د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چارواکوته یوغلط پیغام

حفیظ الله خالد 24.09.2015 19:01

 په تېروڅه باندی درېولسېزو کې پدې وطن کې د خلکو په سراو مال که هرڅومره لوبې اوناکارې شوي تراوسه هېچا هم د دی هیواد او خلکو سره د خپلو ناوړه کړو وړو او جفا په خاطر ترپوښتنې لاندی ندي راغلي او همدا وجه ده چې نن زموږ په هېواد کې هېڅ څوک هم د خپلو اعمالو د عواقبوپه غم کی نده اوقانون ته سپکاوئ نن په یوه دود او دستوربدل شوئ ،.په ېقېن سره که هرچاسره د خپلو اعمالو او کړووړو مطابق قانوني چلند کیدائ اوهرڅوک د خپلو کړئ اعمالو ضمه وار او مسئول وای نن به زموږ وطن په داسی بدبختیو اخته نه و او چا به نوردا جرئت هم نه درلود چی د خلکو په سراومال لوبی وکړي او یا د وطن لوړی ملي ګټی ترپښولاندی کړي.
    زموږ په هېواد کې نن د پخوانې جګ پوړي فاسد چارواکو نه نیولی بیا د قدرت په ګدئ  ناستو واکدارانو او مشرانو پوری هیچا نه هم د غیر قانوني کړواعمالو، چی زموږ هیواد یی پدی دردونکي حالت اړولې نه یواځی دا چی کومه پوښتنه نده شوی، ځینی خولا تقدیرشوي هم دي ،همدا څو ورځې مخکې په یوې لویې غونډې کې ښاغلي قانونې ، پخوانې جمهور رئېس مرحوم استاد ربانې نلسن ماندېلا سره پرتله کړحال داچې زموږ خلک د استاد ربانې له دورې څخه بې له تنظېمې جګړو، د وینو سیلابونه او د وطن ورانېدل بله کومه خاطره نلرې، نلسن ماندېلا داسې پوه او مدبر شخصیت و چې د جنوبي افریقی هیواد کی دقدرت په لېږد کې ( د سپین پوستو اقلیت نه تور پوستو اکثریت ته )  د چا پزه هم وېنه نشوه حال دا چې د ربانې صېب په دوره کې د قدرت په سر تنظېمي جګړو کې د کابل ښار په کنډواله بدل شو او ٧٥ زره بیګناه انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
 کله چی نلسن ماندیلا په کال ۱۹۹۹ کی دی پایلی ته ورسید چی نور د ده موجودیت د جمهوری ریاست په چوکئ کی د هغه هیواد او خلکو په ګټه نده بی له کوم ځنډه یی له قدرت نه لاس واخست  او بشری خیرښیګڼو کارونو ته یی د غیر دولتي ټولنو په چوکات کی مخه کړه حال داچی مرحوم رباني صیب د تنظیمي جګړو ترآخره حاضر نشو له قدرت نه لاس واخلي سره لدی چی دا کار د وطن په بربادئ او زرګونو انسانانو د سر په بیه هم تمام شو ،معلومه نده چې قانونې صېب له کومې مشترکی وجې مرحوم  استاد ربانې له نلسن ماندېلا سره مقاېسه کړې، نلسن ماندیلا په خپل هیواد کی د کلونو تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیښود حال دا چی مرحوم استاد رباني چی د سولی د شورا مشر هم و په هیواد کی د سولی په
 راوستو کی کومه کوچنئ لاسته راوړنه هم نه درلود البته پدې کې شک نشته چې مرحوم استاد ربانې یو دېنې عالم  و او په آخر کی هم په بیرحمانه توګه په شهادت ورسید خو دا کار باید ددی سبب نشي چی موږ له واقعېتونو سترګې پټی کړو شاید دا به حقیقت ته نږدې واې چې قانونې صيب خپل تنظېمي مشر له سېد قطب ېا حسن بنا چې هغوې هم د اخوانېانو د نهضت مشران وو پرتله کړي واې.
 په هیواد کی دهمدو ګلګلمیریو نه په استفادی سره نن هرچارواکئ د ملی ګټو پرځای خپلی ژبنی قومی او تنظیمي ګټی پالي لری به نه همدا د رباني صیب ځوی چی د وزارت چوکئ ورته په میراث پاتی ده  د باندنیو چارو د وزارت یی د جمیعت اسلامی د تنظیم په مرکز اړولی او د هغه وزارت ټولې آسانتیاوئ د دی په ځای چی د افغانستان د خارجی سیاست د پلی کولو لپاره وکاروي د خپل تنظیمي مشرانو د نمانځنی اوغونډو کی ورنه کار اخلي او هیڅ څوګ هم نشته چی د کوچني رباني صیب نه وپوښتي چی د باندنیو چارو وزارت د جمیعت شتمني نه بلکه د ملت مال دی او ملي شتمنیو نه په تنظیمي چارو کی کار اخستل د قانون خلاف کار دی آیا که دی وطن کی قانون او پوښتنه وای چا به دداسی غیر قانوني کارونو جرئت کړی وای؟
 د همدی ګډوډیو په لړ کی کرزی صیب چی د ۱۳ کلوقدرت او بین المللی ټولنی د ملیاردونو کمکونو سره سره په خپل ترستوني په فساد کی غرق اداری سره یی زموږ هیواد د نړئ د مخدره توکو په یو ستر تولید ونکی هیواد واړوه ، او طالبان یی د کابل ښار د دروازو تر شا راوستل، په هیواد کی ددی حالت نه په استفادی سره دا دی بیا د دوهم ځل لپاره د قدرت خوبونه ویني ، هیچا هم له جناب کرزي صیب څخه ونه پوښتل چی ورونو او نږدی خپلوان یی ملیونونه ډالره سرمایه او شتمني د کومه کړی؟ هیچا هم له کرزی صیب نه سوال ونکړ چی ولی یی طالب قوماندانان  بی له محاکمی له بنده خوشی کړ او یا یی ولی امنیتی قواوو ته د لوګر په ولایت کی د طالبانو د روزنی په یو مرکز د حملی اجازه نه ورکوله؟  (دا موضوع څو ونئ مخکی په ډاګه شو ) هیچا هم د کرزی صیب څخه ددی خبری سپیناوی و نه غوښت چی ولی یی د کام هوائي شرکت چی په منظمه توګه دوشنبی ته د مخدره توکو په انتقال تورن وو د تحقیق مخه ونیوه او هغه هم له دی وجی چی په خپلو خارجی مسافرتونو کی د دولتي شرکت آریانا په ځای دهغه شرکت له الوتکو نه کار اخست.
دی سره ورته  نورو ډیرو پوښتنو ته نه یوازی دا چی ځواب ونه ویل شو بلکه د کرزی صیب د کا بینی غړو په خپل وروستي غونډی کی ( د خلیفی له کڅوړی نه ) په سخاوتمندی سره یوه بله جایزه هم کرزی صیب ته ډالئ  کړه اود کابل بین المللی هوائي ډګر یی  د هغه په نوم ونوماوه او پدی کار سره یی  له یوی خوا د عدالت او انصاف وروستی ټغر له هیواده ټول او له بلی خوائی پدی حاتم بخشی (حاتم ویشلو) سره د هیواد اوسني او راتلونکو لوړ پوړو چارواکو او مشرانو ته یواغلط پیغام واستوه چی دی هیواد کی که چارواکي د ملت په سرغوبل هم جوړکړي نه یوازی چی څوک یی پوښتنه نه کوي بلکه نور هم تقدیریږی .
خو چارواکی دی پدی غولونکي پیغامونو نه تیروزي ځکه د تاریخ ریښتینئ او عادلانه قضاوت د دوئ په وړاندی لا پاتی ده، د همکارانو او دوستانو لخوا د یوچا په نوم د پوهنتنون ، واټ اویا هوائي ډګر نومول به د تاریخ په وړاندی هغه ته هیڅکله هم برائت ورنکړي ، هیڅ څوک نشي کولی ولس ته تر ابده دوکه ورکي، تر څلویښتوکلنو زموږ هیواد کی چا دهیواد د استقلال د ګټونکي او ریښتینئ بچئ اعلحضرت امان الله خان نوم نشو اخستی او د هغه په ځای خلکو ته د کورني اړیکو په اساس بل څوک د هیواد د استقلال ګټونکی په نامه معرفی کیده کله چی په ۱۹۶۰ کی امان الله خان له جهانه سترګی پټی کړی او جنازه یی وطن ته راوړل شو د وخت چارواکو نه یواځی دا چی په کابل کی د هغه د جنازی د ښخولو اجازه  د هغه کورنئ ته ورنکره حتی له کورنئ نه یی وغوښتل شو چی جلال آباد کی د جنازی د ښخولو نه  وروسته دی سمدستي هیواد پریږدي، اما د وخت په تیریدو سره په پای کی د تاریخ د ریښتیني قضاوت وار ورسید او نن ټول ولس اعلحضرت امان الله خان د هیواد د ازادی او استقلال د لاری اتل پحیث پیژنئ او ورباندی ویاړي۰
 نتیجه دا چی خپلوان، تنظیمي او حزبي دوستان او ملګري شاید وکړای شي د څو مودې لپاره یو مصنوعي اتل جوړ او په خلکو یی وتپي خوتاریخ ثابته کړی چی د داسی بدلو اتلانو وخت لنډ وي، ریښتني قهرمان بیا هغه څوک دی چی د تاریخ له آزمایښته په بري وتلئ او داسی څیری او شخصیتونه زموږ په تاریخ کی فقط د ګوتو په شماردي . والسلام
                                                               پای