د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د قربانې آحکام

عبدالرازق صافي 22.09.2015 11:46

د قربانې آحکام
الله جل جلاله خپلو بندګانو ته د لورینې او پیرزوینی په شکل د لوی اختر په ورځ قربانې جائز کړی ده ، الله جل جلاله د پیغمبرانو پلار ابراهیم علیه السلام ته د هغه د ځوی اسمعیل علیه السلام د حلالولو امر کړی و او هغه دغه حکم قبول کړه او ټینګ عزم يي ښکاره کړ چی کله یي اسماعیل علیه السلام حلالولو الله تری بدل کې فدیه ادا کړه الله ووایی: {وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ} [الصافات:107] تر ننه بیا مسلمانان د الله د حکم د تطبیق لپاره د حیواناتو وینې وړاندې کوی ځکه د تر ټولو ښه پیرورې ده او یو سنت مؤکده عمل دی.
مخکی ددینه چی د قربانې احکام بیان کړو باید دا وپیژنو چې قربانې(اضحیه) څه ته وویل کیږی .
عرب لغت پوهان د(اضحیه) لفظ په دوه دری شکلونه ذکر کوی (اُضحیة) ( اِضحیة) او (ضحیة) خو د ټولو معنی بیا یوه ده چی مونږ ورته قربانې ووایو.
قاضی عیاض رحمه الله ووایی:( چی اضحیه نوم ورته ځکه ورکړی شو چی د څاښت په وخت کې کیږی او څاښت(الضحی) هغه وخت ته وویل کیږی چی ورځ ښه را ښکاره شوی وی).
شریعت کی بیا قربانی : الله ته د نزدیوالي لپاره د اوښانو غوایانو او ګډو بزو د وړاندې کولو نوم دی.
د قربانې حکمت:
۱-الله ته پری قربت حاصلیږی ځکه الله ووایی: {فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ} [الكوثر:2] یواځی د خپل پالوونکی ته لمونځ کوه او هغه لپاره قربانې کوه. او بل ځای کی الله ووایی: {قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ} [الأنعام:162]
ورته ووایه چی زما لمونځ، زما قربانې او مرګ او ژوند می خاص یو الله لره دی چی پالوونکی د مخلوقاتو دی.،په آیت کی د (النسک) لفظ راغلی دی او هغی حلالی یعنې ذبحی ته وویل کیږی چی الله ته د قربت او نزدیوالی په وجه کیږی.
۲- د ابراهیم علیه السلام د سنتو را ژوندی کول دی ځکه الله هغه ته د ځوی د قرباني کولو حکم کړی و او هغه چی عملی کولو الله تری په ګډ فدیه ورکړه الله ووایی: {وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ} [الصافات:107]نو تر ننه دهغه د غټی قربانی د یاد تازه کول دی.
۳- د اختر په ورځ پخپله کورني باندی یوه لورینه ده چی تر څو د الله شکر ادا کړی شی.
۴- بی وزله او مسکینانو سره خوشالې شریکول دی، تر څو هغوی د کال پدغه شیبو کې دنورو وروڼو سره په ګډه او یو شانته خوراک ولري .
۵- د الله شکر ګ‍ذاری ده چی حیوانات یی زمونږ لپاره تابع کړی دی الله ووایی: {فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ كَذَلِكَ سَخَّرْنَاهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (36) لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَاؤُهَا وَلَكِن يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنكُمْ كَذَلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِينَ} [الحج:36-37]
د قربانې حکم:
جمهور علماء قربانې سنت مؤکده بولي او د توان سره یی پرښودل مکروه دی خو نور بیا ووایی: چی هر کور والا چی توان لری قربانې پری واجبه ده ځکه الله ووایی: {فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ} او پیغمبر صلی الله علیه وسلم به وویل: «من كان ذبح قبل الصلاة فليعد» [متفق عليه] چا چی د اختر لمونځ وړاندې خپله قربانې کړې ده بله دی وکړی.
د قربانې فضیلیت:
پیغمبر صلی الله علیه وسلم به د قربانې په کولو ډیر اهتمام کولو وویل بی یی:«ما عمل ابن آدم يوم النحر عملاً أحب إلى الله عز وجل من إراقة دم، وإنها لتأتي يوم القيامة بقرونها وأظلافها وأشعارها. وإن الدم ليقع من الله عز وجل بمكان قبل أن يقع على الأرض فطيبوا بها نفساً» [رواه ابن ماجه والترمذي وحسنه].
د لوی اختر په ورځ د بنده د ټولو کارونو کی الله ته خوښ عمل دهغه لپاره د وینې تویول دی...
او بل حدیث کی راځی:(( قالوا له: ما هذه الأضاحي؟ قال: «سنة أبيكم إبراهيم»، قالوا: ما لنا منها؟ قال: «بكل شعرة حسنة»، قالوا: فالصوف؟ قال: «بكل شعرة من الصوف حسنة» [رواه ابن ماجه والترمذي، وحسنه].
د قربانی ولی کوو؟ جواب کې ورته وویل: چی د پلار ابراهیم علیه السلام سنت دی، هغوی بیا وویل چی زمونږ لپاره په کی څه دی؟ جواب کی ورته وویل: په هر ویښته او وړی یوه نیکه ده..
د قربانې ځینی آحکام :
۱-څوک چی قربانی کوی باید خپل ویښتان او نوکان د ذوالحجی د میاشتی د اول نه تر قربانې کولو پوری کم او کټ نکړی حدیث کی راځی: عن أم سلمة أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «إذا رأيتم هلال ذي الحجة وأراد أحدكم أن يضحي فليمسك عن شعره وأظفاره» [رواه مسلم] وفي رواية: «فلا يأخذن شعراً ولا يقلمن ظفراً» [مسلم]
حکمت کې علماء ووایی: چی تر څو انسان پوره پخپل هیئت او شکل د اوره نه خلاص شی،خو نور ووایی: چی د حاجیانو سره یې تشبیه اوشی هغوی هم په احرام کی نوکان نشی وړوکی کولی او ویښتان هم نه کموی. امام نووی شرح مسلم ۱۳۱۲۰.
خو اوس خو د ذوالحجی څو ورځی تیر شوی ده که چا خپل ویښتان کم کړی او نوکان یی کټ کړی وی څه باید وکړی؟
ابن قدامه رحمه الله ووایی: چی ویښتان او نوکان باید غوڅ او کم نکړی شی، خو که چا کم کړل نو هغه د الله نه بښنه وغواړی او په اجماعی طور پری فدیه نشته که دا کار په هیره یا قصدا کړی وی ( المغنی ۱۳۳۶۳).
۲- دقربانی حیوان عمر: پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: «لا تذبحوا إلا مُسنّة إلا أن يعسر عليكم فتذبحوا جذعة من الضأن» [مسلم:1963] والمسنة من الأنعام هي الثنية.
په قربانې کې هغه حیوانات حلال کړی چی غاښ یی کړی وی خو که د غاښ والا مو پیدا نکړ نو ګډو نه جذعه هم حلالولی شی .
امام ابن القیم پخپل کتاب زاد المعاد کی ووایی: "وأمرهم أن يذبحوا الجَذَعَ من الضأن والثني مما سواه وهي المُسنة"
خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د لارښوونې مطابق باید د غاښ والا حیوان حلال شی او که هغه مو پیدا نکړ نو بیا د ګډ په جنس کی په جذعه هم قربانی کیږی چی عمر یی علماء کرامو شپږ میاشتی ښودلی دی.
بخاری او مسلم کې یو حدیث راځی : چی د الله رسول صلی الله علیه وسلم د خپل ملګرو په منځ کې د قربانې حیوانات وویشل د عقبه رضی الله عنه ته په کی جذعه ورسیدله خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وویل: «ضح أنت بها».چی ته پری قربانی وکړه
د احنافو او حنابله علماء کرامو په نزد جذعه هغه ګډین حیوان ته وویل چی شپږ میاشتی عمر ولری ، امام ترمذی د وکیع رحمه الله څخه نقل کوی هغه ووایی : چی باید د شپږو یا اوو میاشتو وی.
صاحب الهدایه امام مرغینانی ووایی:((الثني من الإبل: ما استكمل خمس سنين، ومن البقر والمعز: ما استكمل سنتين وطعن في الثالثة))چی الثني: د اوښانو نه هغه ته وویل کیږی چی پنځه کلن وی او د غوایانو او بزو کې هغه ته وویل کیږی چی دوه کاله یی پوره شوی وي او دریم ته ننوتی وی.
۳-روغوالي: قربانې عبادت دی او یواځی هغه حیوان باندی کیږی چی دهر قسمه عیب نه روغ اوسالم وی ګوډ، خوار، ښکر ماتی ، غوږ پری ، شیړا او نور عیب لرونکی باندی نه کیږی رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی دی : «أربع لا تجوز في الأضاحي: العوراء البيّن عورها، والمريضة البيّن مرضها، والعرجاء البيّن عرجها، والكسيرة التي لا تُنقي ـ يعني لا نَقي فيها ـ أي لا مخ في عظامها وهي الهزيلة العجفاء» [أحمد:4/284، 281، وأبو داود:2802].
قربانې په څلورو قسمه حیواناتو نه کیږی: ښکاره ګوډه، ښکاره مریضه، چی د سالم حیوان سره مزل نشی کولای او هډوک ماتی چی لا ماغزه نلری او هغه کمزوری بی وسه ده.
۴- افضله او غوره قربانی : بیا هغه ده چی په سپین تور څټی ښکرور ګډ وکړی شی ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یې ثبوت راغلی دی او هغه پری قربانی کړی وه بخاری او مسلم کی راځي: أن النبي صلى الله عليه وسلم: «ضحى بكبشين أملحين أقرنين..» الحديث [البخاري:5558 ومسلم:1966]
د املح معنی علماء کرامو د هغه سپین ګډ چی لږ تور والی ورسره شریک وی کړی ده امام نووی ووایی: چی ښپې او خيټه او د سترګو شاو خوا یی تور وی (شرح النووی علی مسلم ۱۳۱۰۵).
د قربانې د مال ساتنه او چاقول سنت دی الله ووایی: ( ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ} [الحج:32].
ابن عباس رضی الله عنه د ایت په تفسیر کی ووایی: دلته دتعظیم معنی د قربانې د حیوان ساتنه او چاقول دی (تفسیر الطبری۱۷۱۵۶).
خو لنډه داده چی څومره نرخ او بیعه اوچته وې هغه غوره اوافضل دی رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی دی: «أغلاها ثمناً وأنفسها عند أهلها» (البخاری ۲۵۱۸) هغه غوره دی چی قیمت یی زیات وی او د کور والا ته ډیر ګران او خوښ وی.
امام ابن خزیمه رحمه الله ووایی: چی څومره دی سترګو کی لوی او غټ راته نو د الله په نزد یی ثواب زیات دی کله چی دهغه په نوم وویستل شی (صحیح ابن خزیمه ۱۴۲۹۱).
۵- د قربانې وخت: د اختر لمونځ چی اوشی د قربانې وخت په اتفاقی شکل باندی شروع کیږی او که څوک یی مخکی وکړی قربانی ورته نشی ویل کیدی حدیث کی راځی«من ضحى قبل الصلاة فإنما ذبح لنفسه ومن ذبح بعد الصلاة فقد تمّ نسكه وأصاب سنة المسلمين» [مسلم:5/1961]
چاچی د اختر لمونځ نه وړاندی قربانې وکړه نو ځان د لپاره حلالکه وکړه او چاچی د لمونځ نه روسته ذبحه وکړه نو دهغه قربانې پوره شوه، او دمسلمانانو سره په سنتو کی برابر شو.
امام ابن القیم په زاد المعاد کی ووایی: پیغمبر صلی الله علیه وسلم به قربانې نه پریښوده او دوه سپین تور څټی ګډان به یی د اختر لمونځ نه روسته په عید ګاه کی حلالول او دا خبرداری به هم ورکوو چاچی د لمونځ نه مخکی چې چا څه ذبح کړل نو هغه قربانې نده بلکی د خپل کور والا ته غوښه پیدا کړه او بس . دغه د پیغمبر سنت او لارښودنه ده (زاد المعاد۲۳۱۷).
۶- د ذبح باید څنګه وکړو؟ حیوان مخ اړول د قبلې په لوری مستحب دی او بیاید دا دوعا ووایو: ((وجهت وجهي للذي فطر السموات والأرض حنيفاً وما أنا من المشركين، إن صلاتي ونسكي ومحياي ومماتي لله رب العالمين لا شريك له وبذلك أمرت وأنا من المسلمين)).
کله چی چاړه ورته په مري راکش کوی نو بیا به ووایو ((باسم الله والله أكبر، اللهم هذا منك ولك)).د الله په نوم یی ذبح کوم او الله ډیر لوی ذات دی یا الله د ستا ده او ستا لپاره مو وړاندی کړه.
ابن القیم رحمه الله وایی: قربانی باید په عید ګاه کی وکړی شی ځکه دغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنت او لارښونه ده حدیث کی راځی :((أن النبي صلى الله عليه وسلم كان يذبح وينحر بالمصلى))". أهـ. [متفق عليه]. خوږ پیغمبر به ذبحه په عیدګاه کی کوله.
او علماء ووایی چی د ذبحی روسته باید دا دوعا وویل شی {رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ} [البقرة:127].
۷- په ښائسته طریقه حلالول: د حیوان سره یوه نیکه داده چی په ښائسته طریقه حلال کړی شی ځکه حدیث کی راځی: « إن الله كتب الإحسان على كل شيء، فإذا قتلتم فأحسنوا القتلة، وإذا ذبحتم فأحسنوا الذبحة، وليحد أحكم شفرته وليرح ذبيحته» [رواه مسلم].
کله چی تاسو ذبح کوی نو په ښائسته طریقه وکړی او خپله ژاړه مو ښه تیره کړی او خپله ذبیحه زر ارامه کړی .
د ذبحی په وخت کی د حیوان په څټ باندی خپه ایښودلی شی تر څو ونخوځیږی انس رضی الله عنه ووایی چی ما رسول الله ولیده چی خپله خپه یی په څټ ورته ایخی وه.
حافظ ابن حجر رحمه الله د بخاری شریف په شرحه کی ووایی:حیوان باید په چپ طرف واچول شی او ښپه ورته په ښی اړخ کیخودل شی تر څو یی حلالونکی په اسانه خپله چاړه په ښی لاس کی ونیسې او او د حیوان سر په چپ لاس باندی او حلال یی کړی.
۸- په قربانې کي وکالت: مستحب خو داده چی باید هر مسلمان خپله قربانې پخپله وکړی لکه پیغمبر صلی الله علیه وسلم چی کړی ده خو که یو څوک بل څوک د ځان د طرف نه وکیل کړی نو دغه جایز دی او د علماء کرامو په نزد په کی هیڅ اختلاف نشته دی.
۹- دقربانې د غوښی وویش او تقسیم: غوښه دری برخو ته وویشل مستحب دی یوه برخه د کوروالا، بله د مسکینانو او غیریبانو، دریمه برخه د خپلوانو او ملګرو ځکه حدیث کی راځی: «كلوا وادخروا وتصدقوا» [مسلم:6/80] خوراک تری وکړئ، ذخیره یی کړئ، او صدقه پری وکړئ.
خو که یو څوک یی تقسیم نکړی او ټوله غوښه صدقه کړی، او یا ټوله وخوری او یا څه وساتی او څه وخوری نو جایز دی هغسی نده چې باید خامخا تقسیم شی.
۱۰-دقصاب مزدوری باید د خپل جیب نه خلاصه کړو ځکه د قربانی څرمن یا غوښه په مزودوری کې ورکول د سنت خلاف دی علي رضی الله عنه نه روایت دی چی زه رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو قربانیو دحلالو په سر اودرولم او راته وویل چی غوښه او څرمن او پړی مړی یی ټول صدقه کړه او قصاب ته په مزدوری کی مه ورکوه او وویل چی «نحن نعطيه من عندنا» [متفق عليه].چی د قصاب مزدوری خو مونږ د جیب نه ورکوله.
اخره کی د شیخ الاسلام دغه خبره راخلو هغه ووایی:چی قربانی کول غوره ده ددینه چی قیمت یی صدقه او خیرات کی ورکړی نو هغه څوک چی مال ولری باید دالله د حکم د تطبیق لپاره وینه وړاندی کړی.
والله اعلم