نوی ژوند
16.10.2015 11:06د غرو لمن کې سرو خاټولو د صحرا ته ګورم
ښکلي انځور کې د خلقت ښکلې دنیا ته ګورم
عطر د شنو پټو خواره فصل د ژوند نوی شو
په ګلخانه کې د هستۍ ګل او بورا ته ګورم
اورم سرود د پاکې مینې د نغمو څپې دي
زلفې د یار شوې په ګډا زه يې نڅا ته ګورم
غږ د ساربان اورم کاروان د مسافرو راغی
کډه د میني راروانه د امېد نوې رڼا ته ګورم
ماته سینه شوه د کنګل د لمر په ګرمو وړانګو
اوبه روانې د رحمت ویالو صفا ته ګورم
رنګرېز بیا وشیندل رنګونه په ګلشن د ازل
ډالۍ د ژوند ته په ثنا لوېې سخا ته ګورم
مستي په زړونو کې ګرمي د محبت خوره ده
د طبیعت پر مخ هنر د کبریا ته ګورم