د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تاريخ سبقونه له تاریخه زده کړه

محمد عارف رسولي 06.10.2015 12:49

د تاریخ سبقونه چاته د زده کړې او پند وسیله شي او چاته یوازې دردوونکې خاطرې او ناهیلي کوونکي یادونه وي. ملتونه او ټولنې زیات وختونه تیروتنې کوي. څوک له خپلو تیروتنو او ناکامیو زده کوي او څوک بیا له پښو غورځوي. څوک ناکامي د راتلونکي بریالي کیدو لپاره، د زده کړې، کلک هوډ او د نوې سوچ ښه فرصت بولي او ځینې نور بیا د ناهیلۍ له لاسه تر ډېره په خپلو پښو نه دریږی. د تاریخ له سبقونو څخه زده کړه د هر انسان، ټولنې او ملت لپاره اړینه ده.

له تجربو او له تاریخه زده کړه د بیدارو ملتونو او ټولنو کار دی. که ورباندې پوه شي او د تاریخ له سبقونو ګټه پورته کړي نو کیدای شي دا ټولنې بریالۍ او له سترو سترو پرلپسې ناخوالو او ناکامیو بچ شي. د تاریخ له سبقونو زده کړه د ملتونو او ټولنو په کلتور، تیرو کړو وړو، پوهې، اقتصادي حالت، د لوست کچې، د ګاونډیانو څرنګوالی او نورو پورې اړه لري. کوم ملت چې خپل تاریخي پیښې ثبتوي، د خپلو اړوندو پوهانو په مرسته یې د خپلو پرګنو سره په ګډه ارزوي، له تیروتنو او لاسته راوړنو څخه زده کوي او ټولنیزه وړتیا یې زیاتیږي. همدارنګه، هغوی چې خپل ټولنیز حالت، خپلې ننګونې، د هغوی ریښه ای لاملونه څیړي او په حل لارو یې فکر کوي تر نورو ښه موکه لري چې له تاریخي روایتونو زده او ځان اصلاح کړي. داسې ملت ته تاریخي سبقونه لا نوره پوهه، د ارزونې لا نور توان او د راتلونکي لپاره د غوره لرلید خپلولو موکه ورکوي او تل بریالی وي.

خو هغوی چې دا وړتیا نلري، خپلو تاریخي پیښو ته اهمیت نه ورکوي، نه یې ثبتوي، نه یې ارزوي او نه د زده کړې لپاره کومه څیړنه ورباندې کوي. که دهغوي په تاریخ کې هرڅومره ستر او روښانه تاریخي سبقونه  شتون هم ولري خو هغوی ورڅخه زده کړه نکوي. او بیا بیا ورباندې ناخوالې او ناورینونه راځي. دوی ته د تاریخي پیښې یوازې دردونکي خاطرې، د ناهیلۍ او خواشینۍ یادونه وي.

د پرګنو سپکاوی کرکې او عقدې زیږوي  

که د خپل او نورو ملتونو تا ريخ ته وګورو او  د هغوي بې ثباتيو، ټولنيزو او سياسي ناخوالو او بدلونونو ته ښه ځير شو راته څرګنديږي چې ملتونه په یوه او یا بل دود، زر یا وروسته د یرغلګر او تیري کوونکي د ظلم په وړاندې دریږي او ورسره مبارزه کوي. همدارنګه،  که ظلم، تیری او توهین په چا له هرې خوا وي نو خلک هم چې کله موکه ومومي غچ اخلي او یا لږ ترلږه له بل چا سره ودريږي. غیر ملي او د واړه شخصیت لرونکي مشران هم کله چې موکه ومومي او برلاسه شي له نورو خلکو سره له تبعیضه او کرکې ډک چلند کوي. د کرکې او تبعیضه ډک چلند خلک توهینوي، عقده ورکوي، او په هغوي کې د انتقام ولولې راپاروي.

تاریخ ښه مثالونه لري. په عراق کې له لسیزو راپه دې خوا شخړې، تبعیضي چلند او ظلم روان و. خو کله چې خارجي قوتونو ورباندې یرغل وکړ، دولتي نهادونه او جوړښت یې وران کړ، بې ثباتي خوره شوه، داخلي شخړو زور واخیست او عراقي ملت په مذهبي، قومي او سیمه ایزو ستونزو کې نور هم ډوب شو. د بهرنیو نظامي قوتونو تر وتو وروسته که عراقي دولتي ذعامت له ځانه هوښیاري ښودلې وای د روغې جوړې یو څه زمینه برابره شوې وه.

د عراق پخواني لمړي وزیر نوري المالکي او ورسره مل قوتونو چې انتخابات یې ګټلي ول د زغم، یو بل منلو او مدارا په ځای له نورو عراقي پرګنو او خپلو رقیبانو سره له تبعيضه ډک چلند خپل کړ. هغوی چې د قدرت په نیشه کې ډوب ول له ځينو عراقي پرګنو سره یې هغه څه وکړل چې اړ شول له داعش سره یوځای شول. مالکي او ملګرو يې د قدرت تر نیولو وروسته د عراق د بیا ودانولو په ځاي ناڅاپه د زړو عراقي ارزښتونو  او د عراقي ټولنې د قدرت د جوړشت ټولو مقولو  ته د چټک بدلون هوډ وکړ ترڅو د خپلې ډلګۍ قدرت تلپاتې کړی. مالکي دې کار ته د رقیبو خواوو د محرومولو، زور، زر او تذوير له لارې لاس واچاوه. هغه د قدرت نشې دومره لیونۍ کړی و چې د هغو سلو زرو سني ملیشو په وړاندې چې د ده د حکومت ترڅنګ د القاعدې په وړاندې جنګیدلي ول هم د کرکې او توهین څخه ډک تبعیضي چلند وکړ. د وعدې خلاف یې ډېری له دندو لیري او تنخوا یې ورباندې بنده کړه. نور سیاسي سنیان یې له حکومت څخه وشړل. سنیي قبایلو هم په پای کې د امربکایانو تر وتو وروسته د یاد شوي تبعیضی چلند په پایله کې اړخ بدل کړ. له هغو خلکو سره یې لاس یو کړ چې د مالکي د رژیم او امریکایی قوتونو ترڅنګ یې زیاتې جګړې  ورسره کړې وي او له وحشته ډکې وینې یې بهولې وې.

مشهوره خبره ده چې هر يو تاوتر يخوالی تر هغه بل ستر ناورين ته لاره پرانيزي. که صدام حسين تبعيضي چلن درلود خو د مورخينو  او پوهانو په نظر د مالکي په کچه نه و. له صدام سره څه ناڅه د عراق دټولو پرگنو نمايندګي وه، دهغه په حکومت کې ستر ستر شیعه جنیرالان ول، د هغه خارجه وزیر او وروسته لمړی وزیر عیسوی و او د مالکي په پرتله یې ملي بڼه لرله او ځکه وتوانیده چې د خپل ملت په مټ له ایران سره اته کاله خونړۍ جګړه وکړي. خو کله چې المالکي ته وار ورغی سره له دې چې په ملک کې له داخلي خونړي مقاومت سره مخ و خو په، فساد، تبعيض او خپل پاللو کې تر صدام تير شو. که هغه صبر کړيوای، له زغم او د نورو خلکو د منلو پالیسي یې خپله کړې وای، له ځانه يې د ټولو عراقي پرګنو لپا ه رهبري ښودلې وای اوس به په عراق کې دا بد حال نه وای. همدارنګه، کیدای شول چې هغه او ملګرو یې په کراره کراره په عراقي ټولنه کې د قدرت جوړښت ته د ځان او خپل ګوند په ګټه بدلون ورکړی وای. که هغه د اصلاحاتو، د قانون د حاکمیت او ټولنیز عدالت غوښتونکی وای بیا یې هم ښه لاره د سیاسي، مدني حرکتونو او مبارزې له لارې اړین بدلون راوستلای شو، نه به یې ملک وران شوی و او نه به خلکو ورڅخه مخ اړاوه.

په ا فغانستان کې هم کله چې روسانو په وتو پیل وکړزموږ  په ګران هيواد کې د قدرت داخلي جګړه توده شوه، د هیواد هغه ځایونه چې لاتراوسه نه وو وران شوي په کنډوالو بدل شول. ځينو کړيو په ډاګه کړه چې غواړې د اوږدو شخړو وروسته بیا د هيواد د بيا رغولو، د غوره نظام، ملي حکومت او د ملي وحدت د ټينګشت په ځای غواړي د هيواد د قدرت جوړښت ته  بدلون ورکړي. په پایله کې شخړې لاپسې اوږدې شوې، بهرنيو لاسوهنو ته لانوره  زمینه هم برابره شوه او په هیواد کې د یوه سم نظام د رامنځته کیدو هیلې په ناهیلۍ واوښتې. په ملک کې بیوزلي زیاته، مرستې کمې، بیارغونه په ټپه ودریده، ټول هیوادوال ناهیلی او په غوسه شول. ان  هغو افغانانو چې له تنظیمونو سره یې خواخوږي هم درلوده ورنه یې مخ واړاوه او د بل بدیل په لټه کې شول. پايله دا شوه چې طالبانو ته خلکو ښه راغلاست ووايه.

که په هغه وخت کې ځينو خواوو په افغانستان کې له هوښیارۍ کار اخیستی وای، که هغوي له تاريخي حوادثو زده کړه  کړې وای، په ملک کې یې د یوه قوی نظام د جوړښت لپاره وخت ورکړی وای په ملک کې به د لانورو شخړو لاملونه کم شوی وای. که هغوی د نظام، سیاسي قدرت او جوړښت د نوعیت په اړه غوښتنې درلودلای نو هغوی کولای شول له مشروع لارو کار واخلي او مبارزه وکړي. که ېې دا کار کړی وای هم به په قدرت کې پاته وای او هم به په تاريخ کې د تل لپاره په ښه نامه ياد ېدلای.

همدارنگه، که دسور يې غميزه ښه و څيړو او لاملونو ته يې ښه ژوره  کتنه وکړو راته څرګنديږي چې هلته هم د هغه هيواد د پاشل کيدلو ستر لاملونه د یو بل  نه منل، توهین، تاوتریخوالی او ظلم دی. خو روښانه ده چې یو تاوتریخوالی ترهغه ناوړه بل زیږوي او دا لړۍ ترډېره دوام مومي. به پایله کې کړکیچ داسې حالت ته ورسیږي چې شخړه نړیوال ابعاد ومومي او د خوارو ملتونو له لاسه ووزي او یوازې د خپل هیواد د خلکو وژل هغه هم د بهرنیانو په لاسونو ګوري او څه نشي کولای.

همدارنګه، کله چې خلک له خپلو چارواکو او خپلو مشرانو لخوا سترې سترې وعدې واوري او  دمثبت بدلون په تمه یې اميدونه لوړ شي خو کله چې په عمل کې  څه و نشي، خلک د چارواکو اومشرانو لخوا هير شي نو هيلې به ناهیليو او اميدونه به عقدو واوړي. که دلته مشران او چارواکي زر خلکو ته هرڅه روښانه نکړي او په رښتبا سره دخلکو ستونزې حل نکړي نو خلک هم ورنه کرکه او نفرت پيل کړي. د ملت او دولت ترمنځ واټن زیات شي او باور له منځه ولاړ شي.

د کرزي صاحب تر مشرۍ لاندې د موقتې ادارې له جوړېدو  وروسته بيا د خلکو هيلې زياتې شوې او داسې انګيرل کيدل چې هيواد مو جوړېږي. دلته که څه هم يو څه کار وشو، ځينې نهادونه لکه اساسي قانون، ځینې زیربناوې  او نور جوړ شول خو د قانون نه پلي کیدل، د قاطعيت نشتوالي، د سمې حکومتولۍ او غوره نظام د رامنځته کیدو په ځاي د سهامي شرکت جوړولو فساد، او خپل پاللو ته لاره اواره کړه. خلک بيا ناهيلي شول. ددوي ناهيلي او بلې خواته مخ اړول د ۲۰۱۴ د جمهوري رياست د ټول ټاکنو په لمړي پړاو کې د زلمي رسول له رايو چې د نظام ښه غوښنه برخه ورسره وه ښه څرګندېږي.

ولسونه او خلک له هغه چا هم مخ اړوي چې يو وخت دتقدس تر سرحده ورته احترام لري او د تبرک لپاره يې په جامولاس واهي او په ليدو يې د ثواب تمه لري. خو چې فساد او بې کفايتي يې له ځانه ښودلي، د رهبرۍ وړتيا يې له لاسه ورکړې خلکو ورڅخه مخ اړولی دی. دا خبره موږ هغه وخت په خپل هيواد کې پخپلو سترګو وليده چې د تنظيمونو د بې کفايته حکومت او خپل منځي شخړو په پای کې خلکو هغه مشران په ډاگ پرېښودل چې يو وخت يې لاسونه ورته ښکلول.

زموږ او نورو ورته شخړو وهلو او بیوزلو ملکونو ستونزه دا ده چې تاريخي ښکارندې نه ثبتوو، نه يې ارزونه کوو او نه ور څخه زده کړه کوو. نو ځکه زموږ ټولنيزه او هم فردي حافظه خورا کمه ده، دخپل تاريخ او مهمو تاريخي سبقونو له زده کړې بې برخې باته  يو. په پای کې مهمې اوځوروونکې تيروتنې بيا بيا تکراروو.

اوس د ملي وحدت په نامه زموږ د دولت له چارواکو او د دوی له خواخوږو هيله کيږي چې د ملت تر څنگ د په ځانونو هم زړه وسوځوي، له خپلو خلکو سره دکړې وعدې پرځای او قانون د په ټولو يو شان پلی کړي. مخکې له دې چې خلک ناهيلي او په نورو بديلونو او لارو چارو فکر وکړي او له دې حکومته مخ واړوي نظام، دولت، او خلک د وژغوري. ددې ارمان د ر ښتيا کیدو لپاره اړينه ده زموږ د دولت دواړه کمپه خپلې گټې د ملت په ګدو ګټو کې ولټوي او په چوکيو او نورو ځاني ګتو له ناندريو تير شي.

په پای کې که د خپل هيواد او نورو په شخړو اخته سيمه ايزو هيوادونو تاريخي تيروتنو، او د لوبغاړو کړنو ته ښه وگورو نو وينو چې هر تاوتريخوالي تر ځانه بل لا ستر ناورين رامنځته کوي. همدارنگه، هر ظلم او تيری خلک پردي کوي او لا نورې نوې ستونزې راولاړوي.  نو ځکه سليم عقل حکم کوي چې موږ افغانان نور د خپلو غميزو د پای لپاره د سولې، يو بل منلو او د هيواد د ابادۍ او پرمختگ لاره خپله کړو.