د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښه جاسوس، بد جاسوس...د کلیمو بحران!

نظرمحمد مطمئن 24.09.2015 16:09

عجیبه هیواد مو دی، د تروریزم تعریف که څه هم د معلومو دلایلو له امله ګونګ دی؛ خو دلته یې ګونګوالی ځکه ډېر نادر او عجیب دی، چې تېر څوارلس کلونه د «ترهګرۍ پر ضد» تر شعار لاندې جګړه وشوه، خلک ووژل شول، اقتصاد تباه شو؛ خو تر اوسه نه ترهګري تعریف شوه اونه هم  ترهګر معلوم شول.

د شهید کلیمه دومره ګونګه شوې، چې پخواني کمونسټان خپلو مړو ته شهیدان، پخواني مجاهدین چې مستحق هم دي البته هغه چې د روسانو او کمونسټانو سره په جګړه کي وژل شوي هغوی ته شهیدان، دا ډول جهادي مشران په کابل کې د خپلمنځي جګړو پر مهال دواړه لوري خپلو مړو ته شهیدان، د خلقیانو او پرچمیانو ترمنځ کوم یو چې مړی شوی هغوی ته شهیدان، د طالبانو سره د شمال ائتلاف کسان چې ووژل شول هغوی خپلو کسانو ته شهیدان، طالبانو خپلو ملګرو ته شهیدان، د ناټو تر چتر لاندی د امریکا په قومانده چې کوم کسان د طالبانو سره په جګړه کې ووژل شول هغوی ته شهیدان، او بیا هم طالبان خپلو کسانو ته شهیدان، اربکیان چې ملایان يې جنازه او دفن مراسمو کې برخه نه اخلی هغوی ته شهیدان او بالاخر دا د شهید خبره خو هغوی ته هم وکاریدله چې په خپل مرګ په کابل کې مړه شوې.

عبدالرشید دوستم خو د شهید په کلیمه کې دومره سخا لري چې هغه امریکایان هم شهیدان ګڼي چې په افغانستان کې د طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي، دا ډول په اسپانیه کې یو جهادي مشر هم د ناټو مړو ته د شهیدانو نوم کارولی و، حضرت صاحب بیا د ناټو عسکرو قربانیانو ته احترام لري.

مجاهد کلیمه همداسي ده، پخواني مجاهدین چې د طالبانو څخه تښتيدلي وو، چې کله هغوی د امریکايي بي۵۲ الوتکو په زور بیرته راپيداشول بیا يې خپلو منځونو کې ځانونو ته «مجاهدین» ویل او کله چې ځينو پخوانیو مجاهدینو له امریکایانو سره په اډو کې دنده درلودله نو کورنیو یې بیا هم دوی د مجاهدینو په نومونو یادول. په ملي اردو، ملي پولیسو کې هم ډیری کسان اوس هم خپلو ځانونو ته د «مجاهد» لقب کاروي، یواځي داسي نه ده شوې چې د مجاهدینو ملي اردو او د مجاهدینو ملی پولیسو نوم وکارول شي، دا کار به يې هم کړی وای خو اوس پخواني کمونسټان او پخواني مجاهدین ګډ په اردو او پولیسو کې په یوه سنګر کې د طالب د ورکولو له پاره وسله په لاس کې لري.

اربکيان بیا تر ټولو زیات خپل ځانونه مستحق بولي او د مجاهد نوم د ځان له پاره اوس هم ویاړ بولي، د اندړو اربکیان رښتیا هم پخواني مجاهدین و، خو اوس چې د پیټریوس د پلان له مخې د ورور وژنې له پاره دغه پروژه پېل شوي بیا هم ځانونه مجاهدین ګڼي.

طالبان هم اوس د طالب نوم خپلو وسلوالو ته نه کاروي، همدا دی په خپلو اختریزو او نورو پېغامونو کې د «مجاهدینو» نوم خپلو وسلوالو ته کاروي، او وایي چې مشران يې د ملامحمد عمر مجاهد او ملا اخترمحمد منصور په ګډون پخواني هغه «مجاهدین» دی چې له روسانو سره يې جهاد کړی دی.

د لاسپوڅي او جاسوس د تعریف نشتون

غلام، مزدور او جاسوس هغه کلمې دي چې په بېلابېلو وختونو کې یو بل ته کارول شوي، پخوانيو کمونسټانو پخوانیو مجاهدینو ته د آی ایس آی او پاکستان غلامان، اشرار او مزدوران ویل، دا ډول پخوانیو مجاهدینو پخوانیو کمونسټانو ته د کي جي بی او شوروي اتحاد لاسپوڅي، بړیڅي او لاس په نوم ولاړ غلامان ویل. د کمونیستي رژيم چارواکو ځکه مجاهدین اشرار او د پاکستان غلامان بلل، چې د هغوی تنظیمونه په پاکستان کې فعال وو، د امریکا له خوا شوې مرستې آی  ایس  آی جهادي قومندانانو ته ورکولې. کاجي بي ته د کمونیستانو غلاني خو نو ډېره ښکاره وه.

ښاغلي حکمتیار بیا د جمعیت اسلامي مشر استاد برهان الدین رباني او د نظار شورا مشر احمدشاه مسعود د روسانو سره پر معامله تورنول او مسعود يې د فرانسي لاسپوڅی هم ګاڼه، بل خوا بیا احمدشاه مسعود ویل چې حکمتیار د آی ایس آی نږدې دوست او ملګری دی.

استاد سیاف بیا همدي پخوانیو مجاهدینو پر وهابیت پړ باله ، ویل به يې چې عربو ته يې ځان عمر ثالث جوړ کړی او له همدي امله و چې په یو وار د اسامه بن لادن صفت کولو سره، چې د هغه  ډیر صفت یې وکړ چې د ځاځیو جګړه اصلا اسامه بن لادن رهبري کړي او ګټلي، د پېښور ښار د ابو مآذن کور کې اسامه بن لادن له همدې امله د سل زره د وریجو بوجۍ او دا ډول د یو میلیون ډالرو نقد چیک  استاد سیاف ته ورکړ. نن چې استاد سیاف د خپلو اوسنیو مخالفینو په ټکولو کې ډېر توندلارۍ دی او په ډېرې سادګۍ سره یې تکفیروي، دغسې یې پرون پخوانی پاچا، ظاهر خان هم وخت ناوخت تکفیراوه. د استاد سیاف سیاسي ارواپوهنه دغه ډول ده.

کله چې پخواني مجاهدین کامیاب شول خبره تر دی راورسیدله چې د یو او بل پر ضد د جګړې کولو له پاره یې د جهاد فتواوي ورکولي، په داسي حال کې چې له ښکیلو لورو سره به هره خواکې پخواني کمونسټان هم د جګړې په ډګر کې جنګیدل. استاد سیاف هغه مهال د استاد رباني حکومت د پیغمبر صلی الله علیه و سلم له هغې غزوې سره مشابه باله، چې د قریشو قبیلو یې پر ضد ایتلاف کړی و. هغه غزوه له همدې امله د «احزاب» (ډلو) په نامه نومول شوې وه. استاد د استاد رباني د حکومت مخالفین د قریشو له «احزابو» سره ورته بلل.

جاسوس هم هغه د تروریزم په  ډول له موږ څخه يې خلکو تعریف ورک کړی دی، ښه جاسوس، منلی جاسوس، بد جاسوس، محافظه کاره جاسوس، مضر جاسوس، په حکومت کې دننه جاسوس، د حکومت دباندي جاسوس، د غني د ډلي جاسوسان، د عبدالله د ډلې جاسوسان، د طالبانو جاسوسان او د حکمتيار جاسوسان. د جاسوسانو دومره تعدد او ګڼوالی رښتیا هم د واحد تعریف بحران رامنځ ته کوي.

خو د ناټو قواوو د جاسوسانو نوم څوک نه اخلي، د امریکا او بریتانیا د سفارتونو د جاسوسانو نومونه څوک نه اخلي، د روسيې او ایران د جاسوسانو نوم څوک په خوله هم نه راوړي، د فرانسي او جرمني جاسوسان خو بیخې پکې ورک دي، د هند جاسوسان چې ورځ تر بلي ډیریږي ممکن نه ده چې څوک به يې نوم واخلي. دلته ده چې مسئله لا پسې پېچلې شي. جاسوسي، جاسوسي ده، که امریکا ته وی او که پاکستان ته يې څوک کوي.

ځکه چې ځینې پخواني مجاهدین او ځينې پخواني کمونسټان په ګډه د یادو هیوادونو جاسوسي کوي، بل داچې ناټو شتون لري، امریکايې پوځیان همدلته کابل او نورو ولایتونو کې میشت دي، د همدي جاسوسان بیا ډیر ښه جاسوسان دی، په کار نه ده چې د جاسوس نوم ورته یاد شي، باید ورته وویل شي چې دوی د بهرنیانو «ډیر ښه ملګري» دي او بهرنیانو ته د اوس له پاره منلي دي، داچې په راتلونکې کې به يې سرنوشت څه ډول کيږي وخت ته انتظار کوو، ځکه بهرني قوتونه تر ټولو لومړی خپل جاسوسان شړي. د امریکایانو په اړه دا خبره مشهوره ده، چې تر دښمنانو یې د دوستانو عمرونه کم وي!

د آی ایس آی غلام څوک وو؟

يو پخوانی طالب مشر وایي چې یوه ورځ حضرت صبغت الله مجددي پر طالبانو ډیر ولګیدی، ویل يې چې د پاکستان د آی ایس آی جاسوسان دي، هغوی روزنه ورکوي، هغوی يې رالیږي، بیا حضرت صاحب له پخوانیو طالبانو د خپلې خبرې تایید هم غوښت، یوه ورته وویل چې دا سیاسي بحث دی موږ فاتحې ته راغلی یو، دا بحث وخت ته اړتیا لري چې خپلواک او بلواک څوک دي.  بل ورته وویل چې فرض کړه دابه ټول ستا سره ستا په خوله ومنو، ستا د زړه له پاره او دا چې ستا په کور کي ناست یو، ستاسي د ورور د فاتحې له پاره راغلي یو، خو بیا هم چې ته خفه نه شي زه مخکې له جواب څخه څو پوښتنې لرم:

تاسي خو جهاد کړی؟ حضرت صاحب ویل هو. تاسي خو پاکستان کې واست، حضرت ویل هو، تاسي خو له پاکستان څخه وسله اخستله؟حضرت ویل هو. تاسي سره خو امریکا هم مرسته کوله؟ حضرت ویل هو بالکل دا خو نړیوال جهاد و. تاسي سره خو آی ایس آی هم نږدې رابطه او کلکه ملګرتیا لرله؟ حضرت ویل هو آی ایس آی خو له موږ سره هغه وخت کې ډیره مرسته کړې او موږ ورڅخه مننه کوو، ځکه دا جهاد یواځي د افغانانو نه و. تاسي ته خو پاکستان په پنډۍ ښار کې موقت حکومت جوړ کړو؟ حضرت ویل هو، پاکستان له موږ سره مرسته وکړه. تاسي خو پر تورخم پاکستاني پوځیانو او د آی ایس آی کسانو د افغانستان خاوري ته راواړولئ چې کابل ته ولاړشئ او هلته ارګ ته ورشئ؟ حضرت ویل هو هغوی موږ ښه بدرګه کړو.

پخوانی طالب: نو بیا تاسي ولي د دغه بدنام آی ایس آی سره دغه رابطه شروع او نورو ته مو دغه بده لاره پريښودله، پيل يې تاسي مجاهدینو وکړ اوس يې پړه پر بل چا اچوئ؟ حضرت حیران شو، مجلس ګډ وډ شو.

پخواني طالب ورته وویل چې حضرت صاحب! تاسي پر نورو هم د خپل ځان ګومان کوئ، تاسي چې غلامي کوله، د مادیاتو او واک ترلاسه کولو موخې مو لري، طالبانو خو خپله ټوله پاچاهي د اسامه بن لادن چې تاسي ته يې مرستې درکولي او ستاسي څخه په میراث طالبانو ته پاتې و، د هغه امریکا ته د نه تسلیمۍ له امله يې هرڅه له لاسه ورکړل، بیا نو څه ډول ووایو چې غلامان دي، غلام تاریخ هیڅکله نه بخښي!

زه هیڅکله هم پخوانیو مجاهدینو ته د آی ایس آی غلامان نه وایم، که دا خبره ومنو نو بیا تیر جهاد له روسانو سره د آی ایس آی جګړه ده چې پخواني کمونسټان يې دعوه لري، لکه اوس چې پخواني مجاهدین همدا خبره کوی چې طالبان د آی ایس آی له پاره جګړه کوي.

اوس چې په حکومت کې د ننه د جاسوسانو خبره کیږي، زه یې منم، خو جاسوس څوک دی؟! آیا همدا خلک چې د جاسوسانو خبره کوي دوی د کوم چا جاسوسان نه دي؟! دوی پخوا په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت نه وو، نه روزل کېدل، نه اکمالېدل، دلته یې د خلقیانو پر ضد جګړه نه کوله؟!

د جاسوسانو په نښه کیدو حق له چا سره دی؟

راځئ واضح يې ووایو، که خبره د جاسوسانو وي موږ له اسلامي کانفرانس او په ځانګړي ډول له ازادو او مستقیلو افغانانو او خاص ډول د نوی نسل ځوانانو څخه  په کلکه غوښتنه کوو هر هغه چا چې د جهاد له وخت څخه بیا تر اوس وخت پوري د آی ایس آی معاش اخستي وي، هغوی باید ونیول شي، محاکمه شي او د آی ایس آی څخه د معاش اخستلو پوښتنې او ګرویژنې ورڅخه وشي.

هغه چا چې د ایران له سفارت څخه د امتیاز په نوم پیسي اخستي وي چې ارګ هم پکې راځي، باید همدا جاسوسان افشاء شي، محاسبه ورسره وشي.

هغه چا چې د هند له سفارت څخه پیسې اخستي وي، او یا افغان مشرانو زامن چې  هند کې د سکالرشیپ دلاري زده کړی کوي ځینو به يې د هند له استخباراتو پیسې اخستي وي، باید خبره ورسره سپینه شي.

هغوی چې د ترکانو څخه پیسې اخلي او پان ترکیزم ته کار کوي، د ترکيې په پیسو يې ولسې جرګې او د حکومت لوړو چوکیو ته لاره پيداکړي باید پوښتنه ورڅخه وشي.

د امریکا سفارت، د بریتانیا سفارت، د فرانسي سفارت، د جرمني سفارت چې چاته هم پیسې ورکوي نوشي جان دی شي، سرې سترګې دي ګرځي هیڅوک د پوښتنې کولو حق ورڅخه نه لري، هغوی منلي جاسوسان دي، ښه جاسوسان دي، او د دي نورو وروسته پاتې هیوادونو د جاسوسانو باداران دی، جاسوس د جاسوس بادار، مزدور د مزدور بادار.

دلته د مسلمانو او غیر مسلمان هیوادونو د جاسوسانو خبره ده، پام چې د غیر مسلمان هیوادونو جاسوسانو سره ټکر ونه کړئ، پر هغوی خپل غلامان تر هغه وخت پوري ډیر ګران وي تر څو چې ورڅخه کار اخلي، که افغان ځوانان په دی تمه وي چې افغان حکومت به د جاسوسانو لسټونه افشاء کړي، هغوی به څنګه داکار وکړی، ځکه په حکومت کې دننه ډیری مشران د نورو لاسپوڅي دي.

ارګ کې به داسي ډیر کسان اوس هم شتون ولري چې له پاکستان سره نږدې اړيکې لري، مهرباني دي وکړي هغه دي افشاء کړي، د غني ډله او د عبدالله ډله، او دا دي هم ووایي چې د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پرمهال يې څومره پیسې له پاکستان څخه ترلاسه کړي دي.

سنا کې به هم داسي کسان وي، خو بدبختي داده چې جاسوس تر ټولو لوړې خبرې کوي او نور ازاد خلک پر جاسوسي متهم کوي، په ولسې جرګې کې هم د ایران او پاکستان جاسوسان کم نه دي.

که دا نور ټول ښه جاسوسان وي، یواځي مولوي قلم الدین، مولوي عبدالحکیم مجاهد او مولوي حبیب الله فوزي ناروا جاسوسان وي، یا له دي نامه څخه په استفادې ټول هغه پخواني طالبان چې د کرزي د ځینو مهارتونو له کبله اوس په کور ارام ناست دي، هغوی ته لومه جوړول وي او له هیواده شړل وي دا نو بیا د جاسوسي خبره نه ده، د غني د حکومت د ړنګېدو او پاکستان ته د امتیاز ورکولو لومه ده.

ولي د پخواني ولسمشر کرزي په لومړي وختونو کې او بیا هم د امنيتي تړون اړوند لویې جرګې جوړیدو مخکې داخبرې چا نه کولي؟ اوس چې دوی خپل واک له لاسه ورکړی، او غني له واکه لیري کړي، همدا خبرې کوي، تر څو دغه نیم ولاړ حکومت نور هم کمزوری شي.

موږ د هر جاسوس بد وایو، او هر څوک چې له هیواد او ولس سره جفاء کوي، د افغانانو جاسوسي کوي، الله ج دي په دنیا او اخرت کې شرمنده کړي، او همداسي کیږي، دا د الله ج سنت دي، خو داچې د خپلو سیاسي ګټو له امله ددي له پاره چې د غني له حکومت سره ستونزه ولري او منګی د طالب پر سر ورمات شي دا یو ډول بې عدالتي ده، دوی دی مهرباني وکړي د نر غوندي دي یو بل ته ښکر په ښکر شي، ولي نور دی زموږ مظلوم هیوادوال د پاکستان منګولو ته نه اچوي.

د جاسوس په جامه کې بادار

دغه د جاسوسانو په جامه کې باداران دي نور هڅه نه کوي چې بیا هم زموږ ځینې افغانان په لوی لاس د پاکستان د آی ایس آی جاسوسي ته مجبوره کړي.

زه باوري یم چې بیا هم هڅه کیږي او دابه ممکن د پاکستان په خوښه لوبه وي، چې ځينې هغه خپلواک او ازاد افغانان چې پاکستان ته مطلوب دي، د پاکستان جاسوسان به يې پر دي تورنوي چې د آی ایس آی جاسوسان دي او په دي ډول به دغه ازاد او په هیواد مین افغانان هم د آی ایس آی د جاسوسانو په مکارتوب سره د پاکستان بدنامې ادارې  ته او پاکستان ته د تلو له پاره اړ کيږي.

خوند او لذت په ازادۍ کې دي، امید دی چې ټول هغه کسان چې په ښکاره یا پټه او یا ناپوهۍ کې د نورو جاسوسي کوي، ځانونه له جاسوسي او پردیو هیوادونو د جاسوسي لوبو د عملي کولو څخه خلاص کړي، د هیواد د یو موټې او سولې او امن له پاره کار وکړي. تاریخ کې ډېرې خبرې سر له اوسه ثبت دي او د ډېرو په اړه ډېرې خبرې شته، ان د هغو په اړه چې نن پر نورو تورونه پورې کوي.