د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هر چېرې چې وي، له دې دنیا دباندې

شارل بودلېر 07.10.2015 14:04

شارل بودلېر / ژ. : نجیب منلی

هر چېرې چې وي، له دې دنیا دباندې

ژوند یو روغتون دی چې هر ناروغه په کې د کټ بدلولو غوښتنې لېونی کړی. دا یو غواړي چې بخارۍ ته نېږدې وکړېږي، دا بل ګومان کوي چې د کړکۍ څنګ ته به ژر روغ شي.

داسې راته ښکاري چې زه به تل هغه ځای کې ښه واوسم چې په کې نه یم او دا د کډې کولو خبره هغه موضوع ده چې زه پرې پرله پسې له خپلې اروا سره بحث کوم.

«وایه زما اروا، خوارې، کنګل شوې اروا، څه فکر کوې، که په لیزبون کې اوسېدلای؟ هوا به په کې توده وي، ته به په کې د کربوړي غوندې مسته ګرزې. دا ښار د اوبو پر غاړه دی، وایي چې ټول له مرمرو جوړ شوی او خلک یې له بوټو داسې کرکه لري چې ټولې ونې له بېخه راوباسي. دا ستا په طبعه برابره منظره ده، یوه منظره چې له رڼا او ډبرې جوړه شوې او دانعکاس له پآره یې اوبه هم شته.»

زما اروا ځواب نه راکوي.

« ښه نو چې د خوزښت له نندارې سره، استراحت دې خوښېږي، راڅه چې ولاړ شو، په هالنډ کې، د خوشالیو پر خاوره، واړوو. و دې شي چې په دغې سیمې کې به دې ښه سات تېر شي؛ انځور خو دې یې په موزیمونو کې ډېر ځله خوښ کړی. په روتردام کې څه وایې؟ ستا خو د کورونو لاندې د درېدلو کيښتیو د بادبان د ډاګو ځنګلونه ښه راځي.»

اروا مې لا ګونګه ده.

« باتاویا به در باندې ښه لګي. هلته به له استوایي ښکلا سره یو شوی د اروپا روح و مومو.»

یو ټکي هم نه وایي. زما اروا خو به مړه شوې نه وي؟

«ښه نو ته دومره سره ښکېل شوې یې چې یوازې خپل درد سره خوشاله یې؟ که داسې وي نو راځه هغو هېوادونو ته ورشو چې د مرګ نمونه ده. پیدا مې کړه، زما خوارې اروا! راځه چې کډه وتړو، تورنیو ته ولاړ شو. را ځه چې نور هم لېرې ولاړ شو، د بالتیک وروستۍ څنډې ته. که وشي تر دې هم له ژونده لېرې، قطب کې به مېشت شو. دلته لمر څنګزن له ځمکې سره لګي، شپې او ورځې دومره ورو یوه په بلې پسې راځي چې بدلون له منځه وړي او یوشان والی، چې د نشتوالي نیمایي ده، زیاتوي. دلته به په تیارو کې ښه ډېر ولامبو او لاهم، زموږ د سات تېرۍ له پاره به قطبي رڼې څپې کله کله راته د رڼا ګلابي ګېډۍ راوړي، لکه د دوزخ د اورلوبې انعکاس.»

اخر مې اروا ګړز وهي، په ډېر حکمت را ته چغې کړي : «هر چېرې چې وي! هر چېرې چې وي! خو چې له دې دنیا دباندې وي!»