د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لندن کې د لوی اختر د لمانځه خبرتيا

سيدجان کارواني 22.09.2015 11:45

د لوی اختر د مبارکۍ پيغام
او د لمانځه خبرتيا

په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو ټولنه د سپېڅلي لوی اختر په مناسبت ټولو لروبرو او په نړۍ کې خوَرو افغانانو، په بريتانيا کې اوسيدونکو وطنوالو او د نړۍ يونيم مِليارد مُسلمانانو ته مُبارکي وايي .
د ټولنی رهبري هيئت تاسو ټولو قدرمنو ته خواست کوي چې د قـُربانيو د دې لوی اختر د مُبارک لمانځه په پای کې زموږ په محبوب تاريخي هېواد افغانستان کې ددې روان ملت وژونکي اوږده وحشي جنګ او نيواک د ختم، زموږ د تاريخي پراخ هېواد د سرتاسري مِلي وحدت او ډېر مُستحکم، ډېر زورور اوډېر عادِل او قانونسالار مرکزي حاکميت د تائمين او ولسي ښېرازۍ دپاره دُعا وکړئ .
د اختر لمونځ ، د روان سيپټيمبر په څلرويشتم، د پنجشنبې په ورځ، د ګهيځ په لسوبجو، د پخوا په څېر، د ټولنیِ په مرکز کې ترسره کيږي .
تر لمانځه، دُعاوو او مُبارکيو وروسته د ځوانانو د مېلو،ساتېريو او افغاني اتڼونو دپاره وخت او ځای په پام کې نيول شوي دي .
دټولنیِ پته :
West Acton Community Centre
Churchill Gardens
London W3 0JN
02089932129 & 02089938168

سيدجان کارواني
په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو د ټولنیِ مشر