د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تعلیمی نصاب دکوموستونځو سره لاس او ګریوان دی

محمدشفیق شرفزی 22.09.2015 12:46

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

تعلیمی نصاب دزده کړې یو اساسي او بنیادي پروسه ده او داپدې ماناده چې ددې په واسطه ښوونکي خپلې کړنې اندازه کوي، او یا په بله ژبه ښوونکې ددې په مټ پوهیږي چې پوه شي چې زده کوونکي خپل هدف ته تر کومه حده رسیدلي دي او ترکومه حده هدف په لاس ته راوړلو کې موفق دي، د تعلیمی نصاب ترحه کوم ساده او آسانه کار ندې بلکه په جزیاتو باندې ‌ډېر فکر او غور ته ضرورت لري. په عین وخت کې تعلیمی نصاب جوړول یو کاملاً حساس کاروي، ځکه د زده کوونکو تقاضا او د والدېنو او نورو زیدخله جوانبو او زیعلاقه جوانبو غوښتنې باید په نظر کې ونیول شي او پدې هکله باید منصفانه رفتار وکړي، د تعلیمی نصاب په طرحه کولو کې باید ‌ډېر کوښښ وشي د عالي تحصیلاتو د برنامې سره باید همغږه وي، او دایو مهمترینه نقطه ده چې د زده کړې په مؤثریت کې مهم رول لري.

او دغه همغږي په تعلیمی نصاب کې زده کوونکي عالي تحصیلاتو ته د لارموندنې په خاطر فرصتونه برابروي چې د تعلیمی نصاب د پروګرام په جریان په ښوونځیوکې کوم برخورد راغلې وي د تحصیلي نصاب یانې په عالي تحصیلاتو کې ورسره مخامخ کیږي نو دلته دې چې باید د مخکیني زده کړې چې په ښوونځي کې یې تر لاسه کړې ورڅخه استفاده کوي، بناً د ښوونځیو تعلیمی نصاب او د پوهنتونونو ترمنځ باید یوه دقیقه او کامله رابطه موجوده وي.

د اوسني تعلیمی نصاب جوړښت دزده کوونکو په انکشاف او مسلکي کیدو کې د بعدي تعلیمی نصاب د پروګرام دپاره یو ګام دې

نو زما وړاندېز د تعلیمی نصاب د ترتیب او تنظیم دپاره دادې:

۱- تعلیمی نصاب د اساسي زده کړیزو موخو ته د رسیدو دپاره متکي وي.

۲- د خاص اعتبار درلودونکې وي، پدې ماناچې د تعلیمی نصاب د انواع اعتبار د هغه د محتوا سره وي.

۳- تعلیمی نصاب باید باثباته وي یانې تعلیمی نصاب باید داسې طرحه شي چې په هر حالت کې ترې مثبته نتیجه په لاس راشي.

۴- د تطبیق وړ وي پدې مانا چې د تعلیمی نصاب په طرحه کولو کې دقیق فکر وشي ترڅو دهغه موضوعات علمي وي او عملي ارتباط د ژوند پورې ولري.

۵- تعلیمی نصاب باید تاثیر ګذاره وي، یانې د هغې تطبیق د اجرا کمک کوونکې وي.

فلهذا: د یو هیواد تعلیمی نصاب د تعلیم او تربیی زیربنا او د علم او پوهې د تهداب په مانا سره وي. پس په اړه یی تعمق او فکر د پوهې او علم د څښتنانو کار دې. له دې چې ستاسې په نظر دښوونځیو مضامین زیات دي باید ووایم چې تېر کال یو تعداد عالمان او پوه خلک د ښوونځیو د کتابونو د تدوین په خاطر د ښوونې او روزنې وزارت لخوا په کار ګمارل شوي ؤ چې البته په ډېره پیمانه پېسې یی د نړېوال بانک لخوا په مصرف ورسولې، آیا نړېوالې ټولنې چې دغه زیاته اندازه پېسې په مصرف رسوي د تعلیمی نصاب په مورد یی فکر ندې کړې، آیا د جاپان او هندوستان او د نورو هیوادونو کلتوري سلاکاران پدې مورد د ښوونې او روزنې وزارت سره همکاري نده کړې، او معلمین او استادان یې بهر له هېواده په دې ارتباط ندي لیږلي، پس تعلیمی نصاب کې زمونږ معارف په تنهايې ډول سره تغیر نه راولي، زمونږ هیواد د تعلیمی نصاب د مضامینو د محتوا او د کتابونو د تهیه کولو په برخه کې د نورو هیوادونو څخه مرسته غواړي. په رښتیا هم د هیواد ښوونځي د علم او پوهې له پلوه د ګاونډیو هیوادونو په پرتله وروسته پاتې دې، راځئ چې د دغه وروسته پاتې والي علت ولټوو.

مننه

محمدشفیق (شرفزی)

دننګرهارعالی دارالمعلمین استاد