د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې د امریکا د ځاني او مالي قربانیو ماناڅه کېدای شي

محمد انور ولید 20.09.2015 13:18

نن شنبې د روان لمریزکال د وږي په ( ۲۸مه) نېټه مې په تاند سایټ کې د میر ویس جلالزي د خپاره کړي رپوټ په استیناد یوه مقاله له نظره تېره کړه چې په هغه کې د امریکا د متحده ایالاتو د سنا یا کانګرس په مجلس کې د وسله والوځواکونودجرګه ګۍ مشر ( Mac thornbarry ) ویلي چې : که په (۲۰۱۹ ) زېږدیزکال کې امریکایي پوځونه یو په یو له افغانستان څخه ووځي ـ افغانستان به له سختو شپو ورځو سره مخ شي . نوموړي دا هم ویلي چې د امریکایي عسکرو له وتو سره به داسې تراژیدي مینځته راشي چې بیا به یې مخه هېڅوک ونه شي نیولی . ځکه په افغانستان کې به تندلاریتوب ته لاره هواره شي ، داعش به چې د امریکې تر ټولو ستر دښمن دئ وده او پراختیا ومومي .
خو په دغه تحلیلي مطلب کې د ( مک تورنبېري ) له آدرس څخه ویل شوي چې : د امریکې جمهور ریْس اوباما به له افغانستان سره کلک ودرېږي ، بل لورته یې ویلي چې : د افغانستان کورنیوځواکونو ډېره وده کړې ځکه چې خپله پوځي عملیات پر مخ بیولی شي . ولې ددې پر ضد یې بیا دا هم ویلي چې تر څو د امریکایي ځواکونو هوا یي ملاتړ ور سره نه وي ، افغان ځواکونه په یوازې سر دغه عملیات نه شي تر سره کولی . نو ځکه خو باید تر اوږدې مودې پورې امریکایي ځواکونه دلته په افغانستان کې پاتې شي . په راپورکې کاږي چې د وسله والوځواکونو د جرګه ګۍ دغه مشر په خپلو خبروکې د عراق ستونزې ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې که امریکایي عسکر له افغانستان څخه ووځي کېدای شي په افغانستان کې د عراق په څېر ستونزې جوړې او دا هېواد به له سیاسي بې ثباتۍ سره مخ کړي ، ځکه په افغانستان کې هم د عراق په څېر دد اعش د تندلارود را ټوکېدو امکان شته .
ولې د امریکا د سنا دمجلس د وسله والوځواکونود جرګه ګۍدغه سناتور بیا دا نه دي ویلي چې امریکا او ور سره ایتلافي ډله خو یې د پېنتاګون او نیو یارک د تجارتي مرکز د ړنګېدو اوخواوشا (۳۰۰۰ ) امریکایانودوژل کېدواوغچ اخیستو په بدل کې  د طالب رژیم ړنګولواو القاعدې له مینځه وړو په رّد پای پسې افغانستان ته راغلې وه . طالب رژیم یې له بېخه را وپرځاوه اوالقاعده ډله اودهغې ډلې مشر ( اسامه بن لادن ) یې په پاکستان کې له مینځه یووړل . خو جګړه لاهم په افغانستان او سیمه کې د افغانانو او امریکایانوله ځاني او مالي قربانیوورکولو سره سمه اوږه پر اوږه  روانه ده .
امریکایانو تر اوسه پورې په دې جګړه کې خپل ( ۲۹۷۷) پوځیان له لاسه ورکړي چې د قربانیانو دا شمېره یې د پېنتاګون او د نیویارک د تجارتي مرکز د قربانیانو له شمېرې سره برابره ده . چې له دې سره د امریکایي جنازو شمېر دوه برابره شوی . تر (۳۰۰۰۰ ) زیات امریکایي پوځیان په افغانستان کې ټپیان شول . او په سلګونونوروپوځیانو خودکشي وکړه . د پاتې نورو پوځیانو رواني حالت هم د اندېښنې وړدئ ، ځکه د افغانستان اوعراق په جګړوکې ګډون کوونکي امریکایي پوځیان اوس هغه نارمل عسکر نه دي لکه څنګه چې د مخه په امریکایي چاوڼیوکې په امریکا کې اوسېدل .
سر بېره پر دغه ډول ځاني قربانیو په مالي لحاظ هم امریکا له تېرو پینځلسو کالو را هیسې په افغانستان کې ډېر تاوانونه ګاللي . د بېلګې په ډول : که چېرې د امریکایي عسکرو د هرعسکر یوازې کلنۍ تنخوا او نورمصارف و سنجوو ، نو د یوه برحاله او ژوندي امریکایي عسکر ټول کلني مصارف ( یو مېلیون ) ډالره دي . خو د پینځلسو کالو ټول مصارف یوازې د یوه عسکر ( پینځلس مېلیونه ) ډالره کېږي . په افغانستان کې دا پینځلس کاله ټول ټال ( یو نیم لک ) امریکایي پوځ پروت ؤ .که موږ اوتاسې د یوه امریکایي پوځې د ( پینځلسو)کالو دغه  (پینځلس مېلیونه ) ډالر په ( یو نیم لک ) پوځي شمېره کې ضرب کړو ، نو د ټولو امریکایي پوځیانو د پینځلسو کالو ټول د تنخوا او نورو مصارفو شمېره به (۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰، ۲۲۵ )یعنې ( دوه سو ه او پینځه ویشت میلیارده ) ډالره شي . د(۲۹۷۷) تنو امریکایي سر بازانوخونبها د امریکې د پوځي قانون له مخې ( ۰۰۰،۰۰۰، ۹۵۴ ، ۵ ) ( پینځه میلیارده او نهه سوه او څلور پنځوس مېلیون ) ډالره ، او (۰۰۰،۰۰۰، ۰۰۰، ۳۰ ) ( دېرش میلیارده ) ډالره خون بهأ د  (۰ ۳ )  زره ټپي شویو عسکرو ، په زرګونو پوځي مهماتو او وسلو ډک کانتینران ، او زغره وال ګاډي ، په لسګونو پوځي  الوتکې او چورلکې چې د هر واحد بیه یې مېلیونونو ډالرو ته رسېدله ، یوازې د امریکایانو په دې جګړه کې له مینځه تللي .
د دقیقې شمېرې له مخې ( ۰۰۰ ، ۴۵۶ ) تنه یوازې پوځي او ملکي افغانان او په زرګونو افغان قومي مشران په دې جګړه کې له مینځه تللي . مال مواشي ،کورونه ، مارکېټونه ، ملي تأ سیسات ، بازارونه ، کلي ، زراعت اونورتاوانونه خولاپرځای پرېږده . ولې ددې ټولو قربانیو په بدل کې ترورېزم نوره وده هم ور سره وکړه ، پاکستان ښه تر بسه ور سره په پوځي او اقتصادي لحاظ موړ شو . افغانستان په پوځي ، اقتصادي ، امنیتي ، ښې حکومتولۍ ، تجارتي ، سیاسي ، ملي یووالي ، فرهنګي ، ښوونیز تشکُل ، بیا رغونې ، صنعت ، زراعت ، تولید او خود کفأ کېدو په برخو کې شدیدې او مرګونې ضربې ولیدلې ، چې بیا فعالېدل او بېرته را ژوندي کول به یې ښایي لسګونه نورکلونه وخت واخلي . ځکه اوسني افغان نسلونه په افغانستان کې د پردۍ جنګي پدیدې قرباني دي اوخپل ملي رسالت ادأ کولوته یې څوک همدا اوس په قلاره نه پرېږدي . بس غم د پاسه غم ورته راټوکېږي ځکه چې د افغانانو برخلیک همدا سې له بهره ټاکل شوی دئ . افغانان د خپل نامعلوم برخلیک ځیره خواره دي . عام المنفعه ملي کارونه د شخصي کېدو پر عرابه باندې چلېږي . ملي خلکو ته دامونه او توطیْې جوړېږي . د ریْس جمهور د دولت ترڅنګ څو ډوله نور موازي حکومتونه هم په یو ډول روان دي ، چې ددولت پرښه حکومتولۍ ، قانونیت او مشروعیت باندې یې تت او پیکه سیوری غوړولی . ځکه موازي حکومتونه په یو ډول اکمالېږي اوبیا دولت ته خنډونه پرې جوړوي .
ددې تر څنګ یې دولت ته د داعش او طالب په نامه ترورېستان په غاړه کې ور اچولي ، تفرق ته لمن وهل کېږي او د ښې حکومتولۍ لاره یې پرې ډپ کړې ده ترڅو افغان دولت د خپلو منابعو خپل قانوني فرصت او وخت له لاسه ورکړي او پردي بیا د افغانستان شتمنۍ د پخوا په څېر لوټ کړي . دا ځکه چې د یوه مشروع کاملاً ملي نظام په موجودیت کې پردۍ پادې په افغان ورشو ګانوکې په خپل سر نه شي څړېدلی اونه هم افغان شنه فصلونه د خپلو قافلو تر پښو لاندې کولی شي .
که چېرې زموږ خپل نظام په خپلو مادري پښو سم ودرېږي . نو بیا خو بهرنیان پر موږ باندې داسې مشروطې ملنډې هم نه شي وهلی چې  کله راته وایي ملي اردو په پښو در ته دروو . کله وایې چې پرته زموږ له ملاتړه افغان ملي اردو دداعش ځواب نه شي ویلی ، ځکه  هغه هره ورځ پراختیا مومي . کله وایي چې افغان ملي اردو پر خپلو پښو ولاړه ده او په یوازې ځان ددښمن مقابله کولای شي ، خو زموږ پوځي چارواکي بیا وایي چې زموږ ځمکنی او هوایي ځواک باید پیاوړی شي . پردغه وسله چې امریکایانو موږ ته را کړي د دښمن مقابله نه شي کېدلی . یاد  امریکایي چارواکی وایي چې باید د عراق په څېر افغانستان ته شا ور وانه ړول شي ، ځکه د افغانستان یو په یو پرېښودل به لویه تراژیدي وي او امریکایان باید تر ډېرې مودې پورې په افغانستان کې پاتې شي ،که نه نو توندلاري به سر په کې را پورته کړي او قابو کول به یې بیا خورا ګرانه خبره وي .  
خو موږ چې د امریکایانو دغه ډول یارانې او ضد او نقیض خبرو ته ګورو ، له ورایه په کې دا تر سترګو کېږي چې امریکایان په خپلو او د افغانستان او سیمې په ټولو مالي او ځاني قربانیو او ارزښتونو باندې سترګې پټوي . دوی په افغانستان او سیمه کې جګړه ختمول نه ـ بلکې اوږدول غواړي . او په افغانستان کې یې د سولې پرځای جګړې ته ترجیح ور کړې ده . ځکه له پاکستان سره پټه یارانه او پر افغانستان باندې پرله پسې نا اعلان شوې حملې ، د طالبانو یواوالی ، په افغانستان کې د سولې په شا غورځول او د افغانستان د بیا رغونې ، ترانزیتي لارې ، دکانونو په قراردانونو کې خنډونه اچول او د پوځي مرستو پڅ او نا څیزه بهیر ټول هغه څه دي چې افغان دولت او افغانان یې له امریکې سره د نه هیلیو په څلور لاره کې درولي دي ، که چېرته امرکایان خپله له دغه ډول ګونګ سیاست څخه را ونه وزي . افغانان به مجبور شي چې ځانته نورې لارې ولټوي . له ترورېزم سره د مبارزې په دغه جګړه کې دې امریکایان ټولې ګوتې په خپله خوله باندې نه ننباسي . په کار خو داده چې لږ څه باید افغانانو ته هم ورکړي . افغان دولت دې په پښو ودروي . له دې پرته خو بله لار او بدیل نه شته . که نه نو په افغانستان کې د امریکا د ځاني او مالي قربانیو مانا څه کېدای شي .