د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خواره دې شي وینځه چې د وینځې کالي مینځي

عبدالغني (هاشمي) 07.10.2015 14:06

چودري نثاره! موږ هیڅکله خپل دښمن پیره دار نه نیسو

په کندز کې د وسله والو طالبانو، پاکستاني پوځ، استخباراتو او د هغوی نړیوالو متحدینو ګډ یرغل له ننګه ډکې ماتې او په دې جګړه کې د پاکستاني لوړ پوړو پوځي چارواکو او نورو په پاکستان کې جوړو شوو تر هګریزو ډلو د مشرانو او غړو تر وژل کېدو وروسته، د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار، له غلط ادرس څخه په ډېره غیر مسوولانه توګه ددې تېري په اړه د افغان دولت نړیوال مستند اعتراض په غبرګون کې له سوز او قهره په ډکه لهجه ویلي، چې ګوندې «پاکستان د افغانستان پېره دار نه دی»
لومړی خو داسې یوه غیر مسوولانه احساساتي وینا د نړیوالو ډیپلوماټیکو نورمونو او ضوابطو له مخې د یوه هېواد د کورنیو چارو وزیر دنده او مسوولیت نه دی او بیا د یوه داسې هېواد، چې ځان د سیمې ژاندارم ګڼي او تل د قانوني کړنو چغې وهي.
موږ هیڅکله نه وایو او نه مو دي ویلي، چې پاکستان په څېر یو ملک دې د افغانستان پېره داري وکړي، چې د افغانستان د یوه کړوسي پرځای دی. نه پوهېږم ښاغلي چودري به د افغانستان تاریخ لوستی وي که نه، خو زه ورته لږه یادونه کوم، چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې په تش لاس د نړۍ ستر او د وخت په عصري وسلو او تجهیزاتو سمبالو ځواکونو ته له ننګه ډکې ماتې ورکړې دي، افغانانو د تاریخ په اوږدو کې تر همدې دمه دومره قربانۍ ورکړي، چې که ښاغلی چودري یې یوازې د تاریخ څو پاڼې ولولي، نو ښايي د سر وېښته یې نېغ ودرېږي...
خیر د عصبیت ځواب په عصبیت له منطقه لرې کار دی، خو ځينې خبرې دومره د سړي په زړه کې د قهر اور بل کړي، چې له خولې یې د الفاظو لمبې راوځي....
ښاغلی چودري!!! موږ افغانان هیڅکه دا نه وایو، چې پاکستان دې په اصطلاح د افغانستان په سرحدي پولو کې پېره داري وکړي او پرېنه ږدي چې وسله وال د افغانستان خاورې ته ننوځي، ځکه موږ نه ړانده یو نه کاڼه؛ موږ په پرانستو سترګو وینو او په بشپړ بصیرت او کامل عقل پوهېږو، چې دا په نورو جامو کې د پاکستان پوځ، استخبارات او په هغه هېواد کې روزل شوې ترهګریزې ډلې دي، چې د پاکستان د شومو اهدافو د پلي کولو په موخه د پاکستان نړیوالو متحدینو په ملاتړ، په رڼا ورځ د افغانستان خاورې ته ننوځي او افغانستان په دغو څلورو لسیزو کې د پاکستان په لاس دومره ځپل شوی او کمزوری شوی، چې د مخنیوي وس یې هم نه لري، خو د افغانستان مېړني او باتور خلک همداسې چې په تش لاس د نړۍ له ښکېلاک ګرو زبرځواکونو سره جنګېدلي، همداسې د همدغو څلورو لسیزو په بهیر کې د پاکستان له څرګند تېري او تجاوز سره مخ دي او په بشپړې مېړانې له ده او ګوډاګیانو سره یې په جګړه اخته دي.
موږ په دې هم پوهېږو چې په لومړي سر کې پاکستان غوښتل پر افغانستان دومره فشار راوړي، چې د ډیورنډ کرغېړنه کرښه ورسره ومني، خو له نېکه مرغه چې افغانانو ډېرې ناخوالې ومنلې، خو هیڅ افغان مشر او عام وګړي دې ننګینې کړنې ته غاړه کېنه ښوده.
اوس نو په وروستیو لسیزو کې د نړیوالو سیاستونو له برکته پاکستان ته د افغانستان د ځپلو لپاره دومره پراخ امککانات په لاس ورغلل، چې پاکستان لکه وږی کارغه د افغانستان د نیولو او مستعمره کولو خوبونه ويني.
چودري صیب! موږ نه وایو زموږ پیره داري وکړه، بلکې دا زموږ مسلم حق دی چې ووایو، افغانستان یو خپلواک ویاړلی هېواد دی، نو زموږ په کورنیو چارو کې داسې څرګنده او له شرمه ډکه لاسوهنه مه کوه!!!
لرې نه ځو، د کندز په جګړه کې لکه د نورو ډېریو پېښو او جګړو په څېر یوځل بیا د پاکستاني څرګندو جنرالانو او نورو لوړ پوړیو پوځي او استخباراتي چاروکو، د حارث په نامه په پاکستان کې د جوړې شوې ترهګرې ډلې (لشکر طیبه) د یوه مشر د پاکستان پوځ، استخباراتو او نورو اړونده ترهګرو ډلو د لوړپوړو چارواکو او مشرانو وژل او نیول کېدل په روښانه توګه په دې جګړه کې د پاکستاني ځواکونو پراخ شتون په ثبوت ورسوه، موږ ښاغلي چودري ته وایو، چې موږ بیا هم له تا د پېره دارۍ تمه نه، بلکې د ګاونډي هېواد په توګه د افغانتسان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې تمه او قانوني غوښتنه لرو.
دا ټولې نړۍ ته معلومه ده، چې اوسمهال په سیمه کې د ځانګړو اهدافو د پلي کولو په خاطر نړیوال ښکېلاک په پراخه توګه د پاکستان له امکاناتو ګټه پورته کوي، دا هم له امکانه لرې خبره نه ده، او د ډېریو شنونکو په اند دقیقه خبره ده، چې نړیوال ښکېلاک په سیمه بیا په ځانګړي ډول افغانستان کې د خپلو اهدافو د پلي کولو یا هم د دغو اهدافو د پلي کېدو لپاره د امکاناتو او وسایلو د برابرولو په بدل کې پاکستان ته ځانګړي سیاسي، اقتصادي او نور امیتازات ورکوي، نو بیا دا هم له امکانه لرې خبره نه ده، چې په افغانستان کې هم د دغو اهدافو د پلي کېدو لپاره د پاکستان له خوا د امکاناتو او وسایلو برابرولو په بدل کې هغه هېواد ته په افغانستان کې ځانګړي اقتصادي، سیاسي او آن د خاوري ورکولو یا هم اشغال تر بریده وعدې ورکړې وي، خو موږ په ګاونډي هېواد پاکستان غږ کوو، چې نړیوالو تجربو او سیاسي لوبو په ډاګه کړې، چې سیاست دایمي دوست او دایمي دښمن نه لري او نړیوال ښکېلاک که نن د خپلو اهدفو په خاطر له یوه هېواد سره دوست پاتې شوی او په سیمه کې ورته ډېر امتیازات قایل شوی، نو سبا یې د سیاست مخه داسې ۱۸۰درجې بدلون موندلی، چې د خپلو اهدافو په رڼا کې بیا همدغه هېواد د سیمې یا نړۍ نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول هغو هېوادونو په واسطه ځپلی، چې ده پرون د همدغو اهدافو په خاطر ځپلي وو.
موږ له ګاونډي هېواد پاکستان څخه هیله کوو، چې اوس هم لا سروخت دی، ښه به وي د افغانستان او په ټولیز ډول سیمې په اړه خپل له دښمنۍ ډکو سیاستونو او کړنلارو ته د پای ټکی کېږدي او داسې یو نوی سیاست او کړنلاره غوره کړي، چې ډېر ژر یې اړیکې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې شي، چې په دې توګه که کله د سیمه ییزو او نړیوالو سیاستونو په ادلون – بدلون کې د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان لاس پرې بر شي، نو د یوه هوښیار دښمن په توګه به ورسره عمل کوي او د خپل هېواد او ملت راتلونکي ژوند ته به پوره پاملرنه کوي، نه داسې یو ناسنجول شوی او له دښمنۍ ډک سیاست، چې اوس پاکستان د افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو پروړاندې غوره کړی دی.
موږ په دې اند یو، چې د نړۍ ټول هېوادونه، په ځانګړي ډول د پاکستان په ګډون د جنوبي او منځنۍ اسیا ټول هېوادونه، چې اوس مهال د نړیوال ښکېلاک د نیواکګرو سیاستونو په مرکز کې ځای لري، نه باید د نړیوالو ښکېلاکګرو زبرځواکونو د ناوړه سیاستونو د پلي کولو او په بدل کې یې د امیتاز اخستنې په خاطر خپل ګاونډي هېوادونه ددغو اهدافو او سیاستونو قرباني کړي، ځکه که بیا سبا د نړیوالو زبرځواکونو احتیاج همدې ځپل شوي او قرباني شوي هېواد ته پیدا شي، نو پرونی ځپونکی هېواد به یې د غچ اخستنې په لمبو کې لولپه شي.