د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خیالی معبودان

قاضی طارق 21.10.2015 22:07

په تېر پسې :
بې شمېره معبودان

سرګردانه انسان په دې دنيا كې په خپل لاس د ځان لپاره بې شمېره ډېر معبودان جوړ كړې او خپل ځان یې په خپله په کړاونو او مصیبتونو کې اچولې او د حقيقي، برحق او رښتيني معبود د بندګئ په لاره كې يې ځان ته خنډونه جوړ كړېدي .
كفار خو پریږدۍ چې مسلمان بني ادم هم كله ، كله یا خو د خپلې ځمكې او پټي عبادت شروع كړي او كله بيا د اخيستلو خرڅولو او تجارت په بندګي اخته شي ، كله د منصب او مقام په عبادت او بندګي مصروف شي ، او داسې نور ډېر څه شته چې انسان ور باندې مصروف شوېدې ، كيداي شي ور باندې پوه نه شي چې زه د غيرالله په عبادت اخته يم ولې عملا په كې ګېر وي .
يو د كاندار به فرض كړو چې په څنګ كې يې جومات دې پنځه وخته اذان پكې كېږي او په جمع لمونځ په كې ادا كېږي، كله چې اذان وشي نو په دې وخت كې د خداي د حكم او د بندګي تقاضا داده چې د لمانځه ادا كولو لپاره دې تيارې و نيول شي او اخيستل خرڅول دې بند شي ځكه چې دكاندار خو د خداي بنده دې څه د دكان او اخيستلو خرڅولو بنده خو نه دې ، خداي حكم كوي چې جومات ته ولاړ شه ، خو كه په د ې وخت كې دكاندار داسې فكر وكړي چې كه جومات ته ولاړ شم نو دكان به خساره وكړي ، خپلې هلې ځلې همدغسې جاري وساتي او دغه دكانداري يي د جومات له تلو نه منع كړي نو په دې صورت كې دغه دكان په حقيقت كې د دې بني ادم لپاره يو معبود جوړ شو كوم چې د دې لپاره د روزۍ او رزق رسولو هيڅ قدرت او توان نه لري ، دكان خو چاته رزق نه شي رسولاي ، د كان روزي رسان نه دې ، د روزۍ د رسولو یوه دروازه او وسیله ده باید سمه وکارول شی .
يو شمير دهقانان هم داسې شته چې د جوماتونو په څنګ كې پخپلو پټيو كې كار كوي هلته اذان وشي اقامت كېږي د لمانځه لپاره صفونه جوړېږي خو دغه دهقان بيا هم كار نه دروي او د پخوا په شان ادامه ور كوي، په دې وخت كي ديو مسلمان دنده اومسوْليت دا دې چې كار دې بند شي او په لمانځه كې دې ګډون وشي .
دغه پټې د دغسې د هقان لپاره په حقيقت كې يو داسي معبو د دې چې لاس او پښې يې ور ته په ډيرو كلكو زنځيرونو تړلي او د خداي بندګي ته يي نه پريږدي ، دلته د خداي د بندګي په ځاي د ځمكې په عبادت بند شو هغه ځمكه چې هيچاته هم د روزۍ رسولو توان نه لري ، كيداي شي داسې ګلۍ يا بل كوم اسماني افت ورباندې راشي چې ده ته د دې كوښښونو سره سره هيڅ په لاس ورنه شي ، او يا هم د كائيناتو د خالق له خوا بل كوم وږې تږې په شنه بوټي پسې لالهانده او سرګردانه لښكر راشي او د دي دهقان دا په زړه پورې فصلونه په ډېر كم وخت كې له كومي تېر ګړي ، انسان نه د ملخانو د لښكر د ځواب دي او نه د مرغانو او نه په ځمكه كې د نورو حشراتو .
كوم يو شاعر په يو ه دوه بيتي كې دا حقيقت داسې بيان كړ ې دې :
كه د ځمكې روزي غواړې -- په خطا فكر كې لاړې
روزي دې مقرر ده له اسمانه - پرې نه دې پښيمانه
دغه راز يو موټروان مثلا د لمانځه او عبادت په وخت كې خپل موټر نه دروي او په دې هڅه او هاند كې دې چې شپه او ورځ وچلېږي او د ځان لپاره يو څه زياته روزي و ګټي، ده هم د خـــــــــداي جل جلا له دعباد ت په ځاي د موټرعبادت شروع كړې دې .
اود ټولونه بد بخته او بد قسمت داسې خلك هم شته چې د لمانځه او نورو عبادتونو په و خت كې د دنيا په كوم مفيدعمل هم مصروف نه وي خو يا د نفس د هوا او هوس په كوم سركشه اس سپور وي او يا هم دومره سست ، كمزوري او تنبل وي چې خداي ته د سر د ټيټوني اوبندګې وخت ورباندې راشي ، تر تېر شي خو دا ترې د سره خبر هم نه شي .
عام مسلمانان خو څه چې زمونږ د زماني ډير لوي ، لوي مسلمانان هم په ډيرو وړو، وړو عملونو د بندګئ ډير لوي ، لوي حكمونه خو تر ي يا بالكل پاتي شي او يا لا اقل د تا خير او ځنډ سره مخ شي .
هر روا ، مباح آو جائز عمل چي بني ادم د خدای د بندګۍ په وخت کې د خداي د بندګي نه منع كړي د غه جائز او روا عمل هم ناروا جوړ شي .
يو شمير خلك خو يوازي همدغه لمونځ عباد ت او پوره اسلام ګڼي او كه د مسلماني كوم كار ترې كېږي نو همدغه لمونځ دې او بس ، دا سمه ده چې لمونځ د مسلمان د بندګي ډيرمهم او اساسي ركن دې او په قصدا پرېښودلو سره يي يو ښه مسلمان هم د اسلام له كړي نه وځي ، خو دا به يو حقيقت وګڼو چي دا ټول دين هم نه دې ، بلكه د پوره دين يو ه اساسي برخه ده ځكه د الله تعالي بندګي مختلف ډولونه او جدا ، جدا و ختونه لري مثلا :
د رمضان المبارك په مياشت كې به علاو ه پر لمونځ روژه هم نيول غواړي چې دا هم د اسلام په بنيادونو كې له توحيد او لمانځه څخه ورو سته د موْمن بنده د بندګي دريم مهم بنياد دې .
زكات هم د خداي تعالي په حكمونو كې ډير لوي حكم دې چې د اسلامي نظام د اقتصاد اساسي بنسټ او د مال په څښتن په معينه اندازه چې مال يي نصاب پوره كړي وي فرض دې .
او كه كوم مسلمان بيت الله شريف ته د لارې د تلو را تلو توان ولري او نور كوم شرعي موانع وجود و نه لري نو د ايمان نه روسته د لمونځ ، روژي او زكات په څنګ كې به د خداي كور بيت الله شريف ته د حج د اداء كولو لپاره ځي .
دغه د يو مسلمان بني ادم د بندګي او عبادت خورا مهم بنيادونه ، بنسټونه او اساسا ت دي ، د يو مسلمان اسلام تر هغو پوري نه شي پوره كيداي چې تر څو دغه ټول بنيادونه د فرضيت په و خت كې د ګران پيغمبر محمد مصطفي صلي الله عليه وسلم نه په را رسيدلي طريقه تر سره او قايم نه كړي .
دغه راز كه چيرته كفار د اسلامي دنيا په كوم ګوټ تېرې او تجاوز وكړي او د مسلمانانو ژوند ، حيا ، عزت او مال په خطر كې واچوي او هغوئ د خپل ځان نه د دفاع توان ونه لري په دغسي يو حالت كې بيا د دنيا د بل سر په مسلمان هم فرض شي چې علاوه پر لمونځ ، روژي زكات او حج د هغه مظلوم او فشار لاندي مسلمان نه د دفاع په غرض تور ه او ډال په لاس د جهاد د ميدان تاوده سنګر ته ودانګي او د رزق په لټون كې د خداي پاك دغه لوي ، لوي حكمونه ترك نه كړي .
ډير داسې خلك شته چې د رزق د كمېدو له وېرې د غه لوي ، لوي حكمونه پرېږدې او په داسي حال كې چې خپل ځان ښه پوره مسلمان ګڼي خو په حقيقت كې يې خپل اسلام پوره كړې نه دې او لا نيمګړې پاتې دې او څښتن تعالي بيا ،بيا په تكرار، تكرار سره دا فرمايي چې داسمان او ځمكې نه تاسوته څوك رزق دركوي ؟ خو همدغه الله [ج ] يي در كوي !
نو د هغه حکمونه و منئ او د رزق د راتلو وسیلې معبودان مه جوړوئ .