د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پر دوکتور نجیب الله نیوکې او د هغو موخه

سرلوڅ مرادزی 26.09.2015 23:56

دې لیکنه کې هڅه شوې چې پر پخواني ولسمشر دوکتور نجیب الله، د ځینو نظریاتي مخالفینو لګېدلو نیوکو ته ځغلنده کتنه وشي او د خپلې اندتوګې په ګډون يي د قضاوت لپاره د درنو لوستونکو په مخکې کېږدم.
د دوکتور نجیب الله په اړه، په ټولیزه توګه ډیری افغانان داسې انځور لري چې نوموړي غوښتل په کور دننه دولتي واک کې د ونډې او شراکت پر سر د افغانانو د بېلا بېلو ډلو او تنظیمونو ترمنځ شخړې او جګړې ته د پای ټکی کیږدي او د روغې جوړې له لارې د دولتي واک د ویش ستونزه حل شي. بلخوا لکه څنګه چې لېدل کېده، د نوموړي موخه دا وه چې په دې صورت کې به په پاکستان او ایران کې جهادي تنظیمونه د دغو هېوادونو له منګولو خلاص شي او په ټوله کې به د پردیو په لاس پاشلي افغانان بیرته د افغانستان پر تپنده زړه کابل، پر یوه ټغر راغونډ شي.
د نوموړي دا جمله اوس هم د سیاستوالو د ژبو پر څوکه ده چې ویل يی« کنار رفتن نیروها نه، بلکې کنار امدن انها باید مطرح بحث باشد»
نجیب الله یو عملي شخصیت وو، هغه په دې موخه د ملګرو ملتونو د استازې په مخکې او د دې نړیوال سازمان په تضمین، د هغه مهال د افغان دولت او د بېلا بېلو مجاهدینو ډلو ترمنځ د موقت ګډ حکومت په جوړیدا، د ملي او نړیوال تریبیون له لارې له دولتي واکه استعفی ورکړه.
د ملګرو ملتونو په تضمین د موقت حکومت په ګټه د نجیب استعفی، هغه مهال نه یوازې د افغانانو منځ کې د نجیب الله ملي زړورتیا او سیاسي نووښت وبلل شو، بلکې په نړیوال ډګر کې هم وتلی او منلی ګام او اقدام وګڼل شو.
په دې لړ کې، هغه مهال چې زما د اوس پشان تازه په یاد دي، د سیمي وتلی سیاست پوه او د پښتنومنلی مشر ارواښاد عبدالولي خان، د دوکتور نجیب الله د استعفی په اعلان سره، هغه ته په دې اړه د خپلې خوښۍ او مبارکۍ تلیګرام مخابره کړی وو.
خو د پخواني ولسمشر دوکتورنجیب الله په اړه له داسې انځور سره سره، په ټولنه کې د ځینو نورو شخصیتونو او ټولنیزو ګروپونو لخوا پر نوموړي نیوکې او اعتراضونه هم کیږي چې ځینې يي د ښه نیت او رغاوي ترڅنګ د نورو موخو لپاره هم په پام کې نیول کیږي او بلخوا په پاکستان کې ځیني معلوم الحاله کړۍ، د دوکتور نجیب الله سره د سیالۍ او تاریخي دښمنۍ پر بنسټ چې لاملونه يي څرګند دي، د افغانانو ترمنځ یو شمېر نیوکو او شکونو ته لمن وهي!
د دوکتور نجیب الله د پلویانو او لارویانو منځ کې هم ځینې هڅه کوي، له نوموړي څخه یو سپیڅلی بت او څلی جوړ کړي چې یوازې دوی يي په کال کې یوځل پښو ته د ګلانو ګېډۍ کیږدي او یا يي د بت او زیارت پشان ولمانځي او تر بل کاله يی انګړ شاړ شډل او ویجاړ پریږدي.
موږ په افغانستان کې د زیارتونو کمی نلرو. د هېواد په هر کلي بانډه، کوڅه اوګوټ کې د مزارونو او زیارتونه پریماني ده، خو د شخصیتونو د اندیښنو، روښانو لیدلورو او جوړونکو فکري مکتبونو لکه اماني غورځنګ، عدم تشدد او د ملې روغې جوړې اندیښنو پشان اندونو او مکتبونو ته ناپایه اړتیا او کمی لرو. د افغانانو ګټه به هغه مهال زیاته وي چې د ژغورونکو او پرمختلونکو اندیښنو او مکتبونو زیږونکي او جوړونکې وپالل شي او د هغو د مزار او زیارت پالنې پرځای د دوی د اندیښنو او مفکورو پلويتوب وشي او په ورځني ژوند کې هغه پلي شي!
تر کومه ځایه چې دوکتور نجیب الله پخپله د تېر مهال د پراتیک او اندیښو په اړه څېړنه او څرګندونه کړې، هغه تر بل هرچا مخکې پر داسې اندیښنو او پراتیک نه یوازې اړین نقد کړی، د هغو ښېګڼې او بدګڼې يي ډاګیزه کړې، بلکې د نورو او په تېره بیا د خپلو لارویانو لپاره يي هم د هغو د نه تکرار لار روښانه کړې او خپله يي هم پر دغه لار د ژوند تر وروستۍ شېبې، ټینګ ګامونه ایښي دي.
د تېروتنو په اړه له نورو مخکې پوهېدا، نیوکه او د هغو سمون او د راتلونکي ټولنیز حرکت لپاره د لارې روڼتیا د وتلو شخصیتونو ځانګړنه ده!
نوموړي یو وخت د ګوندي کنفرانس غونډې ته ویلي وو« رادیکالیزم انقلابی که در کار و فعالیت حزب اثر میگذاشت، سبب شد تا سیمای حزب دگرگونه جلوه داده شده و عده یی فرصت بیابند تا به حزب مُهر سرخ کمونستی بزنند. علاوتاً در نخستین اسناد مرامی و تشکیلاتی حزب گرایش تند روانه در برخورد با واقعیت های اجتماعی و گسست از آن با تمایل به پرش از مراحل طبیعی رشد اجتماعی و اقتصادی، کم بها دادن به عنصر تفکر عامه و ناسیونالیزم افغانی، خاصتاً هنگامیکه امروز ما گذشته را مورد ارزیابی قرار میدهیم، به چشم میخورد. برخورد واقعبینانه با گذشته نشان میدهد که حزب همچنان مؤظف بود نقش و اهمیت دین مقدس اسلام را بیشتر از آنچه که در نظر گرفته بود، در نظر میگرفت و درست به همین جهت حزب مجبور شد در ادوار بعدی فعالیت خود از این ناحیه بهای گرانی بپردازد»
په عمده توګه، ګوته نیوونکي د دوکتور نجیب الله دوه کارونه نه خوښوي او پرهغو نیوکه لري.
۱ ــ دا چې نوموړي د دولتي امنیت رییس تېر شوی او په مهال يی له بندیانو سره زور زیاتی شوی
۲ ــ دا چې ولي يي عبدالرشید دوستم ته زیات فرصت ورکړ چې هغه د ملیشو خاوند او جنرال شو
البته هیڅوک د دې حق او واک نه لري چې پوښتونکې له پوښتنو وګرځوي، پوښتونکي د دا شان او یا دې ته ورته د نورو لسګونو او سلګونو پوښتنو د وړاندې کولو حق لري او باید په سړه سینه يي ځواب ومومي.
هغه پوښتنې چې د حقیقت موندنې، پوهېدنې او د تېروتنو د نه تکرار او مخنیوي لپاره وي، څونه چې ډېرې وي، ګټه يي ډېره ده.
که د افغانستان تېر مهال ته وکتل شی، موږ د امیر عبدالرحمان په وخت کې پیاوړي استخبارات لرل. دا چې هغه مهال نوموړي امیر، وشوکولای یو پیاوړی مرکزي حکومت جوړکړي، یو غټ دلیل يي دا و چې هغه غښتلي استخبارات درلودل. د اعلیحضرت ظاهرشا بابا د سلطنت په مهال هم زموږ استخبارات دومره پیکه نه وو لکه نن چې د سیمې د هېوادو او ګاونډیانو په پرتله پیکه او بیخونده دي. د نوموړي د سلطنت په ۴۰ کلونو کې د افغانانو د اوږدو او تر غرمې خوبونو شاته، هم د افغاني استخباراتو پټ لاس او دروند کار له پامه نه شي غورځېدای. د افغانستان د تېر تاریخ په هر پړاو کې چې افغانانو په نسبي توګه غښتلی مرکزي دولت لرلی، هېواد ته امنیت راغلي او یا د هېواد د ودانۍ بهیر پیل شوی په هغو کې د ملي استخباراتو د ونډې او رول په اړه، انکار نه شي کېدای.
پیاوړي مرکزي حکومت چې د هر کورني سرزورتیا او لالچ او د هر بهرني دښمن په وړاندې د الماس توره وي، له غښتلي امنیتي بنسټه پرته، نه رامنځته کیږي!
هغه مهال چې دوکتور نجیب الله د هېواد د دولتي امنیت مشر وو، په پنجاب کې واکمنو استخباراتو (ISI) او پوځیانو د افغانستان په هیڅ ګوټ کې تخریبي عملیات، لاسوهنه او سبوتاژ په داسې خلاص مټ لکه نن او یا د نږدې تېرمهال پشان، نه شو ترسره کولای. هغه مهال په افغانستان کې د پنجاب هر تخریبي عمل، د پاکستان په هر ګوټ کې په ورته غبرګون ځوابېده او د پنجاب مغروره او سرزوره پوځیانو هم د دولتي امنیت له ډاره د ارامۍ خوب او ژوند نه درلود!
ویل کیږي چې د بهټو کورنۍ د دولتي امنیت په زیرخانو او میلمستونو کې د لاهور او د پنجاب په نورو برخو کې د تخریبي عملیاتو د ترسره کولو او پر پنجابي ملیتاریستي واکمنو د فشار د یوې وسیلې پتوګه د اوږدو وختونو لپاره د دولتي امنیت په خدمت کې وه.
نن هم که په دولتي امنیت کې د تېر پیر مجرب او سرښندلي امنیتي چارواکي نه وي او دا امنیتي بنسټ په سلو کې سل په پاکستان او یا ایران کې روزل شویو په اصطلاح مجاهدو چارواکو ته وسپارل شي، په همغه ورځ به د افغانستان د واکمنۍ جنازه د پاکستان په هدیره کې ښخه وي.
همدارنګه په ګاونډیو هېوادونو او یا لیری پرتو هېوادونو کې که د هغو پیاوړتیا او د دولتونو ثبات ته ګورو، په هغوکې د دوی د استخباراتو لاس څرګند دی.
داسې اندونه چې هغو کې د استخباراتو د دیموکراتیکوالي کچه، په نوموړو ټولنو کې د دیموکراسۍ له کچې پورته وګڼل شي، ریښتیني نه دي. دیموکراتیک استخبارات په یوه ټولنه کې د دیموکراسۍ له ودې، عمومي پرمختګ او د قانون له واکمنۍ سره تړلی دی.
بلخوا په ځانګړو شرایطو لکه پر هېواد تپل شوې او نیابتي جګړه کې، د ځینو دولتي ارګانونو لکه پوځ او استخباراتو دندې په هېواد کې له عادي حالاتو توپیر پیدا کوي. په داسې فوق العاده وختونو کې د هېواد هرڅه په جګړه کې د بریا، دښمن ته د ماتي او دعمومي امنیت په چوپړ کې کارول کیږي.
د جنرال عبدالرشید دوستم په اړه هم پوښتنې او شکونه لکه د نورو او ټولو پشان، د تېر تاریخ تفسیر ته باید پریښودل شي. اوس که د جنرال عبدالرشید دوستم ملیشو ته په ټولیز نظر وګورو، نن هم دا ملیشي چې په ملي اردو کې مدغم دي، د افغانستان د امنیت په چوپړ کې دي. دا ملیشې د اردو د برخې پتوګه، د ترهګرو په بڼه د پاکستانۍ ملیشې او د ایران د پراختیا غوښتونکو سیاستونو په وړاندې خپله سیمه کې لوی خنډ ګڼل کیږي. جنرال دوستم د مجاهدینو د قومندانانو او سرخېلانو برعکس، یوازینی افغان وو چې د خپل تېر پیر پر تېروتنو او خطاوو يي له افغانانو بخښنه وغوښته او د هغو د نه تکرار ژمنه يي وکړه. افغانانو ته به ګټوره وي چې د تېر پیر ناخوالي د تاریخ تفسیر ته پریږدی او هغه افغانانو ته چې د راتلونکي یو موټي، نوي او پرمختللي افغانستان جوړېدو ته ژمن او خدمتګار دی، د کار او خدمت مخه ډب نکړي!
په پای کې به د هېواد په ګټه وي، چې پر دوکتور نجیب الله د مخالفینو د یادو او یا نورو نیوکو پرځای، پر دوه نورو لاملونو سره قضاوت وشي. نجیب الله په بیخي لنډ وخت کې دوه بهرني یرغلونه، یعنی یو يي د جلال اباد پرښار د پنجابي دښمن پلان شوی تیری په پوځي سوک ورمات کړ او بل يي د ژنیو په تړون سره له افغانستانه د شوروي پوځونو وتونلار چمتو کړه او د دلوې ۲۶ مه يي (د فبرورۍ ۱۵ مه) په افغاني ویاړ او برم سره د افغانستان د ژغورون ورځ ونوموله.
په لنډ وخت کې پر پنجاب ستر پوځي بری او بل په هوښیارتیا او ځیرکۍ سره پر پخواني شوروي سیاسي بری، هغه لاملونه او ملي بریاوی دي چې په کور دننه د نجیب الله سیاسي مخالفین او بهرني دښمنان يی د زغم وس نه لري او د مسخه کولو لپاره يی بابیزه او کاواکه نیوکو ته مخه کوي!
پای