د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټولنیزو ستونزو له منځه وړل

عبدالرقیب سایل 17.10.2015 14:38

ټولنیزې ستونزې هغه ستونزې دي چې ټولنه مو زیانمنوي او د پرمختګ مخه مو نیسي، او هر اړخېزې کېنې او بغاوت ته موهسوي، لکه د قانون نه پېژندل،ناوړه دودونو راېجول،حق حقدار ته نه سپارل،نشنلېزم(قومیت) پالل،تورتم،ظلم زور زیاتی،او په لوړه کچه فساد دا هغه څه دي چې ټولنه اغېزمنوي او ټولنپوهان یې ټولنیزې ستونزې ګڼي چې لمنځه وړل یې اړین دي ځکه نو تر کومه به پدغو ستونزو کې اخته وو.
څوک ټولنیزې ستونزې له منځه وړلی شي ؟
ټولنیزې ستونزې عالمان، روښان فکران، ځوانان ، او حتی ښځې او ماشومان هم کولی شي چې له منځه یې یوسي؛ځکه که څوک قانون په سمه بڼه وپيژني نو هېڅکله ستونزه نه جوړوي؛او یو بل ته د ورورګلوی لاس ورکړي،یو بل ، له کړاونو وژغوري او د ښې ټولنې په جوړولو کې سره یو ځای کار وکړي؛ هغه پخوانی کرکه او ناپوهي له ذهنه وباسي ، وطن خپل وطن وګڼي او د وطن ورانېدل د خپل کور ورانېدل وګڼي نو ښکاره ده چې د ستونزو په نوم به څه موجود نه وي .
لاندې یولړ قواعدو ته مو پاملرنه غواړم
دیني او اخلاقي قواعدو ته پاملرنه : دا چې دغه قواعد د لوی ذات الله تعالی له خوا په کتبي بڼه وضعه شوي دي اوهمدارنګه د سرور کاينات حضرت محمد (ص) هغو سنتونو منل هم عقیدتا ضروري دي چې له یوې خوا د دارینو خیر او ګټه ده او له بله خوا به په ټولنه کې له دغو ستونزو څخه خلاص یو.
قانون او حقوقي قواعدو ته پاملرنه : څرنګه چې اساسي قانون د اسلامي او دیني قواعدو په رڼا کې جوړ شوی ده. تر ډیره د عامه نظم او عدلت په ټنګښت کې رول لري،باید لمړی خلکو ته په سمه توګه وروپیژندل شي تر څو ترې خبر ووسي ځکه بیا د جرم په ترسره کېدلو کې د قانون څخه نه خبرېدل، مجرم معذور نه ګڼل کېږې. قانون په پېژندنه ډير کتابونه لېکل شوي دي خو د یو اصل په توګه قانون ته پاملرنه څه چې عملي کېدنه اړینه ده.
عرف او اداتو ته پاملرنه : عرف او ادات په ټولنه کې هغه ارزښتونه دي چې له مخي یې لوې لوې ستونزي حل و فصل کېږي کله کله ددې قواعدو له مخي ټولنیز موجودات انسانان یو بل ته په احترام قایل کېږي . د ډېر وخت لپاره په ټولنه کې شته ناوړه دودونه د دغو عرف او اداتو له مخي په ټولنیزو ستونزو هم بدلیږي لکه د کلتوراو فرهنګ له مخي چې په سېمه کې د دې قواعدو په بنا ځينې عدلي جرګې دایریږي او جرګه کونکي بي موجبه له پیښه کونکو څخه پیسې اخلي.په پایله کې د جرګه حل وفصل کوي ځینې دغه بیسې په خپله نفعه هم استعمالوي .
خو دغو سراسري ستونزو د حل په موخه د ښو اذهانو روزل مهم دي چې هر څوک وي باید دغه ستونزې درک کړي او د حل لارې یې پیدا کړي؛ بیا په ولس کې یوه مفکوره خپورول او مبارزه کول دا او دې ته ورته نورو کړنو په ترسره کولو کې فرهنګي،علمي او د روښان فکرانو بنسټوټه ډير څه کولی شي .
په کور کې د کلي په مسجد،ښونځي کې او بیا په پوهنتون کې ماشوم،زده کونکي او محصل ته داسې روحیه ورکول چې د ځان د اصلاح برسیره د نورو په اصلاح کې ډيره هڅه وکړي.
نو که پورتني کارونه او وړاندوینې په سم ډول اجرا شي نو ټولنیزي ستونزي به له کومه پیدا شي،خو په ګران هېواد افغانستان کې دوه ملي ژبو ته په بیلا بیل ډول کار کېږي،نور ګاونډ هېوادونه هم دلته خپل مفاد په نظر کې نیسي او د دغو ستونزو سره یې مواجه کړي یو. پکار داسې ده چې ؛ که په هېواد کې هر نژاده،هرې ژبې او هرې بڼې درلودونکی وي باید خپل وطن یو کور وګڼو نورو ته د دې حق ورنه کړو چې خپل دوه وروڼه په جنګ واچوي،خپل هېواد په خپله او په شریکه له دغو ناوړه ستونزو څخه وژغورو،د نورې دنیا خلک تر اسمانه او تر سپوږمیه ورسېدل موږ افغانان لا همغه فکر کې ډوب یو چې دا پښتون ده دا تاجک ده او دا ازبک، هزاره ده .
نو د یادو ستونزو په لمنځه وړلو کې د ټولنې ټول افراد برخه لرلی شي خو دوی دغه مسولیت نه احساسوي او ورته پاملرنه هم نه کوي د هر وخت لپاره موږ خپل احساس نه داچې راژوندی بلکه وژلی مو دی،نه دا چې ټولنیزي ستونزې له مینځه یوسو بلکه د خپلو فردي عوایدو په خاطر مو د درنې ټولنې ارزښتونه په خپله تر پښو لاندي کړي دي .