د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مونږ څوک یو، او څه غواړو؟

سهراب ویسا 22.10.2015 14:55

لومړی غواړم دا خبره واضح کړم چې مونږ څوک یو!... دا نړۍ الله تعالی د انسانانو لپاره پیدا کړي ځکه خو یې انسان ورته خلیفه وګرځه وه، هر انسان کولی شي چې د دي خبري ثبوت د ځان لپاره پیدا کړي چې دا نړۍ الله تعالی د انسانانو لپاره پیدا کړي ترڅو د ځان لپاره په دي نړۍ کې خوندي ځای پیدا کړي او هلته ژوند وکړي، په همدې ډول سره مونږ هم انسان یو او د ځان لپاره خوندې ځای لرو چې د افغانستان اسلامي جمهوریت په نوم یادیږي او په دې ویاړو چې مونږ ټول افغانان یو په نړۍ کې ازاده، خپلواکه هیواد لرو چې د افغانستان په نوم یادیږي، په 1747 زیږدیز کال کې افغانستان د لومړي ځل لپاره د احمدشاه بابا له خوا د دولت په توګه اعلان شو او تر نن ورځي پورې د افغانستان په نوم یادیږي.
مونږ افغانان یو او تل د پردیو له خوانه ځپل شوي یو داسې ېوه ورځ هم مونږ په خپل ژوند کې نه ده لیدلي چې د جنګ او جګړو له لاسه زمونږ هیوادوال نه وي ځورېدلي، کورونه مو ویجاړ شول، ماشومان مو یتیمان شول، میندی مو کونډې شوي، ښونځي مو وسوځېدل، ډاکتران مو ووژل شول، مشران مو په بیلا بیلو نمونو بدنامه شول، د تاریخ په اوږدو کې زمونږ هیواد ته ارامی او سوکالی را نغله، نړیوال حقوق مو نه مراعت کیږي، هیواد مو در په دره شو، اخیر تر کله به مونږ دا ډول ناندرې زغمو او تر کله به زمونږ حقوق د پښو لاندې کیږي. کله چې د طالیبانو حکومت له مینځه لاړ زمونږ افغانانو ته هیله پیدا شوه چې وروسته له دې به جنګ او جګړې له هیواده ورکې شي، ځکه ډیر داسی افغان مشران پاڅېدل او وي ویل چې افغانان نور له جګړو څخه ستړي شوي دي او غواړې چې خپل هیواد جوړ کړي، او د نړیوالو سره به هوږه په هوږه د پرمختګ جوګه ګرځي، اما نن ورځ چې ګورو د ټولو ژمنو او خبرو پایلی درواغجني را ووتلي، ېو ځل بیا زمونږ په هېواد کې جنګ او جګړي پیل شوي، د هیواد هره سیمه نا امنه شوي او زمونږ دولتي چارواکې یې هم ورخطا کړي چې څنګه د دي بدبختیو مخه ونیسي، اما اوس راځم خپلي اصلې خبرې ته چې مونږ څوک ېو! مونږ افغانان یو، او د بدبختیو ځالي زمونږ په هیواد کې د پردیو له خوانه جوړي شوي او د لمینځه وړلو لپاره یې بیرته په مونږ مټي بډوهلي چې دا ځالي له مینځه یوسو، او دا ځالي به هغه مهال له مینځه ځي چې د ځالو جوړه ولو تولیدیدونکي کارخانه یا ړنګه شي او یا اصلاحات په کې راشي او دا کارخانه پاکستان دی، باید د نړیوالو له خوانه په پاکستان فشارونه زیات شي ترڅو د دا ډول ځالو له تولید څخه لاس واخلي او ځان اصلاح کړی که چیرته اصلاح کیږي نه بیا یې همدا وخت دی چې پاکستان کې د دا ډول نا امنیو ځالی په نښه شي او په همغه ځای کې خنثی کړی شي، بیا به لرې نه وي چې افغانان به هوسا ژوند ونه لري.
دا چې مونږ څه غواړو هیچا زمونږ غوښتنو ته پاملرنه ونه کړه، د تاریخ په اوږدو کې زمونږ مشرانو تل په ېوه خبره زور کړي او په ډاګه سره یې ویلي چې ( ای افغانانو تاسو سره متحد شی، تاسو سره ېو شي بیا به لرې نه وي چې کوم خنډ ستاسو د تباهی او د لمینځه وړلو لامل وګرځي) اما دا ډول خبري تر نن ورځي پورې مونږ د خپل هر لوړ پوړي چارواکو څخه اورېدلي چې په لوړ غږ سره یې ویلي چې اي زما د ګران هیواد خواږو وروڼو تاسو سره ېو شي، تا سو سره ېو موټي شي، ترڅو د دښمن په وړاندې سپر وګرځو او دښمن له پښو و غورځه ؤ، اما بیا چې ښه ځیر شو نو زمونږ مشر په اصل کې مونږ سره دوکه کړي وي او مونږ یې د بلا په خوله کې ورکړي یو. ځکه چې ښاغلی پخپلو ویناو ولاړ نه وي او نه د ېو مټي کیدلو په وړاندې ګام پورته کوي.
 له بلې خوا نه پاکستان چې تل یې زمونږ خوار ملت ځپلي او په داسي بدبختیو کې يې ښکیل کړي یو چې ېو بل مو سره وژلي خو بدبختانه تر نن ورځي پورې داسي ېو ملي پاڅون ما ونه لیده چې د پاکستان په وړاندې زمونږ لوړپوړو چارواکو پورته کړي وي چې د پاکستان د مشرانو رګونه و لړځه وي او په افغانستان کې ثبات رامینځته کړي. نن ورځ چې څومره نا امنی په افغانستان کې پیدا شوي او د ډېریدو په حال دي  د دي یواځنی لامل پاکستان دی، همدا پاکستان دی چې تل یې په دوګوني سیاست سره زمونږ هیواد ځپلي، همدا پاکستان دی چې تل یې د ېو څو پیسو په بدل کې افغانستان له خاورو سره خاورې کړی. اوس د دي وخت را رسیدلي چې نړیوال واوري او پوه شي چې مونږ څه غواړو..... مونږ افغانان یو زمونږ غوښتنو ته باید غوږ ونیسي، مونږ امن غواړو، مونږ سوله غواړو، دا چې مونږ چا سره سوله وکړو هغه پاکستان دی، پاکستان باید خپل ځان اصلاح کړي ترڅو په افغانستان کې ثبات رامینځته شي، که چیرته پاکستان زمونږ غوښتنو ته غاړه نه ایږدي نو د دي معنا به دا وي چې نړیوال هم نه غواړي چې زمونږ غوښتني واوري او د حل لاره ورته پیدا کړي. که زمونږ دولت شل کاله نور هم په دي هڅه کې ووسي چې سوله وکړي او د سولې کولو اړخ هم معلوم نه وي نو بیا به دا بې بنسټه خبري وي او په دې برخه کې به زمونږ دولت ناحقه خپله بودیجه په مصرف رسه وی، په اصل کې د سولې خبرې باید له پاکستان سره وشي ترڅو د طالب په نوم کوم کس د جنګ او جګړو لپاره زمونږ هیواد ته را ونه لیږي، ځکه مونږ سوله غواړو، او د سولې یواځني هدف باید پاکستان وګرځي، یعنی د سولې خبرې باید د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره وشي ترڅو د افغانانو ېوه لویه غوښتنه چې هغه سوله او امن دی په حقیقت بدله شي، ځکه همدا پاکستان دی چې مونږ تل د خپل دښمن په حیث پيژندلي او تل یې افغانان ځوره ولي، په همدې هیله چې زمونږ لویه غوښتنه چې سوله ده له پاکستان سره په حقیقت بدله شي او په افغانستان کې سوله، ثبات رامینځته شي.