د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د رزق تحلیل او تحریم د چا حق دې ؟

قاضی طارق 11.10.2015 00:40

د ځمکې په سر د ژوند استبقا او پایښت که له یو اړخه د نر او ښځې تر منځ په ازدواج پورې تړل شویده نو له بله اړخه نوع بشر په خپله بقا او پایښت کې هغه رزق او خوړو څکو ته هم اړتیا لری چې څښتن تعالی انسانانو ته بښلې دې ، نو ځکه قرانکریم د بشر د ژوند دغو دواړو اړخونو ته خورا زیاته پاملرنه کړېده او د قران کریم په ډېرو برخو کې دا دواړه مسایل په ډېر وضاحت او تفصیل څېړل شویدی او لارښونې یې کړې دی ، مونږ به دلته هغه رزق چې د انسان حیات او بقا ور پورې تړل شوېده د بحث او څېړنې لاندې و نیسو :
کوم رزق چې انسان ورباندې ژوندې دې باید حلال وی او حرام نه وی ، له دې کبله څښتن تعالی مونږ ته محرمات بیان کړیدی او امر کوی چې مه ور نږدې کېږۍ او هغه څه له خپله ځانه حرام مه جوړوۍ چې الله حلال کړی او یا هغه څه حلال مه ګرځوئ کوم چی الله حرام جوړ کړیدی .
نو کوم ذات چې مخلوق ته رزق رسوی او کوم ذات چې د مخلوق د رزق خالق او موجد دې نو د رزق د تحلیل او تحریم حق هم د همدغه ذات دې ، په دې کائناتو کې بل داسې قوت او قدرت نه شته چې دغه حق ورته حاصل شی ، یو حلال شئ حرام کړی او یا یو حرام موجود حلال وګرځوی ، د بیلګې په ډول د خنزیر دغوښې خوړل ، خرڅول او تصرف د رزق د خالق له اړخه په مطلق ډول حرام ګرځول شوې دې ، دغه راز د شرابو خوړل ، جوړول اوخرڅول د څښتن تعالی له لورې ممنوع او حرام دې هیڅوک یې د تحلیل حق نه لری ، کفارو د خنزیر او شرابو په تحلیل کې د الله تعالی په حق قبضه لګولې او د الله تعالی په خلاف جنګ ته راوتلی دي ، د اسلام نه مخکې زمانو جاهلیت هم همدغسې کول یو پاک ، طیب اوحلال څیز به یې چاته حرام او ممنوع وګرځاوه او د خپلو ځانونو نه به یې حکمونه صادرول نوڅښتن تعالی ترې منع کړل ، او دا ځکه چې حلال او حرام جوړل خو د بشریت د منافعو په بنسټ تر سره کېږ ي او د مخلوق په ګټه او زیان یواځې هغه خالق تر ټولو ښه پوهېږی چې د رزق اصلی موجد او خالق دې ،قران عظیم الشأ ن داسې فرمایې:
{ قُلْ أَرَأَيْتُم مَّا أَنزَلَ اللَّهُ لَكُم مِّن رِّزْقٍ فَجَعَلْتُم مِّنْهُ حَرَامًا وَحَلالاً قُلْ آللَّهُ أَذِنَ لَكُمْ أَمْ عَلَى اللَّهِ تَفْتَرُونَ } يونس : ۵۹ .
ووایه ای محمده دغو مشرکینوته ! خبر را کړۍ ماته ای خلکو ! هغه څه چې راښکته کړې دې الله تاسو ته رزق یعنی کوم رزق چې یې تاسو ته خلق کړېدې ، نو ګرځولې دې تاسو د دغه رزق څخه حرام او حلال ، یعنی د خپلو ځانونو لپاره مو ځینې حلال کړې او ځینی مو پر خپلو ځانونو حرام کړېدې ، نو الله پاک خپل نبی ته وایې چې :
ای محمده ! دغو مشرکینو ته و وایه چې ایا الله اذن درکړېدې تاسو ته چې د دغه رزق ځینی برخی مو حرامی کړیدی او ځینې مو حلالې کړیدی او که په الله افتراء کوۍ یعنی باطل بیانوی او درواغ جوړوۍ ؟
د الله په حق د دې تیری او تجاوز پوښتنه په در نه خامخا وشی لکه چې څښتن د خپل کتاب په یوبل ځای کې د مشرکینو د جهل ، ظلم او د دوئ له خوا په الله باندې د درواغو د تړلو په برخه کې خبر ورکوی چې دوی د خپلو هغو بوتانو لپاره چې په هېڅ شئ نه پوهېږی او نه چاته څه ګټه رسولای شی او نه چاته تاوان اړولې شی ، دهغه رزق نه یې چې مونږ ور کړېدې او انعام مو ورباندې کړېدې حصه او برخه مقرر کړېده او په دغه رزق سره چې مونږ ورکړېدې خپلو بوتانو اواصنامو ته تقرب حاصلوی او ځانونه ور نژدې کوې د الله رب العزت سخته غصه اوغضب یې راپارولې دې(نعوذ بالله منه) لکه چې فرمایې :
{وَيَجْعَلُونَ لِمَا لَا يَعْلَمُونَ نَصِيبًا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ تَاللَّهِ لَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَفْتَرُونَ }النحل :۵۶.
ژباړه : او ګرځوی مقرروی دوئ د هغو بوتانو لپاره چې په هيڅ شئ نه پوهېږی، برخه د هغه څه نه چې رزق ورکړېدې مونږ دوئ ته ، قسم په الله دې چې خامخا به پوښتنه وکړای شی له تاسو نه په باره د هغه څه کې چې تاسو به جوړول .
او ورته وبه ویل شی چې : { ءَاللَّهُ أَذِنَ لَكُمْ أَمْ عَلَى اللَّهِ تَفْتَرُونَ } یونس : ۵۹.
ايا الله اذن کړې وو تاسوته په دې باندې که په الله مو درواغ تړل ؟ نو په دې سره به دوئ ته درد ناک عذاب ورکړ شی .
قران کریم بل ځای کې فرمایې : {وَجَعَلُوا لِلَّهِ مِمَّا ذَرَأَ مِنَ الْحَرْثِ وَالأَنْعَامِ نَصِيبًا فَقَالُوا هَذَا لِلَّهِ بِزَعْمِهِمْ وَهَذَا لِشُرَكَائِنَا } الأنعام: ۱۳۶.
اوګرځولې ده مشرکینودالله لپاره دهغه څه نه چې پېداکړی یې دی د فصلونو او چارپایانو څخه حصه او برخه ، نوویل به دوئ چې دا برخه د الله ده ، د دوئ په عقیده او زعم ، او دا زمونږ د شریکانو ده یعنی هغه فصلونه او حیوانات چې څښتن تعالی د خپلو بندګانو د رزق لپاره پیدا کړیدی نو مشرکانو به په خپل زعم اوعقیده د خپلو شریکانو لپاره هم په کې برخه معلومه کړه او ویل به یې چې دا د الله برخه شوه او دا زمونږ د شریکانو.
تفسیر السعدی د دوئ یو بل ظالمانه حکم ته هم ګوته نیسی او هغه دا چې مشرکینو د الله د برخی په هکله چندا ن اهتمام نه درلوده او داسې هم کیدای شو چې د الله برخه شرکاوو ته ورسېږی خو د شرکاوو برخه به د پوره اهتمام اوساتنې لاندې وه او الله ته ترې هیڅ شی هم نه رسیده .
هغه زراعتی محصولات ، میوې او چارپایان چې الله پاک د دوې د رزق لپاره پیدا کړی وو نو مشرکینو په دوه ډوله تقسیم کړی وو :
ـ دالله برخه .
ـ دشرکاوو برخه .
نو كه د الله د برخی نه به څه اندازه د شرکاوو برخی ته ورسیده هیڅ پروایې نه کوله او دا به یې هم ویل چې الله غنی دی او اړتیا ورته نه لری ، خو که چېرته به د شرکاوو د برخی نه څه شې د الله برخی ته ولاړ نو بیرته به یې د شرکاوو برخی ته واپس کړ او دا به یې ویل چې زمونږ شرکاء خو فقیران دی باید خپله برخه بیرته ورکړ شی .
دغه تفسیرشریف زیاتوی چې دا خورا ظالمانه ویش دې چې مشرکینو به د خپلې عقیدی برابر ترسره کاوه او د مخلوق د برخی اهتمام او ساتنه خورا زیاته کیده خو د الله د برخی څه اهتمام نه کیده .
اوبل ځای کې څښتن تعالی داسې فرمایې :
{وَمِنَ الأَنْعَامِ حَمُولَةً وَفَرْشًا كُلُواْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ} .الانعام: ۱۴۲ .
او الله پیدا کړیدی له چارپایانو څخه هغه چې بارونه وړای شی یعنی د بار وړلو صلاحیت لری لکه اوښان ، اسونه ، قچرې او خره ، اوهغه چې کوچنی دی او بار نشی وړلای لکه ګډې ، وزی او داسې نور .. او یا دا چې پېدا کړی یې دی چارپایان چې هم پرې بارونه وړۍ او هم یې له وژغنو او وړیو څخه فرشونه جوړوۍ .
عبدالرحمن بن زید بن اسلم بیا وایې : مراد له بار وړونکو نه هغه چارپان دی چې تاسو ورباندې سپرېږۍ او له فرش نه هغه چارپان مراد دی چې تاسو یې غوښې اوشیدې خورۍ ، مثلا : پسه دې ورباندې سپرېږۍ نه خو غوښې یې خورۍ اوله وړیو نه یې کمپلې او فرشونه او لمڅې جوړوۍ .
{ كُلُواْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ }
نو خورۍ هغه څه چې رزق در کړېدې تاسو ته الله ( او مشروعه او روا ګټه ترې اخلۍ ) او په دې کې د شیطان په نقشو پسې مه ځۍ ( چې ځینې یې حلال وګڼۍ او ځینی یې حرام ، لکه څرنګ چې په جاهلیت کې د شیطان په نقشه روان وو او د الله له اړخه په ورکړ شوی رزق کې یې ځینی په خپله پر ځانونو حرام کړی وو) ، بیشکه چې دغه شیطان ستاسو خورا ښکاره او څرګند دښمن دې .
بل ځای کې فرمایې :
{ قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ قَتَلُوا أَوْلادَهُمْ سَفَهًا بِغَيْرِ عِلْمٍ وَحَرَّمُوا مَا رَزَقَهُمُ اللَّهُ افْتِرَاءً عَلَى اللَّهِ قَدْ ضَلُّوا وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ } الانعام :۱۴۱.
یقینا تاوان کړېدې هغه کسانو چې وژلی یې دی اولادونه خپل په ناپوهۍ سره په غېر د علم نه او حرام کړی یې دی هغه څه چې رزق ورکړېدې دوئ ته الله ، درواغ یې جوړ کړیدی په الله باندې، په یقین سره چې دوئ ګمراه شویدی او نه وو دوئ لاره مندونکې .
یعنی چې څوک په الله پسې درواغ تړی او په الله افتراء جوړوی دا هیڅکله سمه لاره نه شی مندلای او اخری انجام به یې هلاکت وی .
تفسير الشعراوي لیکلی دی :
بل ځای کې قران کریم فرمایې :
الله چې تاسو ته کوم رزق پېداکړې دې په هغه کې یې حلال او حرام هم در بیان کړیدی حلال خورئ او له حرامو ځان ساتئ او په دې کې له ځانه ګوتې مه وهئ :
{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُحَرِّمُواْ طَيِّبَاتِ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللَّهَ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ } المائده : ۸۷
ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړې دې مه حراموئ تاسې پاک له هغو شیانو نه چې حلال کړېدې الله لپاره ستاسې اومه کوئ تېرې تاسې ( له حدودودالله ) بیشکه چې الله نه خوښوی تېرېدونکې له حدودو.
{وَكُلُواْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ حَلالاً طَيِّبًا وَاتَّقُواْ اللَّهَ الَّذِيَ أَنتُم بِهِ مُؤْمِنُونَ }. المائده : ۸۸.
او خورئ تاسې له هغه څیزه چې رزق درکړې دې تاسې ته الله (چې ) حلال پاکیزه دې او و ویرېږئ له الله څخه هغه (الله ) چې تاسې پرې ایمان لرونکې یې !
الله جل جلاله مسلمانان له دې نه منع کړیدی چې کوم لذیذ حلال او طیب شئ په خپلو ځانونوعقیدتا یا عملا حرام وګرځوی نه یواځې همدا بلکه الله جل جلاله له حلالو او طیبو شیانو څخه د ګټې اخیستنی ترغیب هم ور کړېدې ،خو د حد نه تېرې او تجاوز په کې جواز نه لری ، یعنی نه د یهودانو په شان په لذتونو او شهوتونو کې ډوبېدل او نه د نصرانیانو په شان په رهبانیت اخته کېدل چې حتی د حلالو شیانو سره به یې د حرامو په شان معامله کوله او په ځانونو یې حرام کړی وو.