د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ثبات د افغانانو هیله!

سهراب ویسا 16.10.2015 12:11

افغانستان په غرونو کې کلا بند ېو غرنی هیواد دی چې 1/3 برخې څخه یی زیاته برخه په غرونو پوښل شوې ده. د غرونو دا لړۍ له یوې خوا د همالیا او له بلې خوا د لودیځې اسیا غرونو سره تړلي اړیکي لري، د دې هېواد سهېلي او سوېل ختیځې سیمې هوار ډاګونه او ځمکی لري، په افغانستان کې تر ټلو هسکه ساحه د  نوشکا څوکه ده چې د سمندر له سطحې څخه ۷۴۸۵ مېتره (۲۴۵۵۷ فوټه) لوړه پرته ده، د افغانستان جغرافیایی جوړښت له نظره ډیرۍ سیمې وچې دي او د تازه اوبو زېرمې په کې لږ په سترګو کیږي.
د افغانستان فزیکې جغرافیه او اقلیم د ځمکې لوړوالي، ژوروالي د تاریخ په اږدو کې د هېواد په سیاسي او اقتصادې وضعي ژور اثر کړی او د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ ډیرو زور واکو په افغانستان باندې یرغلونه کړي، افغانستان یې له خاورو سره خاورې کړي چې اثرات یې تر نن ورځي حس کیږي او زمونږ هیوادوال ورسره زوریږي، خو له بده مرغه تر نن ورځې پوری داسي ېو منظم دولتي نظام په افغانستان کې نه دی جوړ شوي چې له مخې یې زمونږ هیواد د پرمختګ په لور روان شي، که ښه ځیر شو په نړۍ کې تر ټولو شاته پاتې هیواد افغانستان ګڼل کیږي او دا خبره د نړۍ خلکو ته هم ثابته شوي چې افغانستان په هره برخه کې شاته پاتې هیواد دی، خو مهمه موضوع چې په نړیواله سطحه باید غور او تمرکز پرې وشي هغه د افغانستان د رغونی او بیا جوړوني موضوع ده، د دي موضوع د کار پیل څپرکۍ په افغانستان کې د ثبات،امن راوړل دي، چې تر نن ورځي پورې زمونږ هیوادوال په دي برخه کې ناکامه پاتې شوي.
که د امن او ثبات پر سر و غږیږو نو تر ټولو مهمه خبره به دا وي چې زمونږ هیوادوال باید د علم او پوهي رڼا پسی وګرځي یعني پوهه د ثبات او امن راوړلو لومړی ګام دی چې تر ډیره حده افغانان له دي ګام څخه محروم پاتي، که دننه په هیواد کې د پوهي په برخه کې پانګه اچونه وشي او منظم ادارې پلانونه ورته جوړ شي نو ډیر ژر به زمونږ هیوادوال د خپل هیواد په ثبات کې مثبت رول ولوبه وي، ځکه چې زمونږ په هیواد کې د ځوانانو تعداد زیات دی او اکثریت ځوانان د پوهی رڼا څخه محروم پاتې، او همدا ځوانان دي چې نن سبا د دښمن له خوانه تشویق کیږي ترڅو دننه په هیواد کې د طالب په نوم پاڅون وکړي او خپل هیوادوال و زوره وي، همدا ځوانان دي چې نن سبا د داعش په ګروپونو کې يې هم ونډه اخیستي او خپل هیوادوال ځپي، دوی سره بله د حل لاره نشته، دوي ته باید د حل لاره پیدا شي، اما دا د دولت دنده ده چې د دوي لپاره د حل لاره پيدا کړي، دا چې زمونږ دولت د دوي لپاره څنګه د حل لاره پیدا کوی دا زمونږ لوړپوړو او با تجربه دولتې چارواکو پورې اړه لري او په دې برخه کې باید تبلغ وکړي ترڅو هغه ځوانانو ته جوته شي چې هیواد پرمونږ څومره حق لري، او دننه په هیواد کې مونږ او زمونږ ناموس، زمونږ حقوق څومره خوندي وي! په دې برخه کې باید زمونږ دولت تبلیغ وکړي ځکه د افغانستان په کچه اکثره افغانان ېوي خبرې ته اړتیا لري چې لومړی خپل ځان وپيژني او بیا خپل هیواد، همدا مهال  د هیواد په لرو او پرتو سیمو کې ډيری داسي ځوانان شتون لري چې د هیواد د ازادی ورځ نه پيژني او په دې هم نه پوهیږي چې افغانانو ازادې څنګه لاسته راوړي! د ازادې مفهوم څه ته وايي! دا چې افغانستان د نړۍ په سطحه ېو مستقل هیواد دی، د دي قدر څنګه وکړو، په داسې ډیرو مهمو موضوعاتو زمونږ اکثریت ځوان نسل پوهه نه لري، د دوی مفکورې داسي جوړي شوي ترڅو د هیواد روان دولت په وړاندې پاڅون وکړي، او هر نا مشروع کار چې یې له وسي پوره وي هغه کوي، دا ځکه چې دا ډول ځوانان نا خبره دي، له ېوي خوا خو د علم له رڼا څخه شاته پاتې او له بل اړه نه خپل ځان پيژني او نه هیواد، زما په اند دا تر ټولو مهمه موضوع ده چې د هیواد پيژندنې په برخه کې باید هیوادوالو ته تبلیغ وشي ترڅو زمونږ ناخبره ځوانان د خپل هیواد قدر و پيژني او په ځان رحم وکړي، او په اوسني وخت کې به دا د ثبات او امن راوړلو په برخه کې ېو مثبت ګام وي.
د راتلونکي او روان نسل لپاره دولت باید داسي ېو منظم پلان جوړ کړي چې خلک لومړی ځان وپيژني او بیا خپل هیواد و پيژني، دا ډول درسونه باید له جماعتونو، ښونځیو، رسنیو څخه پیل او په لوړو زده کړو کې ورته هم ځای ورکړل شي، تر څو زمونږ ګران هیوادوال چې هیواد یې په لوړو او ښایسته غرونو کې کلابند ېو هیواد دی او هر ډول نعمتونه په کې خوندي دي، له دي نه خوند واخلی او خپل هیواد ورته د کور په شان ښکاره شي چې د هوسا ژوند ځیرمه وګرځي.