د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ووېشه او حکومت وکړه

سورګل ژمن تڼی 10.10.2015 22:40

له همغه مهاله چې د اروپایانو په خاصه توګه انګلیس، فرانسې او نورو دولتونو له لوریه، د هېوادونو د نیولو او مستعمره کولو سیاست پیل شو، دغه شعار چې ووېشه او حکومت وکړه! په مستعمره شویو او مستعمره کوونکو هېوادونو کې عملأ پیل او پلی شو. له هغه مهال څخه پخوا وختونه، د یو هېواد له لوریه د بل یا نورو هېوادونو او سیمو لاندې کولو او له هغو څخه د باج اخیستلو خبرو شتون درلود، خو زورور واکمنان دغه د ووېشه او حکومت وکړه، په سیاست باندې نه پوهیدل.
د هېواد د ولسونو د وېشلو او پر هغو د حکومت کولو په اړوند به د افغانستان د پخواني نامتو تاریخ پوه، ساست پوه او لیکوال میر غلام محمد غبار هغه خبرې چې د احمد شاه ابدالي د لوړ شخصیت اړوند په ښکلو جملو لیکلي دي، راواخلم. غبار لیکي چې په پخوا وختونه (هغه مهال چې لا د لوېدیځې نړۍ دولتونو، د ختیځې نړۍ هېوادونو ته لاسونه نه وو ور اوږده شوي او هلته یې لا نفوذ نه وه کړی)، د ختیځو هېوادونو په خلکو او واکمنو کې نژادي، قومي، مذهبي او ژبني تعصبونو او کرکو ځای نه درلود. هغه وايي چې ختیځې نړۍ ته دغه د کرکو او تعصبونو ډالۍ، لوېدیځوالو استعمارچیانو د خپلو موخو او ګټو لپاره، له ځانه سره راوړلې او نن ختیځه نړۍ له هغو کرکو او تعصبونو څخه رنځ وړي او کړیږي. هغه دا خبرې داسې لیکي:
... تا قرن هژدهم هنوز استعمار مغرب زمین در کشورهای مشرق زمین عمیق رخنا نکرده بود، و برای ایجاد نفاق و اختراع اقلیت و تجزیه و تقسیم ملل و ممالک شرق کاری نشده بود. این پسانتر بود که کشورهای شرق از این زهر خطرناک چشیدند و در نفس هر یک انشعاباتی از نظر نژاد یا دین یا مذهب ویا زبان خلق شده، تمامیت ارضی و هویت ملی و استقلال سیاسی و اقتصادی آنان در معرض تجزیه و انهدام قرار ګرفت، و هنوز این زهرقاتل در شرائین اجتماعی قسمتی از این ممالک جریان دارد.
غبار د احمد شاه ابدالي د نورو ښو صفتونو په اړه هم ډېرې خبرې لیکلي دي، خو دی د هغه د بې تعصبۍ او بې پرېتوب د عملي چارو یوه برخه ( پر لوړو او مهمو دولتي څوکیو د ټاکلو برخه)، په دې لاندې لفظونو او جملو کې څرګندوي:
در ولایت هرات درویش علی خان هزاره، در ولایت نیشاپور عباس قلی خان بیات، در ولایت قلات اشرف خان غلجائی، در شکار پور دوست محمد خان کاکړ، در ولایت مشهد شهرخ افشار، در ولایت کشمیر خواجه علدالله خواجه زاده، در پتیاله امیر سنګه سک، در ولایت بلوچستان نصیر خان بلوچ، در پنجاب زین خان مهمند، در ولایت سند نور محمد ملقب به شهنواز خان سندی، در دیره اسمعیل موسی خان، در ولایت ملتان شجاع خان ابدالی، در پایتخت افغانستان هم رائیس دارالانشای احمد شاه میرزا هادی خان قزلباش، مستوفی دیوان اعلی میرزا رضا خان قزلباش و خزانه دار کل هم یکنفر هندی بنام یوسف علی ملقب به التفات خان بود.
لکه چې ټول پوهیږي، د استعمار او آزادۍ متضادې کلمې ځنډنې دي، خو زاړې شوي او له خولو او قلمونو څخه لویدلي نه دي. په بل عبارت، دا دواړه کلمې اوس هم لکه د پخوا وختونو په څېر تازه دي. برسېره پردې چې استعمار او آزادي، د نړۍ د دولتونو په کچې همدا اوس هم عملأ شتون لري. ځکه دغه کلمې افغانان او نور نړیوال د اړتیا پرمهال، په خبرو او لیکنو کې کاروي. په بل عبارت، د استعمار او آزادۍ کلمې د زاړو قاموسونو تر څنګ، په نویو قاموسونو کې د نویو حالاتو سره شتون لري او د نوي استعمار د شتون له امله، د استعمالولو او کارولو څخه نه دي لویدلي. اوس وختونه دغه کلمې (استعمار، آزادي)، د څه بڼې په بدلولو سره، لا ژورې شوي او که څوک یې ډېره مبالغه ونه بولي، اوسنی استعمار آن د غلامۍ وختونو د استعمار سره څنډې لګوي.
طبعأ، هر څوک په دې خبرو باندې پوهیږي چې اوسنی استعمار هم، لکه د پخوانیو وختونو د استعمارونو په څېر، د یو دولت [یا اوس وختونه د څو دولتونو] پر بل دولت او یا نورو دولتونو باندې پوځي تېري او تجاوز [او یا د تېري تهدید] کول او د هغوی هر ډول اساسي او بنسټیز اختیارات، لکه سیاست، اقتصاد او تر یو بریده فرهنګ پخپل لاس کې نیول دي. په نننۍ نړۍ کې، په خاصه توګه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته چې نړۍ د دو پوځي بلاکونو (ناتو او وارسا تړونو) ترمنځ ګیره راغله، د یو ګڼ شمېر دولتونو سیاسي آزادي بشپړه د دې بلکونو له خوا ګرو شوله او اقتصاد یې هم تر یو بریده وتړل شو.
دا خبره هم ټولو ته څرګنده ده چې بهرني تېري کوونکي (استعمارګر) په رنګونو، څېرو، خبرو او دغو ته ورته نورو مشخصاتو باندې نشو سره بېلولی. مانا دا چې که بهرني تېري کوونکي (استعمارګر) هر څوک (ګاونډیان یا لېرې اوسیدونکي، سره یا سپین، ...،) وي، فرق نکوي او هغوی ټول استعمارګر او تېري کوونکي بلل کیږي.
خو یو شمېر افغانانو، پخوا وختونه [او حتا اوس وخت هم] د شوروي اتحاد د اتیایمې لسیزې پوځي تېری، تېری نه بللو او نه یې بولي. دوی د شورویانو هغه پوځي تیری، د افغانانو سره مرستې ګڼلې او ګڼي یې. همدا ډول بیا یو شمېر نور افغانان، د امریکایانو او د هغوی د شریکانو اوسنی پوځي تېری، تېری نه بولي. د دغو دواړو ډلو خلکو پرحال باندې غټ افسوس ځکه دی چې دوی د خپلو شخصي ګټو (لوړو څوکیو او په چور سره د ډېرو جایدادونو ټولولو) لپاره، د هېواد هر څه (حتا هر ډول عزت) د پردیو په خذمت کې کړي وو او کړي دي.
وروستۍ ډله کسان چې زیاتره یې ځانونو ته مجاهدین وایي، د امریکا او ملو دولتونو پر پنځلس کلن پوځي شتون او د هغوی د اوږدې او نا څرګندې مودې د پوځې اډو په جوړولو باندې سترګې پټوي او په ډېر فخر سره افغاني ولسونو ته وايي؛ دا دی تاسې مو د شوروي له پوځي تېري څخه آزاد کړئ، نو اوس زموږ قدر کوئ او په شمځیو باندې مو وړئ. ځکه دا زموږ همت وه چې تاسې اوس په یو «آزاد» افغانستان کې ژوند کوئ. ځینې «مجاهد مشران» او دوی ته ورته کسان بیا د امریکا او ملو دولتونو پوځي تېری، تېری نه بولي او دا استدلال کوي چې هغوی خپل پوځونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړه افغانستان ته استولي دي. خو هغوی په دې خبرې کې د بوش هغه اخطار چې د نړۍ د دولتونو مشرانو ته یې ورکړو؛ یا به د امریکا سره یاست او یا د القاعده (اسامه) سره! له نظره غورځوي.
ټول تاریخ پوهان او سیاستوالان پر دې خبرې یوه خوله (اتفاق نظر) دي؛ هر هېواد، هر ځای او هرې خاورې ته، هر مهال چې د استعمارچیانو پښه رسیدلي ده، هلته یې د خپلو موخو (استعمار او لوټ) لپاره، د ځایي خلکو ترمنځ، د بې اتفاقۍ اورونو ته لمنې وهلي او د بې اتفاقۍ اورونه یې بل کړي دي. د بېلګې په توګه؛ د اولسمې پېړۍ د پیل له وختونو، یانې له هغو وختونو څخه چې د انګرېزي استعمارچیانو د هند د لویې نیمې وچې هڅې پیل کړې او غوښتل یې چې له فرانسویانو څخه ړومبی دوی ور ورسیږي او هغې خواته د فرانسویانو د ورتګ مخه ډب کړي، دوی د ټګۍ او غولولو سیاست ته ژور لاس واچوه. د انګلستان د راج کمپنۍ چې مشر یې روبرټ کلیو وه، د اوږدې مودې (۱۶۰۰- ۱۷۵۷م کالونو) سوداګرۍ په نوم هڅو کې، بریالی شو چې په ۱۷۵۷م کال د بنګال د ګورنر څوکۍ په لاس کې ونیسي. له هغې مودې (د روبرټ کلیو له ګورنر کیدلو) سل کاله وروسته، د انګرېز د ووېشه او حکومت وکړه! د سیاست په څپو کې، هند په بشپړ ډول د انګرېز استعمار په منګولو کې ولویدلو.
د استعمارچیانو د ووېشه او حکومت وکړه، شعار په اړه به د اتلسمې پېړۍ د پیل وختونو، د انګلستان د مستعمراتو د وزارت د جاسوس همفر یو څو خبرې، چې د خپل مشر له خولې لیکلي دي، راواخلو:
برای ما انګلیس ها زندګی مرفه و آسودګی فراهم نخواهد بود، مګر آنکه در مستعمرات خود بتوانیم آتش نفاق شعله ور سازیم. ما فی الجمله امپراتوری عثمانی را در صورتی شکست خواهیم داد که درشهرها و ممالک زیر سلطه ای او، فتنه و شورش به پا کنیم. در غیر این صورت، چګونه ممکن است ملت کوچک چون انګلستان بر چنان سرزمین پهناوری پیروز ګردد؟
هغه بل ځای داسې ادامه ورکوي:
بنابر شواهد تاریخی، همیشه انقلابات، از خشنوتی و شورش مردم علیه فرمانروایان سرچشمه ګرفته است. هرګاه میان مردم یک منطقه اختلاف کلمه و هرج و مرج بروز کند و از اتفاق و اتحاد دست بردارند، زمینه ای استعمار به سادګی فراهم ګردیده است.
همفر چې د عثماني امپراتورۍ او ایران په چارو کې، د مسلمانانو تر منځ د شیعه او سوني په نومونو د بې اتفاقیو لپاره ټاکل شوی او تش په نوم مسلمان شوی وه، هغه په مستعمره هېوادونو کې د بې اتفاقۍ جوړولو نور ډولونه، داسې په ګوته کوي:
۱- اختلاف نژادی ( سیاه و سفید) ۲- اختلاف قبیله ای ۳- اختلاف ارضی ۴- اختلافات قومی ۵- اختلافات دینی
ممکن همفر د ژبنيو اختلافونو جوړول، په قومي او قبیلوي اختلافونو کې نغښتي وي او یا یې د لیکنې پر مهال له یاده وتلي اوسي.
د انګرېزانو پښه چې د سوداګرۍ په نوم د هند نیمې وچې ته داخلیږي، د همغه پیل له وخته څخه خپل [د بې اتفاقي واچوه او حکومت وکړه!] پروګرام پیلوي. د هندوستان له نیولو وروسته، د انګرېزانو د هغې پالیسۍ لمنې افغانستان ته هم رارسیږي. په افغانستان کې د انګرېزانو د وېشلو او حکومت کولو د اغېزو بېلګې زموږ د ګران هېواد یوه ستره برخه خاوره له تنې څخه بېلول او د سقاو د زوی په مشرۍ چې د انګرېز اجنټو شیخانو، پیرانو، ملایانو او دولتي چارواکو ملاتړ ورسره وه، د امیر امان الله خان له هېواد څخه شړل، یادولی شو.
له دغو لنډو خبرو وروسته، زه د شورویانو د تېري وختونو او بیا د اوسني وخت (امریکایانو او د هغوی د ملو د تېري وخت)، د افغانانو ترمنځ د بې اتفاقیو اچولو ټکو ته راځم.
۱- د شورویانو د تېري د وختونو د بې اتفاقیو جوړولو ځینې ټکي:
دا یادونه باید وکړم چې په افغانستان کې، د انګرېزانو د هغې مهال د بې اتفاقۍ اچولو اغېزې دومره همه ګیرې او ژورې نه وې لکه چې د اتیایمې پېړۍ له پیل څخه یې چې ورځ تر بلې لمنې خورې کړې او خوروي یې. د دې کار علت څرګند او هغه دا دی چې د شورویانو د پوځي تېري وروسته، له پنځه ملیونو څخه زیات شمېر افغانان بهرنیو هېوادونو، عمدتأ پاکستان او ایران [څه د پاسه درې ملیونه پاکستان او څه د پاسه دوه ملیونه ایران] ته کډوال شول. همدا رنګه د هېواد د ننه هم، په ملیونو وکړي د خپلو کورونو او سیمو پرېښودو ته اړ شول او د سترو او نسبتأ آرامو ښارونو پر لور وکوچیدل. هغه وګړي چې بهرنیو هېوادونو ته وکوچیدل، شاوخوا نهه نوي سلنه یې د کلیو اوسیدونکي او بېسواده وو. هغوی پردې برسېره چې یوې ګولې ډوډۍ ته سخت اړ وو، د نورې نړۍ د استخباراتي سیستمونو څخه هم مطلقأ بې خبره وو. پر هغوی باندې د ټولې نړۍ استخباراتي شبکو، د بشري مرستو په نوم او نورو نومونو هجوم وروړو. د هغوی یو زیات شمېر یې د سمدستي موخو (د شوروي پوځونو او شورويانو پر ګدۍ کېنولي دولت له پوځونو سره د جنګولو) لپاره، او همدا ډول یو شمېر یې د راتلونکو موخو ( د قومي، ژبنیو، مذهبي او سیمه ایزو بې اتفاقیو جوړولو) لپاره وروزل. دغه د بې اتفاقیو اچولو ډلو کسان خاص او د کم او زیات سواد لرونکي او ځینې د مذهبي نفوذ لرونکي وو. دا ځکه چې د دوی پر شاخوا یې باید نور خلک راټول کړي وای. هغو استخباراتي شبکو چې د دومې موخې له وګړو سره کار کوه، هغوی ته یې د جګړو په ډګرونو او نورو برخو کې ښه تخنیکي او مادي امکانات برابرول، ترڅو د خپلو لاسپوڅو شهرت او نفوذ، د عامو وکړو په منځ کې زیات کړي. که څه هم په هغو استخباراتي فعالیتونو کې، د هر دولت استخباراتو خپلې موخې لرلې، خو د ځینو دولتونو موخې یا سره نیږدې او بل له دې امله چې د بې اتفاقیو د اچولو د ذهنونو جوړولو برخې لږې (قومي، ژبنۍ، مذهبي او سیمه ایزې) وې، نو ځکه ورو ورو وړې ډلې سره یو ځای او په نسبتأ غټو ډلو واوښتلې.
بله ډله هغه خلک وو چې د شورویانو د سیورې لاندې دولت کې اوسیدل او یو شمېر یې د دولت کارکوونکي او مامورین بلل کیدل. په دغو خلکو، په خاصه توګه د دولت د مامورینو او له هغو څخه هم خاص، د ګوند د غړو په منځ کې د شوروي اتحاد استخباراتو خپل جال خور کړو او په ورته ډول یې د قوم، ژبې، مذهب او په نورو نومونو وېشل پیل کړل. د شورویانو امکانات ډېر وو، ځکه جوړ دولت یې په لاس کې وه. له دې امله هغوی وکړای شول چې د بې اتفاقیو اچولو لپاره، د وړو مؤسسو څخه نیولي بیا تر وزارتونو (ملیتونو وزارت او د هېواد په شمال کې د وړوکي صدارت [د صدارت د معاونیت]) پورې ادارې جوړې کړي.
کله چې شوروي پوځونه له افغانستان څخه ووتل او د هغوی کېناولی دولت ړنګ کړل شو، له هغې وروسته ټولې هغه ډلې او ډلګۍ چې په بهر او یا د هېواد د ننه د بهرنیو استخباراتو له لوریه د قوم، ژبې مذهب په نومونو روزل شوي وې، سره نیږدې او یو ځای شولې، د کابل په ښار او ټول هېواد کې یې غوبل جوړ کړو. د هغې غوبل نندارې، په هېواد کې، د هغې مهال اوسیدونکو د پاخه عمر خلکو او د مشرانو په یادې دي. په هغې غوبل کې پاکستان د صعودي عربستان، امریکایانو او انګرېزانو په ملاتړ، له یوه لوریه څخه رول لوبولو او د بل لوري لوبغاړي ایران، شوروي اتحاد (وروسته فدراتیفه روسیه)، هند او د منځینۍ آسیا دولتونه (ازبکستان، تاجکستان،...،) وو. خو د میدان د ګټلو او یا هم په بل ډول د څرخولو لپاره، پاکستان د صعودي دولت په مالي مرستو او د انګرېزانو او امریکایانو د استخباراتو په سلاو، د طالب په نوم بله پره (قطعه) د راتلونکو موخو لپاره ډګر ته وړاندې کړه. طالبان اصلأ د سونګ توکي وو. په دغو لوبو (جګړو) کې چې د اتیایمې لسیزې د پیل له وختونو څخه په افغانستان کې پیل شوي دي، که د نړۍ نور دولتونه د سیاسي نفوذ (ایران د یوې برخې خاورې خپلولو هیلې) لرلو غرضونه لري، خو د پاکستان دولت په دغو لوبو کې دا لاندې موخې لري:
الف – د امریکا او صعودي عربستان له دولتونو څخه د ملیاردونو ډالرو تر لاسه کول.
ب – د افغانستان پر دولت باندې په رسمي توګه د ډیورنډ د منحوسې کرښې منل.
ج – د افغانستان دولت په سیاست کې ښکاره بر لاس لرل.

۲- کله چې د امریکا دولت، د پاکستان او صعودي عربستان دولتونو د استخباراتو په مرستو سره، د طالب په نوم ډلې په وجود کې افغانستان ته د خپلو پوځونو د لېږلو بنسټ کېښود، له هغې وروسته یې د ګام د پورته کولو (پوځي تېري) لپاره، اسامه بن لادېن چې نور په سوډان کې ورته اړتیا نه وه، ظاهرأ افغانستان ته وشړلو. اسامه د ورسپارل شوي دندې سره سم، د طالب په نوم د نوي جوړې کړل شوي ډلې (هغه د دې ډلې د هېڅ څېرې سره آشنا نه وه) سره یو ځای شو. حال دا چې اسامه د «جهاد د مشرانو» هر یو برهان الدین رباني، عبدالرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار او نورو سره مخکینۍ پېژندګلوۍ او آشنایۍ لرلې. خو د هغوی پر وړاندې یې، د طالبانو څخه هر ډول ملاتړ وکړو او د طالبانو په څنګ کې ودریدلو.
افغانستان ته د اسامه په رسیدلو او د طالبانو تر څنګ په ودریدلو سره، د امریکا دولت، د افغانستان د ننه پروژه بشپړه شوله. کله چې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر میاشتې په یولسمې نېټې د نیویارک سوداګریزې ماڼۍ ونړول شولې، د پېښې په دویمه ورځ د امریکا جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش د هغې بدې پېښې پړه پر القاعده (اسامه) واچوله او د نړۍ دولتونو ته یې ګوتڅنډنه وکړه چې یا به زما سره وئ او یا به د القاعده سره. د دغو درې (د طالب ډلې جوړول او د افغانستان په نوي سلنه خاوره مسلط کول، د اسامه د طالبانو په څنګ کې کېنول او د نیویارک ماڼیو ړنګول) واړو چارو په سرته کیدو سره، د امریکا او متحدانو پوځونو ته د دې لاره جوړه شوه چې افغانستان ته ننوځي.
د امریکا پوځونو د بوش له اعلان څخه لږې مودې وروسته (د همغې کال د اکتوبر میاشتې کې)، د متحدینو د پوځونو سره یو ځای، د افغانستان پر خاورې برید پیل او ډېر ژر یې پوځونه ځای پرځای کړل. دوی له هغې کار سره سم، خپل ټول پخواني افغاني لوبغاړي راصحنې ته ( په لوړو دولتي مقامونو او اقتصادي ګټو کې شریک) کړل، خو یوازې طالبان یې له صحنې څخه د باندې وساتل. طالبان دوی په سیمه او نړۍ کې د نورو موخو او لوبو جوړولو لپاره، پاکستان ته وشړل او هلته له سره تر روزنې لاندې ونیول شول.
د طالبانو او القاعدې (القاعده هسې نوم دی) په پاکستان کې راټولولو سره، د پاکستان او صعودي عربستان دولتونه بیا په سیمې کې د لوبو لوبغاړي پاتې شول. د پاکستان دولت لپاره په دې وروستۍ لوبې کې هم همغه درې واړې ګټې (د امریکا او صعودي ملیارډونه ډالر، د ډیورنډ کرښه، په افغانستان کې سیاسي برلاسي) شتون لري، نو ځکه پاکستان د افغانستان د آبادیو د ورانیو، د افغانانو د وژلو او د دولت د کمزوري کولو په چارو کې هم، له نورو دولتونو څخه زیات فعال دی.
د ووېشه او حکومت وکړه، هغه پروژه چې د شوروي پوځونو د تېري له وخت څخه د افغانانو په منځ کې، د شوروي په ګډون د بهرنیو دولتونو د اسخباراتو له لوریو پیل شوي وه، افغانستان ته د امریکا او متحدینو د پوځونو په ننوتلو سره، خورا چټکه شوله.
د افغانستان د اوسني حالت په اړه، د همفر د اتلسمې پېړۍ د پیل وختونو خبرې، لا هم صدق کوي. هغه لیکي چې په مستعمره هېوادونو کې زموږ (انګلیسي اجنټانو) دندې، د لاندې چارو پیاوړي کول وو:
۱- اختلاف شیعه وسنی، اختلاف فرمانروایان و مردم، اختلاف حکومت های ایران وعثمانی [زموږ لپاره اوس وخت د افغانستان، پاکستان او څه نا څه ایران دولتونو ترمنځ]، اختلافات موجود در عشایر و سؤ تفاهم علما و عمال حکومت.
۲- نادانی و بی سوادی عمومی،...،
۳- جمود فکری و تعصبها،...،
۴- استبداد و ستم حکومتها،...،
۵- فقدان بهداشت عمومی،...،
۶- ویرانی شهرها، نبود سیستم های آبیاری، و کمی کشت وزرع [عمومي غربت].
۷- هرج و مرج در ادارات دولتی و نبود قانون،...،
۸- فقدان ارتش منظم به معنای راستین کمبود سلاح، لوازم و تجهیزات،...،
۹- آلودګی شهرها و روستاها،...،
هغه بل ځای لیکي:
- نګه داشتن مسلمین [د مستعمره هېوادونو خلک] در جهل وبی سوادی،...،
- فراهم ساختن موجبات نا امنی راه ها، فتنه و هرج و مرج در مراکز شهرها و روستاها، با حمایت از بد اندیشان و ممانعت از مجازات بد کاران، فتنه انګیزان، و راه زنان مسلح،
- ثابت نګه داشتن بلاد اسلام در فقر، قحطی و ویرانی و ممانعت از هرګونه اصلاح و دګرګونی.
- کشاندن حکام به فساد،...،
همفر د اپیمو د کر او رواجولو څخه، څه نه دي لیکلي، ځکه ممکن هغه مهال دغې کار دومره ځای نه درلود. خو ټول پوهیږي او د چین د تریاکو په نوم جګړه چې د انګرېزانو له لوریه د وسلې په توګه کارول شوي وه، د تاریخ پاڼه شوي ده. تر ټولو سخته جګړه همدا د تریاکو جګړه ده. اوس وختونه، برسېره پردې چې استعمارګر دولتونه مخدره توکي د مستعمره دولتونو د لا زیاتو لاندې کولو لپاره کاروي، د هغوی استخبارات د مخدره توکو د قاچاق وړونکو سره د ګوتو په پټولو، او یا د مخدره توکو په نېغه قاچاق کولو سره، په ملیارډونو ډالر لاس ته راوړي او هغه بیا زیاتره په همدغو هېوادونو کې د خپلو استخباراتي موخو او چارو لپاره لګوي.
د انګلیس جاسوسانو د همغه مهال چارې، د نړۍ د زیاترو هغو دولتونوله خوا څخه چې په افغانستان کې ګټې لري، همدا اوس په یوویشتمې کې، په لږ غوندې نوي رنګ او روغن، په لوړې کچې روانې دي.
اوس هر افغان که زده کړې لري او یا یې نلري، په دې خبرې باندې پوهیږي چې دغه دیارلس کاله د نړۍ تر ټولو د غټ پوځي او اقتصادي دولت امریکا تر مشرۍ لاندې، د څه کم پنځوسو دولتونو یونیم سل زره پوځیان، ولې د هغو ټولو عصري وسلو لرلو او کارولو سره، په دې کوچني افغانستان کې د سولې په رامنځته کولو کې پاتې راغلل. ایا دوی ته د طالب له سره د تنظیمولو، د روزنې، تمویل او وسلوال کولو د ځای ځایکي پته نه وه؟ دا خبره ناممکنه ده چې څوک ووایي، دوی ته دا پته نه وه. داسې به یې فرض کړو چې د طالب د بیا جوړولو او جنګولو د ځای پته دوی ته نه وه. امریکایانو ته خو دا پته شته چې اوس وخت همدا کسان چې دوی په ډالرو تنخواوې ورکوي او د دولت په لوړو څوکیو باندې یې ټومبلي دي، هره ورځ د دولت ضد تبلیغات کوي، نو بیا ولې دوی په دې خبرو کې بې تفاوته دي او همداسې یې پړسوي او بډیان کوي یې؟
په افغانستان کې د امریکا او متحدینو له خوا، د سولې د نه راستولو او د طالب پر پروژې باندې د داعش د پروژې ورزیاتولو، او همدا ډول د دولت د ننه د قوم، ژبې او مذهب په نومونو د پروژې له چټک کولو څخه په څرګنده داسې مطلب اخیستل کیدلی شي چې دوی د افغانستان او سیمې په باب نور، خدای مه کړه، خطرناک پلانونه لري. له دې امله چې د افغانستان د دښمنانو د خطرناکو پلانونو مخنیوی شوی اوسي، زما د یو افغان په توګه، له ټولو هغو افغانانو څخه چې دښمن د خطرناکو او دښمنانه پلانونو لوبغاړي نه دي، هیله دا ده چې د هر افغان او بهرني کس منفي حرکات په سختو ټکو وغندي او په وړاندې یې عکس العملونه وښيي. خو لکه چې ټول پوهیږي، یوازې دغه غندل او عکس العملونه ښودل، په هېڅ صورت د افغانستان د خاورې او د خلکو د عزت د ښمنانو د خطرناکو پلانونو مخنیوی نشي کولی. د دښمنانو د خطرناکو پلانونو مخنیوی د ولسونو په اتفاق جوړولو سره کیږي. هغه رنګه، لکه زموږ نیکونو چې د بهرنیانو د تجاوزونو او تېریو په وختونو کې هر ډول قومي شخړې او تربګنۍ یوې خواته اچولي او د ګډ دښمن په وړاندې په یوه سنګر کې جنګیدل، فکر کوم چې نن هغه وخت رارسیدلی دی چې ټول افغانان خپلمنځي فکري اختلافونه یوې خواته وغورځوي او د یو متحد او یو موټی افغانستان لپاره، په یوه خوله او اتفاق شي.
که خدای مه کړه، یو ځل بیا د افغانستان خلک د تېرې پېړۍ د نوي یمو کلونو په څېر، د کورونیو جګړو خواته ولاړل، دا ځل به له سختو او بدترینو حلاتو سره مخ شي. او بیا به ارمانونه کول او پړې د یوې او بلې ډلې او اشخاصو پرغاړو اچول، د هېچا لپاره هېڅ ګټه ونلري او تاریخ به هېڅوک ونه بښي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نوټ :- د میرغلام محمد غبار او همفر خبرې له سایټي برښنايي کتابونو څخه اخیستل شوي دي.