د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مجاهد، طالب او داعش د یوې پروژې بېلابېل نومونه

سرلوڅ مرادزی 19.10.2015 12:14

مجاهد، طالب او داعش په حقیقت کې د واحدې پروژې لپاره د لویديځ د استخباراتو هغه بېلا بېل نومونه دي چې وخت او شرایطو ته په کتو سره د دوی لخوا ایښودل شوي دي. په نوې منځپانګې سره د مجاهد(۱) او مجاهدینو نوم د نړیوال سوړجنګ په وروستیو کلونو کې د انګریز او امریکا د نیغ په نیغه ملاتړ او د پاکستان په لاس د افغانستان د تاریخي موخو د بریا او په سیمه کې د پخواني شوروي د نفوذ د پراختیا په مقابله کې د یوې وسیلې پتوګه وکارول شو.
د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر نصیرالله بابر چې وروسته يي د طالبانو د پلار افتخاري نوم هم ترلاسه کړ، په پاکستان کې د مجاهدینو د لومړۍ هستې دنده او موخه داسې بیانوي« «دا ټیک ده چې په ۱۹۷۳ کال کې انجنر حبیب الرحمان بیا حکمتیار، احمدشا مسعود او روسته رباني او نور دلته راغلل. هغوی ته موږ تریننګ شروع کړ...نو د نهضت لومړنیو مجاهدینو ته له اکتوبر ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۷ پورې ما تریننګ ورکولو، په هغه وخت کې د دوی قیادت دلته و، دوی به د کابل له کالج او یونیورسټي څخه هلکان راوستل او مونږ به تریننګ ورکولو او بیا به مو خپلو خپلو ولایتونو ته لیږل، ترڅو دوی هلته نورو ته درس ورکړي. مونږ دلته دوی هریوه ته بېل بېل کارونه سپارل. رباني به شبنامې او داسې نور شیان لیکل او حکمتیار د ارتباط کارونه کول.
لیکن د داود په وخت کي مونږ داسې وکړل چې غوښتل مو داوود ته یو درس ورکړو. مونږ احمدشا مسعود پنجشېر ته ولېږه. مونږ په پنجشېر کې په مسعود باندې عملیات وکړل (۱۹۷۵ کې) ترڅو معلومه کړو چې دا کسان څومره تریننګ شوي دي. هغو عملیاتو داود ته پوره تاوان اړولی و
... بیا په ۱۹۷۸ کال کې دوی ما ته راغلل او ویل یی چې پيسې هم نشته او بل شی هم نشته، مونږ په ډېر بد حال یو ...نو ما دا وکړل چې اول مې شاه ایران ته پيغام ولیږه چې مونږ دا خلک تریننګ کړی دي، ته له دوی سره مرسته وکړه ... بیا ما دوی امریکا ته بوتلل. زه خو له صوبه سرحد څخه وتلی نه شوم، نو بیا زما یو دوست و په اسلام اباد کې، هغه هم کور جوړولو او ما هم، نو ما به دا مجاهدین د هغه کور ته ورلیږل، خو په شفر کې به مې خبره ورته کوله، ورته ویل به مې چې ګلکار درغی، نو ګلبدین به مې ورته یادوو او چې به مې ورته ویل چې د بجلي والا (برقي) درغی نو احمدشا مسعود به ورغی. د امریکا سفارت په می ۱۹۷۹ کې له دوی سره کمک شروع کړ. ما ورته وویل چې تاسو خپله اجندا او پروګرام جوړ کړۍ او ماته یی وویل چې ته هم خپل پروګرام دوی ته ورکړه.»
کله چې د لویديځ او پاکستان په ملاتړ، د جهاد له نوم او د مجاهدینو په استعمالولو، د لویدیځ نازولې ناوکۍ یانې پاکستان او خپله لویدیځ ته، د افغانستان او پخواني شوروي لخوا د دوی په ګومان او بیان د خیالي خطر مخه ونیول شوه، په افغانستان او سیمه کې د پنجاب د شوونیستي او د لویدیځ د پراختیايي موخو د پلیتوب لپاره، د مجاهد په نوم پروژه نوره له کاره ولوېده، نو دلته بیا د سیمې د توطیو د زوړګناهګار انګریز سوچ ته اړتیا وه چې زړې پروژې ته د وخت او حالاتو سره مناسب نوی نوم وپنځوي او بلخوا د دغو نووکیانو په لاس چې د طالب نوم پرې کېښودل شو، د هغو مجاهدینو چې د پروژې د پلیتوب په مهال يي دلته هلته د دوی نافرماني کړې وه، غوږونه هم ورتاوکړي.
بېنظیربوټو په ۲۰۰۰ کال کې د فیګورو نومې خپرونې سره په مرکه کې ویلي وو« د طالبانو غورځنګ د انګلیس په فکر جوړشوی چې عربانو مالي مرسته کړې او پاکستان يی په پلیتوب کې ملاتړ کړی دی»
په دې توګه زړې پروژې چې د طالبانو نوی نوم يي ترلاسه کړی وو، افغاستان او سیمې ته د امریکا په مشرۍ د راتګ لار هواره کړه. د القاعده مشر بن لادن چې د استوګنې او ټکولو په پلمه يي لویدیځ په خورا غورو فش افغانستان ته تشریف راووړ، سر يي د پاکستان په ایبټ اباد کې وخوت، خو پاکستان ته په دې اړه هیڅ هم ونه ویل شول، لا ونازول شو او د تاریخي چوپړ په اجوره کې يي ورته د ډالرو کڅوړې څو چنده کړې!
افغانستان کې د دې لپاره چې په ډاډه زړه پاتې شي، احتمالي خنډونه او بدګمانۍ لیرې شي، نو د طالب او مجاهد ترمنځ، د مار او نولي جګړه يي راپیل کړه. جهادي مافیا چې د نړۍ له هره ګوټه يي غوږنیولې راوسته او د کابل پر تخت يي وټومبله او طالب يي هم چې دوی پخپله له حکومته شړلی او ځغلولي وو، له سره په نوې جګړه کې سره راښکېل کړل. د مار او نولي د دې جګړې په پایله کې په افغانستان او سیمه کې د دوی پښې ټینګې شوي.
له افغانستانه د پخواني شوروي جمهوریتونو یانې د منځنۍ اسیا، چین او احتمالآ د ایران په لور عملیاتو کې د زړې پروژې یو نوي نوم ته بیا اړتیا پېښه شوه، چې هغه نوم داعش راوخوت. داعش چې په حقیقت کې د مجاهد او طالب استحاله(Metamorphose) ده، د سیمې هېوادو د څار او د دوی په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او جګړې لپاره رامنځته شوی. داعش دنده لري، له پاکستان پرته چې د لویدیځ د تاج غمی او د سرو ګوته ده، افغانستان او د افغانستان په ګاونډ کې پراته هېوادونه د لویدیځ لپاره له پښو راونیسي. دا هېوادونه به لکه د مجاهد او طالب د پیر افغانستان، په کورنۍ جګړه کې راښکېل کړي، کله چې دغه هېوادو کې کورنۍ جګړه توده شوه او دولتونه يي ړنګ شول، لږ وروسته به بیا لویديځ د امریکا په مشرۍ دغو هېوادو کې، نړیوال امنیت ته د ګواښ او د بشري حقوقو د خوندیتوب په پلمه ورودانګي او د نړۍ دغه ناامنه سیمه به په اصطلاح په امن کې راوړي!
د دې لويي ډرامې مشري به د پخوا پشان امریکا او لویدیځ مخته وړي، پاکستان به لکه د بېنظیربوټو په وینا د دې پروژې په پلیتوب کې برخه اخلي او د ډيورندکرښې پورې غاړه پښتانه او په بره غاړه افغانان به د داعش په نوم د پلی لښکر دندې ته اړویستل کیږی او جنګیږي به!
افغانستان به د جګړې میدان او سنګر وي او جګړه به له دې ځایه ټولې سیمې ته پراخیږي.
بېځایه نه ده چې د پورته ادعا د روښانتیا لپاره د پاکستان د یوه پخواني وزیر وینا دلته رانقل کړو:
«د پاکستان دکورنیو چارو پخواني وزیر رحمن ملک له ng تلویزون سره په ځانګړې مرکه کې وايي: د داعش مشر ابو بکر البغدادي د مرکزي حکومت تر څارنې لاندې پوره شپږ میاشتې په قبایلو سیمو کې روزنه تر لاسه کړې ده. ملک وايي: داعش په پاکستان کې شتون لري، لشکر جهنګوي او تحریک طالبان پاکستان ورسره پوره همکاري او مرسته کوي. نوموړی زیاتوي، پاکستاني طالبان کمزوري شوي دي ځکه د دوی پخواني ویاند شاهدالله شاهد له داعش سره د یو ځای کېدو پریکړه کړې وه. رحمن ملک وايي: د پاکستان په ستر صنعتي ښارکراچۍ، پښتونخوا، قبایلي سیمو کې داعش شتون لري او حکومت پرې ښه خبرهم دی. روهي بریښناپاڼه»
بلخوا که په افغانسان کې د داعش د نفوذ د پراختیا په اړه د لویديځ تبلیغاتي کرونولوژي وڅارل شي، ورځ تربلې د پراختیا په حال کې ده. دلته يی د څو تازو پېښو بېلګې رااخلم:
تېره میاشت د سیپټمبر په ۲۴ مه، امریکايي چارواکي وايی« افغانستان کې د داعش د نفوذ پراختیا جدي ده. د امریکا په یوه مشهور تلویزیوني پروګرام کې دا مسله په افغانستان کې د امریکا د یوه استخباراتي چاروکي له خولې خپره شوې ده.
دغه ټلویزیوني خپرونه چي د جوزیف جي ټو Joseph Farah’s G2 Bulletin. پروګرام دی او د امریکا په کچه ډیر شهرت لري، د نوموړي چارواکي له قوله چې نوم یي پټ ساتل شوی، وايي طالبان د ملا عمر له مړینې وروسته په دوو ډلو ویشل شوي چې یو شمیر يې د داعش پلوي کوي او داعش ډله به زموږ د سرتیرو له وتلو وروسته په څو ورځو کې تر کابله ورسېږي. تاند»
همدارنګه ملګرو ملتو هم د سیپټمبر په ۲۵ مه، یو راپور خپور کړ. له دې راپور سره سم، داعش یا د اسلامي دولت ډله د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۵ ولایتونو کې د پرمختګ په حال کې ده. د راپور له مخې داعش ته په افغانستان کې د اوښتونکو کسانو یا له دې ډلې سره د خواخوږو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
د اکتوبر په ۶ مه، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپورله مخې، جنرال جوزیف کېمبل، چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قومندان دی، د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل:«دې ډلې سر راپورته کړی، عملیات یې پیل کړي او د دې هیواد په ختیځ کې یې پر یوه ځانګړي ښار تمرکز کړی دی. یاني دا چې داعش غواړي ننګرهار پخپل اصلي مرکز بدل کړي!
جنرال کېمبل د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې د اسلامي دولت وسله واله ډله د پاکستان پولې ته نږدې د افغانستان په ختیځ کې تر ډېره په ننګرهار ولایت کې متمرکز ده. دا ډله د پاکستاني طالبانو د غړیو په خپلولو سره د پراختیا په حال کې ده.
د واشنګټن پوسټ پر اساس کېمبل وویل چې پاکستاني طالبان تر ډېره د پاکستان په قبایلي سیمو کې عملیات کوي.»
د اکتوبر په ۱۳ مه، نیویارک ټایمز لیکي: «په افغانستان کې د داعش نفوذ په پراختیا دی. کله چې تېر کال راپورونه خپاره شول چې داعش په افغانستان کې سر راپورته کړی، چا ورته توجه ونه کړه، خو اوس د دې ډلې خطر له کنټروله د وتلو په حال کې دی.
د افغانستان د ختیځو ولایتونو اوسېدونکي وايي چې دوی نه پوهېږي چې له داعشیانو سره څه وکړي. د دوی په وینا اکثره داعشیان هماغه خلک دي چې تر پرونه طالبان ول. په دې توپیر چې د داعش په جامه کې لا ډېرې پیسې، وسلې او امکانات لري. اوازې دي چې داعش خپلو جګړه مارو ته د ۴۰۰ – ۵۰۰ ډالره معاش ورکوي. په افغانستان کې چې بې روزګاري او بېوزلي خورا زیاته ده دا ډېرې زیاتې پیسې دي.
موجوده حالاتو کې افغانستان او په نږدي راتلونکي کې ټوله سیمه د لوی ګواښ سره مخ ده. په دې لوبه کې جهادي مافیا، طالب او داعش د شیطاني ځواکونو لخوا د وسیلې پتوګه کارول کاریږي. بلخوا په پای کې به د دغو تورو ځواکونو ډیری برخه داعش ته وروڅڅیږي.
په داسې حال چې دې خونړۍ لوبه کې، افغانان او د سیمې ولسونه یرغمل نیول کیږي ؛ د ژغورنې لپاره د سیمې د دولتونو او ولسونو ترمنځ د نږدیتوب او ګډو هڅو اړتیا زیات ارزښت پیداکوي!
مخکې له دې چې وخت له لاسه ووځي، افغانان او د سیمې هېوادونه باید د جهادي هیولا، طالب او داعش په وړاندې په یوه لیکه کې سره یوموټی شي!
یادونه:
(۱) د لته د هېواد د تاریخ د هغو مجاهدینو ځای او ویاړ بېل او جلا دی چې په سرښندنو سره يي د مغلو او یا د انګریز په وړاندې درې ځلي جګړه کړې او یا يي د خپلو وینو په بیه د هېواد خپلواکي ګټلې ده.
پای