د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د خلافت او امارت په لمبوکې

محمد انور ولید 07.10.2015 14:05

څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدری نثار په اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته ویلي چې موږ د افغانستان چوکي داران نه یو . خو نوموړي دا نه دي ور سره ویلي چې له چتراله تر بولاه پورې دا (۲۴۵۰) کیلو متره منحوسه کرښه او عایْقه سیمه په تېرو (۳۷ ) کالو کې چا نا امنه کړې د ه ، افغانستان ـ که پنجاب شاهي ؟
ښکاره خبره ده چې پنجاب شاهي په تېرو (۳۷ ) کالو کې ګام په ګام د افغانستان د تېرو حکومتونو له ناکام سیاست او د مجاهدینو له مجبوریت څخه ناوړه ګټه پورته کړې ، مجاهدین یې د خپلو کرغېړنو موخو له پاره استعمال کړل ، د جهاد نامه ته یې په سپکه سترګه وکتل . د هغو عایْقوقبایْلي سیموپه تړاو د وخت برتانوي هند د هغه وخت افغان حکومت ته (۱۸) کروړه هندي روپۍ ورکولې ، او ژمنه یې ور سره کړې وه چې په یادوآزادو قبایْلي سیموکې به نه برتانوي هند او نه هم افغانستان مداخله کوي . هند له بریتانیې څخه آزادي واخیستله ، قرارداد هم ختم شو ، خو د جهاد پر مهال د انګرېز پاتې شونو ( پنجاب شاهي ) همدغه قبایْلي ( افغاني ) سیمو ته د خپلو بادارانو د لوظنامې خلاف خپل پوځونه ګام په ګام را وړاندې کړل ، د سپینې شګې ، چترال ، تورې بوړې ، میرانشا ، انګور اډې ، بادیني ، توبې او نورو سیمو په څېرد غرونو مینځونه پر مجاهدینو باندې د وسلو او مهماتو د زېرمه تونونو په پلمه را و ایستل ، خو وروسته یې پر همغو زېرمه تونونو باندې خپله قبضه وکړه او د افغان مجاهدینو ټولې وسلې اومهمات یې خپله ترې یووړل .
بیا یې پر همغو ځایونو باندې او یا هغې ځایونو ته څېرمه خپلې نوې تاڼې ورغولې ، افغانان یې په خپلو کې پر خپلمنځي جګړو سره اخته کړل او دوی د ډېورنډ ترکرغېړنې کرښې هم دېخوا د افغانستان خاورې ته را واوښتل له (۱۵) کیلو متره در واخله بیا آن تر ( ۷۵ ) کیلو مترو پورې یې د افغانستان په خاوره کې د ننه په سترا تیژیکو سیموکې خپلې نوې تاڼې جوړې کړې دي .
د ځینو تاڼو او نویو دروازو جوړولو پر سر خو د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني یرغلګرو تر مینځ وسله والې نښتې هم وشوې چې موږ یې په تور خم کې د شمشاد پرسر له پاکستاني سر تېرو سره د سلام راکټي نښته او د پاکستاني عسکرو تښتېدل ، د ګوي پر سرد جنوبي د خلکو په ملاتړ د افغان سرتېرو نښته له پاکستاني سر تېرو سره چې بیا هلته هم پاکستاني سر تېري و تښتېدل ، د ګوشتې ددروازې پر سر د قاسم خان شهادت ، د پکتیکا د سیمې برمل اړوند انګوراډې د دروازې پر سر د نجیب الله شهادت او د پاکستان له خوا ددروازې جوړېدل په ګوته کولی شو .
پاکستان همزمان له دې تشې څخه په استفادې سره ټولې قبایْلي سیمې و ځپلې ، ځایي ژورنالېست سېلاب مسود( بي بي سي ) ته په خپل غږکې آن څوکاله وړاندې وویل چې : د شمالي او جنوبي وزیرستان ( ۵۰۰۰ ) قبایْلي مشران په سیمه کې مېشت ( یونیم لک ) پاکستاني پوځ په خپل شتون کې په مرموز ډول په شهادت رسولي دي . خو بل لورته یې ترورېستان د ورانکاریو او ځانمرګو بریدونو له پاره افغانستان ته را لېږل او پوره (۱۴) کاله کېږي چې پاکستان پردۍ جګړه پر افغانانو باندې ور تحمیل کړېد ه .
د لومړي بُن په غونډه کې هم پاکستان خپل کلیدي د افغانستان ضد غلط رول لوبولی او پر افغانانو، افغان نظام او افغان خاوره باندې یې له نړیوالو سره خپله ناروا معامله کړېده . ځکه خو نړیوالو په خپله خوښه ( ۱۴ ) کاله پرله پسې افغانان وځپل ، بې وسلې او بې واکه یې کړل . وسلې ، مهمات اوپیسې یې پاکستان ته دترورېستانو د نورې ودې په خاطر ورکړې . خو تروېستان هغه په لاس ورغلې وسله ده چې پر هغوی باندې افغانستان او افغان نظام د ملي یووالي د جوړېدو او ښېرازۍ خواته نه پرېږدي ، په نظام کې د ننه او له نظام څخه د باندې خنډونه او موانع ورته جوړوي ، چې موږ یې ښکاره بېلګې په تېرو انتخاباتوکې په خپلو سترګو ولیدلې ، ځکه هلته د افغانانو رأیو ته دومره په سپکه سترګه وکتل شول چې په ټوله سیمه او نړۍ کې یې ساری نه لیدل کېږي .
کله چې افغانان په خپلوکې د ملي یووالي اراده وکړي ، نو پاکستان او له پاکستان سره په دې لوبه کې شریک ملګري یې وار له مخه د زدو بندونو او مذاکراتو له لارې همغه دم ګړۍ په نطفه کې د افغانانو ملي اراده ورخنثی کړي . ځکه په فزیکي جګړه کې هر وخت د تاریخي شواهدو پر بنأ افغانانو ټولو یرغلګرو ته ماتې ورکړې ده . خو د مذاکرې دمېز پر سر بیا افغانان د سطرنج د دانو په څېرله پخوا را هیسې پرله پسې استعمال شوي او لوبه نوره هم د مهجول الهیه سیاسي څېروپرمټ د مضمن حالت ژوروته ور لوېدلې او بیا د تاریخي اصلي واقعاتو په مسخه کولو سره استعماري سیمه ییزه او نړیواله لوبه له راتلونکو نسلونو څخه همداسې پټه ساتل شوې ده . ځکه هلته هم د وخت ټولواکمنود پردیو په اشاره واقعیتونه په کې اېډېټ کړي او جانیان په کې بريء الذمه او باتوران بلل شوي او باتوران په کې جانیان او ملي خایْنان یاد شوي دي .
اوس چې د استعمار د دغه سوونوکلونو میراثي پروژې امپیر د سترا تېژیک عُمق ترڅنګ د ورېښمو او لاجوردو د لرغونوکرښو له لارې د افغاني زېرمو پر سر ور ودرېد ، خود به پیل له کندوزه کېده ، ځکه انګلیسان خو شته چې پاکستان ته د تلو راتلو خوندي لاره وښیي او پاکستاني جنرالان بیا د طالب په جامه او د طالبانو په لیکوکې سره له وسلو اوجنګي مهماتو په زېرمه تونونو اوسترا تیژیکو سیموکې ځای پرځای کړي  . خو څه ډول ؟
طالبانوته دا د اوونیواومیاشتوجنګونوله پاره د نهه سوه اودوولس سوه کیلو متره لیرې واټنونو په فاصلې سره د آمو څنډې ته په دغه له خطرو ډکو او اغزنولارو باندې دا جنګي مواد څه ډول ورسول شول ؟ طالب خو کېدای شي یوازې د یوه ساعت جګړې مواد له ځانه سره انتقال کړي ، دا نور چا ، څه ډول او له کومې لارې ورته انتقال کړل ؟ د هوا له لارې ـ اوکه د ځمکې له لارې ؟ دغه د جنګي وحی فرمانبرداران څوک دي چې طالبان ، وسلې اود هغوی مهمات  جنګي ځایونو ته رسوي ، اما لیدل کېږي نه ؟ !!! ......
د مجاهدینو تر بریا وروسته پاکستان د جهاد او مجاهدینو د بدنامولو له پاره یو شمېر خلک د خپلو مقاماتو ( آی اس آی ) په مستقیم ملاتړ له جهادي تنظیمونو را بېل اوپه څنګ کې ورسره ونیول . جهادي تنظیمونه هم پاکستان د خپلو ناولیو موخو له پاره جوړکړي وو ، ترڅو د ملي یووالي په ټوټه کېدو سره یویو په اسانۍ سره مات کړي . د تاجک اوپښتون ذهنیت په پېښور ، پېنډۍ او اسلام آبادکې آن د امان الله خان د حکومت د نسکورولو پر وخت په میرانشاه کې د امیرحبیب الله ( بچهْ سقاو) په لاس ، او بیا په (۱۳۵۴) لمریزکال کې د مجاهدینوتر مینخ د لومړي نفاق د ظهور پر مهال جوړ شو . ځکه خو پاکستاني مقاماتو د شاه سلیم له لارې د دري ژبو لس چنده اکمالات کول ، د پاکستان د مذهبي کړیو په خوله د مجاهدینو تر مینځ په ظاهره د جوړ جاړي او په باطن کې د منافقت او منځګړتوب خبرې ، په اسلام آباد او پېښورکې د مجاهدینو د مؤقت اوعبوري دولت تشکیل او د توپخانې پرکوتل د ورغوښتل شویو خلکو شاهانه درناوی د همدې موخې له پاره ؤ . همداسې وشول . ځکه دوی د افغان حکومت د مخالفینو تر مینځ هم ملي یووالی نه غوښت . څه چې پاتې وو ـ د هغوی له پاره یې د طالب پروژه په کې پلې کړه چې ټول افغانستان یې ور باندې بې واکه او بې وسلې کړ .
پرطالبانو یې د افغانستان ټولې اړیکې له سیمې او نړۍ سره پرې کړې . ور پسې یې کټ مټ د پرچمیانو د میر اکبر خیبر غوندې دسپتمبر په (۹مه) د تخار په خواجه بهاءالدین کې ترورېستي پېښه ددووعرب تباره ژورنالېستانو په نامه را مینځته کړه ، او دوې ورځې وروسته بیا د سپتمبر په (۱۱مه ) د نیویارک پر نړیوال تجارتي مرکز باندې ترورېستي حمله په داسې حال کې وشوه چې په هغه ورځ په دغه مرکز کې له (۳۰۰) پاکستاني او (۴۰۰۰) یهودي کارګرو او مأمورینو څخه یو یې هم نه ؤ راغلی او نن ورځ مېډیاوې ټولې پر دې باندې شاهدې دي اوخپل شواهد او اسناد وړاندې کوي . خو بس افغانستان ته په بېلچه کې مستې جوړې شوې ، د طالب په نامه رژیم یې پر افغانانو باندې لومړی  ور وتاپه او بیا یې همغه طالبان د ناټو په دوزخ کې پرې ډاډه کړل . خو اوس د هغو ترورېستانو په اورکې دادي تر نن ورځې پورې ټول افغانستان او افغانان سوځي چې هغه دوی خپله د القاعده په نامه جوړکړي وو .
ځکه نړیوال ایتلافي ځواکونه د طالب رژیم تر چپه کېدو پورې راغلي وو ، خو دادي اوس ددوی (پینځلسم ) کال هم پوره کېدونکی دئ ، ولې نه طالب ور سره ورک شو ، نه په افغانستان کې آرامي او سوله راغله ، نه افغانستان په خپلو پښو ور سره ودرېد ، او نه هم په اقتصادي ، تولیدي ، سیاسي او امنیتي لحاظ ور سره خود کفأ شو .
موږ ټول دا حالت په خپلو سترګو وینو چې د افغانستان خلک د خپل ځمکني ګبین تر څنګ له لوږې مازيګر څملي . که نه نو افغانستان خو د کمیت په لحاظ د سیمې او نړۍ په پر مختللو هېوادوکې را ځي ، خو دکیفیت په لحاظ تر بنګلدېش هم (۵۰ ) کاله یو وروسته پاتې او په هر اړخیز فساد باندې ککړ هېواد دئ . په میلیاردونو ډالرنړیوالوپه افغانستان کې پرخپلو پوځونو او غیر دولتي مؤسسو باندې ولګول او د افغانستان د بې رهبرۍ او بې مدیریته مخکیني حکومت تر څنګ به یې نورڅو موازي حکومتونه هم جوړکړي وو چې د وخت افغان چارواکو به د خپل واک اوخپلې ایجارې پرمهال په دې اړه هېڅ هم نه ویل ، خوچې کله به له واک څخه لیرې شول ـ نو بیا به یې له بهرنیانو لږ پلو پورته کړ او د هغوی څېره به یې افشأ کړه .
په افغانستان کې ملي وحدت په درېیو عمده برخو ( تاجیک ، پښتون او هزاره ) قومونو سره ووېشل شو . ایتلافونه یوازې ددې له پاره وو چې خپل واک پرې ټینګ کړي ، خپل حریفان پرې وځپي او له واکه یې پرې لیرې وساتي . اوس دادي افغانانو د ملي وحدت حکومت جوړکړی ، حکومت تر یو کلنۍ هم ور واوښت ، خو ددوی مرکزي اډاڼه اوس هم د خپلسرې سر پرستۍ له دایرې را ونه وتله . ځکه یو پر بل باورنه لري . ځیني مخلوع کسان بیا د پیشو غوندې د واک د ګدۍ موږک ته لاس تر زنې شپې ورځې شماري او د خپل عدت موده په بېواکۍ کې تېروي .
پاکستان له دې تشې څخه په سؤ استفادې سره پر افغان سوله باندې ربابونه وهي او پاکستاني چارواکي په دې باب هر ډول سندرې او نغمې غږوي . ځکه چې افغان مخالفین یې برمته ورسره ساتلي او د خپلو موخو له پاره یې استعمالوي . له نن څخه ځو میاشتې وړاندې په هلمند کې طالبانو سر را پورته کړ . بیا یې په فراه کې دېته ورته عمل وکړ . یوه میاشت وړاندې دکابل په شاه شهید سیمه کې یوه نامعلومه ترورېستي پېښه وشوه چې په لسګونو او سوونوپه خوب بیده بېګناه افغانان په کې ژوبل او شهیدان شول ، لامل یې معلوم نه شو چې ددې حملې تر شا کوم لاسونه وو . داسې مطبوعاتي ګنګوسې هم وې چې دا حمله د څو تنو سترو بندیانو د خوشې کولو له پاره تر سره شوې ده . ولې هغه هم معلوم نه شول چې په دې حمله کې ووژل شول او که و ایستل شول ؟
خوڅو اوونۍ وړاندې د غزني له محبس څخه په سوونو بندیان د یوې سازمان یافته ترورېستي حملې په تر سره کولو سره خوشې شول . ویل کېدل چې په هغه بندیانو کې (۱۳) یې خطرناک وو . بیا د فاریاب سیمې پاکولو له پاره جنرال دوستم په هغه سیمه کې تصفیوي عملیات پیل کړل . فاریاب او سر پُل تصفیه شول . خو اوس متأ سفانه یوه ورځ ویل کېږي چې فاریاب د سقوط په حالت کې دئ . بله ورځ ویل کېږي چې پر فاریاب له څلورو خواوو طالبانو حمله وکړه اود طالبانو د نام نهاده والي او څو تنو نورو لوړپوړو طالب چارواکو په شمول په کې ووژل شول . خو سوال دادئ چې جنرال صیب په هغه جګړه کې کوم ځایونه وځپل او دا طالبان بیا له کوم ځایه ورته راوړل شول ؟  
وروسته له دې پېښې ځینې افغان چارواکو د بغلان د ډنډ غوري سیمه د هغه ځای له مخورو او طالبانوسره دیو تړون له مخې داسې لاسلیک کړه چې په هغه کې د ډنډ غوري ؤلسوالۍ ځینې برخې په مختارانه توګه طالبانوته په دې شرط ورکړل شوې چې طالبان به د عامه سړک لاره نه بندوي او په یاده سیمه کې به طالبان د حکومت له خوا نه نیول کېږي . تر دې وړاندې په کونړونو او بدخشان باندې داسې پرله پسې حملې پیل شوې چې ترکال هم ور واوښتې . ور پسې دادي د کندوز پېښه را مینځته شوه . یوځای دولت ونیسي ، خو بل ځای بیا طالبان ونیسي .
داسې ویل کېږي چې طالبان د سمت شمال په کومه سیمه باندې خپل کنټرول ټینګول غواړي ترڅوهلته دکويتې شورا د څو ورځو له پاره ور انتقال کړي چې پر مټ یې پاکستان له دې تورنو څخه ځان پرې پاک کړي او نړۍ پردې قانع کړي چې ګواکي طالبان په پاکستان کې نه شته . خوکه پردې هم پاکستاني جنرالان ونه توانېږي نو بیا خو په هلمند کې ددوی ستر پروګرام روان دئ او غواړي چې هلته دا شورا را انتقال کړي . ځکه یې افغان پوځونه د هېواد په مختلفو برخوکې د خپلوترورېستي حملو له امله مصروف او تیت پرک کړي دي ، تر څو دوی پر دې وتوانېږي چې په هلمند کې امارت اعلان کړي . او په شمال کې خلافت . ځکه امارت په افغانستان او سیمه کې په یهودي صبغه د انګرېزانو ـ او خلافت د امریکایانو پروژې دي چې له تېرو پینځلسوکالو را هیسې په کې ښکېل دي .   
خو پخوا د (A _B – C   اوکلنټن پلانونو ) په نامه داسې خبرونه د افغانستان او سیمې په اړه خپاره شوي دي چې له مخې یې ددوی په آند د افغانستان او سیمې نور هېوادونه سره تجزیه کېدای شي . چې په هغوکې د بلوچستان او آغاخان چهارم په نامه پروژې تر ټولو د سر ټکې پرېښېدل . ځکه خو دغه ټوله سیمه دا یوه نیمه لسیزه امریکایانو له پکتیکارا نیولې ـ بیا آن تر واخان ، باجوړ ، چترال او ګلګیت پورې کنټرولوله . آن د پېنډۍ د لال جومات او شمالي وزیرستان کنټرول هم د امریکایانو ترکنټرول لاندې ؤ . ځکه ملا فضل الله ، ملا فقیر محمد ، بیت الله مسید ـ ترحقاني شبکې پورې ټول یوه امریکایي پروژه وه او ده ، چې دا ټول بیا د جهاد پر مهال په پاکستان کې د امریکې د پخواني سفیر ( پیټر ټامسن ) د لاس محصول دئ  . خو حقاني شبکه د ( I – S – I ) د ادارې اړوند یوه ترورېستي ډله ده چې صرف افغان مشران یې د اختلاف اچولو له پاره ترورکړل . داسې لیکنې هم شوې دي چې د توپخانې کوتل ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې (C- I - A ) له پخوا را هیسې ځاله جوړه کړې ده  . د نورو معلوماتو له پاره د لاهور خان منګل لیکنې وګورۍ . امریکایانو په سرکې د خپلو (۵۰۰ ) جیولوجستانو په مرسته په ټول افغانستان کې د ځمکنیو زېرمو سروې وکړه ، او بیا یې پرکیندنو پیل وکړ . هر ځای به چې معدن ؤ هغه به یې د بېس په نامه محاصره او ټول مواد به یې ترې و ایستل او بیا به یې بېس ړنګ او له هغه ځایه به ولاړل . دوی لویه پکتیا  او لوی ننګرهار همدا ډول لوټ کړل . او په بدل کې یې له پاکستان سره د افغانستان پر اوبو او ځینو سیمو باندې معامله وکړه . هو له پردیو طالبانو جوړ ه داعش ډله د همدې پروژې یوه ښکاره برخه ده .
ولې په هلمند کې بیا د انګرېزانو بله پروژه روانه وه . د دوی کار د تریاکواو پوډرو د قاچاق کاروبار ؤ . هغوی په هلمند او خواوشا سیموکې د انګرېزانو امنیتي کمربند بلل کېده او انګرېزانو په آرامه فضأ کې د هلمند له دیشو ؤلسوالۍ څخه د همدغو طالبانو په مرسته خام یورانیوم په هلیکوپټروکې بحر ته انتقالول . او طالبانو ته ویل کېدل چې افغانستان تاسو ته سپارو . اوس د امارت په نامه پروژه له همدې اوبه خوره اوبه خوري .
په اصل کې دغه جګړه د افغانستان او منځنۍ آسیا د زېرمو پر سر روانه ده . خو د امارت او خلافت پر سر جګړه په افغانستان کې د امریکایانو او انګرېزانو تر مینځ د خپلمنځي اختلافاتو پر سر ده چې د ټو ټه کېدو ستره قرباني به یې افغانستان ورکوي . هغه هم داسې چې د ( A- B – C اوکلېنټن ) د پلانونو له مخې به ګام په ګام دا پروژې عملي کېږي . خو د روس ، چین ، شمالي کوریا او هند په وړاندې د ( آغا خان چهارم یا لوی بدخشان په نامه د اسماعیلیه دولت د جوړېدو پروژه په سرکې ، او د چاه بهار او بلوچستان پروژه ور پسې  ددوی د سر ټکي دي . تر څو له دې لارې د افغانستان او مرکزي آسیا ټولې ځمکنۍ زېرمې دوی یوسي . ځکه خو لومړنی نظامي پیل له کندوز ، فاریاب ، فراه ، پکتیکا ، ننګرهار او بدخشان څخه وشو. افغانستان نن د خلافت او امارت په لمبوکې سوځي .
افغان دولت او ټولو افغانانو ته زما خواست دادئ چې د استعمار له دغه ډول دسیسو څخه دې د ریښتیني ملي یووالي په زور خپله خاوره ، خپل نظام ، خپله خپلواکي ، او خپل افغانان په خورا هوښیارۍ سره وژغوري . خپلمنځي اختلافات دې سره پرېږدي .د ملي یووالي پر محر دې سره را غونډ شي . که نه نو هم به سپک شي او هم ورک . بیا به یې خپله جغرافیه په لاس کې نه وي . زموږ د هېواد هر عزیز به د نورو په دروازه کې بې عزته او سپک ولاړ وي  او هېڅوک به په درنه سترګه نه ورته ګوري او هم به یې خپل وزن او باور له لاسه ورکړی وي . خلک به د نظام فروش ، خاکفروش ، قام فروش او دین فروش خطاب ورته کوي . او بیا به د مېترو پول پولیسوله خوا د په اصطلاح بشري جرمونو په نامه نیول کېږي او په نړیوالو محاکمو کې به محاکمه کېږي . هو ! د افغان مخالفو چارواکو او زور واکو وروستی برخلیک همدغه دئ .