د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ناقانونه مهاجرت د انګلستان لپاره ګواښ دی

یاسر الهاشمی 07.10.2015 13:02

د انګلستان د آزادي غوښتونکی ګوند مشر نایجل فراش وايې چې انګلستان د کډوالۍ د کړکيچ تر ژور آغيز لاندی دی او حکومت بايد هڅه وکړي د وخت مطابق کړنلارې ترتيب کړي او انګليسان د کډوالۍ له آغيز څخه خلاص کړي.
نوموړی وايې چې د انګلستان پولي ته څيرمه د فرانسې په کالایس کې د ميشتو کډوالو ډيری برخه اقتصادي کډوال دي، يعنې د ضعيف اقتصاد او فقر له امله اروپا ته راغلي او غواړي د يو څو پيسو د پيدا کولو په موخه انګلستان ته داخل شي.
د پناه غوښتنې په برخه کې د اروپايې هيوادونو کړنلارې د انساني قاچاقبرانو د لاسونو آله ګرځيدلی او دوی ورسره لوبې کوي.
د (۲۰۱۵) کال د می په مياشت کې، په انګلستان کې عمومي ټاکنې ترسره شوی. له عمومي ټاکنې څخه وړاندې ښاغلی فراش په يوه مناظره کې د کډوالۍ د بحران په اړه اروپايې هيوادونو او انګلستان ته ګوټڅنډنه کړی وه چې خپلې کړنلارې بدلې کړي. دا ځکه چې د دوی اوسنې کړنلارې د دې سبب کيږي چې له سمندرونو څخه هاخوا ميشت خلک له خپل ژوند سره په لوبې کولو ځان اروپا ته را ورسوي.
فراش وايې چې د ده وړاندوينه د کډوالۍ په برخه کې اوس په حقيقت بدل شوی او تاسې د دې خبرې شاهد یاست چې هره ورځ په سلګونه کسان د مرګ سره په لوبې کولو ځان اروپا ته را رسوي.
فراش ویلی و چې:
((د اروپايې ټولنې ګډه کړنلاره د پناه غوښتنې دایره ډیره پراخه کړی او په ځينې مواردو کې حتی اقتصادي مهاجر هم د پناه غوښتنې په مفهوم کې شاملوي. د دې ترڅنګ دا کړنلاره په داسې ډول عيار شوي چې يو ځلې يو شخص اروپا ته راشي کولای شي همدلته پاتې شي، يعنې ډير ژر بيرته خپلو هيوادونو ته نه ليږدول کيږي.
د دې تر څنګ اروپايې ټولنه د کډوالۍ په برخه کې، په حقيقت کې د انسانې قاچاقبرانو او مجرمينو د لاس آله شوي او دغه نرمه کړنلاره د دې سبب شوی چې په سلګونه کډوال د مديترانې په سمندرګۍ کې ډوب شي.))
ښاغلی فراش خپلو خبرو ته په اشاره وويلې:
((هغه څه چې مې د ټاکنو پر مهال ویلی و، اوس په ثبوت رسيدلی، او زه د خپلو څرګندونو له امله پښيمانه نه يم.))
د يادونې وړ ده چې، د کډوالو په اړه دملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې څيړنه ښيې چې د روان کال تر سپټمبر پورې (۵۲۰۰۰۰) تنه کډوال د سمندر له لارې اروپا ته راغلي چې د هغې له جملې څخه (۱۸٪) يعنې (۹۵۴۰۰) يې افغانان دي.
سره د دې چې اروپا ته بیشمیره کډوال راغلی خو، انګلستان ديته اماده نه دی چې له دغه کډوالو څخه چا ته پناه ورکړي. انګلستان پلان لري چې د سوري کډوالو له کيمپونو څخه يو شمير کډوالو ته په ځانګړی ډول په انګلستان کې پناه ورکړي.