د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ازاد د مدني مبارزې رښتيني څېره

سردار محمد همدرد 15.10.2015 12:47

شهيد قاضي محمد اسماعيل ازاد د مدني مبارزې هغه رښتيني څېره ده چې، ساری يې ډېر کم ليدل کيږي. که څه هم په افغانستان کې مدني هڅې او مبارزه ډېره مخينه لري، خو د مدني ټولنې له نوم او اصطلاح سره خلک  تر ډېره  نا اشنا دي.
په وروستيو کلونو کې چې افغانستان د نوې پرمختيايي نړۍ پر لور ګامونه پورته کړل، مطبوعات رامنځته سول، ورسره سم ځينو فعاله او ويښو ځوانانو بېلابېلې ټولنې جوړې کړې او مدني هڅې يې پيل کړې چې ځينو سمو او پر ځای مدني ټولنو او د دغه ټولنو غړيو او د دوی کارونو ښې پايلې ورکړې او تر اوسه يې کارونه سم دي خو ځينې بيا د مدني ټولنو له نوم بده ګټه واخيسته، چې ټولنې يې تر ډېره پروژه يې وې، د يو چا لپاره يې کار کوه چې اوس هم دغه ډول ډېرې ټولنې شتون لري چې موږ  او تاسو يې خپله وينو او له ولس نه سي پټېدلی.
رښتيني مبارزه او مبارزين هيڅوک نه هېروي، د دوی کارونه هر چا ته څرګند وي، زموږ په ټولنه کې اوس هم ډېری ځوانان او د وېښ ضمير خاوندان سته چې پاکه مبارزه کوي او له پاکې او سپېڅلې مبارزې يو ډول خوند اخلي.
د دغه پاکو مبارزينو په کتار کې يو هم ارواښاد قاضي محمد اسماعيل ازاد و، نوموړی د مدني مبارزينو رښتينی استازی و، کومې تمې او هېلې چې له مدني ټولنو او مدني فعالانو کيږي هغه صفتونه ټول په قاضي محمد اسماعيل ازاد کې موجود و، هر وخت يې د ولس د حق لپاره مخامخ، رسنيو، ګردي مېزونو، غونډو، ولسي لاريونو او پاڅونونو کې فعاله ونډه اخيسته او تر بل هر چا به مخکې حاضر و.
نوموړي يو پاک شخصيت درلود، که څه هم له غريبې کورنۍ څخه و، په مادي لحاظ يې څه نه لرل خو خدای ج ښکلی معنوي ژوند ورکړی و، فکر يې سم و، د خلکو لپاره ډېرې هېلې، ارمانونه، تمې او اميدونه لرل. د هر ظالم په مخکې به يې پوره جرآت خبرې کولې او د دې ولس روا حقونه به يې ترې غوښتل، پر نيمګړتياو به يې نيوکې کولې، ملي ارزښتونو او ملي شتمنيو ته ژمن و، خوا يې پرې بدوله، اسلامي او کلتوري ارزښتونو دفاع او ساتنه يې موخه وه، چې همدغه ټول د يو پاک مدني فعال صفات دي.
همدغه سپېڅلتوب زه له شهيد قاضي محمد اسماعيل ازاد سره اشنا کړم.
نږدې درې کاله وړاندې چې مو کله هلمند کې د هلمند مدني ټولنې بنسټ کېښود، نو سملاسي يې زنګ راووهه، مبارکي يې راکړه، ويې هڅولم، د ژر ليدو هېله راڅخه وکړه چې بايد ووينو.
څه موده وروسته زه پلازمېنې کابل ته ورغلم، هلته مو سره وليدل، ټولې خبرې يې پر مبارزې، يووالي او رسالت باندې کولې، تر ټولو لومړی يې راته وويل: پاکه او سپېڅلې مبارزه وکړئ، ټولنه مو له هر ډول معاملو پاکه وساتئ، د هيچا ګوتڅنډنې ته مه وارخطا کېږئ، په دې سره به له يوې خوا  تاسو بريالي ياست او بل پلو به درباندې ولس باور پيدا کړي. څه موده وروسته هلمند کې د وخت د ادارې لخوا د هلمند مدني ټولنې ځينو غړيو ته ګواښونه وسول، رسنۍ راباندې وتړل سوې، په ځانګړي توګه د هلمند ملي تلويزيون. زموږ اواز او خبرونه به يې نه خپرول، شهيد محمد اسماعيل ازاد راته وويل، له هيچا مه بېرېږئ، موږ درسره يو، ستاسو مبارزه به حتماً ځای نيسي.
په ډېرې خواشيني سره بايد ووايم چې ازاد صيب اوس زموږ په منځ کې نسته، هغه شهيد سو، هغه خپل ډېر ارمانونه او هېلې چې د دې ولس لپاره يې لرلې قبر ته يوړې. زه د هغه له مرګه په داسې حال کې خبر سوم چې له هېواده د باندې وم.
دا چې ارواښاد قاضي محمد اسماعيل ازاد پاک مبارز انسان و، د خدايي خدمت روحيه پکې ژوندۍ وه، له ټولو مدني بنسټونو او مدني فعالانو هېله کووم چې د نوموړې هېلې او ارمانونه چې هغه د دې ولس لپاره لرل، بايد پوره يې کړي، د هغه په څېر مبارزه دې وکړي او پر پل يې پل کښېږدي.
د دغه ډول مبارزينو او پاکو مدني فعالانو ياد به تل ژوندی وي او مبارزه او فکر به يې د دې ټولنې او ولس پر ذهنونو او فکرونو خپور وي.
د ارواښاد قاضي محمد اسماعيل ازاد پر ګور دې نُور سي.