د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان ته درناوی ټولې سیمې او نړۍ ته درناوی دی

محمدانور ولید 19.10.2015 12:38

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

افغانستان هم یوه داسې پېژندل شوې لرغونې جغرافیه ده چې له نوم او خلکو سره یې په تاریخي ، کمي او کیفي  لحاظ ټوله نړۍ آشنا ده . ځکه ددې خاورې ټول اتباع کټ مټ د نورې نړۍ د خلکو په څېردي چې د انسانیت له مخې د نړۍ د نورو انسانانو ، او د ژبې ، کلتور او دین له اړخه له ځینو سره شراکت او نږدېوالی لري . ولې په سقافت اوکلتورکې بیا له نورو سره مشتراکات او توپیرونه هم لري .
خو اقتصادي زېرمو او ستراتيژیک موقعیت یې د سیمې او نړۍ پام ځانته ور اړولی دئ . ځکه خو په هر تاریخي پړاوکې ورته حماسې جوړې شوې دي . زبر ځواکونه او تمدنونه پرې تېر شوي ، تم شوي او بېرته ترې وتلي دي او له دې خاورې څخه د جیو پولیتیکي او جیو سترا تیژیکي پله په څېرد تاریخ په هره مقطع کې کار اخیستل شوی .
مګرد تمدنونو د لېږد را لېږد په دغسې روان بهیرکې چې له هرو ( اویا ، اتیا او سلو )کالو وروسته د تېر په څېر ورته تاریخونه په کې تکرار شوي ، افغانستان کله د تمدنونواوعلومو په مرکز په کې بدل شوی  اوکله هم  افغانان په کې وژل شوي ، ژوبل شوي او لوټ شوي دي . خو د سیالو خواوو په دې لوبه کې کله افغانانو خپل سرونه خوړلي او په بدل کې یې کارنامې او تاریخي ویاړونه پرې ترلاسه کړي اوکله یې هم بیا نورو ته د عبرت او آزادۍ درسونه ورکړي او د علم ډېوې یې په کې بلې کړي دي .
خو تاریخ دا ثابته کړې چې د سیمې او نړۍ امنیت او جوړښت د افغانستان په امنیت او جوړښت پورې تړلی دئ . که په افغانستان کې امنیت ؤ ، په ټوله سیمه او ټوله نړۍ کې ور سره امن شته . او که په افغانستان کې نا امني روانه وه ، نو بیا خو دا طبیعي خبره ده چې په ټوله سیمه او نړۍ کې به ور سره نا امنۍ روانې وي . که افغانستان ړنګ او ویجاړ ؤ ، نو سیمه او نړۍ هم ور سره ړنګه او ویجاړه ده . ځکه افغانستان یو داسې هېواد دئ چې د امنیت او نا امنیو دواړو ماسترکیلۍ یې خپله له زبر ځواکونو او افغان ګاونډیانو سره ده .
کله چې نړیوال ځواکونه او افغان ګاونډیان وغواړي د سیمې او نړۍ ثبات خوندي وساتي ، هغه دم ګړۍ په افغانستان کې سوله او امنیت راوستلی شي . زموږ په هېواد کې له سولې او امنیت راتلو سره جوخت په افغانستان کې بیارغونه هم کېږي ، افغانستان د خپل روغ او بې پرې مدیریت او رهبرۍ په مینځته راتلو سره د خپل کورني تولید ، زراعت او مالدارۍ ، ماشیني اوخود کفایي ژوند پرخوا خپل سالم حرکت پیلوي . د پردیو وارداتو پرځای د خپلوصادراتو څښتن کېږي او د سیمې او نړۍ له اوږو څخه د لوږې او مجبورۍ دغه دروند پېټی نور ښکته کېږي . خپل نظام خپله مینځته راوړي ، او د سیمې او نړۍ د متمدن کاروان تر څنګ خپل ځان خپله جوړوي . بیا به په هغه صورت کې د (۵۱ ) هېوادو ځواکونه پردې نه مجبورېږي چې د افغانستان امنیت تأمین کړي ، ځکه هلته به افغانانو او افغان دولت د سیمه ییزو او نړیوالو نورمونو سره سم خپل امنیت خپله تأمین کړی او سا تلی وي .
ولې ددې پر خلاف که چېرته نړیوالو او افغان ګاونډیانو په افغانستان کې د تخریب په خاطرچپه کیلي تاوکړي نو بیا خو مالومه خبره ده چې په دې هېواد کې د سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتو ترهګر ، القاعده او داعشي پېریان به په ورانکاریو لاس پورې کړي ، افغانستان به د تېرو لسیزو په څېر یوځل بیا وران ویجاړکړي او بیا به په ټوله سیمه او نړۍکې خواره شي او دکوه قاف ( قفقاذ ) تر ښاپېریانو پورې به ځانه ورسوي ، له هغوی سره به وادونه وکړي او بالآخره به پر ټوله سیمه او ټوله نړۍ باندې د یأجوجو او مأ جوجو حکمراني چلېږي .
هغوی ته بیا سپینه ماڼۍ ،کرېملین ، بیجېنګ ( پیکېنګ ) پاریس ، لندن ، تهران ، اسلام آباد ، ریاض او نوی دهلی  مطرح نه دي ، ځکه هغوی به بیا خپل ځانونه د ځمکې اصلي وارثین ګڼي . ځمکه ، هوا ، اوبه او سیمه ییزې زېرمې به ټولې د هغوی په واک کې وي .
ښه داده چې افغان ګاونډیان ، د سیمې لیرې او نږدې هېوادونه او نړیوال ټول ترهرڅه مخکې باید د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ، خپلواکۍ ، نظام ، قانون او خلکو ته د زړه له اخلاصه درناوی او ښې پېرزوینې ولري ، ځکه افغانستان ته درناوی په اصل کې د سیمې هېوادو او ټولې نړۍ ته درناوی دئ . ترڅو پرګاونډیانو ، سیمه ییزو هېوادونو او نړیوالو باندې هم د افغانانو او افغان حکومت باور پوخ شي .
تېره اوونۍ د امریکې ؤلسمشر باراک اوباما د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف امریکې ته ور وغوښت ، اوهلته به  له نوموړي غوښتنه وشي چې د افغانستان له حکومت سره د سولې په راوستو کې مرسته وکړي . باراک اوباما دا هم وویل چې ددوی ( ۵۵۰۰ ) ځواکونه به په افغانستان کې تر (۲۰۱۶ ) زیږدیز کال وروسته هم پاتې شي او دغه ځواکونه به د افغانستان په پینځو برخو ( کابل ، مزار ، هرات ، کندهار او جلال آباد ښار ) کې ځای پرځای شي . نوموړي زیاته کړه چې دوی به هېڅکله هم ترورېستانوته دا موقع په لاس ور نه کړي چې افغانستان ددوی په ځاله بدل شي . ولې دا یې ونه ویل چې ترهګر او د ترهګرو پټن ځایونه او د تمویل منابع په پاکستان کې دي ، په کار خو داده چې باراک اوباما داهم ویلي وای چې دوی به په پاکستان کې د ترورېستانو پټن ځایونه له مینځه یوسي .
اوس چې په راتلونکې اوونۍ کې نوازشریف امریکې ته په سفر ورځي ، کېدای شي افغان ؤلسمشر هم هغه هېواد ته په سفر ورشي . خو امریکایي مشرانوته څه په کار دي چې ددغو دواړو مشرانو په ورتلو سره پر پاکستان باندې فشار راوړي ترڅو وروسته له دې پر افغانستان باندې د تپل شوې جګړې په اور د ریښتینې سولې سړې اوبه ور تویې کړي . پاکستان یې نور د نا اعلان شوې جګړې خپله تېره ماضي له افغانستان سره په صداقت او ایماندارۍ باندې په عمل کې ثابته کړي . خو ددې کار له پاره امریکایي چارواکي باید پر پاکستان باندې فشار راوړي چې په خپله خاوره کې ترهګر له مینځه یوسي . ترڅو افغانستان پوه شي چې وروسته له چاسره څه ډول سوله باید وکړي .
کېدای شي د افغان ؤلسمشر غوښتنه هم له باراک اوباما او نوازشریف څخه همدغه وي چې لومړی دې پاکستان د ترورېزم ځالې ړنګې او ترورېستان دې ورک کړي ، بیا به افغانستان پوه شي چې له چا سره څه ډول سوله وشي . خو پر باراک اوباما باندې هم دا د افغانستان د خلکو او نظام دین او پور دئ چې باید پر پاکستان باندې د ترورېزم د تمویل او تجهیز سرچینې ور وچې کړي . او هم دې افغانستان د پاکستان او خپلو اهدافو څخه نه قرباني کوي . پاکستان ته دې نور امتیازات نه ورکوي . همدومره بس ده چې دا (۱۴) کاله افغانستان د پردۍ جګړې قرباني ورکړه . نور څومره د پردۍ جګړې قرباني ور باندې تپل کېږي ؟
که امریکا او متحدین یې په ریښتیا په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې سوله ییز ژوند ، اقتصادي ګټې او روغه دیپلوماسي غواړي ، نو په افغانستان کې دې له جګړې لاس واخلي او دا هېواد دې بېرته افغانانو او افغان نظام ته ورغوي . همدغه د سولې تر ټولو آسانه او رغنده لار ده .