د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولې او په څه سبب بسم الله محمدی قانونی محاکمه کیږی نه؟

افغان تحرک 09.10.2015 13:38

نن صبا چه ګران افغانستان له متنوع ستونزو لکه د بین الافغانی سولې فقدان، امینتي حالت، د اداری فساد شتون، د مافیایې بانډونو شتون، د خیالي نظامي افرادو موضوع، او ځینی نورو مشکلاتو سره مقابله کوی، باید چه د دا ستونزو د "حل" لپاره دقیق، جدی قاطع او قانونی اقدامات واخستل شی.

د بین الافغانی سولې فقدان او د اداری فساد شتون، او یا هم پیژندل شوی اداری مفسدینو لپاره معافیت ورکول له هغه مهمو موضوعاتو په قطار کی راځی چه زمونږ ملی امنیت او زمونږ ملی منافع له تولو نه زیاد تره تهدیدوی!

دا چه د کرزی صاحب په دورو کی د حکومت او دولت په دننه کی او هم د حکومت او دولت په بهر کی ځينې خلکو ته او یا حتی دیرې خلکو ته عایداتي غیر قانونی سرچینې جوړې شوي وو، تولو ته په لږ او یا دیر وضاحت ښکاره او څرګنده دی. مګر اوس چه مونږ د خدای په فضل یو "علمګرا او صادق ولسمشر" لرو، ولې د پیژندل شوی اداری مفسدینو لپاره یو دول "معافیت" موجود دی؟

زه دلته خپله پوښتنه یو ځل بیا تکراره ومه، له دی کبله چه شاید کوم څوک درست متوجه شوی نه وی:

اوس چه مونږ د خدای په فضل یو علمګرا او صادق ولسمشر لرو، ولې د پیژندل شوی اداری مفسدینو لپاره یو دول "معافیت" موجود دی؟

کیدای شی چه کوم څوک لطفا مونږ لپاره په دی هکله یو قانع کننده ځواب ورکړی؟


په هر صورت مونږ یو داسی ځواب نه منو چه نه پوهیږم "په تولو هیوادونو کی لږ او یا دیر اداری فساد شتون لری، او یا: اداری فساد لږ دی خو اوازه یی دیر دی"، او یا داسی نورو سطحی ځوابونه مونږ نه منو!

ځکه چه که په کوم بل هیواد کی اداری فساد موجودیت لری، لمړی خو دا موضوع په مستقیمه توګه د دوی پرابلم دی نه زمونږ، او بل دا چه شاید د هغو په هیوادونو کی ماشومان، ښځی، او مظلوم خلک داسی اقتصادی ستونزی سره لاس او ګریوان نه وی، لکه چه د زمونږ په هیواد کی دی.

مونږ افغانان د اداری فساد او بلخصوص د پیژندل شوی اداری مفسدینو لپاره توان او تاقت نلرو!

مونږ افغانان د اداری فساد او بلخصوص د پیژندل شوی اداری مفسدینو په مقابل کی دقیق، جدی، قاطع او قانونی اقداماتو ته شدیدا اړتیا لرو!

اداری مفسدینو له "الف تر ی" یی پوری باید چه قانونی محاکمه شی او په دی ذریعه زمونږ ټولنی لپاره د قانونیت او عدالت اهمیتونه او ګتی باید چه په عمل دګر کی تثبیت او ثبوت شی!

اوس د یو مثال په توګه د اداری فساد موضوع، د دی لیکنی عنوان او د محترم روهي راپور ته یوه ګده وجه او یا یوه ګده مخرج وړاندی کیږی. د کار د اسانتیا له کبله د محترم روهي راپور چه په ١٢/٧/١٣٩٣ نیته او یا د ٤/اکتوبر/٢٠١٥ م. کال کی په ټول افغانستان ګران پورتال کی نشر شوی دی، دلته د قوسین په مینځ په پوره توګه نقل قول کیږی.

د راپور عنوان دی: " بسم الله محمدي ۶۰۰۰ امریکايي ټوپکه رانیولي دي"

( په دفاع وزارت کې باوري سرچینو یو ځل بیا د دفاع او کورنیو چارو د پخواني وزیر بسم الله خان محمدي د اختلاس او درغلۍ بله دوسیه رابرسېره کړې ده، چې د افغانستان له ملي اردو سره د خیانت بله رسوايي یې بللې شو.

راپور وايي: ښاغلي محمدي دخپل وزارت پرمهال د M4 امریکايي ټوپکونو درانیولو قرارداد راخپل کړې و. محمدي دوزارت له بودیجې څخه دهرټوپک لپاره ۵۰۰۰ ډالر راجلاکړي او بیایې دپښتونخواد اسماعیل خان ډېرې له بازار څخه د۸۰۰۰ پاکستانیو کلدارو په بدل کې دیادټوپک جعلي نسخه رانیولې ده او اردو ته یې سپارلې ده.

دیادونې ده دهغو قراردادنو له مخې، چې له امریکایانو سره شوې دي بسم الله خان د اردو دلوژستیک له مهمو قراردادیانو څخه یو دی. همداراز نوموړي ددفاع وزارت نوې ودانۍ ( کوچنی پنټاګون)دجوړونې قرارداد هم خپلې کورنۍ او شریکوالو ته ورکړې دی،چې هېښونکې ګټه لري.

ارګ او سپیدار ماڼۍ ته نږدې سرچینو هم د بسم الله خان ددرغلۍراپورونه تایید کړي دي. دهغو قراردادنو له مخې،چې له امریکايي اردو سره شوي دي، دبسم الله خان جعلي شرکتونه له ۲۰۰۲ ز راوروسته شوي دي، دې شرکتونو به ښودله، چې داوکراین او چک له ازادو بازارونو څخه دافغان اردو لپاره وسلې رانیسي،خو دبسم الله خان شریکباڼو به د پنجشیر او شمالي له زیرمتونونو څخه وسلې راویستلې او پوځ ته به یې سپارلې .

دلومړنیو څیړنو له مخې، چې کورنیو او بهرنیو پلټونکو کړې دي جنرال بسم الله د۶۰۰۰ ټوپکو درانیولو لپاره امریکايي فورم جوړ کړی دی او دوزارت له بودیجې څخه یې دهر ټوپک په سر ۵۰۰۰ امریکايي ډالر ویستې دي، دا ۶۰۰۰ ټوپکه اوس د دفاع وزارت په زیرمتون کې پراته دي، چې دهیڅ استفادې وړ نه دي ، تخنیکي پلاوي ارګ ته راپور ورکړی دی، چې ټول جعلي دي.

دیادونې ده، بسم الله خان، چې کله د ملي اردو دلوی درستیز په توګه دنده ترسره کوله دشهید داودخان په روغتون کې یې دجنرال یفتلي په ملګرتیانږدې ۴۱ملیونه ډالره اختلاس کړی دی، دکورنیو چارو وزارت کې یې د دندې پرمهال د۸۰ملیونو افغانیو په اندازه پچې رانیولې دي او ددفاع وزارت پرمهال یې له رسوايۍ ډکه بله دوسیه رابرسیره شوه.

دسیاسي چارو شنونکی جلیل بغلاني وايي: فکر نه کوم، چې اوسنی حکومت دی له بسم الله خان سره حساب وکتاب وکړي، حکومت له یوې امنیتي وضعیت بوخت کړی دی او بل بسم الله خان دحکومت او نظام له پیاوړو مخالفینو سره ټینګې اړیکې لري او پردې سربېره له پخواني ولسمشر کرزي سره ټینګې اړیکې لري.)
د محترم روهي راپور ختم.

خبرونه یې په رسنیو کې خپاره شي خو مګر قانونیت لا درکه ښایی، مجرمین له عدلی او قضایی قوا له خوا نه تعقیبیږی، ولې؟

اوس پوښتنه یو ځل بیا دلته د یو مبرم او قاطع اړتیا په حیث تکراریږی چه:

اوس چه مونږ د خدای په فضل یو علمګرا او صادق ولسمشر لرو، ولې د پیژندل شوی اداری مفسدینو لپاره یو دول "معافیت" موجود دی؟

کیدای شی چه کوم څوک لطفا مونږ لپاره په دی هکله یو قانع کننده ځواب ورکړی؟

که داسی موضوعات د حکومت له خوا په جدي، دقیق، قاطع او قانونی ډول ونه څېړل شي نو بیا واضع خبره ده چه د ولس هیلی، غوښتنی او مشروع توقعات ورکیږی، یعنی د دولت اعتبار کمیږی او متاسفانه نا امنۍ په ګران افغانستان کی ورځ په ورځ نور هم پراخېږی.


د سولی، امنیت، ثبات، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله

و من الله التوفیق