د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بې وسه او که بې کسه غني؟

سمیع الله صدیق 13.10.2015 12:12

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

ولسمشر غني د کمپاینونو پر مهال تل دا خبره تکراره وله چې په کار پوه او متخصصه کابینه به جوړه کړي او د خلکو په دستارخوان کې به مثبت بدلون راولي،خلکو هم زیات امیدونه درلودل او په یو غږ یې د فقیر غني ملاتړ وکړ،ځکه فقیر غني چې نه یې وسله واله ډله درلوده او نه یې هم په کابل کې داسي بلډنګ درلود چې د کوڅې تر پایه یې پر ګاونډیانو سیوری پروت وي.
تر یوې اندازي د خلکو هیلې بې ځایه نه وې ځکه په غني کې یې دا وړتیا لیده چې له خپلو تجربو څخه په ګټه اخیستو سره به د هیواد لپاره یو څه وکړې،دا چې د افغانستان اقتصادي او امنیتي حلات په بهرنیو اړیکو متکي دي نو ښاغلی غني د نوماندانو په منځ کې یواځینی نوماند و چې د نړیوالو په ژبه تر نورو ښه پوهیدو او په نړیوالو ادارو کې یې د کار ستره تجربه درلوده.
خو د (جانکېري) په مصالحه د فیفټي فیفټي(٪۵۰/۵۰)حکومت په رامنځ ته کیدو سره د خلکو هیلې ټکنۍ شوي،اوس نو غني کولای شي خپله برخه کابینه تخصصي جوړه کړي او په هغه کې هم باید د مقابل لوري موافقه واخلي،باقي کابینه د مخالف ټیم کار و چې څوک ټاکي،او یا شاید دا د ښاغلي غني لپاره لویه پرده وه چې خپل ټول مسؤلیتونه په همدې استدلال سره خلاصه کړي چې حکومت نیمی شو او زما د تخصصي اداري د رامنځته کولو فرصت له لاسه ولاړ.
په هر صورت د ملي وحدت په حکومت کې د داسي تخصص لیدل نه تنها د هیوادوالو لپاره بلکي د نړیوالو لپاره هم شاید ډېر جالب وي چې د بهرنیو چارو وزیر دې د حکومت په مخالفه او موافقه جبهه کې ولاړ وي او د دیپلوماتیکو چارو تر څنګ دې د امنیتي چارو په برخه کې ولایتونو ته سفر وکړي.
په داسي حال کې چې په نړۍ او سیمه کې حلات فوق العاده بحراني دي، د افغانستان په اړه نړیوال ډیپلوماټان په هره ناسته کې څرګندوني کوي، روسیه د سوريې تر څنګ د افغانستان په شمالي سیمو کې د هوایې بریدونو د احتمال خبرداری ورکوي، خو د ملي وحدت د حکومت د بهرنیو چارو وزیر د هیواد په شمال شرقي ولایتونو کې د ملیشه یې ځواکونو په جوړولو او نظامي چارو بوخت دی.
ښاغلي غني پر دې فکر نه و کړی چې که غواړي متخصصه کابینه جوړه کړي نو د حزبي ډلو ټپلو له چوکاټ څخه بهر خلک به وزیران ټاکي او دا کار په افغانستان کې تر یوې اندازي ستونزمن دی،خو د ښاغلي غني دومره انعطاف چې د جان کېري او غرب په لومړي تحدید له سم نیمی حکومت څخه تېر شو،ټلوالي او د هغوی خواخوږو ته دا روحیه ورکړه چې ولسمشر د تحدید زغم نلري او له تحدید سره سم د امتیاز ورکولو ته اماده کېږي،شاید ولسمشر دا کار د خپل ملت د ساتلو لپاره کړی وي،ځکه د ټاکنو له ناندریو سره سم هیواد له څو مهمو پړاوونو څخه تېرېدو:
- نړیوالو ځواکونو د افغانستان بشپړ امنیتي مسؤولیت افغان ځواکونو ته وسپارل،او د حکومت وسله والو مخالیفینو داسي فرض کړې وه چې د امنیتي مسؤلیت له سپارلو سره سم به جګړې ته زور ورکوي او څو ولایتونه باید سقوط کړي،په داسي حال کې د مخالف ټیم ګواښونه ډېر اغیز من و، که څه هم په عملي لحاظ هغه څه د دوي په توان کې نه و چې ویل یې،خو د خلکو پر روحیاتو یې فوق العادده تاثیرات درلودل، معمولا په داسي حلاتو کې د ملت په منځ کې کمه فاصله هم په لوی درز بدلیدای شي چې متآسفانه ځینو سیاسي کړیو هڅه کوله ټاکنیزو ناندریو ته قومي رنګ ورکړي.
- نړیوالې مالي مرستي په ټپه ودریدې،زیات شمېر نړیوالې مؤسیسې له هیواد څخه بهر شوي او ګڼ شمېر افغانان چې ډالري معاشونه یې درلودل بې کاره شول او د هیواد اقتصاد ته یې ماتوونکې ضربه ورکړه،له دې سره سره مرستندویه هیوادونو خپلې مرستې له اداري فساد سره په مبارزې پورې تړلې وبللې،چې د دې باور لاسته راوړل هم د نوي حکومت لپاره اسانه کار نه و،په مجموع کې دا هغه څه و چې ولسمشر غني یې انعطاف ته اړ کړ.
خو د ولس مشر غني انعطاف جنګي ډلې په دې باور کړې چې باید د نیم حکومت تر څنګ نور امتیازونه هم تر لاسه کړي،د ښاغلي سیاف په مشرۍ یې نوي لوبې ته ملا وتړله،تل يې په رسنیو کې داسي څرګندونې کولې چې نظام له سقوط سره مخ دی او لامل یې له نظام څخه د مجاهدینو ریټل دي،سره له دې چې د (کېري) د تفاهم نامې یوه اړخ ځان د مجاهدینو ټیکه دار بلل او همدا مخرب عناصر ټول ورسه ملګري و.
دا ګواښونه د ملت لپاره په ذهني ناروغۍ بدل شوو،ځکه د ملي وحدت د حکومت د کابیني تشکیل نږدي یو کال ونیود،په ولایتونو کې سرپرستو والیانو او امنیه قومندانانو چور او چپاول جوړ کړ،دوی په دې باور و چې د غني په نظام کې د دوی لپاره ځای نشته.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د خپلې ناکامې دورې د کړنو د توجه کولو او په خلکو کې د خپل محبوبیت د زیاته ولو په موخه پر دې تبلیغاتي جګړه کې خپله ونډه په پوره صداقت سره واخیسته،د ټلوالي پخوانیو جهادي ټیکه دارانو او د کرزي د دوري سلطنتي چارواکو د استاد سیاف له جهادي او روحاني شخصیت څخه او همدارنګه د ښاغلي کرزي له ګرمې سیاسي څیرې څخه پوره ګټه پورته کړه،دا هغه وخت و چې ښاغلي غني ځان تنها احساس کړ او په محافظه کارانه شکل یې د هیواد او خلکو د هوسایني لپاره خپلې بې خوبۍ ته نور هم زور ورکړ.
زما په اند له دومره ستونزو سره سره که د ولسمشر غني پر ځای بل هر څوک وای په اوسنیو ستونزمنو شرایطو کې به یې د هیواد چارې تر دې ښې نوای سمبال کړي او د ولسمشر یواځینۍ ستونزه چې له حلاتو سره یې په مبارزه کې ناوړه اغېز پرې کړی د سیاسي تنهایې احساس او د مغرضو او ځان غوښتونکو تپل شویو اشخاصو ناوړه غوشتنې دي.
په تاریخي لحاظ افغانستان له ډېرو سختو حلاتو څخه د تېریدو په حال کې دی، که خدای مکړه دا بیړۍ بیا د غرقید په لور حرکت وکړي هیڅ کله به د نجات په لور مسیر ته د تغیر ورکول چانس پیدا نه کړي،خو که زموږ ځوانان او سیاستوال له سیاسي شعور څخه کار واخلي او په یوه غږ د هیواد د چوپړ وجدان پکې را ژوندی شي ډېر ژر ده چې ټول به خپلو ارزو ګانو ته ورسېږي،او د یو هوسا،بسیا او پر مخ تللي هیواد څښتنان به شي.