د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حنیف اتمر په وړاندې درې ړانده تعصبونه

سرلوڅ مرادزی 06.10.2015 12:47

په بریښناپاڼه «شبکه اطلاع رساني افغانستان» کې مې د دې سرلیک لاندې چې«چرا حنیف اتمر سقوط قندوز را زمینه سازی کرد؟» یوه لیکنه تر سترګو تېره شوه. شېبه وروسته مې دغه لیکنه په اریايي بریښناپاڼه کې هم کټ مټ په ورته انداز ولوسته. دا چې اريايی بریښناپاڼې څنګه دغه لیکنه په بېړه او یوه منډه له «شبکه اطلاع رساني» څخه رااخیستي او پخپله بریښناپاڼه کې يي خپره کړې، څرګندوي چې د کندوز په سقوط کې نه یوازې پورته دوه بریښناپاڼې ورته تورونه لګوي او هغه څاري بلکې ښايی داسې نورې بریښناپاڼې او رسنۍ به هم، د ډېرو ګناهګارو او تباهکارو څېرو د بامونو واورې د حنیف اتمر پر بام وراچولې ښودلې وي!
د لیکنې غټه برخه په دغو جملو پیلیږي«حنیف اتمر می خواهد ولایات شمالی را نا امن سازد، صفحات مجاهدین را ضعیف سازد و آنها را بدنام نماید و تا پنج سال آینده جنگ را قدم به قدم از ولایات جنوبی و مشرقی به ولایات شمالی انتقال دهد. نامبرده میخواهد خود را در انتخابات آینده ریاست جمهوری کاندید نماید و رأی ولایات پشتون نشین را از آن خود نماید. بخاطر اینکار حنیف اتمر با شبکه استخباراتی آی اس آی پاکستان نیز معامله نموده که در انتخابات آینده طالبان بخاطر وی غیر مستقیم کار مینمایند و بر محلات رای دهی مجتمع پشتون ها حملات نمی نمایند».
په پورته جملو کې له دري ګوټونو او لورو، حنیف اتمر تر ګوزارونو لاندې نیول کیږی:
۱ ــ د سمت له ګوټ څخه
۲ ــ د هېوادپاله اندیښنو له ګوټ څخه
۳ ــ د قومیت له ګوټ څخه
دا چې په دې لیکنه کې لولو، ګواکې اتمر غواړي « ولایات شمالي را ناامن سازد» او بلخوا پر« مجتمع پشتون ها حملات نمی نمایند»،په حقیقت کې د اتمر په اړه د مقالې د لیکونکی او د خپرونکو رسنیو موخه او نیت پوره څرګندوي.
د هېواد په امنیتي جرګګۍ کې حنیف اتمر د جرګګۍ غړی دی او د امنیتي چارو په اړه پریکړه هلته جرګګۍ کوي، نه یو شخص او هغه هم اتمر!
ډير نور کسان هم د امنیتي جرګګۍ غړي دي چې نومونو اخیستو ته يي اړتیا نشته. پوښتنه دا ده د مقالي د لیکونکي په وینا کله چې حنیف اتمر په کندوز او یا د هېواد په شمال کې د پوځي عملیاتو مخه نیسي، دوي ولې چوپ پاتیږي، هغه مهال دوی څه کوي؟ لیکونکي ولې د هغو کسانو نوم نه اخلي، چې د ده په وینا د اتمر د خپلسرې پریکړې په مهال، په کندوز او شمال کې د عملیاتو د مخنیوی په وخت کې، چوپ پاتې وو؟
بلخوا ایا پر ټول هېواد یوازې اتمر واکمن دی، چې «ولایات شمالي را ناامن میسازد » او پر « مجتمع پشتون ها حملات نمی نمایند»!
رییس اجراییه چې نیمايي دولت يي تر لاس لاندې دی، ولې خپله او ډله يی چې په عیاشۍ لګیا دي، په شمالي ولایتونو کې د ناامنۍ مخه نه نیسي!
دغه کسان ولې په داسې بحراني مهال هم تر نیوکو لاندې نه راځي او بیا هم سپین چرګان ګڼل کیږي! ایا دوی یوازې د ډالرو او غنایمو د ویش په مهال باید یاد شی، که د هېواد په امنیت، ژغورولو او سوکالۍ کې هم مسولیت پرغاړه لري؟
بلخوا د شمالي ولایتونو له ناامنۍ سره ولي همهال، ښاغلی اتمر مجتمع پشتون ها هم تر حملو لاندې ونیسي. په داسې حملو کې کوم راز پټ دی؟ داسې کار د چا د خوشحالۍ لپاره وشي؟ ایا دلته د شمال له ناامنیو سره د جنوب د ناامنیو طرحه خو په ورانیو کې د مساوات لپاره نه طرحه کیږي؟ جنوب او ختیځ خو له کلونو راهیسې د مجاهد، طالب او اوس د داعش په نوم د پنجابي ملیشو تر بریدونو او یرغل لاندې دی، د دې ټولو سره سره يي، حنیف اتمر ولې بیا هم« زیر حملات بګیرند»!
همدارنګه د لیکنې د نیوکې بله غوښنه برخه په دې جمله راڅرخي، اتمر غواړي ګواکي « صفحات مجاهدین را ضعیف سازد و آنها را بدنام نماید »
ایا په جهادي غټانو او مافیا کې کوم سپين ځای پاتې دی چې هغه دې ښاغلی اتمر اخیړ او تور کړي؟ جهادي مافیا دومره توره ده، چې نور پکې د تورولو ځای نه دی پاتې!
بلخوا د مجاهدینو لیکې خپله مجاهدینو کمزوري او سپکې کړي. مجاهدین یو د بل په وړاندې په کلونو کلونو وجنګېدل، یو بل سره يي په مکه معظمه کې د یووالي او دوستۍ سوګندونه وخوړل او بیا يي مات کړل؛ په علا، چوراو تالان کې يی د پخوانیو غلو او ډاکوانو مخونه سپین کړل او د بشریت او تاریخ په کچه يی، په وحشت او بربریت کې له چنګیز، ګوډتیمور، هلاکو او انګریزه پښه ورواړوله.
د جهادي مافیا د تېر بربریت او وحشت څپرکی تړلی دی او د سپينولو هڅه يي ځای نه نیسي!
بلخوا هغه کسان چې اتمر او نور ISI سره د همکارۍ په تور نیسی او تر ټولو زیات ځانونه هېوادپال ګڼي، دا ګز او دا میدان!
د ISI په نیغ او څرګند ملاتړ طالبان او نور ترهګر د هېواد د نورو سیمو ترڅنګ تازه دم په کندوز او شمالي ولایتونو کې زیات جنګیږي او په کندوز کې يي ستر ناورین رامنځته کړی. هغه کسان چې له نورو زیات ځانونه د پنجاب او ISI دښمنان بولي، نن سبا کندوز د پنجاب اوای ایس ای سره د مقابلې، جګړې او غیږي پر لومړۍ لیکه بدل شوی دی.
زما په اند یو پر بل د بیځایه تورونو پرځای، د دې وخت رسیدلی چې ټول افغانان بې له توپېره د پنجابي دښمن په وړاندې چې د داعش، طالب او نورو ترهګرو په بڼه افغانانو سره جنګیږی، یو موټی او سوک شو او پرنیږدو چې کندوز او یا د افغانستان بل ښار، ولسوالي او کلی د پنجابي دښمن لاس ته وغورځیږي!
باید د کندوز، ننګرهار او نورو جګړه ځپلو هېوادوالو مرستې او ملاتړ ته ورودانګو او په سخته کې يي لاسنیوی وکړو.
نن تر بلې ورځ زیات د افغانانو د یووالي او یو موټیتوب اړتیا ده.
که سره یوو نه شوو؛ ټول شرمیږو، سپیکیږو او په پای کې ورکیږو!
ټول د پنجابي دښمن په وړاندې په یوه لیکه!
بریالي دې وي افغانان، سرلوړی دې وي افغانستان!
پای