د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي وحدت حکومت په داخل کې له جدي ستونزو سره مخ دی

ع، ابراهيمي 11.10.2015 13:01

د ملي وحدت حکومت منځ ته راتګ سره سم، د بې کارۍ کچه لوړه شوه، د ټولګټو او لويو پروژو کارونه په ټپه ودرېدل، لوږه، فقر، تنګدستي، ناامنۍ او بيروکراسۍ اوج ته ورسېدې، چې په پایله کې يې ۱۴ورځې وړاندې د کندوز د بشپړ ولايت ، د سرپل، جوزجان، فاریاب او بدخشان د ځينو ولسواليو سقوط یادولی شو.

د نوي حکومت په منځ ته راتګ سره ولسمشر له ولس سره ژمنه کړې وه، چې د اداري فساد په مقابل کې به جدي وسي، په اداراتو کې به بيروکراسۍ پای مومي، د پارلمان وکیلانو لپاره به کاري چوکاټ منظم کړي، لومړي خط ته به توجهه زياته کړي او ولاياتونو ته به صلاحيتونه انتقال کړي، تر څو د ولس غوښتنې پر وخت پوره شي، ولې د يو کال څخه د زياتې مودې په تېرېدو سره جوته شوه، چې نه یوازې پورته کارونه تر سره نه شول بلکه برعکس هر څه د خرابۍ خواته ولاړل.

د روانو بدحالتو اصلي عاملين:

د حکومت مخالفين، (۲) وکیلان، (۳) نوې جوړې شوې ادارې (اجرائيه رياست، مرستيالان يې او په اصلاحاتو برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي دفتر)

د يو کال په تېرېدو سره حکومت د مسلحو مخالفينو تر فشار لاندې راغی، چې په پایله کې يې د افغانستان کندو (کندوز) سقوط وکړ، د ۱۴ورځو په تېرېدو او د ۱۰۰۰۰ افغان امنيتي ځواکونو په مستقيمې رهبرۍ اوس هم هغه جګړه پای ته نه ده رسېدلی او په بشپړ ډول حکومت ندی توانېدلی چی کندوز د مخالفينو له شتون څخه پاک کړي.

په مرکزي وزارتونو د پارلمان وکیلانو او په ولایتونو کې د دوهم اداري واحدونو باندې د ولایتي شوراء وکیلانو فشارونه او فرمايشونه دي، دوی کوښښ کړی او کوي يې چې د خپلې خوښې ملګري مقرر کړي، اقتصادي او عايداتي سرچيني د دوی په لاس کې وي، په اجرايي، امنيتي او قضايي برخو کې نفوس پیدا کړي او لاسوهنې وکړي.

نوې جوړې شوې ادارې چې اجرائیه رياست، مرستيالان يې او په اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی دی، چې د دوی په شتون، مداخلو او لاسوهنو په ادارو کې د هماهنګۍ روحيه کمزورې شوې، بيروګراسي اوج ته رسېدلی، بغير لدې چې د يوې ادارې حالت په نظر کې ونيسي په هغه کې تغير او تبديل راوستل کېږي، په ټولو اداراتو کې مامورين يا ولسمشرۍ ماڼۍ کې روابط لري، يا اجرائيه رياست او يا هم په اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي دفتر سره روابط لري، دوی يو بل ته په احترام ندی قایل او نه هم د مراتبو سلسله مراعت کوي د چا چې څه خوښه وي هغه کارونه تر سره کوي

پايله:

که د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ولسمشر ډاکټراشرف غني احمدزی په خپلې لومړۍ وينا او شوو ژمنو وفاء ونکړي نو ليري نده چې د کندوز  پېښه به په نورو ولاياتونو کې هم پلی شي، او خدای مکړه ډیری ولایتونو او ولسوالۍ به د مخالفینو په لاس کې ولوېږي.

موږ د ولسمشر څخه په جدي غوښتنه کو، چې د اداري فساد په مقابل کې په جديت کار وکړي، په اداراتو کې روانې بيروکراسۍ ته د پای ټکی کېږدي، د پارلمان وکیلانو لپاره کاري چوکاټ منظم کړي، لومړي خط ته توجهه زياته کړي او ولاياتونو ته صلاحيتونه انتقال کړي.

موږ پدې اند یو چې که ولسمشر په خپلې کړې ژمنې وفاء وکړي او په جديت سره قدم پورته کړې نو هېواد له روانو بدبختيو ژغورلی شي.