پردیسي ده
الحاج الھام الدین قیام 30.09.2015 11:23د ليکوال څو نورې لیکنې
ټولسترګې پټې کړم د ځان سره غږیږم
زه د خپل څېري ګریوان سره غږیږم
روح مې لاھم د وطن په کوردیره دی
زه د خپل روح او روان سره غږيږم
د زخمي زړګي درمان راته معلوم دی
زه د خپل زړه د درمان سره غږیږم
د ګیلې اوشکایت مې بل څوک نشته
پاس ورګورم د آسمان سره غږیږم
پردیسي ده ځان پخپله خوشال ساتم
پخپل خیال کی د جانان سره غږیږم
لاخوخپل وجدان پړکړی شکرنه یم
زه قیام د خپل وجدان سره غږیږم
29/09/2015
- شننې او څیړنې، مقالې
- .
- کتابونه پاڼې پاڼې
- .
- روانې چارې او بېلابېل
- .
- بېلابیلې ټولنيزې ليکنې
- .
- علمي لیکنې
- .
- شعرونه
- .
- افغانیزم
Copyright © tolafghan.com 2002-2019