د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوله یْیز کلتور

محمد انور ولید 10.10.2015 23:42

ټولنیز وګړي او د هغوی کلتور (روا دودونه  رواجونه ) د یوې ټولنې د شخړو، تاوتریخوالي، جګړو او سولې د ټول تصویر، تحرک او پایلو ښوونه کوي. که د یوې ټو لنې تصویر موږ ته دارا په ګوته کړي چې په نوموړې ټولنه کې د تاو تریخوالي، تشدد او جګړو عناصر د ودې په حالت کې وي، نو دغه وضعیت موږ ته دا را ښیي چې په نوموړې ټولنه کې د تاو تریخوالي، زور زیاتي او جګړوعناصر د اعتبار او امتیاز پیدا کولو په حالت کې دي.
په دغه حالت کې اړینه ده چې د سولې سر چینې او عناصر سره و پېژنو، او د اعتبار، امتیاز او فعالې پیاوړتیا له پاره یې مناسب ګامونه واخلو. ترڅو دغه اقدامات د سولې سر چینې او عناصر له وچېدو څخه وژغوري. خو د سولې اصلي سرچینې د ټولنې خلک، د هغوی باورونه، اخلاقي او فرهنګي ارزښتونه دي چې باید درناوی یې وشي.
لکه چې په پورته توګه یادونه وشوه د سولې د کلتور ډېره مهمه سرچینه ( منبع ) خپله د ټولنې خلک دي. همدغه خلک او د هغوی ذهنیتونه اوکړنې سوله ییزې اړیکې او جوړښټونه را مینځته کوي. سوله ییزې زده کړې د سوله ییزو ذهنیتونو په پراختیا او وده کې مهم رول لري. سوله ییزې زده کړې په دې ټینګار کوي چې په ټولنه کې اوسېدونکي خلک له یو بل سره په سوله ییزه توګه ګډ ژوند سره وکړي. د سوله ییزو زده کړو په پایله کې داسې خلک را وړاندې کېږي چې د سولې ریښتینی استازیتوب به کوي. ځکه هغوی په دې باندې  پوهېږي چې څنګه سوله ییزو اړیکو ته پراختیا ورکړي. او څنګه د تاو تریخوالي او جګړو څخه د خلاصون په لارو موندلوکې ښکېل اړخونه  له یو بل سره په ګډه سره صا د قا نه کارکولو ته وهڅوي.
سوله ییزو زده کړو د علم، پوهې او تعهد پر بنست منفي مهارتونه، ذهنیتونه او عادتونه له شرم،کرکې او ګواښونو سره مخ کړي. هغه ذهنیتونه، عادتونه او رواجونه چې خلک تاو تریخوالي او جګړوته هڅوي، لومړی اصلاح او وروسته یې په سوله ییزو ذهنیتونو، عادتونو او رواجونو باندې بدلوي. سوله ییزې زده کړې د شخړو او تاو تریخوالي د رېښو را سپړلو او د نویو حل لارو او بد لونونو په پیدا کولوکې مرسته کوي. سوله ییزې زده کړې د یوې سوله ییزې ټولنې د را مینځته کولو له پاره په داسې توګه په هڅه او هاند کې وي ترڅو په نوموړې ټولنه کې تعصب، زور زیاتی او تاو تریخوالی په همغږۍ( یوه خوله )، یو والي، سولې او عدالت سره بد لون ومومي.
ددې له پاره چې د کلتوري ودې په برخه کې پرمختګ وکړو، لازمه ده چې د سولې د فرهنګي بنسټونو د پیاوړتیا له پاره نوې مجموعې، سر چینې او زېرمې را مینځته او په ټو لنه کې یې تیت او خپرې کړو.
د بېلګې په توګه :

    د شخړې د سوله ییزحل له پاره د نویو داسې مفکورو مینځ ته راوړل چې مقابل لوری په باوري توګه په ریښتینې سوله کې عملي ګام پورته کړي.
    د شخړو د حل له پاره دداسې بد یلونو را مینځته کول چې د ذ ید خلو اړخونو موافقه پرې راشي.
    د موافقو د را مینځته کولو او د هغو د تطبیق له پاره د باور را مینځته کول.
    د نویو سوله ییزو اړیکو جوړول او د اهدافو رڼه ( سپېڅلې ) تشرېح.
    د سولې را وستو له پاره مخکې له مخکې ټولنیزوعام فهمه مصلحینوته ښوونه او روزنه ورکول،....او داسې نور.

د سوله ییزکلتورد نویو ټولګو، سرچینواوزېرمو د را مینځته کېد و او په ټولنه کې د هغود تیتېد و اوخپرېد و سره به د شخړو د حل سوله ییزکلتورهم پراختیا ومومي، او ترڅنګ به یې پرمټ د شخړود بد لون له پاره رغنده کلتوري بنسټونه را مینځته شي. د سولې د رغنده کلتوري بنسټونو پیاوړتیا به د دوامداره سولې د تأمین له پاره شرایْط برابرکړي. د سوله ییزو رغنده کلتوري جوړښتونو موجودیت به په ټولنه کې د اختلافاتو او شخړو په وړاندې په سوله ییزه توګه عملي سولې ته لاره هواره کړي. د سوله ییز کلتورپه را تګ سره به په سوله ییزمتن کې ریښتیا، عدالت، زړه سوی، مسؤولیت، خپله ملامتیا منل، مرسته کول، خواخوږي، صبراستقامت، بښنه، انساني کرامت ته درناوی،.... وده او پراختیا راشي.
زموږ په هېواد کې سولې او فرهنګ ته وده او پراختیا ورکول د سولې د اوږدې مودې یو( ستراتیژیک ) هدف دﺉ. دلیل یې دادﺉ چې د سولې د دوامدار تأمین له پاره باید زموږ د ټولنې د وګړو په زړونوکې د یو لړ ارزښتونو لکه ؛ ایمانداري، ریښتینولي، تعهد او ژمنتیا، تحمل، اعتماد... او نورله کینې، نفرت، انتقام             (کسات اخیستو) او وېرو څخه د خلاصون احساس... پیاوړی شي، په ماغزوکې عقل او پوهه، د اړوندو مسا یْلو تحلیل او غورچاڼ، د ستونزو په وړاندې د حل لارو موندلو له پاره له ابتکار، معقولو او منطقي روېښونوڅخه د تمهید په شکل کاراخیستل... ترڅو د باوري توافق له پاره استدلال پرې پیاوړی شي، د افهام او تفهیم له پاره په نرمه اوپسته ژبه او سړه سینه معقولې او اغېزناکې خبرې او په عزت اووقارسره د یوبل خبرو ته غوږ نیول، خواخوږي، زړه خواله، له یو بل سره ملګرتیا، په ژبه اولاسونو سره پرته له ضرر رسولوڅخه د ګټې رسولو فکري سیستمونه پرې ورغول شي. سوله ییز فرهنګ د یو لړ انساني او اسلامي ارزښتونو او سالمو سوله ییزو کړنو مجموعه ده چې په انساني اړیکوکې سره را ټولېږي، وده او پراختیا مومي، او په پایله کې انسانان له وېرو او ضرر رسولو څخه پرې خلاصون مومي. سوله ییز فرهنګ د سوله ییزو زده کړو، ټولنیزې اقتصادي ودې، د انساني حقونو د درناوي، انساني برابریو، متخصص او صادق مشارکت او برخه اخیستل، تحمل او ملاتړ، او د انساني او ټولنیز امنیت د پیاړتیا څخه مینځته راځي.
د سوله ییزاوجګړه ییزکلتورځانګړتیاوې:
                      سوله ییزکلتور                                                جګړه ییز کلتور
                       ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
                    دانسان وقار او ګټو ته درناوی     +    خپلو ګټو ته درناوی                      ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ+ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  
پرپوهولو، پوهېدلو، خبرو او سوله تکیه کول         په زر، زور، تهدید او تزویرباندې تکیه کول
      ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ+ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پرتحمل، صبر او یووالي ټینګارکول     په دښمنیو جوړولو او بېلتون باندې تکیه کول                      ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ+ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پربرابریواوهمغږۍ باندې ټینګارکول                           په بر ترۍ او خود خواهۍ باندې ټینګار          ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ+ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له طبیعي منابعو څخه د ټولو په ګټه کاراخیستل       له طبیعي منابعو څخه شخصي ګټه اخیستنه