د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نه بدلون ۵۰ دلایل

سمون ګردیوال 15.10.2015 12:44

1. دا لوړ الوتل دي (خیالي دي)
2. وسایل او لوازم نلرو
3. ناشونې ده
4. ګران دی
5. دا په هوا کې د مرغانو رانیول دي
6. چا له ما نه دي غوښتې
7. د دې لپاره مو لګښت په پام کې نه دی نیولی
8. زما د صلاحیت د چوکاټ نه بیرون ده
9. دا د بل چا مسؤلیت دی
10. دا کار نه کوي
11. دا به خورا ډیر وخت ونیسي
12. دا چانس مونږ نشو خپلولی
13. دا مو ناهیلې کوي
14. په دې شکل مو مخکې هم کړي وو
15. دا ډیره پیچلې ده
16. زما لپاره پکې څه دي
17. څوک به یې تمویل نکړي
18. فکر نه کوم چې زما مشر به یې خوښ کړي
19. دا ډیر سیاسي دی
20. پایله یې ښه نه ښکاري
21. دا د پالیسۍ خلاف ده
22. د دې لپاره مونږ ډیر مراحل او سطوح لرو
23. څه چې مونږ کوو هغه سم دي
24. دا د تطبیق وړ نه دي
25. مونږ په دې باره کې هوکړې ته نشو رسیدلی
26. دا زما دنده نه ده
27. دا ډیر فکر ته اړیتا لري
28. فکر کوم دا به ډیر خطر ولري
29. د دې د ترسره کولو لپاره خلک نلرو
30. مخکې مو هم همداسې یو هڅه کړې وه
31. دا د رواج او معمول خلاف ده
32. څه چې اوس کوو هغه خلکو ته د منلو وړ دي
33. یوې بلې څانګې هم ورته هڅه کړې وه
34. مونږ به لارښوونو ته منتظر شو
35. دا ستونزه زمونږ نه ده
36. زمونږ مکلفیت په دې برخه کې روښانه نه دی
37. دا هسې خوب دی
38. د دې لپاره کافي وخت نلرو
39. زمونږ لوری یا جهت په دې برخه کې روښانه نه دی
40. که وشي هم ګټه به یې نه وي
41. دا زمونږ په اداره کې کار نه کوي
42. ښایي او یا هم ښایي نه
43. دا د و خت ضیاع ده
44. کله مو مخکې داسې نه دي کړي
45. زه باید پوره څیړنه وکړم
46. زه یې کولای شم خو ......
47. زه یې منم خو نور یې نه مني
48. مونږ په همدې حال کې خوښ یو
49. لا یې وخت نه دی
50. له دې سره مو کار نور هم زیاتیږي