د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خټو باچا

توریالی ملیار 18.10.2015 14:52

چا به وي منځ یې له سرو ډک دی، چا به ویل چې لرغونپوهانو ویلي له یاقوتو ډک دی چا به لا ویل تر خټین پوښ لاندې پکې پړکیدونکي الماس دي، چا به ویل تر خولې له مرجانو ډک دی.... په اړه یې اوازې دومره ډېرې شوې چې هر چا کوښښ کاوه، دغه ستره متاع تر لاسه کړي، یوې ډلې چې تر نورو یې ځان غښتلی باله دغه د خټو باچا د خپل ځان وګاڼه وې موږ هم پیاوړي او هم ډير یو نو باچا زموږ دی، نورو بیا خپل دلایل ویل یوې ډلې ویل اول ځل موندلی موږ دی ځکه زموږ حق جوړيږي بلې ویل دغه ځمکه زموږ د ډلې ده نو بل څوک یی نشي را نه وړلای.... له همدې اخ وډب سره د خټین باچا ارزښت ورځ تر بلې ډيریده او هلته شته قبیلو یې د ترلاسه کولو لپاره یو بل ته غاښونه چیچل.

څه وخت چې تیر شو نو ناندرۍ د جګړې تر پولې ورسېدې او قبیلو په خپلو کې یو بل تر جاغوسره ونیول، جګړې زور وخیست ځوانان پکې له منځه ولاړل، ښار له وینو او ویرونو ډک شو او هرې ډلې کوښښ کاوه چې د خاورو باچا خپل کړي کله به یوه ډله د خټو باچا ته نږدې شوه او کله بله.
په جګړه ډير وخت تیر شو خو باچا د چا نه شو، اخر د ډلو او قبیلو مشران په یوه خبره سلا شول او د سیمې یو حکیم یې ددغې لانجې د غوڅولو لپاره غوره کړ.

حکیم له ټولو قبیلو وغوښتل چې یو- یو کس د استازي په ډول ور وپيژني، همداسې وشول او حکیم د قبیلو له استازو سره د خټو باچا لویې سمڅې ته ننوت باچا له یوا انسان څو برابره لوی او دنګ ولاړ و، ټول ترې چاپيره کیناستل او پريکړه یې دا وکړه چې د باچا سر د یوې قبیلې یو لاس یې د بلې او بل لاس یې د بلې همداسې یې د باچا ټول غړي په سیمه کې په شته ډلو او قبیلو وویشل. ټولو د حکیم خبره ومنله او ایله د ښار خلک له جګړې او ورانیو خلاص شول.

هرې ډلې د شکر ادا کولو لپاره ګڼ څاروي حلال کړل د سمڅې له مخې سره یې سازونه وغږول او د خوښیو جشنونه یې جوړ کړل، چې د بخت باچا له غړو ورته یو څه ورسیږي، د باچا د و یش وخت را ورسېد لومړی د هغې قبیلې د مشر وار و چې د باچا سر یې په پچه رسیدلی و، یو ځوان د باچا سر ته زینه کیښوده د باچا لوی سر یې په تبرونو ترې را جدا کړ، خو چې را ولوېد نو، نه پکې سره و او نه یاقوت او مرجان د باچا سر یوازې له کلکو خټو جوړ و همدا ډول په نوبت د نورو قبیلو مشرانو هم د باچا خپله خپله برخه پرې کړه مګر هیچا ته هم څه شی، په لاس ورنه غلل او باچا سر تر پایه له خټو جوړ و.

په پای کې ټول پښیمانه وو چې ولې به مو خپلو کې جنګونه سره کول او ولې مو دومره ځوانان ددغه بې ارزښته څيز لپاره قرباني کړل.