د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هیواد روانی غمیزی نه د وتلو لارکی د پخوانی خلق دموکراتیک ګوند رسالت

شاه ولی ارین 20.09.2015 22:56

شپږمه برخه:
ډیرو درنو لوستونکو! د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند جوړیدل،۱۴ کلنی مبارزی او غوښتنی،د ټولنی او خلکو د ذهن روڼتیا د وخت د واکدارانو نیمګړتیاوی په ډیره مېړانه او سرښندنو ټولنی او خلکو ته په ګوته کول د خپلو موخو او اصولو نه د دفاع په خاطر د ثور پاڅون او یو سلسله نور سیاسی، اقتصادی، فرهنګی بدلونونه او تحولات چې موخی یې په هیواد کې په ریښتینی توګه خلکو او ټولنی ته خدمت او د ټولنی پرمختیا، تکامل اوځینی داسی نوراجتماعی بدلونونه وو. د یادولو وړ دی.چې پرتله یې د۱۳۵۸کال د جدی د میاشتی د اتمی نیټی د شوروی یرغل نه بیا تر ننه پوری د استعماری بوډاګیو او پلورل شوو رهبرانو  له لوری چې زموږ د هیواد واکداران دی د یادونی وړ دی. د دغو ورستیو حوکمتونو زمامدارانو په خاص ډول ببرک کارمل، برها ن الدین ربانی ، او تر هغو راوروسته نظامونو بیا تر ننه پوری د هیواد او هیواد والو ټوله مادی او معنوی ارزښتونه په ډیره بی شرمانه توګه د خاورو سره یو کړل، هیواد پلورنه، چور او تالا کول، انسان وژنه رشوت اختلاص اداری فساد د ځمکو او طبعی منابعو غصب د هیواد د فرهنګی او کلتوری ارزښتونو چور او چپاول د هیواد د پیاوړی او پرمخ تللی اردو پاشل او تجهیزات یې د نظامی الوتکو په ګډون په بهرنیو هیوادو کې خپلو بادرانو ته ډالی کول،  د قومونو او میلیتونو تر منځ د بی باوریو او نفاق اورته په لوړه کچه لمن وهل، په بهرنیو هیوادو کې بانکی او تعمیراتی حسابونه او سپماوی جوړول، د خپلو کورنیو او اولادونو د پاره  په غربی هیوادو او دوبۍ کې د خورا ښه ژوند او تحصیل چاری برابرول، د ځانونو د بقا په خاطر د هیواد په مختلفو سیمو کې د شخصی سلاح کوټونو او زندانو جوړول او ساتل، د مخدره توکو د کښت او قاچاق شرائط ساتل او تقویه کول  د هیواد په کلتوری او فرهنګی ارزښتونو او ملی اصیلی ترمینالوژی د پردیو یرغل ته لاسونه پړکول او پلوی یې کوول، د هیواد په ملی ارزښتونو ملنډی وهل د افغانیت ،اسلا میت په ملی هویت پسی توره اخستل ټول هغه څه دی چې په ډیره خواشنۍ سره زموږ هیوادوال، سیاست وال  روڼ اندی او یو شمیر ډیر لیکوالان ورته رډ رډ ګوری د لیکلو او افشا کولو نه یې ډده کوی. خود پردیو او د پردیو د نوکرانو تبلیغ درواغو پروپاګندیو ته چې د خلقیانو د شل میاشتنی حکومت پر ضد بی بنسټه او بی بنیاده لګول شوی دی بی له کومه پرتلی له دی نورو  سره  د ښیګڼو او نیمګړتیاوو د ارزونی پرته بی رحمانه او د حقیقت او واقیعیت نه لری قضاوت او څیړنی کوی چې د انصاب نه لری به وی. د هیواد  د تیرو اوسنیو او راتلونکو پیښو په هکله عاقلانه  څیړنی او قضاوت باید بی پری او د ملی ارزښتونو په اډانه کې تر سره شې .
دلته غواړم د افغانسان د خلق دموکراتیک ګوند پر هغو نیمګړتیاوو او لاملونو لنډ بحث وکړم چې د یادونو وړیې بولم :
کورنۍ لاملونه
ـ ګوند د یو وروسته پاتی ټولنی محصول او د ګوند د ډیرو غړوآن د یو شمیر ډیرو رهبرۍ غړو په شمول د خلکو او تولنی د کلتور او فرهنګ نه یو څه لریوالی او همدا ډول د هیواد او تولنی د تاریخی حوادثو او پیښو نه پوره نه خبرتیا او نه لازمه زده کړه او پوهه.
– د ګوند د موخو او اصولو  نه د پردی پالو د توطیو  په نتیجه کې انحراف د دموکراتیک سنتریالیزم د اصل په مقابل لوری عمل کول،د ملی دموکراتیکو ځواکونو سره جبهه نه جوړول، د سیاسی قدرت انحصار اود دولتی دستګاه نه د ماهرو اومسلکی کادرونو ویستل او ځایونه یې غیر مسلکی ګوندیانو ته سپارل.
– د ګوند په دننه کې یو پربل باورنه لرل او د رهبری مقاماتو د لاسته راوړلو اولوړو غوښتنو په خاطر د نفاق او بی باوریو تخم په کادرونو او صفوفو کې کرل او د بهرنیو بادارانو  د لمسون قربانی کول.
–.په ګوند او دولت کې د یو شمیر اجنټانو له لوری پربهرنیو  استخباراتی سازمانونواوکړیوباندی تکیه کول او د دغو شبکو په واسطه ګوند او دولت کمزوری کول د ځینو حلقو او ګروپونو له خوا د هیواد د ملی ګټو پر ضد عمل کول چې د روسانو  راتګ یې روښانه بیلګه کیدای شې. 
بهرنی لاملونه:
- د ثور د نظامی پاڅون همزمان د ګاونډیو هیوادو وېره او مستقیمی لاس وهنی او تر څنګ یې ټوله ضد شوروی سیستم  یانی غربی نړۍ، اسلامی هیوادونه، اروپا او د ټولو په سرکې د امریکی د متحده ایالاتو اضلاعوی زموږ د هیواد پرضد یوه واحده جبهه جوړه او زموږ د نوی نظام د ثبات  پر ضد  یې د یوه پراخ تبلیغاتی کمپاین چې د همدغو هیوادو اقتصادی او نظامی مرستی ورسره وی د هیواد په دننه او بهرکې راوپارول شوی او په ګاونډیو هیوادو ایران او پاکستان کې یې د نظامی هډو په جوړولو سره  د کورنې نفاق اچولو اوهیواد ورانولوپه خاطرهلی ځلی تر سره کړی.
– د ګوند رهبری مقاماتو د عمومی ضعف په نتیجه کې د ثور د پاڅون همزمان د نړی د نورو هیوادو یانی اروپائی عربی اسلامی، او ګاونډیوهیوادو سره اړیکې سستی او بندوول اوټولی اړیکی او روابط  یوازی د نړی د سوسیالستی هیوادو سره چې د ټولو په سرکې شوروی اتحاد قرار درلود تأ مینول.چې هغوی هم د دوستئ په جامه کې زموږ د ګوند او نظام مخالف  لوری و.(د لسټونی ماران).
– د دوستئ او ورورګلوئ د اړیکو ترعنوان د شوروی اتحاد مستقیمه مداخله او لاسوهنی په ګوندی او دولتی چارو کې.په ګوند او دولت کې د نفاق او بیباوریو روحیه راپارول او د خپلو ګټو په خاطر جاسوسان روزل او همدا جاسوسان په حزب او دولتی مقاماتو کې راپورته کول او تر څنګ یې د ملی روحیی غوښتونکی او پالونکی شخصیتونه او څیری له ګوند او دولت نه په ډېر ماهرانه توګه لری کول.
– روسانو د ډیری پخوا نه غوښتل په افغانانو او همدا ډول د خلق په دموکراتیک ګوند کې لاسپوڅې اوجاسوسان وروزی ترڅو کله چې وغواړی د هغوی په واسطه خپلو شومو موخو ته رسیدلی وشي.او له بله پلوه یې د ولسی چین، مارشال تیتو کیوبا او شمالی کوریا استقلالیت او د شوروی اتحاد د کمونست ګوند او عمومی سوسیالستی سیستم نه بیلوالی شوروی اتحاد او د هغوی کمونست ګوند ته سترګواښ ایجاد او رامنځ ته کړی و، نو ځکه یې همدا ویره د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند او نظام نه هم درلوده په خاص ډول د خلقیانو نه، هغه هم کله چې د ثورد پاڅون سره سم د ګوند مشر نورمحمد ترکې په نیغه داسی وویل چې«په دی انقلاب کې نه یوروسی روبل او نه یو امریکایې ډالرلګیدلی دی» نو ځکه دا چې له پخوانه یې لا ګوند په څو ډلو ویشلی وو، لدی وروسته یې نورهم د لا پاشلو اوپه ډلګیو د ویشلو چاری نوری لا پسی چټکی کړی اوپه خاص ډول د خلقی برخی د بدنامه کولو او د سیاسی پروسی نه د بیواکه کولو اولریکولو د پاره د هر ډول وسیلو دسیسو او توطیونه کار واخیست په ګوند کې یې د خپلو جاسوسی کړیو او ګروپونو سره اړیکی لاپسی ټینګی کړی چې وروسته یې د دغو اړیکو او دسیسو نښی او بیلګی آن د احمدشاه مسعود په وجود کې هم ولیدل شوی.
درنولوستونکواو هیواد والو! 
د هیواد د پرمختګ، او د خپلو لوړو ارمانو په لارکې  غواړم په تعظیم او درود سره د خلق دموکراتیک ګوند د هغو په هیواد مینو په زرګونو، زرګونو نوم ورکو خلقی شهیدانو تر څنګ د هغو شهیدانو چې زما په ذهن کې دي نومونه واخلم چې د هیوادنې ستر ارمان دپوره کولو په لار کې د هیواد د دښمنانو ،ارتجاع، شوروی یرغلګرو، کې جې بې او دکارمل دګوداګې نظام استخباراتی دستګاه خاد اعدام او وژلی دی :
شهید اوریا خیل پغمان، عبد المتین، عبدالله، حیات الله شکر دره، ولسوال محمد ګل، ظابط اولیا، حبیب الله معلم، نبی جان هلمند،عمراخان خان ولسوال، نورالحق ښاروال ، عبدالقدیر،محمد نصیر فقیری خان اباد، عبد الله دشت ارچې.عبدالرحمن تورن هرات، نوید محشور پکتیا، اطرافی د کوهی کنډک قومندان هلمند.
دتاج بیک په قصردروسانو له خوا په حمله کې شهیدان:
دافغانستان ملی قهرمان او اتل شهید حفیظ الله امین، عبدالرحمن امین، خوازک امین، محمد یعقوب لوی درستیز، ګربز،سرور عبد الفتاح، دډاکتر شاه ولی میرمن،او سل ګونو نور د ګارد غړی. چې د خوازک امین په هکله باید ګلابزوی ځواب وویې.
دروسانود کې ګې بې او ګوډاګی حکومت له خوا اعدام او وژل شوی اتل شهیدان چې زما په یاد دی:
عبد الله امین، اسد الله امین، ډاکتر سورګل، انجینر خیر محمد، شهید نواب، صاحب جان صحرائی، محمد صدیق علمیار، عارف علمیار،انجینر ظریف او داسی نور.
څرنګه چې لیدل کېږی د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند د خپلو دننه نیو تیروتنو ترڅنګ د نړۍ د یو شمیر هیواد اوپه خاص ډول ګاونډیو هیواد چې د ټولو په سر کې امریکا او شوروی اتحاد قرار درلود د بد بینیو او دسایسو سره مواجه شو .ولی بیا هم د دغه ګوند د انحلال نه چې د شوروی یرغل وروسته تر سره شو د ګوند ځینو برخود ګوندی انحلال او دولتی ملی حاکمیت د سقوط نه بیا وروسته  ددی ګوند تر نامه لاندی مبارزه تیروتنه وګڼله د روسانو د یرغل  په لومړیو ورځو کې تربل هر چا د مخه  یو شمیر په هیواد او خلکو مینو خلقیانو د اوصولی جنبش په نامه هسته جوړه کړه چې د یوی اعلامیی په خپرولو سره یې  چې د ملګری محمد علی هوما له خوا خپره شوه او په هغی  کې د روسانو یرغل په کلکه غندل شوی و دلته د یادونی وړ ګڼم،ط چې د اعلامی د خپرولو وروسته کې جې بې  او کارملیانو «هوما» زندانی کړ مګر بیا هم اوصولی جنبش خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړ دغه جنبش د روسانو یرغل په کلکه وغانده او په ګوند کې د اوصولیت او دولت کې د قانونیت چیغه پورته کړه  د خاد او کې جې بې  له خوا د امین د بانډ په نامه یې  د سل ګونو په هیواد مینو خلقایانو د اعدام ، وژنو او په زرګونو نورو د زندانی کیدو د مخنیوی  غږ را پورته کړ  دغه جنبش په وار وار د خادیستانو او کې جې بې دجهنمی ادارو له خو تر فشار لاندی راوستل شوول ډیر غړی یې جیلونو ته ولیګل شوول او شمیر زیات یې  جبری او په جزائی توګه د جنګ سختو جبهو او لومړیو کرښو ته ولیږدول شول چې یا د دښمن پر مرمیو یې ټټرونه سوری شول او یا د شاه له لوری د خاد او کې جې بې د غیر عادلانه او غیر انسانی توطیو ښکار وګرزیدل  غواړم د اوصولی جنبش د یو شمیر هغو قهرمانانو نومونه واخلم چې  اوس له موږ سره نه شته  اود روس د اشغال وروسته یې په ډیره قهرمانی د هیواد او خلکو  د هوساینی او د هیواد او خلکو د ازادی او روسی اسعتمار او تجاوز نه د خلاصون په لار کې  نه ستړی کیدونکی مبارزی وکړی او خپل سرونه یې په دی لار کې قربان کړل. بسم الله محشور، محمد اکبر شفق،دیپلوم انجینیر ګل نواز، جنرال احمد علی، محمد دوست ، نورانی  شرف الدین شرف، جعفر سرتیر، تور پیروز، داکتر غنی وثیق، محمد خان پیګیر،محمد الله وحدت، محمد منصور هاشمی،شاه محمد  واستلی حسن ګل وفا کارګر، ګل محمد تسل، ګل سعید وفادار او ډګروال عبد الوکیل ددوی روح دی ښاد وی.
د یادونی وړ دی چې دا یوازی هغه شهیدان دی چې زما په ذهن کې وو او پیژندل می داسی په زرګونه نور هم شته چې د هیواد دخلکو د دښمنانو اسلامی په نوم جهادی رهبرانو ګلبدین حکمتیار، ربانی ، نورو تنظیمونو، کې جې بې او د کارمل د ګوډاګی حکومت له لوری اعدام، تیرباران او په ډیرو غیر انسانی او اسلامی طریقو شهیدان شوی دی.
د یادونو وړ ده چې د خلق دموکراتیک ګوند یو شمیر غړو د ګوند د انحلال وروسته. د هیڅ یو ګروپ او یا سلا واکی ډلی سره د هیواد په ورانونو او وسله والو فعالیتونو کې د یو ځواک په توګه او یا هم په یوازی توګه برخه وانه خیسته اونه هم د کوم  بل داسی ځواک په څنګ کې و دریدل. بلکه په هیواد کې یې روانه غمیزه او عوامل تل غندلی او د اوصولی جنبش نه رانیولی  بیا د هیواد د نوو اړتیاوو او غوښتنو سره سم یې د نوو سیاسی جوړښتنو او ګوندونو په جوړولو سره د سیاسی  عادلانه سوله ایزو مبارزو د لاری د هیواد په جوړونه او بیا رغاونه کې برخه اخیسی او د هیواد او هیوادوالو د پاره یې د دغه ستر ناورین نه د خلاصون او وتلو لاری چاری په ډیره میړانه په خپلو تګلارو او کړنلارو کې د نړی د جمعی وسایلو او اطلاعاتو له لاری په هر اړخیز ډول څیړلی او بیان کړی دی.
            نوربیا