د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دشمال جنګونه او انديښنې

ولي خان کارند 02.10.2015 20:29

د کندز سقوط او په ټوله کې د افغانستان د شمالي پولوله ناامني بیل بیل تعبیرونه کیږي لکه د پاکستان فشار په شمالي ساحو او سرحدونو ترڅو د افغانستان تجارتي او ترانزیټي لارې له کومو چې مونږ د منځنې اسیا له هیوادونو سره وصل کیږو وتړل شي اومصرفي افغانستان د پاکستان له لوري خپل تجارت ته ادامه ورکړي ددې ترڅنګ په افغانستان کې د روان جنګ دوام که څه هم د زیاتو هیوادونو ګټې او موخې له ځان سره لري یو مهم اړخ او تعبیر بل هم لري چې هغه په بین المللی سطحه خصوصا په اوکراین او سوریه کې روان وضیعت دې
که مونږ په سیمه کې د امریکا او روسانو سیالیو ته ځیر شو نو په کندوز کې روان حالت هم له دې سیالیو بیرون نه دې کله چې په کال ۲۰۱۴ م کې امریکا او غرب دروسیې دهلیز اوکراین ته چې د خاص جیوپولیتیک او جیو ستراتیژیک موقیعت څخه برخمن وو لاس وروغځاوه دروسانو هغه ساکن حالت چې په بین المللې سیاست کې یې غوره کړی وو بیرته یو متحرک حالت ته راوګرځوه او د اوکراین مهمې برخې کریمیا ته یې خپل ځواکونه ولیږل چې تریوې لنډې مودې وروسته یې دیوې ټولپوښتنې له مخې کریمیا له اوکراین څخه جلا کړه .خوهغه تحرکات چې د امریکا او غرب له لوري په اوکراین کې ترسره کیدل روسان مجبور کړل ترڅو له امریکا سره جګړه د خپل هیواد له دهلیز او پولو بهر وکړي همدا وو چې څه موده وړاندې یې خپل ځواکونه او تجهیزات سوریې ته د بشرا الاسد په ملاتړ واستول ترڅو په دغه نفتي حوزه کې د امریکا داقتصادي ګټو لپاره خنډ واقع شي او همدارنګه د اوکراین د ازادولو جنګ په سوریه کې ترسره کړي.امریکا ددې لپاره چې دسوریې جیوپولیټیک موقیعت روسانو ته کم اهمیته کړي او د روسانو لپاره جګړه پراخه کړي په افغانستان کې د محاذ د پرانیستلو فیصله وکړه . د ملګرو ملتونو له خوایې راپور خپور کړ چې( د داعش ۷۰ سلنه رهبرې افغانستان ته انتقال شوي او دافغانستان په ۲۵ ولایتونو کې یې حضور پياوړي کیږی) له راپوره معلومیده چې هغه جنګ چې روسان یې په سوریه کې د داعش پر وړاندې پرمخ وړې مؤثر نده چې د داعش تروریسته ډله دې پرې وځپل شي .یعنې د داعش رهبري او سړي په افغانستان کې وجود لري. اوله دې سره هم مهاله یې هغه تهدیدونو ته هم شدت ورکړ چې له مخکې یې د افغانستان په شمالې ولایتونو کې ځای پرځاي کړي وو او د منځنې اسیا هیوادونو ته ورڅیرمه وو. ترڅو تهدید لوړ او له کنترول بیرون وښیي او روسيه دې لوړ تهدید ته متوجه کړي چې په پایله کې یې د کندز ولایت په سکوت و انجاموه په عین وخت کې په بغلان کې جنګ، تیره شپه د بدخشان د وردوج ولسوالۍ سکوت د تروریستي شبکو پراختیا ته اشاره کوي په دې معنی چې په سيمه کې د تروریستي شبکو دټول قوت تمرکزیوازي په کندز کې نه وو راټول شوي چې کندز یې سقوط کړي بلکې په نورو سیمو کې هم په پراخه اندازه حضور لرې چې له پوره توان څخه برخمن دي .
زما اندیښنه له روان جنګ داده چې هغه جنګ چې د امریکا په رهبرې په افغانستان کې ترسره کیږي او غواړې د افغانستان له لارې یې د منځنې اسیا هیوادونو ته وغځوي په هغه ډول شاید ممکن ونه اوسې لکه د پاکستان له لورې چې زمونږ په خاوره کې ترسره کیږي که چیرې روانې جګړې قابو نه شي .نو
لومړي کیدایشي هغه پروژې چې ولسمشرترې هره ورځ یادونه کوي لکه د ټاپې پروژه او همداسې نورې چې زمونږ لپاره یې ارزښت حیاتي دې ترسره نه شي .
دوهم شاید روان جنګ هغه ټولې ترانزیټي او تجارتې لارې چې مونږ له منځنې اسیا او ایران سره پرې وصلیږو زمونږ پرمخ وتړي او مونږ یو ځل بیا دپاکستان تجارت او لوري ته مجبور کړل شو.
دریم دا چې روان جنګ راته د لسیزو جنګ ښکاري چې زمونږ له بیچاره ولس به څو لسیزې قرباني واخلي .