توګه دلته راوړې .
څلرمه غلطي ګرامري (Grammer) غلطي ده،چي دفاعل او فعل تر منځ اړیکه سمه پکار نه وړي . که فاعل نرینه نوم وي او که ښځینه نوم وي په ځانګړې توګه د «ول» کړنځي پرمهال باید احتیاط وسي، چي دغه افعال سم پکار یوړه سي . دساري په توګه : ( احمد په کور کي وو . یا احمد په کور کي دی . ) دلته فاعل مذکر او مفرد دی . ( ګل بشره په کور کي وه . یا ګلبشره په کور کي ده .) دلته فاعل ښځینه اومفرد ده . څرنګه چي وینو په مذکر او مؤنث فاعل کي افعال بدلون مومي . بیا ئې د جمع حالت ګورو . بولګه : ( نارینه په کور کي وه .) نیولوجستان ئې « ول » لیکي چي زما په نېز ناسم ښکاري . (نارینه په کور کي دي . ) -( ښځي په کور کي وې . یا ښځي په کور کي دي .) څرنګه چي لیدل کیږي ژبه یوه خپلواکه پوهنه ده،چي خپل سستم (system)، نظم اودیسڅپلین (discipline)لري .
د«ګرامر» مراعات باید په لیکنه کي وسي او که نه نو دلیکني منځپانګه بدلون مومي او د لیکوال په مقصد به هم لوستونکی ونه پوهیږي .
ناسمه لیکنه : (ما پر تا باندی زړه بایللي .) دلته په دغه وړکي جملې کي دوې غلطۍ ښکاري یوه تخنیکي غلطي ده اوبله ګرامري غلطي ده . «باندي » باید په لنډه (ي) ولیکل سي .دغه ناسمتیا تخنیکي ده . « بایللي » دمفعول دجمع لپاره راځي؛ خو دلته په جمله کي مفعول مفرد دی باید «بایللی » راسي . سمه جمله ئې داسي ده : (ماپرتا باندي زړه بایللی .) بله ناسمه جمله : ( دومره «غصه» دخپل پرځاې دپلار بوټان مي په پښه کړه ؟) شاید دغه جمله په لهجو کي وویل سي او مخاطب به هم په وپوهیږي؛ خو په لیکنه کي ناسمه ده . دغه جمله چي ادبي ولیکل سي داسي ده : (دومره په «غصه » وم، چي دخپلو«بوټو» پر ځای مي د خپل پلار «بوټونه» په پښه کړه .) د سمي جملې دلیکلو لپاره که یو څو توري ډېر ولیکل سي څه پروا نه لري . بله جمله ګورو : (د احمدضیامسعود واکونه دمرستیال ولسمشر تر کچي پورته شول .) سمه لیکنه ئې : ( د احمدضیا «مسعود» واکونه د ولسمشر مرستیال تر کچي پوري لوړ سوه . ) بله ناسمه لیکنه : ( ظلم په موږ کیږي ؟) د دغي جملې مانا داسي ده، چي موږ ظلم ته هڅول کیږو. خو دقرني څخه داسي څرګندیږي،چي پر موږ ظلم کیږي . سمه لیکنه : (پر موږظلم کیږي .) بله ناسمه لیکنه : (سړی په چا وژاړو .) دجملې مانا داسي ده! «سړی څوک وژړوي . » سمه ئې داسي ده : (سړی پرچا وژاړي . ) یاني چاته ورسي او هلته ورته وژاړي .
ناسمه لیکنه : ( ویل پر ژبه کیږي .) سمه ئې : ( ویل په ژبه کیږي .) یا بله ناسمه لیکنه : (خدایه په چا وژاړم؟ ) د دې جملې مانا داسي ده : ( خدایه څوک راته و ژړه وم . ) سمه لیکنه ئې : (خدایه پر چا وژاړم . ) یاني ( خدایه چیري ولاړسم وچاته وژاړم . ) دغه د «په» او «پر» پکار وړل به په «ګړدود» یاني لهجو کي دغسي وي او دغسي خبري به په کيږي؛ خو په لیکنه کي سم کار نه دی .
لهجه بدلول یاسمه ول څه اسانه کار نه دی او معقول کار هم نه دی . الماني لهجه ویونکي وایي (Ich spreche so, wie der Schnabel gewachsen ist.)د دې جملې مفهوم داسي دی: ( زه داسي خبري کوم، څرنګه چي زما لهجه ده!) تحت الفظ مانائې داسي ده : (زه داسي خبري کوم،څرنګه چي موښکه ورته جوړه سوې ده .)
ما په خپل نورو لیکنو کي هم لیکلي، چي د«ګړدود» بدلول ناممکنه کار دی .
لیکوال کولای سي،چي په لیکنه کي د دغو څلور ستونزو مخ نیوی وکي . نو دغلطۍ مَخّه بې نیولې وي .
کله چي دا ټولي غلطۍ سره یو ځای سي؛ نو یوه لیکنه چي څه نا څه دوه مخ وي؛ ویل ئې ستونز من کیږي او د لوستونکي سر به هم نه سي په خلاس .