د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مينې کاروان

ډاکټر محمدآجان مرزئ 28.09.2015 12:03

راهي د لیرو لارو لوړ منزل ته شه روان
د زړه صفا کړه خپله مل د مينې د کاروان
رازونه د ژوندون او د هستۍ د دي ملګري
خیالونه نه د ستورو نه هم سوال کړه له آسمان
صیاد د غرو رغو شه د انصاف لینده په غاړه
په شانې د داود جلوت نه خلاص که ته انسان
تصویر ښکلی په زړه کې ګرځوه د رڼا ورځو
شېبې د غم کړه ورکې له کېسو او له داستان
په رنګ د شمع ځلېږه په تیارو د جهالت کې
رېبار شه د رڼا اوچت کړه سر تر کهکشان
پنجرې د قفس ماتې آسمانونو کې نڅېږه
زړې ماڼی د فکر ماتې جوړ کړه بل جهان
د کونډو یتیمانو سترګې پاکې کړه له اوښکو
حجرې د نفرت ړنګې پرې باغونه کړه ودان